د سترګو تر منځ سفر

شېبه ګهیځ

80

زه د لرې لارې مسافره یم،
سفر کوم د ښي سترګې له ټينګ نظره،
تر چپې سترګې پورې،
چې کلمې پکې د مرغیو په شان
د چت تر اوچت خیال پورې الوزي.

په اسمان کې یو سپین زړه ځلېږي،
لکه د وريځو له منځه راټوکېدلی احساس،
هغه د زما د لرې لید سره تړلی دی،
او د دې اونۍ لمر،
چې سپوږمۍ یې نه ده لیدلې،
ما په تودو او ناارامو مینو راپوېلی.

زه چې په هېنداره کې ځان وینم،
یوازې سیوری یم، نه بدن.
دا هر څه د کړکۍ د سترګو انځورونه دي،
او کړکۍ ساده زړه،
نه پوهېږي چې د هغې له شا
دا نړۍ هم له دې ځایه ښکاري.

زما ګومان دی،
د دې منظرې پیدایښت
د یوه ناپوه خیال له خوبه دی،
چې که نه وای،
دا وحشي هېنداره به
دوې سترګې په ځان کې نه ساتلې
یوه د رڼا، بله د خیال!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.