په غره باندې د اسرائیلو بريد او په لسګونو زره بيګناه خلکو د د وژلو، د ماشومانو ټوټه ټوټه جسدونو، او د بېساري وحشت په لیدو یو اساسي پوښتنه راولاړېږي: دا امت ولې دومره بې کسه، ، بېوسه، او نا توانه دی؟ آیا دا یوازې د اسراییلو وحشت نندارې ته وړاندې کوي او که د یوه اوږده تاریخي زوال او غلامانه فکر پایله؟
د امت د سیاسي استقلال پای او د منځني ختیځ د اوسني حالت بنسټیزه نقطه د عثماني خلافت له سقوط څخه سرچینه اخلي . کله چې په 1924 کې سلطنت کې د کورنيو نيمګړتياو او د لوېدیځو ځواکمنو په مرسته د مصطفی کمال اتاترک په مشرتابه له سقوط سره مخ شو، نه یوازې یو سیاسي نظام ړنګ شو، بلکې د اسلامي نړۍ واحد سیاسي فکر له منځه لاړ. امت په جغرافیوي ډول ټوټه شو، او د هرې ټوټې زعامت لوېدیځ ته وفادارو قومي مشرانو ته وسپارل شو.
سايکس-پیکو تړون په ۱۹۱۶ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د بريتانیا او فرانسې ترمنځ د منځني ختيځ د وېش لپاره یوه پټه موافقه وه چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو ديپلوماتانو، سېر مارک سایکس او فرانسوا جورج پیکو، لخوا ترتیب او عملي شوه. دې تړون کې د عثماني امپراتورۍ له نسکورېدو وروسته د سیمې په بېلابېلو برخو کې د استعماري نفوذ د حدودو ټاکل شامل وو، چې د منځني ختیځ اوسني مصنوعي سرحدونه یې بنسټ کېښوده او د اوسنيو 0اوږدمهاله شخړو لامل شو. سايکس-پیکو پټې موافقې نه یوازې د منځني ختیځ نقشه بدله کړه، بلکې د عربي ولسونو لپاره یې د خپلواکي او یووالي لاره وتړله. نن ورځ چې منځنی ختیځ په کوم اور کې سوځي، د دغه اور عمده او بنسټيز لامل دغه مصنوعي وېش او استعماري پلان پايله ده.
په 1948 کال کې اسراییلي دولت جوړېدل د لويديځ لپاره یوازې د یهودانو لپاره د يوه هېواد جوړولو پروژه نه وه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ په ځانګړي د انرژي له زيرمو ډکو د خليج په هېوادونو باندې د کنټرول یوه ستراتیژیکه نقطه وه. اسرائیل د برتانیې، امریکا، او نورو لوېدیځو قوتونو د پراخ مالي، نظامي، او استخباراتي ملاتړ پر بنسټ د فلسطین پر خاوره کې رامنځته شو. اسرائیل یوازې یو دولت نه، بلکې یوه د يوې ژورې استخباراتي، نظامي، او رواني جګړې سنګر دى چې هدف یې د عربي هېوادونو وېشل، کمزوري کول، په عياشي اخته کول او د هغوى اقتصادي زيرمو ته لاسرسی اسانه کول دی.
د عربي رژیمونو لخوا په واک کې د پاتې کېدو په بدل کې په ايمان او وجدان باندې معامله له فلسطیني قضيې سره د خليجي حکمرانانو د خيانت بنسټ جوړوي. له انور سادات څخه تر محمد بن سلمان اکثرو عربي مشرانو اسرایل نه یوازې منلی، بلکې له همدغې لارې يې د خپلو نظامونو بقا ته مشروعیت هم ورکړی. د ابراهیمي تړون، د سعودي-امریکا دفاعي همکاري، او د خلیجي هېوادونو استخباراتي تعامل د فلسطین د مظلوم ملت په سينه کې هغه سره شوې چاړه ده چې اغيزې يې له ښکاره زخمونو څخه ژور او خطرناکې دي.
که حاکمان غلامان وي، نو ولسونه ولې چوپ دي؟ دا ځکه چې د امت شعور یرغمل شوی. تعلیمي نصابونه، دولتي رسنۍ، او ديني ادرسونه ټول د همدغو رژیمونو د بقا لپاره ابزاري حيثيت لري. د فلسطین د قضيې یادونه یوازې په رسمي خطبو، شعارونو، او کمپاینونو پورې محدوده ده، خو نه یې فکر جوړ شوی، نه یې عزم روزل شوی. اسلامي بیداري د امنیتي تهدید په توګه څارل کېږي، او د هر مقاومت غږ د ترهګري تر نوم لاندې غلی کېږي.
خلیجي هېوادونه، د نړۍ تر ټولو لویې انرژۍ زېرمې لري، خو د فلسطین یوه روغتون ته وسایل نه لري. د دوی پانګې د امریکا په بانکونو کې پرتې دي ، په اسمان څرکو بلډينګونو، ځيرکو ښارونو په جوړولو باندې لګول کېږي او پر هر اقدام يې د واشنګټن اجازه شرط ده. هر کله چې کوم عربي ملت د خپلواکي هڅه کوي، په اقتصادي بندیزونو، کودتاوو، یا نیابتي جګړو تر فشار لاندې نيول کېږي. مصر، لیبیا، عراق، سوریه، او یمن یې ښکاره بېلګې دي.
د منځني ختیځ د ننني فکري، سیاسي او اخلاقي زوال تر شا، یو لړ پېچلي تاریخي او جیوپولیتیکي لاملونه شتون لري. له یوې خوا، د عرب نیشنالیزم او پارس تمدن پالنې ترمنځ د زرګونو کلونو تاريخي شخړې، او له بلې خوا د لویدیځو طاقتونو له خوا د ولسي شعور د مړ کولو لپاره جوړ شوي ستراتیژیک پلانونه، د ایران له لوري د نیابتي جګړو ناوړه تګلاره او له امله يې په واک کې د پاتې کېدو لپاره په امريکا پورې د عربو حاکمانو لخوا د ځان تړلو دسيسه، استبدادي واکمني، د اسراییلو د بقا تضمین، او د عربو حاکمانو خپلمنځي اختلافات، ټول په خليج کې د امت د زوال د لاملونو په توګه يادولاى شو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.