دا یو څرګند حقیت دی چې پاکستان یو تاریخي واقعیت نه، بلکه د استعماري تاقتونو د ستراتیژیکو موخو د عملي کولو په خاطر په ۱۹۴۷کال کې د استعماري انګلیس له لورې جوړ شو او بیا وروسته له امریکا سره د نظامي تړون له مخې د پورتنیو هیوادونو د ستراتیژیکو موخو او رقابتونو د عملي کولو په خاطر چې په سیمه کې ترې ګټه پورته کړي په ډېره کمه موده کې یې په سیمه کې په یو ځواکمن نظامي ځواک بدل کړ چې د اتومی وسلو د لرلو تر کچې ورسید.
پنجابي واکداران او د هغوي جوړ شوی پوځ تل د غرب او امریکا د ګټو له پاره هڅې کړي د انګریزانو او امریکا په اشاره یې په سیمه او خاص ډول زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د یو ځواکمن افغانستان د جوړیدو مخنیوی کړی او د هرډول خائنانه توطیو او دسیسو نه یې کار اخیستي دی.
د پورتني مطلب روښانه بیلګه د پنجاب په پارلمان کې د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف څرګندونې د امریکا د پالیسیو په هکله چې وایې:
« د روسانو سره جګړه زموږ نه وه، موږ امریکایانو استعمال کړو او د یوه کرایې پوځ په توګه مو عمل وکړ او دوې لسیزې مو ځان امریکا ته په کرایه ورکړ، صرف د دې له پاره چې پرویز مشرف د امریکا حمایت ته اړتیا درلوده».
امریکا، غرب او اسرائیلو په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د عملي کولو په لار کې د اسلام په نوم له دغه مرتد پنجابي حکومت او نظامي جرنیلانو نه هر ډول ګټه تر لاسه کړي او کوي یې.
د پاکستان پوځي رژیم د اسلام له نوم څخه تل ناوړه استفاده کړی ده، نو ځکه باید د پاکستان ولس، سیاسیون او نوره اسلامي نړۍ په دې پوه شي، چې د پاکستان حاکمیت (پوځي رژیم او آى اس آى) په بېلابېلو نومونو او طریقوغواړي اسلامي نړۍ تخریب کړي. لیدل کېږي چې د پوځ مشر عاصم منېر د امریکې ولس مشر ټرمپ او نتنیاهو ته سینه و ډبوله، چې د غزې د لا نور ټکولو له پاره به غزې ته ځواکونه لیږي، چې په دې هکله یې له صهیونیستۍ اسرائیلې ادارې سره لیدنه کتنه کړی او د نتنیاهو په مشرۍ یې د اسرائیلو مرکز تل ابیب ته سفر کړى دى، چې دغه سفر یې په ښکاره ډول له مسلمانانو، اسلامي نړۍ، د پاکستان له عامو مسلمانانو، د غزې له مظلومو خلکو، ماشومانو، ښځو او شهیدانو سره د څرګند خیانت په معنا دی.
د پاکستان عام مسلمانان دې په دې پوه شي چې د پاکستان پوځي رژیم په مکمل ډول خرڅ شوي او په سیمه کې د کرایې پوځ رول ادا کوي، پاکستان د نړۍ د استعماري هیوادونو د فرمایشاتو مرکز ګرځېدلی دی.
ټولو ته جوته ده، چې له افغانستان نه د امریکا د بې شرمانه تیښتې او ماتې وروسته ټرامپ څو واره په افغانستان کې د امریکا د پاتې شوو وسلو د تر لاسه کولو او یا د بګرام د هوایې اډې د لاسته راوړلو غوښتنه تر سره کړه، خو په ځواب کې یې طالبانو جدي غبرګون وښود او تر څنګ یې د بګرام په هکله د ترامپ د غوښتنې په اړه په نړیواله سطحه چین او روسیې هم خپلې اندیښنې څرګندي کړي.
ویل کېږي چې د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر په سفرونو کې شاید دونالډ ترمپ دوي ته له طالبانو سره د جګړې مشوره ورکړې وي.
له بله پلوه پاکستان هیڅکله په افغانستان کې، غښتلی نظام، اقتصادي پرمختګ، سوله او امنیت نه غواړي. اوس چې طالبانو په دغو برخو کې په لاسته راوړنو لاس پورې کړی پاکستان ته د زغملو وړ نه ده، نو ځکه یې د (ټې ټې پې) موجودیت په افغانستان کې پلمه وګرزوله او په نړیوالو ستیجونو کې یې نارې سورې پیل کړي، چې په افغانستان کې تیروریستي ډلې د داعش او ټې تې پې په ګډون شتون لری.
طالبانو وار، وار دغه تورونه رد کړل او ویې ویل، چې د افغانستان نه هیڅ یوه هېواد ته خطر نه شته او د پاکستاني خوا دغه تورونه یې د هغه هیواد کمزورتیا او د امنیت په ټینګولو کې پاتې راتلل وښودل.
ولیدل شول چې د پاکستان د پوځې غلطو پالیسیو له امله د عمران خان زنداني کیدل، د پې ټې ام ، بلوڅو ازادي غوښتونکو، ټې ټې پې د مبارزو او مشروع غوښتنو په مقابل کې د زور، جبر او غیرعادلانه سیاستونو د عملي کیدو له امله ولسونه راویښ شوول په خاص ډول بلوڅو او ټې تې پې په نظامی عملیاتو لاس پورې کړ، کله چې د ټې ټې پې له لورې د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې په نظامي تاسیساتو چاودنې او حملې زیاتې شوي او دوي یې کنترول له لاسه ورکړ، نو ځکه یې د خپلې کمزوتیا د پټولو په خاطر، تالبان پلمه کړل چې ګویا ټې ټې پې په افغانستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه رالیږل کېږي او دلته تخریبې فعالیتونه کوي.
دغه ترینګلتیا چې له ډېرې مودې یې دوام درلود د پاکستان د جرنیلانو د بې محاسیبې سیاست له امله په جګړه واوښت او پر همدې بانه یې د هېواد هوایې حریم نقض کړاو پر سپین بولدک، پکتیا او کابل یې هوایې بریدونه تر سره کړل، چې په دغه بریدونو کې یوازې ملکي کسانو ته چې د کریکټ لوبغاړي هم په کې شامل وو مرګ ژوبله واوښته او د پاکستان دغه تور چې ګویا د ټې ټې پې مرکزونه په افغانستان کې دي غلطه ثابته شوه.
طالبانو هم د دغو حملو په مقابل کې په تورخم، سپین بولدک او د دیورند د فرضي کرښې په ځینو برخوکې تعرضی عملیات پیل کړل او د دښمن ځنې پوستې یې ونیولي یو شمېر نظامیان یې ووژل، ژوندې یې ونیول او دښمن ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ، همدا ډول یو شمېر وسایل سلاح او مهمات یې د ټانکونو په ګډون غنیمت کړل او پاکستانیان دې ته اړ شول چې له قطر او ترکیې نه وغواړي چې د جګړې د مخنیوې په خاطر منځګړیتوب وکړي.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.