تر واده وروسته له خورا ستونزو سره مخ وم، میرمن مې ناروغه وه، داسې اونۍ نه وه چې یو دوه ځلې به روغتون ته نه تلم، روغتون مو دویم کور ګرځیدلی و.
بله کم بختی مو دا وه، چې د میرمن مې اولاد نه کېده، که ریښتیا ووایم نه رانه زیارت پاتې و، نه مولا او نه هم پېر، په درملو او ډاکترانو پسې په تګ راتګ خو دومره ستړی شوی وم، چې پوښتنه یې مه کوه.
ریښتیا چې مېرمن مې هم نور دومره ستړې او نا هېلې شوې وه او له هر څه یې نور زړه صبر شوی و، کله نا کله به یې د ځان له پاره د ژر مرګ لاسونه هم پورته کول.
هو! حقیقت دا دی، کله چې به مو کوڅو کې ماشومان لیدل خورا نور به هم ډېر دردیدلو، حتا دا چې د دوستانو کورونو ته به مو د تلو او راتلو اراده هم نه درلوده، ځکه هلته به مو کله چې د هغوي ګلالي ماشومان لیدل زه خو په هر صورت، خو میرمن به مې خورا ځورېده.
عجیبه حادثه پیښه شوه، مېرمن مې هسې بیخوده شوه، نارې سورې یې پیل کړی چې سر مې راباندې ګرځي او زړه مې هسې بد ـ بد کېږي.
د کور په څنګ کې مو بوډۍ ترور ګلسیمه اوسیده، زړه نا زړه ورغلم، ورغږ مې کړ، خدای دې ورته خیر ورکړی په منډه راغله، څو شېبې مې میرمن او ګلسیمه ترور سره پسیدلې، خاله مسکۍ ـ مسکۍ کیده نور یې راته څه ونه ویل، دومره یې د تګ په ورستیو شیبو کې راته وویل: چې سبا، تاترینه یوې ښځینه ډاکترې ته بوزه چې ویې ګورې تر څو یې ستونزه معلومه کړي، چې څه ده.
سبا وختې د ولسوالۍ روغتون ته ورغلو هلته د ملک هاشم کاکا لور سپوږمۍ هم ډاکتره وه، هغه مو پیدا کړه، خدای پاک دې ورسره ښه وکړي، معاینات یې تکمیل کړل او د خوشالۍ زېری یې راکړ، چې تاترینه اومیندواره ده او په خندا یې راته وویل چې:
«کاکا جانه هلک غواړی که نجلۍ؟»
بې له سوچه مې له خولې ووتل، کاکای ځار شي، لورکۍ غواړم چې ستا شانته ډاکتره شې او ستا په شان د خپلو خپلوانو او نورو خلکو خدمت وکړي.
ریښتیا وروسته له ډېرو غمونو او کړاونو مو پر شونډو موسکا خپریده هېلې مو غوړیدې او بې صبرانه موانتظار ویست، چې کله به وخت پوره کېږي او غېږې به مو پر ماشوم ډکېږي.
ریښتیا هغه ورځ رانږدې شوه، خدای تعالی په کور کې د خپل د نعمتونو څراغ را روښانه کړ، لور مو په برخه شوه، میرمن مې جوړه تیاره شوه، ټولې ناروغۍ یې له یاده ووتې.
که ریښتیا ووایم موږ خو لا څه کوی، حتا ګاونډیان مو هم خورا خوشاله شول، ټولو ویل چې یو ښه د خوشالۍ محفل ونیسه، ما او مېرمن مې له ډېر سوچ وروسته په ګډه د ماشومې له پاره د غوټۍ نوم کیښود.
غوتۍ ورځ تر بلې مخ په غوړیدو وه، د ګاونډیو غوښتنه مو هم پوره کړه، د شپږمې شپې له پاره مو ښه بنډار جوړ کړ، ټوله شپه مو په خوشالیوو سبا کړه.
غوټۍ د وخت په تېریدو شپږ کلنه شوه، اوس نو د دې وخت رارسیدلی و، چې په ښوونخۍ کې یې د زده کړو له پاره شامله کړو.
غوټۍ خورا خوشاله وه، په شوق او مینې ښوونځۍ ته تله راتله، مور یې تل الله پاک ته لپې پورته کولې او ویل به یې:
« چې خدایه لور مې ډاکتره کړې!»
ځکه چې د ملک هاشم کاکا لور چې ډاکتره وه او په روغتون کې به یې له هر چا سره مرسته کوله، هسې یې هر چېرې نوم یادیده او خلکو به یې صفتونه کول، نو ځکه مېرمن مې هم غوښتل چې لور یې ډاکتره شي.
غوټۍ د تعلیمي کال په پای کې په ازموینو کې ښې نمرې واخیستې او په لومړۍ درجه بریالۍ شوه. ما او مور یې هم د هغې خیال پوره ساته، هغې هم خورا زیار ویسته چې ښه لوست ووایې لوړې نمرې واخلي پوهنتون ته لار پیدا کړي او ډاکتره شي.
لومړنۍ او ثانوي دوره یې په بریالیتوبه سره پای ته ورسوله، د کانکور ازموینه یې تر سره کړه، خدای یې د مور سوالونه، زما او د غوټۍ غوښتنه په خپل دربار کې قبوله کړه، د لوړو نمرو په اخیستلو سره غوټۍ د طب پوهنځۍ ته بریالۍ شوه.
حقیقت خودا دي، چې غوټۍ زموږ د ژوند او کور په هره برخه کې نوښتونه راپه برخه کړل.
سره له دې چې له هرې خوا نه، ناخوالو، جګړو، وژنو، بدامنیو او سلګونو نورو بیلا، بیلو ستونزو پر هېوادوالو د غم او اندیښنو جال غوړولی و، هېواد مو د امریکایانو او ناټو غړو هېوادونو تر اشغال لاندې و، داسې ورځ به نه وه، چې تر سلو نه زیاتو انسانانو د نارینه، ښځینه او ماشومانو په ګډون به خپل خوږ ژوند له لاسه نه ورکاوه، ډېرو کوښښ کاوه چې یوه نه یوه لاره پیداکړي تر څو له هېواده ووځې.
دغوټۍ یوه ټولګیواله شمایله او کورنۍ یې له هېواده ووتل او ترکییې ته ګډوال شوول، شمایلې به هره ورځ له غوټۍ سره په تیلیفون کې خبرې کولې او ورته به یې ویل:
« ای لېونۍ هلته څه کوي، را ووځۍ، بله ورځ به خدای مکه مړه شئ، دلته ښه ژوند دی، دا دی زه خپل لوست ته دوام ورکوم ».
د شمایلې د تیلیفون وروسته غوټۍ راته وویل:
« پلار جانه هر څه د خدای له جانبه دي، هره ستونزه به تېروو، خو داچې پوهنتون شته، زده کړې دوام لري هیڅ چېرې نه ځو».
د لوی خدای فضل شو، امریکایان او ناټو پسې وتښتیدل، هېواد مو خپلواک شو، طالبان راغلل، په ټول هېواد کې سوله راغله، وژنه، ورانونه، چور، چپاول او پاټکونه له منځه ولاړل، لوی امپراتوریګانې او د قدرت جزېرې ړنګي شوي، د هېوادوالو امیدونه وغوړیدل، خو زما د غوټۍ هغه وعده چې ما ورسره کړې وه، هغه له خاورو سره خاورې شوه.
هو! هغه وعده چې« ډاکتر به شې».
طالبانو د نجونو له پاره د شپږم ټولګي نه پاس زده کړې او پوهنتونونه تر ثانې امره پورې وتړل، بیا هم موږ انتظار کاوه چې نن یا سبا به د زده کړو دروازې پرانستل شې، دوه کاله تیر شول، بیا هم دروازې بندې پاتې شوي.
اوس نو له ترکیيې نه د شمایلې تیلیفونونه له یوې خوا، د غوټۍ او د هغې د مور ژړا اوسورې له بله خوا او زما وعده له غوټۍ سره چې:
«ډاکتره به شې» له بلې خوا دې ته اړویستو چې د خپلې لور د زده کړو د پای ته رسولو په خاطر خپل ګران هېواد پریږدو او کډوالۍ ته مخه کړو.
کور او نور څه هست او بود مو چې درلودل خرڅ مو کړل او د قاچاقبرانو لومې ته ولویدو، خو بیا هم د ډېرو کړاونو او سختیو سره ـ سره ترکییې ته واوښتو.
غوټۍ خورا خوشاله وه چې له خپلې ملګرې او ټولګیوالې سره به یو ځای شې، خو شمایله او کورنۍ یې له ترکییې نه جرمني ته تللي وو.
کله چې د شمایلې او غوټۍ اړیکه سره ټینګه شوه، هغې بیا تشویق کړه چې جرمني ته باید ولاړ شو، خدای شته چې دوه زره ایورو یې هم د پور په توګه موږ ته راولیږلي، هغه قاچاقبر سره یې معرفي کړو چې دوي یې جرمني ته استولی وو.
ریښتیا زما له پاره خورا سخته غمېزه وه، ځکه په واټنونو نور هم د خپل ګران هېواد نه لرې کیدم، سوچ مې کاوه، چې بیا به زه او زما کورنۍ خپل پلرني ټاټوبې ته راګرځو او کنه؟.
کله چې قاچاقي بېړۍ ته ورختو په بېړۍ کې کسان زیات شول، قاچاق بر او د بېړۍ کس وویل چې که څو کسه ترې کم نه کړو، د بېړۍ د غرقیدو امکانات شته، نو ویې ویل:
«چې ماشومان او ښځینه به اوسې». نارینه اته کسه یې له بېړۍ نه را کوز کړل چې سبا به دغه وخت بیا راځئ او حرکت به کوو، هلته به له خپلو کورنیو سره بېرته یو ځای کېږو.
خدای شته ما خورا نارې سورې هم وکړې، خو چا مې غږ وانه ورید، بېړۍ حرکت وکړ، موږ بیرته راستانه شوو.
سبا چې په ټاکلی وخت راغلو، نه بېړۍ وه او نه قاچاقبر و، دوه درې ورځی مې هسې په تنګسه کې تېرې کړي، شمایلې ته مې ټیلیفون وکړ، چې له قاچاقبر نه خبر واخلي، هغې هم هر څومره چې اړیکه نیوله قاچاقبر لادرکه و.
اونۍ وروسته مې د ستر او په خپل ژوند کې نه هېریدونکی د غم خبر واورید، چې هغه بېړۍ په بحرکې غرقه شوې او زما غوټۍ او مور یې د بحر د کبانو خوراک شوې او زما هغه وعده چې «ډاکتره به شې» نیمګړې پاتې شوه.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.