ستا نوم

شېبه ګهیځ

33

‎له یو ځای وروسته
‎راتلونکي کې
‎نور ستا د شتون اړتیا

نه لېدل کېده

‎سهارونه
‎بې له دې چې څوک څه ووایي
‎له پخوا لا سوړ پیل کېدل
‎او شپه
‎د کټ پر تش لور
‎ورو ورو راټولېدله
‎ستا نوم لا هم
‎زما په خوله
‎تریخ خوند درلود
‎خو زړه
‎ښه پوهېده
‎چې ځینې نشتونونه
‎دومره ارام راځي
‎چې لومړۍ یې چوپتیا
‎احساس کړي
‎بیا انسان
‎زه هره شپه
‎ستا پر تش ځای لاس ږدم
‎نه د ستنېدو لپاره
‎یوازې د دې لپاره چې ډاډه شم
‎ یوه ورځ دلته
‎یو زړه زما د زړه تر څنګ
‎ټکېده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.