تیرو تاریخي پیښو او د پاکستان د همیشني لانجه منو سیاستونو بهېر ته په کتو سره لیدل کېږي چې، افغانستان تل له ګاونډي هېواد پاکستان سره د ښو اړیکو پلوي کړی او د متقابلو ښو اړیکو سیاست یې خپل کړی دی.
د افغانستان او پاکستان تر مينځ د دیورند د فرضي کرښې ستونزه چې د انګریزي استعمار له لورې پر افغانانو تحمیل شوې او اعاده یې د افغانانو قانوني حق دی، مګر بیاهم د افغانستان تېرو حکمتونو د خپل دغه قانوني حق د لاسته راوړلو په خاطر هیڅکله په جګړه لاس نه دی پورې کړی.
په ۱۹۴۷، ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو کې، د هند، پاکستان او بنګلدیش په جګړو کې چې د افغانستان له پاره ښه فرصت غوره شوي و، ولې بیا یې هم د ښه ګاونډیتوب اصل ته د درناوي له امله د بې طرفۍ سیاست غوره کړی، د هند سره یې هم د نږدې اړیکو پالیسي ته تل پاملرنه کړی ده. د پاکستان په وړاندې د تاریخي ترینګلتیا (د ډیورنډ کرښې د لانجې له امله) سوله ایزه لار عملي کړي ده. افغانستان په ټولو جنګونو کې د ډیپلوماټیکې حل لارې مشوره او پلوي کړې او د سیمې د بې ثباتۍ په اړه یې اندېښنه ښودلې او هڅه یې کړی چې په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکیل نشي.
دا یو حقیقت دی چې د پنجاب اجېر کرایه شوی پوځ تل په سیمه کې د استعماري تاقتونو د ګټو او ستراتیژیکو موخو د پلی کولو په خاطر نیابتي جګړو، ناخوالو او نا امنیو ته لمن وهلې او تاریخ د دغو پیښو ګوا دی.
د بنګلدېش د خپلواکۍ جګړه یا د بنګلدېش د ژغورنې جګړه هغه انقلاب او وسله واله جګړه وه چې د بنګلدېش د ملتپال او خودارادیت د خوزښت له را ولاړېدو سره د پاکستان په غرب کې را وپارېدله او د بنګلدېش په آزادې تمامه شوه. دا جګړه هغه وخت پیل شوه چې د جنتا په نامه پاکستاني ملیشې چې په غربي پاکستان کې مېشتې وې کال ۱۹۷۱ د مارچ په پنځه ویشتمه شپه د پاکستان په غرب کې یې د نور اچوونکو عملیات تر سره کړل او په بنګلدېش کې یې نسل وژنه پېل کړه.
د یاد وړ یې بولم چې د پاکستان (پنجابي دولت)د استعمار د موخو له پاره د جوړ شوي پاکستان اجیر کرایه شوې اردو په سیمه کې یوازې زموږ د ګران هېواد افغانستان سره ستونزې نه لری، بلکې د نورو ګاونډیو هېوادو، هندوستان او حتا ایران سره هم بې لانجو نه دی پاتې شوی، ځکه چې د غه هېواد یو خپلواکه سیاست او ستراتیژی نه لری، بلکې د پردیو استعماري هېوادو ډول ته نڅا کوي.
تاریخ څرګندوي چې د هند او په خاص ډول د افغانستان تاریخي دشمن انګریزي استعمار پاکستان ته ستراتیژي او د خپلو موخو پلان ورکوي، د انګریزانو د دښمنانه پالیسیو او په تېر تاریخ کې د خپلو تاریخی ماتو د غچ اخیستو په خاطر یې د نوې جوړشوی پاکستان او افغانستان تر مینځ د دیورند د فرضي کرښې موضوع چې د افغانانو قانوني حق و او دی لاجمنه پریښوده، چې له همغه وخت نه تر اوسه دغه جبري کرښه چې یو ملت یې په غیر انسانی او غیر بشری اصولو په دوه برخو ویشلی دی د دغو دواړو هېوادو تر مینځ ستره ستونزه راپیښه کړی چې په قانوني توګه دغه موضوع کې پاکستان په حقه نه دی.
د پاکستان په تشکیلاتي جوړښت کې، جمهوري ریاست او وزیر اعظم او تشکیلات یې هسې په سمبولیک ډول شتون لري، چې په لویه کچه او نړیوالوو سیاستونو او پالیسیو کې هیڅ رول او صلاحیت نه لري دغه صلاحیتونه یوازې د پوځ مشرتابه او آی اس آی تنظیموی، چې په سرکې یې انګریزي استعمار او امریکا قرار لري.
امریکا او غربیانو په تیرو شاوخوا پنځه لیسیزو کې په سیمه کې د پاکستان د دغه خرڅ شوي او کرایې پوځ پواسطه د سلګونو مدرسو د جوړولو،تامینولو، تربیت او تمریناتو ورکولو له لارې د نړۍ د اکثرو هیوادو اتباع د افراطیت او تیروریستی په بیلا بیلو ګروپونو کې تنظیم او چېرې چې دوي غوښتل هلته یې پرې تروریستي اعمال تر سره کولو، چې افغانستان او هندوستان یې د بیلګې په توګه د یادولو وړ بولم.

د کرایې پوځ اول لاس جرنیلانو د دغه صادقانه، خو په اصل کې رزیلانه خدمتونو له لارې په میلیونونو ډالر تر لاسه کوي، چې له جنرال ضیا والحق نه رانیولې بیا تر همدې عاصم منیره پورې هر یو په ملیونونه ډالر او په بهرکې عالي قصرونه او بلډینګونه لري، د یادو جنرالانو پاملرنه یوازې تر یوه حده پنجاب ایالت او پنجابیانو ته منحصره ده، خو نور ایالتونه د پنجابیانو په نسبت له هیڅ ډول، سیاسي، اقتصادي او ټولسییزو حقونو نه په لازم ډول برخمن نه دي، په خاص ډول پښتانه، د دغو جرنیلانو، له پښتنو او بلوڅو سره ازلي دښمني ده.
د کره راپورونو او واقیعیتونو له مخې د پښتونخوا، وزیرستان او نورو علاقو نه د اپریشنونو له لارې په زرګونو پښتانه وژل شوي، نیول شوي او تری تم شوي دي.
د اجیر او کرایې پوځ د زور زیاتي، غیرعادلانه عملونو د وطنپالو او عدالت غوښتونو شخصیتونو، علماوو ترور او وژنو،غلطو پالیسیو له امله نن ورځ پاکستان له سخت، اقتصادي، سیاسي، او ټولنیز بحران سره مخ دی، د عمران خان سره غیر قانوني او غیر عادلانه چلند، د دوی په خپله لاس جوړشوي (ټې تې پې) د پښتنو د حق او عدالت غوښتونکي غورزنګ (پې ټې ایم) د بلوڅو ازادی غوښتونکی غورزنګ او داسې نور عدالت غوښتونکی حرکتونه هغه ګواښونه دي چې د پاکستان د جرنیلانو د ظلم ، تشدد او ظالمانه پالیسیو په مقابل کې را پاڅیدلی او ورځ تر بلې په سترو ځواکونو او ګواښونو بدلیږي.
پورتنیو ناخوالو، نابرابریو، او د کرایې پوځ ناکاره سیاستونو، چلند او پالیسیو عام ولس سخت له اندیښنو سره مخ ګړي او ورځ تر بلې د ولسونو او جرنیلانو تر مینځ واټن زیاتیږي، چې داسې غیر عادلانه عملونه په خپله په پاکستان کې د تجزیې له پاره لاره هواروي.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.