د افغانستان او پاکستان شخړه: ګډ تورونه نه، بلکې ګډ ګامونه

عبدالوحید وحید

418

عجب او د حيرت وړ منطق دى! د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف اوس له افغانستان څخه غواړي چې د نوموړي په هېواد کې د سولې ضمانت وکړي. دغه غوښتنه له خورا ژور تمثيل څخه ډک تناقض نندارې ته وړاندې کوي: هغه هېواد چې د «ستراتېژيکو شتمنيو» په نوم د وسلوالو ډلو د روزلو، پاللو سمبالولو او ستايلو اوږد او تاريخي شاليد لري. اوس له هغه هېواد څخه د خپل هېواد د خونديتوب لپاره د ضمانت غوښتنه کوي چې د هغوى د ناوړه تګلارو اوږدمهاله قرباني پاتې شوى دى. داسې ښکاري چې تاريخ د سمون او بدلون په لوري نه، بلکې داځل نورو ته د تراژيدي صادرولو  د طراح په کور کې د تراژيدي د تکرار کېدو پړاوونه وهي.

اسلام‌اباد د دې پرځاى چې د ستونځې ريښې وڅېړي، غواړي د خپل هېواد د سولې ضمانت له  افغانستان څخه واخلي. خو هېروي چې رښتينی ثبات د خپلو تګلارو او کړنو له ارزولو، حساب‌ورکولو او له تېرو تيارو تګلارو سره له پرېکون پرته نه ترلاسه کېږي. د استانبول په مذاکراتو کې د «مشروط اوربند» نوم، که څه هم ظاهراً ډيپلوماسي بڼه لري، خو د هغه پخواني او پرسوده ذهنيت نښه ده چې افغانستان ته لاهم د يو خپلواک ګاونډي په توګه نه، بلکې د پاکستان د امنيتي معادلو د يو لابراتوار په توګه ګوري

اوربند چې د شرطونو او شکونو پر بنسټ ولاړ وي، اصلاً اوربند نه دی؛ دا يوازې د زړو عادتونو او نويو غلط فهميو تر منځ موقتي تمځاى دی. د استانبول خبرې د تورونو د تکرار لپاره نه وې، بلکې يوه موقعه وه، ښايي د تېرو اوږدو فرصتونو وروستۍ کړکۍ، چې د دواړو ملتونو تر منځ د باور د بيا رامنځته کولو لپاره پيل شي. که پاکستان په دغه هکله همکاري د يوه ګډ مسؤليت په توګه نه بلکې د يو احسان په توګه وړاندې کوي، نو دا به د تېرو پنځوسو کلونو زخمونه نور هم ژور کړي، هغه وختونه چې نيابتي جګړې د ګډو مسئولیتونو د منلو  پر اصولو غالبې شوې.

پاکستان د تل لپاره د وسلوالو د تګ راتګ سناريو داسې وړاندې کوي لکه دا چې له افغانستان څخه پيلېږي او  همدلته پاى ته رسېږي. خو دغه حقيقت پټوي چې د هغوى په خبره، کله چې دغه جنګيالي د ډيورنډ په کرښه اوړي، نو د پاکستان بېلابېلو سيمو ته خپرېږي او بيا ښايي يو شمېر يې بېرته افغانستان ته واوړي. نو پوښتنه دا ده: د پاکستان د امنيتي ځواکونو دنده په دغه بهير کې څه ده؟ له دې سره سره چې په معاصرو وسائلو او لوړ عسکري مهارت دعوې کوي، نو ولې  په دغه برخه کې له مسووليت څخه ځانونو ته برائت ورکوي. که هغوى نه يوازې دا چې د جنګيالو د تګ مخه نشي نيولاى ، بلکې د هغوی بېرته ستنېدنه هم نشي مهار کولاى نو افغانستان ته ولې د پړې ګوته نيول کېږي ؟ د خپل مسئوليت پټولو او پر نورو باندې د تورونو په اچولو سره نه يوازې اعتماد له منځه ځي، بلکې هغه اخلاقي اساس هم کمزورې کېږي چې د سولې پر بنسټ ولاړ وي. لکه څنګه چې د ډيورنډ کرښه دوه غاړې لري، همداسې د مسئوليت کرښه هم دوه خواوې لري. که پاکستان په دغه تړاو ملحوظات او له پردي اړخ سره ژمنې لري، نو افغانستان هم د پاکستان له خاورې څخه ژورې اندېښنې او ملحوظات لري .

افغانستان، سره له دې چې د جګړو، يرغلونو او سياسي بدلونونو له اوږدې او ځپونکې سلسلې تېر شوی، تل چمتو پاتې شوی چې د برابرو اصولو، دوه اړخيزو ميکانيزمونو او د يو بل په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو پر بنسټ خبرې وکړي. خو دَ پاکستان لخوا د شرطونو وړاندې کولو ژبه او ناوړه لهجه دغه رښتينی روحيه کمزورې کوي. اوس  داسې ښکاري لکه سوله چې د متقابل تفاهم او دوه اړخيزې همکاري له لارې نه بلکې بايد د پاکستان د خوښې له دروازې څخه تېره شي. که اسلام‌اباد واقعي ثبات غوښتى بايد منلې يې واى چې  هغه بلا چې نن هغوى ځوروي، د افغانستان له خاورې څخه نه، بلکې د پاکستان له هغو دفترونو څخه راټوکېدلې چېرته چې د لنډمهاله ګټې  د تلپاتې سولې څراغونه ووژل.

د خپلې امنیتي ستونځې په تړاو  د افغانستان ملامتول نه عادلانه قضاوت دى او نه هم هوښيارانه پرېکړه ؛ دغه ذهنيت يوازې په سيمه کې د ګډ شعور راويښېدل او ګډ مسئولیت منل ځنډوي. اوس وخت د پاروونکو بيانونو نه، بلکې په صادقانه توګه د عملي ګامونو پورته کولو دی. د استانبول خبرې بايد د يو مشروط ځنډ په توګه نه، بلکې د داسې سيمې د کيسې د بيا ليکلو تعبير وګڼل شي چې کلونه کلونه د وېري او بې‌باوري تر منځ ايساره پاتې شوې ده. دواړو هېوادونو ته اوس يو پر بل باندې د پړې اچولو  نه، بلکې د يو ګډ هوډ اړتيا ده. داسې ذهنیت رامنځته کول اړين دي چې سوله نه وېشل کېږي او  نه هم تپل کېدای شي، بلکې د ريښتينولي ګډ کار او له جګړو کولو څخه ورهاخوا د نورو سوله ييزو ګامونو پورته کولو په پايله کې راتلاى شي.

د څو اونيو له بې‌باوري او د پاکستان لخوا له اخطارونو ګواښونو او پاروونکو بيانونو وروسته افغانان انديښمن دي خو د وارخطايي څرک نه ليدل کېږي. وفغان ولس  د نومبر شپږمه نېټه په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راتلونکو خبرو ته هيله مند دي. چارواکي او شنونکي دواړه دا خبرې د يو نادر فرصت په توګه تعبيروي او فکر کوي چې ممکن دواړه خواوې اوس له پخوانيو ملامتيو ورهاخوا د ستونځو د حل لپاره په بنسټيزو ګامونو پورته کولو، يو بل ځمکني او هوايي حريم ته په درنښت او د برابري  پر اصولو ولاړې اړيکې رامنځته کړي.

د ډېرو افغانانو لپاره د استانبول خبرې يوازې يو تاکتيکي وقفه نه وه؛ بلکې يوه هيله وه چې افغانستان به د پاکستان د امنيتي محاسبو د يوه فکتور په توګه نه بلکې د مساوي شريک په توګه واورېدل شي. سره له دې چې دواړه خواوې د پنځو لسيزو راپدېخوا  د ډيورنډ کرښې پر سر د وسلوالو د تګ راتګ په تورونو بوختې پاتې شوې دي خو واقعيت دادى چې د سيمې سوله د پاروونکو ګواښونو له ژبې څخه نه، بلکې د رښتيني تعامل له لارې بقا مومي.

خواجه آصف د اوربند دوام د کابل له هغې وړتيا سره تړلی بولي چې باید وسلوال فعاليتونه مهار کړي او له افغان حکومت څخه يې وغوښتل چې «په پاکستان کې سوله راوستونکي» شي. دا غوښتنه د اسلام‌اباد د سياستونو ترمنځ د ژور تضاد څرګندونه کوي. هماغه دولت چې يو وخت يې وسلوالې ډلې د نفوذ د وسيلې په توګه روزلې، اوس له هغه چا څخه له همدغو ډلو ځخه خپل خونديتوب غوښتنه کوي چې په خپله د پاکستان د نيابتي سياستونو قرباني شوي دي. هغه څه چې يو وخت «ستراتېژيکه ژورتيا» بلل کېده، اوس د ستراتېژيکې اندېښنې په کابوس بدله شوې ده. دا هغه سناريو نندارې ته وړاندې کوي چې کله کله د نورو د دوکه کولو او سوځولو لپاره تنظيم شوې تګلارې خپل جوړونکي سوځوي.

که څه هم د افغان پلاوي لخوا د خبرو تر پيل مخکې څرګندونې نه دي شوې، خو د افغانستان ولس دا بهير په محتاط ډول د هيلو او اندېښنو ترمنځ څاري او تعقيبوي يې. افغانان دغه بهير ته د اعتماد رامنځته کولو  او د ګواښ د ژبې د بدلون لپاره د فرصت په توګه ګوري . هغه ملت ته چې د بهرنيو يرغلونو او جګړو اوږد تاريخ او روښانه شاليد لري، هر ريښتينی ګام د خبرو پر لور يو اخلاقي او تاريخي ارزښت لري. اوس په دواړو خواوو پورې تړلې ده چې ثابته کړي. آيا دواړه هېوادونه به وکولای شي له خپلو تېرو سياسي ناوړه تګلارو څخه راووزي او د باور نوې دروازې پرانيزي که نه؟

که د استانبول نوې هڅه رښتينې بريا ته رسېږي او که پاکستان په رښتيا غواړي چې په افغانستان کې د بې‌ثباتي فضا رامنځته نه کړي، نو دغه اوربند بايد له شرطونو، ګواښونو او د پخوا په څېر په افغانستان باندې د پړې اچولو له تسلسل څخه راووزي او د ګډ مسووليت په يو ريښتوني چوکاټ بدل شي. د دواړو هېوادونو ازموينه دا نه ده چې اعلاميې وليکي يا هم تورونه تبادله کړي، بلکې دا ده چې د يو بل اندېښنو ته د غوږ نيولو، استخباراتي همکاري، ګډ مسئوليت او د يوبل ځمکنۍ بشپړتیا ته د درنښت  ميکانيزمونه رامنځته کړي. يوازې په دې صورت کې به سوله د شعار له پړاو څخه راووزي او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته په يو عيني واقعيت بدله شي.

د اُمّت د نسکور شوي عزت معما:  د عثماني سلطنت له نسکورېدو تر غزې پورې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.