ځینې چرګې د هګې اچولو په وخت کې کور دننه زیات قوړټ قوړټ کوي خو بیا ګورې چې هګې ګانډیانو کره اچوي. د هیواد نه بهر د یو شمیر افغانانو همدا حال دی.
د جمهوریت په وخت کې به مې همیشه ویلې چې جنګي او مافیایي کړې چې د مخدره موادو په قاچاق، اختطافونو، رشوت او نورو ګڼو جرایمو او د جمهوریت په کمزوري کولو کې لاس درلود، نشي کولې چې د جمهوریت بدیل شي. د جمهوریت بدیل به طالبان وي چې هماغسې وشول. په ۲۰۱۶ز کال کې مې په دې هکله یوه مقاله هم لیکلې وه چې پژواک خبري اژانس هغه وخت نشر کړې ده.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته، اوس هم ځیني اپرچونیست سیاسیون او اپوزیسون چې هم یې پخوا او هم اوس قورټ قوړت په افغانستان کې کوه او هګۍ یې په تهران او اسلام اباد کې اچولې، د الف نه تر ی پورې اکثره وپیژندل شول. کوم یو نیم چې تر اوسه پټ پاتې دي، ورور ورو پخپله ځانونه رسوا کوي.
هغوي چې اوس هم خبرې د افغانستان او هګۍ په اسلام اباد او تهران کې اچوي، فکر نه کوم چې دوی نور د افغانستان په سیاست او قدرت کې ځای ولري. که طالبان هم له منځه ځي، د طالبانو بدیل به نورې افراطي ډلې وي نه دوی.
دا د قوړټ قوړټ ډلې پلویانو ځانونه د افغانستان او سیمې د وروستي تحولاتو په لړ کې ښه رسوا کړل. ځیني د پنجاب بمباریو ته خوشاله دي او ځیني د ایراني مشرانو د وژلو لپاره د تمساخ اوښکې تویوي. د افغانسنان ګټې دوی ته نه پخوا اهمیت درلود، نه یې اوس لري او نه یې په راتلونکې کې. دا معامله ګران په هیڅ ډول خبرو او عمل نه شرمیږي.
دوی پخوا هم د طالبانو په ضد د دروغو شعارونه ورکول او اوس هم د طالبانو په ضد د دروغو شعارونه د معامله ګرې لپاره ورکوي. دا معامله ګران، امریکا، د سیمي هیوادونو، لکه چین، روسیې او هند، او هم طالبانو او د افغانستان ملت ډیر ښه پیژندلي دي او نور د دوی د معامله ګرې بازار او ټغر مخ په ټولیدو دی.
اوس دوه لارې دي چې یا به په داخل د افغانستان کې د مشروع او قانونمند نظام د جوړیدو لپاره مثبت تغیر رامنځته کیږي تر څو د طالبانو غلطې پالیسې ودریږي او یا به نورې افراطي ډلې رامنځته کیږي او طالبان به له منځه ځي.
په وروستي تغیر کې د افغانانو او د سیمې هیوادونو خیر نشته او هر څوک که په داخل یا بهر کې څه کولې شي، د اول بدیل لپاره باید لاس په سر شي. په بهر میشتو دې ډیر حساب نه کوي اکثره چې د قدرت دعوی کوي، نړیوالو دوی ښه پېژندلي دي او دوی ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.
بله خبره چې مهمه ده، دغه کسانو د قدرت په وخت کې دومره غلاوې او جنایتونه کړیدي چې په خپلو کورونو کې هم د سل ګونو باډیګاردانو نه په غیر ژوند نشي کولې. د سل ګونو باډیګارانو د درلودلو او د حکومت د قدرت نه د سؤ استفادې زمینه نوره دوی ته مساعده نه ده. دوی به بهر په تبعید کې مري او که وطن ته کوم یو نیم لاړ هم شي، بیا به په خپلو سیمو او کورونو کې د خپلو غلاو، جنایتونو او ظلمونو له امله محوه کیږي.
په مدني او فرهنګي مافیایي کړېو که د طالبانو مخالفت یا حمایت کوي، هغوي هم چندان د اعتبار وړ نه دي ځکه دوی د جنګسالارانو او جنایي مافیایي کړیو د سکو دویم مخونه و او دي.
خبره ولس ته پاتې ده. په داخل کې چې څوک اوسي، ښه سابقه لري او د مثبت تغیر فکر ورسره دی، هماغه کسان د افغانستان په راتلونکې کې مثبت رول لوبولې شي.
که څه هم د افغانستان او سیمې وضعیت ډیر په چټکې سره مخ په زوړ روان دی او ښه بدیلونه ډیر کم دي، خو بیا هم، ښه فرصتونه شته که افغانان د احساساتو په عوض د تدبیر نه کار واخلي او داخل کې د مثبت تغیر لپاره عاجله تګلاره جوړه او د یوې واقعي لوی جرګې د جوړیدو زمینه مساعده شي.
د لوی جرګې دایریدل نه بې طالبانو کیدلې شي او نه طالبان د ملت د ټولو سیمو او اقشارو نه په غیر لویه جوړولې شي او نه ګټه لري. یوازې د ملایانو جرګه مشکل حل کولې نشي. لویه جرګه به د ګاونډیانو سره په مثبت تعامل او هم د راتلونکې حکومت د قانوني ولسي او نړیوال مشروعیت لپاره تګلاره منظوري.
هر تغیر چې وي، باید د داخل د افغانستان نه وي نه د ګاونډیانو او یا د نورو هیوادونو د مداخلو له امله ځګه د نورو هیوادونو په وسیله په تغیر کې د افغانستان خیر نشته دی.
د افغانستان د ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره به د خیر دوعاوې او هلې ځلې کوو او مایوسه کیږو به نه خو هغوي چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه، د ګاونډیانو کره هګې اچوې، باید په نښه، هم اوس او هم په راتلونکې ورته اهمیت ورنه کړل شي. تکیه په ولسونو وشي نه د هر قوم په څو افرادو.
د افغانستان او د افغانانو دښمنان دې ذلیله وي چې هر چیرته وي.
عاقبت بخیر
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.