په ګران هېواد تاریخي افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې کله چې هیواد او ولس ته یو ژمن حاکمیت سر راپورته کړی وي او یا هم یو څه بحراني وضعیت پر هیواد جال غوړولی وي، بیانو د هېواد او ولس کورني او بهرني دښمنان له هر ډول ، سیاسي، فرهنګي او حتا نظامي وسیلو نه د نظام د پاشلو، ضعیفولو او د له مینځنه وړلو له پاره مذبوحانه هلې ځلې تر سره کړي په خاص ډول د هېواد کورنیو دلالانو د نړۍ د استعماري قدرتونو او حریصو ګاونډیو لاسونه او پشې مچو کړي تر څو خپلو مغرضانه موخو ته ځانونه ورسوي.
همدا اوس د تاریخ په حساسو شیبو کې روانې پیښې او حوادث دا په ګوته کوي چې ګران هېواد او هېواد وال له دریوو سترو ګواښونو سره مخ دی.
نړیوال استعمار:
تیرو تاریخي پیښو جوته کړی چې افغانستان د خپل سترتیژیک موقیعیت له امله تل د نړۍ د سترو هېوادو د تقابل او نیابتي جګړو ډګر ګرزیدلی هغه که نړیوالې جګړې، د انګریزانو استعماري جګړې، د روسانو، تجاوز او یا د امریکا او ناټو یرغل وو، هېواد او هېوادوالو ته یې ستر زیانونه ور په برخه کړي دي، له بله پلوه په هېواد کې د وخت نظامونو هم د وخت له پالیسیو، د زمان له غوښتنو سره سمه او لازمه ګټه نه ده پورته کړي او یا یې هم له ولسونو سره اړینې مشورې نه دی تر سره کړي، د ولس او نطام تر مینځ واټن د هېواد دښمنانو، نړیوال استعمار او حریصو ګاونډیو د شومو موخو د لاسته راوړلو په لار کې اسانتیاوی رامینځته کړی او موخو ته رسیدلي دي.
تیرو ترخو واقیعیتونو ښودلی، چې هیڅ یوه جګړه زموږ افغانانو نه وه او نه ده، جګړې د تزاري روسیې، انګریزانو، امریکا او شوروي، امریکا او چین، سعودی عرب او ایران، هند او پاکستان او داسې نورو وي، مګر د جګړو میدان، مادي او معنوي زیان یې زموږ وو.
ګاونډي هیوادونه:
زموږ په ګاونډ کې چین، پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان، او تاجکستان موقیعیت لری، خو د معاصر تاریخ په اوږدو کې دواړو هېوادونو ایران او پاکستان په مختلفو برخو کې له نظامي، کلتوري، فرهنګي او مذهبي، غیر عادلانه لاسوهنو کار اخیستی او د هېواد د کورنیو دښمنانو د تبر لاستي ګرزیدلي دي د هیوادوالو او نظام د ضعیفولو او پاشلو هلې ځلې یې تر سره کړي دي. په تېره کې د هېواد د مخالیفینو د اته تنظیمونو روزنه په ایران کې او د اووه تنظیمونو په پاکستان کې یې روښانه بیلګې د یادولو وړ دي.
همدا اوس پاکستاني جرنیلان په خپله نارې سورې وهي چې د طالبانو قدرت ته د رسیدو چارې او شرایطو کې دوی اساسي رول درلود، که داسې وی، نو بیا ولی شخړې او جګړې سره کوي؟. او یا هم( ټې تې پي) خو په خپله پاکستاني جرنیلانو روزلي، تجهیز کړي د خپلو شومو موخو د عملي کولو په لار کې یې، د هند، افغانستان او پښتونخوا د بې ثباته کولو په لار کې ترې ګټه پورته کوله، نو اوس ولی ورسره مخالفت او یا جګړې کوي؟ دا هغه سوالونه دي چې د پاکستان جرنیلان باید خپلو خلکو او نړیوالو ته ځواب ورکړي.
حقیقت خو دا دي چې دغه ټول د دوي د غلطو پالیسیو نتیجه ده چې، همدا اوس د دوي له خوا نورو ته د بل شوي اور لمبې دوی په خپله سوزوي وایې چې:
(مه کوه په چا چې وبه شي په تا).
همدا اوس د طالبانو په موجودیت کې په هېواد کې امنیت د ځینو اقتصادي پروژو عملي کولو ګاونډی هېواد پاکستان نا ارامه کړی، غواړي یو ځل بیا زموږ هیواد له ننګونو سره مخ کړي، پاکستاني جرنیلانو، په تبلیغاتي، او نظامي فعالیتونو لاس پورې کړی تر څو موجوده نظام بې ثباته کړي او خپلو لاسپوڅو ته د قدرت د رسیدو لارې چارې برابری کړي.
پاکستان دا دی بیا هلې ځلې کوی تر څو د هیواد مخالیفین، شمالي ټلواله او د جمهوریت د چورچپاول غله او داړه ماران سره را تولوي دفترونه ورته پرانیزي او د موجود نظام پر ضد یې استعمالوي، همدا ډول د هېواد په حریم تیري هغه څه دي، چې پاکستان بیا غواړي زموږ په هیواد کې د نیابتي جګړو اور ته لمن ووهي،د هېواد پر حریم تیري د فرضي کرښې شخړو او مخامخ جګړو وښوده چې افغان سرتېري د قوي مورال په لرلو سره د کلک هوډ، باور اوعقیدې بر اساس جګړه تر سره کوي چې پاکستاني ملیشې او کرایه شوي اجیر ځواکونه ورته د ټینکې نه دي، جګړه په پیاوړی اقتصاد اوقوي هوډ ترسره کېږي، چې پاکستان دا یو هم نه لري، د جګړې د میدان ناتواني اوماتې پاکستاني جرنیلان اړ ویستل چې له نورو خطر ناکو میتودونو نه هم کار واخلي، د ځینو سرچینو او شواهدو له مخې د افغانستان او تاجکستان پولو ته نږدي د چینایانو وژنه او د تاجکستان د پولو په څیرمه افراطي حمله هم د پاکستان له لورې سازماندهي شوي تر څو د ګاونډیو هېوادو سره د بې باوریو فضا ته لمن ووهي.
نړیوال مشروعیت:
د یوه نظام یا حاکمیت د پیاوړتیا او استحکام له پاره دوه اساسي شرطونه لازمي او ضروري دي داخلي او نړیوال مشروعیت چې د داخلي مشروعیت اسانه لار د ولس د غوښتنو او اړتیاوو تامینول د لوې جرګې او یا یوې مشورتي جرګې له لارې مشروعیت تر لاسه کول چې دا په خپله د نړیوال مشروعیت له پاره لاره هوارولای شي.
بل یو عامل د نړیوال مشروعیت د لاسته راوړلو له پاره د دوحې د تعهداتو عملي کول او نړیوالو او ګاونډیو هیوادو سره د هېواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره ښه تعامل او مناسبات ساتل.دي
د پورتنیو لاملونو په نظر کې نیولو سره غواړم څو اړینو ټکو او د هېواد اوسنیو اړتیاوو او غوښتنو ته د هیواد د واکدارانو او ولسونو پاملرنه راواړوم:
– د تیرو نظامونو د کمزورتیا او شړیدو یو اساسی لامل په نظام کې دننه نفاق، بې باوري د پردیو هیوادونو د استخباراتي شبکو اغیزې، فساد، قومي، سمتي او ګروپي تمایلات وو، چې طالبانو ته په کار ده چې له یادو منفی پدیدو په جدي توګه ځان وساتي، خپلو موخو ته ژمن او متحد پاتې شي.
– د ولس او نظام تر مینځ واټن د حاکمیت عمر لنډوي که چېرې دغه اصل ته پاملرنه ونه شي، د ولس اړتیاوو، مشروع ِ غوښتنو، لومړنیو خدمتونو ته په لازم وخت رسیدګي ونه شي دا په خپله د واټن له پاره شرایط برابروي، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.
– غوره او کاري دیپلوماسي کارول، نړیوال تعامل ساتل، واقیعیتونه په وخت اوزمان په سیمه ایز او نړیوال ستیجونو کې مطرح کول، په دغه برخه کې د مسلکي کسانو له تجربو نه استفاده کول او نوي کادرونه روزل.
– د تیرو څو لسیزو ناروا جګړو او د یو شمېر وطن پلورونکو زمامدارانو د خینتونو په نتیجه کې د هېواد غښتلی اردو ونړیده په خاض ډول هوایې ځواک چې د یو هیواد د حاکمیت او ارضی تمامیت په ساتنه کې اساسي رول لريٍ استحکام او پیاوړتیا ته اړتیا لري، چې باید ورغول شي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.