برېښنايي مطالعه

لیکوال: وحید ذهیر

214

اکسون مجله، څلورمه مقاله

سریزه
افغانستان کې چې د برېښنايي مطالعې او چاپي مطالعې د پرتلنې بحث کېږي، ځينې په برېښنايي مطالعې مطلقه کرښه راکاږي. دوی برېښنايي مطالعه ګټوره نه ګڼي. یو عام دلیل دا وي چې برېښنايي مطالعه تر اوږد مهاله په حافظه کې نه پاتې کېږي. دا خبره تر څه حده سمه ده، خو له دې سربېره د برېښنايي مطالعې په نورو ډېرو ګټو او زیانونو بحث کېدلی شي. خلک په هغو ځکه نه غږېږي، چې کافي معلومات نه لري او نه د برېښنايي مطالعې د ټکنالوژۍ او اپلیکېشنو سره بلد دي. پرمختللي ټولنې چې د دودیزې مطالعې کلتور په کې عام و، د ټکنالوژۍ په عصر کې یې خلک د برېښنايي مطالعې سره هم عیار شو.
ځينې د فېسبوک په ساعتیرۍ د مطالعې ګمان کوي یا قصداً ځان تېر باسي. عادي بې موخې لوستل، مطالعه نه ده. مطالعه یوه منظمه پروسه ده. په دقت سره لوستلو ته وايي. په سکرین چې هر څو ګوته راکاږې، په فېسبوک مسلسل نور لیکلي، انځوریز، ویډيويي او غږیز مطالب مخې ته درځي. ځينې خلک د دغو مطالبو لوستل/لیدل/اورېدل مطالعه بولي. یو شمېر ځوانان نه مطالعه په همدې توجیح کوي، وايي انلاین مطالعه کوي. دا د معلوماتو راټولول دي، مطالعه نه ده. تاسې چې هره ورځ له کوره دباندې وځئ، په لاره درته ډېرې لوحې مخې ته درځي، خلکو سره ګورئ، هغوی اورئ، خبرې ورسره کوئ. تاسې په عادي ډول معلومات حافظه ته سپارئ خو مطالعه یې نه بولئ. د فېسبوک مجازي نړۍ هم دغسې ده، په کې ګرځې، بېلابېل معلومات حافظې ته سپارئ خو برېښنايي مطالعه یې بللی نه شئ.
زموږ کم خلک داسې دي، چې د نصاب له رسمي مطالعې پرته، د نورې عمومي مطالعې ذوق ولري. په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې چې د کرونا وبا نړۍ ونیوه، ټول رسمي او غیر رسمي ګډ مجلسونه او راټولېدل د حکومتونو له خوا بند اعلان شو. علمي مرکزونه هم وتړل شو. دلته ګڼ خلک راټولېدل، کرونا په کې اسانه خپرېدله. په داسې اضطراري وضعیت کې د خلکو لپاره د حضوري زده کړو پر ځای، انلاین زده کړې او برېښنايي مطالعه اړتیا شوه. همدې اړتیا ډېر خلک د برېښنايي مطالعې سره اشنا کړل. اسانتیاوې او ګټې یې ولیدې او د برېښنايي مطالعې ارزښت ته د خلکو پام شو. پوهنتونونو، ښوونځيو، خپرندويو ټولنو او سوداګرو انلاین پانګونه وکړه. وېب پاڼې او اپلیکېشنې یې جوړې کړې چې خلکو به په کې برېښنايي مطالعه کوله، ځکه وايي اړتیا د اختراع مور ده.
مطالعه د علمي مرکزونو ور اخوا د هر مسلک، هنر او د یوې پروژې اساس دی. د هر منظم کار له مخې باید څېړنه او مطالعه وشي. دا مطالعه انټرنېټ او ټکنالوژۍ اسانه کړې ده. په دې مقاله کې تاسې لولئ چې برېښنايي مطالعه څه ده؟ له چاپي مطالعې سره څه توپیر لري؟ د برېښنايي مطالعې اسانتیاوې؟ د کتابونو او مقالو مشهور سایټونه او اپلیکېشنونه؟ په برېښنايي مطالعه کې د مصنوعي ځیرکتیا په حیرانونکي همکارۍ هم مهمې خبرې لرو.

برېښنايي مطالعه:
په عموم کې مطالعه د یوې موضوع په اړه د پوهې، معلوماتو او مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره د کتابونو، مقالو، او نورو لیکل شویو یا چاپ شوو موادو لوستل او تحلیل کول دي. دا د زده کړې یوه مهمه طریقه ده چې په تعلیمي موسسو، څېړنیزو پروژو او شخصي پرمختګ کې کارول کېږي. مطالعه نه یوازې د علم او پوهې پراخولو لپاره ده، بلکې د تفریح، ذهني تمرین او د فکري مهارتونو د پراختیا لپاره هم مهمه ده. اوس راځو چې برېښنايي مطالعه څه ډول مطالعه ده؟
برېښنايي مطالعه هغه طریقه ده چې د زده کړې او پوهې ترلاسه کولو لپاره په کې له برېښنايي وسایلو ګټه اخیستل کېږي. په دې کې د کمپیوټرونو، ټابلېټونو او ځیرکو موبایلونو له لارې په سافټ بڼه د کتابونو، انلاین مقالو، وېب پاڼو، او برېښنايي کتابتونونو لوستل او کارول شامل دي. برېښنايي مطالعه د انټرنېټ له لارې اسانه او چټکه ده. معتبرو سرچینو او بېلابېلو موادو ته په کې لاسرسی کېږي.
برېښنايي مطالعې سره به نورو هېوادونو کې خلک له مخکې اشنا شوي وي، خو زموږ هېواد کې ورسره محدوده فیصدي خلک په تېره لسیزه کې اشنا شو. هغو هېوادونو برېښنا درلوده، برېښنايي وسایل یې درلودل. خلک د کمپیوټر، انټرنېټ او موبایلونو په کارولو پوهېدل. د برېښنايي مطالعې په اړه لومړي ځل د شلمې پېړۍ په وروستۍ سلیزه کې خلکو سره فکر پیدا شو، ځکه تازه کمپیوټرونو، دفترونو او کورنو کې ځای پیدا کړی و. د یويشتمې پېړۍ پیل کې انټرنېټ کې وېب پاڼې پیدا شوې، خلکو به په کې شخصي بلاګونه جوړول او په هغو به یې مقالې خپرولې. دې بلاګونو به ځانګړي لوستونکي درلودل. زما په یادښت هغه مهال د پښتو ژبې له لومړنۍ مشهورو یوه یې د www.tolafghan.com وېب پانه وه. لیکوالو په کې لیکنې خپرولې او ځانګړي لوستونکي یې درلودل. د یويشتمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې چې کله ځیرک ټلیفونونه او ټولنیزې رسنۍ افغانستان کې عامې شوې نو د برېښنايي مطالعې اصطلاح سره هم خلک یو څه اشنا شو. له بده مرغه موږ کې په عمومي ډول د دودیزې مطالعې خلک کم دي، د برېښنايي مطالعې سره به نو خلک څنګه اشنا شي!؟
اسدالله غضنفر په کلتور او ټولنه کتاب کې لیکي: (( له کتاب او فرهنګ سره مینه له اقتصاد سره بې تعلقه نه ده. وږي بنیادم ته مشکله ده چې کتاب وپیري او له لوستلو سره یې دلچسپي پیدا کړي. زموږ اکثره وطنوال چې د دوا او ډاکټر پیسې نه لري، د کتاب پیسې به له کومه کوي؟ او که فرضاً وړیا کتاب ولولي نو فرضاً په وږي نس او پرېشانه ذهن به یې څنګه ولولي؟))
اندېښنه دا ده چې د چاپي کتابونو لپاره چې زموږ اقتصاد کمزوری وي، نو د شخصي کمپیوټر او موبایل لپاره خو زموږ اکثره وطنوال بیخي ډېر ژوبل دي. که څه هم په یو موبایل کې په وړیا ډول موږ بې شمېره کتابونه درلودلی شو خو له اقتصاد سربېره دا ځلې د برېښنايي وسایلو د کارولو چل هم مهم دی. ناپوهي، تعلیم سره نه لېوالتیا، غفلت، لټي او د مطالعې جذبه نه لرل زموږ سفر له عامې مطالعې، برېښنايي مطالعې ته ستونزمنوي. ټولې مسوولې ادارې او لیکوالان دې اول د مطالعې په اړه د خلکو ذوق برابر او پورته کړي، د وخت په تېرېدو سره برېښنايي مطالعه ضرورت ګرځي او بیا به خلک د وخت او انرژۍ د نه ضایع کېدو لپاره هم برېښنايي مطالعه کوي.
تاسې به ښار کې لیدلي وي، یو ډول قران شریفونه دي، قلمي یې بولي. دا د هغو خلکو لپاره جوړ دي چې قران شریف نه شي لوستلی. قلم چې د قران شریف په هر ځای ګرځوې، د قاري په غږ کې قران شریف ثبت دی او تاسې به همغه ایت ترې اورئ. ځينو موسسو د یو شمېر خاصو کتابونو چې د بې لوستو اړتیا ده په همدې ټکنالوژۍ سنبال کړي دي. نالوستي خلک، ځينې کتابونه په دې شکل مطالعه کوي. ځينې چینلونو په یوټیوب کې کتابونو په ويډيو او غږیز ډول ثبت کړي دي. په دا تېر یا د دویم ځل جمهوریت پر مهال راډيوګانو کې د ناولونو غږیز کول یو دود ګرځېدلی و. ښه اورېدونکي یې هم درلودل. دا هم د مطالعې یو ډول دی، خو دلته یې په دقت لوستل نه، اورېدل غوښت. دغسې کتابونه به خلکو د کار، سفر او یا له خوب څخه مخکې اورېدل. لنډه دا چې برېښنايي مطالعې کې ډېر ډولونه او ډېرې طریقې شته چې د مطالعه کوونکو لپاره یې مطالعه اسانه، چټکه او په زړه پورې کړې ده. څوک چې ورسره اشنا وي، ډېره پوهه په لږ وخت کې ترلاسه کوي.
د چاپي مواد مطالعه به تل وي، هغه ممکن هېڅکله ختمه نه شي، ځکه د فزيکي کتابونو سره انسان خاص تړون لري. ذهن پرې ښه تمرکز کولی شي. په دواړو لاسونو یو کتاب نیول دا هم ذهن او بدن فعاله ساتلی شي، خو برېښنايي مطالعې سره ځان هېڅ نه بلدول او یا بې ګټې بلل به زموږ لویه اشتباه وي. یو کال مخکې انټرنېټ کې د مصنوعي ځيرکتیا ټکنالوژي عامه او وړیا شوه. دې سره یو نوی انقلاب راغی. په نورو برخو یې نه غږیږو خو په برېښنايي مطالعه کې یې هم اغېز زیات محسوسېږي. اوس د مصنوعي ځیرکتیا له امله د اوږدو مقالو او کتابونو نچوړ، ژباړل او تحلیل د څو ثانیو کار ګرځېدلی دی. له دې تاسې د برېښنايي مطالعې د اسانتیاوو او وسایلو ارزښت معلومولی شئ نو ښه ده چې په دې موضوع کافي کار وکړو او خلک ورسره بلد شي.


د چاپي او برېښنايي مطالعې پرتلنه:
چاپي او برېښنايي مطالعه دواړه خپلې ګټې او زیانونه لري. په مطلق ډول نه شو ویلی چې دا یې له دې ډېره ګټوره ده. تر اوسه څېړنو ثابته کړې ده چې د دواړو له ډولونو په شریکه ګټه اخیستل د پوهې په زده کړه او تحلیل کې ښه مرسته کوي.
• د برېښنايي مطالعې عمر کم دی، خلک ورسره پوره اشنا نه دي، زموږ د وطن د لرو پرتو کليو خلک چې له برېښنا بې برخې دي، ممکن لا یې په مانا هم پوه نه وي. دودیزه چاپي مطالعه له پېړیو راهیسې عامه ده، خلک ورسره بلد دي.
• د برېښنايي کتابونو لرل او انتقال اسانه دي. یو موبایل کې د زرګونو کتابونو کتابتون جوړولی شې. بې زحمته او پرته له خوارۍ یې هر ځای ته وړلی شې. هر کله چې ځانته وې او وخت مو درلود، موبایل یا ای پاډ را اخلئ او مطالعه په کې کوئ، البته د برېښنايي وسایلو یا ځينې وخت د انټرنېټ لرل په کې شرط دي. ځينې د دې وس نه لري. عامې مطالعه کې یوازې د کتابونو درلودل شرط دي، نور مصارف نه لري.
• د برېښنايي مطالعې لپاره په انټرنېټ کې بېلابېلو موضوعاتو په اړه په هره ژبه مقالې او کتابونه شته دي، خو د چاپي مطالعه لپاره هر ځای هر څه موندلی نه شو. افغانستان کې خلک په فرانسوي، انګلیسي یا په جرمني ژبه که وغواړي انلاین کتابونه لوستلی شي خو په اروپا کې که یو افغان د پښتو یو څو چاپي اثار پیدا کول غواړي، موندلی یې نه شي. چاپي اثار تر سرحداتو محدود وي، معمولاً هغه ځای چاپېږي چې لوستونکي یې ولري، خو انټرنېټ سرحد نه لري. ټوله نړۍ ورته یو ډول لاسرسی لري.
• په چاپي کتابونو کې د مزاحمت ډېر څه نه وي، خو د برېښنايي مطالعې پر مهال د ټولنیزو رسنیو نوټیفکېشنې او یا نور مزاحمتونه ذهني تمرکز پاشلی شي.
• اوسني عصر کې یو مهم بحث د ضایعاتو دی. په ډیجیټل نړۍ کې د کتابونو ترتیب او خپرول اسانه دي، خو چاپي کتابونو کې کاغذ ضایعې او خرابېدلی شي.
• په برېښنايي مطالعه کې د لټون اسانتیا وي. یوه ټاکلې موضوع په کې ډېره په اسانه پلټل کېږي، خو په چاپي رسنیو کې لټون سخت دی او وخت نیسي.
• د برېښنايي کتابونو نچوړ، تبصرې، ټاکلې برخې اخیستل او ملګرو سره انلاین شریکول اسانه کېږي خو په چاپي کتابونو کې یو ستونزمن کار دی.
• د برېښنايي مطالعې لپاره کتابونه ژر او په اسانه اپډېټ کېږي، خو د چاپي مطالعې لپاره کتابونه بیا ځلې چاپ کېدو او بودیجې ته اړتیا لري، همدا وجه ده چې په ډیجیټل مطالعه کې موږ تازه مواد ژر پیدا کوو خو د چاپي مطالعې لپاره تر ډېره موږ په تېرو او یا پخوانیو موادو شخوند وهو.
• په ډیجیټل مطالعه کې موږ د موادو او موضوعاتو په انتخاب کې ډېر واک لرو، خو په چاپي مطالعه کې هغومره برلاسي نه یو.
• موږ چې د مطالعې په اړه فکر کوو، یوازې متن مو ذهن ته راځي خو نن ورځ له متن سربېره، ګرافونه، چارټونه، احصایې، انځورونه، د نورو سرچینو لینکونو، انیمیشنې او داسې نور ډېر شیان دي چې د مطالعې پر مهال ورسره خلک مخ کېږي. دې سره له مطالعې اخذ ښه او تحلیل اسانه کېږي. په برېښنايي مطالعه کې دا توکي ژر او په ښه شکل کارېدلی شي. چاپي کتابونو کې هم چاپېدلی شي خو مصرف یې ډېر وي او د تحلیل لپاره یې نورې مرستندویه لارې کمې دي.
• د ډیجیټل مطالعې لپاره ډېر ښه اپلیکېشنې جوړې شوې دي. هر اپلیکېشن خاصې ځانګړنې لري. مثلاً د نوټونو د تنظیم، د کتابونو د نچوړ، د موادو د تحلیل او د موادو د ژباړې سربېره نور زیات شمېر وړیا او ښه اپلیشنې شته دي. په چاپي رسنيو کې بیا دا ټوله خواري در په غاړې ده. وخت او انرژي دواړه به
پرې مصرفوې.

د برېښنايي مطالعې لپاره انلاین ادرسونه:
د انګلیسي او نورو نړیوالو ژبو لپاره خو په انټرنېټ بې شمېره معتبر ادرسونه شته دي. په ځينو ادرسونو کې کتابونو وړیا پیدا کېږي او ځينې نورو کې پېرل کېږي. دلته به د پښتو ژبې یو څو ادرسونه را واخلو خو دا په دې مانا نه ده چې انلاین یوازې همدا ادرسونه دي، نور سلګونه ادرسونه به هم وي، تاسې یې پلټلی شئ.
• کتابتون (www.ketabton.com)
دا د پښتو ژبې یو معتبر غني پرلیکه کتابتون دی. د انګلیسي، دري، عربي ژبو سربېره په کې د پښتو ژبې له پنځلس زرو (۱۵۰۰۰) ډېر کتابونو وړیا موندلی، لوستلی او برېښنايي وسایلو ته ښکته کولی شئ. د کتابونو سربېره په کې سلګونه علمي او زړه پورې مقالې هم لوستلی شئ.
• کتابونه (www.ketabona.com)
کتابونه ټکی کام هم د پښتو ژبې پرلیکه ادرس دی چې لوستونکي په کې کتابونه وړیا او اسانه موندلی شي.
• بلبل – د غږیزو کتابونو وېب پاڼه (www.bulbulaudio.com)
بلبل وېب پاڼه د غږیزو کتابونو لپاره جوړه ده. دوی د موبایل لپاره یو اپلیکېشن هم لري چې تاسې یې له Appstore او Play store انسټالولی شئ. په دې وېب سایټ کې د پښتو او دري ژبې غږیز کتابونه موندلی او اورېدلی شئ.
• قاموسونه (www.Qamosona.com)
په دې وېب پاڼه کې کتابونه نه شته، خو که د مطالعې پر مهال تاسې د بېلابېلو ژبو د کلمو ماناوې په پښتو غواړئ په دې وېب سایټ کې یې پلټلی شئ. قاموسونو د پښتو ژبې یو له ډېرو معتبرو ادرسونو څخه دي. باوري او د علومو اکاډمۍ له خوا لیکل شوي قاموسونه په کې پروګرام شوي دي.
• تاند (www.taand.com)
په پښتو ژبې د بېلابېلو مقالو لپاره له تاند وېب پاڼې د مطالعې ذوق خړوبولی شئ. تاند وېب پانه له ډېرو کلونو را هیسې فعاله ده او دوامداره فعالیت کوي.
• ګوګل سکالر (www.googlescholar.com)
ګوګل سکالر په بېلابېلو ژبو د تایید شوو څېړنیزو مقالو لپاره د نړۍ په کچه یو منل شوی او ثابت شوی ادرس دی. له دې ادرسه تاسې زرګونه څېړنیزو لیکنو ته لاسرسی لرلی شئ. له مطالعې سربېره که یو څوک غواړي څېړنیزې مقالې وليکي له دې ادرسه ورته ریفرنسونه لیدلی شي.
• Amazoon- Kandle
امازون د سوداګرۍ انلاین ډېر مهشور ادرس دی. امازون لومړیو کې د یو انلاین کتابتون په توګه کار پیل کړی و. وروسته ورته دا مفکوره پیدا شوه چې دوی له کتابتونه پرته د دې نورو توکو سوداګري هم کولی شي نو بیا یې کاروبار ډېر پراخ کړ او دا دی نن د نړۍ یو ډېر مشهور ادرس دی. امازون اوس د ډیجیټل کتابونو لپاره د Kindle په نامه پلټ فارم لري. دا ځانګړې برېښنايي وسیله ده چې د برېښنايي کتابونو د لوست لپاره کارول کېږي، خپل اپلیکېشن هم لري تاسې یې برېښنايي وسایلو ته ښکته کولی شئ او هر ډول کتاب په کې اخیستلی او ان خلکو ته ډالۍ کولی شئ.
له مصنوعي ځیرکتيا سره برېښنايي مطالعه:
مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence یا AI) هغه تخنیک دی چې کمپیوټرونه او ماشينونه د انسان په څېر فکر کولو، زده کړې، او ستونزو د حلولو وړ کوي. دا ټکنالوژي د مختلفو الګوریتمونو او ډیټا تحلیل په وسیله کمپیوټرونو ته دا توان ورکوي چې په خپله زده کړه وکړي او تصمیمونه ونیسي.
دا ټکنالوژي له ډېره وخته وه، خو د ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې په ۳۰مه نېټه چې کله د ChatGPT چټ بوټ خدمتونه په وړیا ډول پرلیکه شو، د ټولې نړۍ پام یې ځانته واړوو. چټ بوټونه هغه کمپیوټري پروګرامونه دي چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته د انسانانو سره خبرې او تعامل کوي. دوی د ژبې پروسس او ماشین زده کړې تخنیکونه کاروي، څو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي، معلومات وړاندې کړي، او مختلفو وظایفو کې مرسته وکړي. نن ورځ د ځیرکو چټ بوټونو شمېر ډېر دی خو د یو څو نومونه به دلته ذکر کړو : ChatGPT، Copilot، Meta AI او داسې نور.
د مطالعې په برخه کې د مصنوعي ځیرکتيا له چټ بوټونو څنګه ګټه اخیستلی شو؟
• د پېچلو مفاهیمو تشریح: دا ځیرک چټ بوټونه درسره د پېچلو مفاهیمو او موادو په تشریح کې مرسته کولی شي. دې ځیرکو چټ بوټونو ته چې هر ډول مطالب ورکړئ او په هر فرمایش تر تشریح وغواړئ، همغسې تشریح درته کوي. مثلاً که تاسو د بیولوژۍ په موضوع کې یوه پوښتنه لرئ، چټ بوټ وپوښتئ، ساده او روښانه ځواب به درکړي.
• خلاصه کول: چټ بوټونه کولی شي اوږدې مقالې او کتابونه لنډ کړي او د اساسي ټکو خلاصه یې درکړي.
• د یادښتونو ترتیب: د لیکل شویو یادښتونو په ترتیب او تنظیم کې مرسته کولی شي.
• د پوښتنو او ځوابونو تمرین: که غواړئ چې د ځینو مفاهیمو یادول تمرین کړی. موضوع دې چټ بوټونو ته ورکړئ، هغوی درته ترې پوښتنې راباسي تاسې یې ځواب کړئ، که بیا یې د ځوابونو سره ګورئ، د ځوابونو غوښتنه ترې هم وکړئ په څو ثانیو کې درته ټولې پوښتنې ځوابوي.


• د مطالعې مهالوېش جوړول: چټ بوټونه کولی شي ستاسو لپاره د مطالعې مهالوېش جوړ کړي او د وخت مدیریت کې درسره مرسته وکړي.
• د موادو تحلیل: ځیرک چټ بوټونه تاسې سره د ډېرو پېچلو موادو په تحلیل کې همکاري کولی شي.
• د مسایلو حل: ځیرک چټ بوټونه یوازې د ټولنیزو مسایلو په اړه وضاحت او تشریح درته نه کوي، بلکې د ریاضي، کیميا، فزیک، کمپیوټر پروګرامینګ ډېر پېچلي فرمولې هم حلولی او ساده کولی شي.
دا ځیرک چټ بوټونه نورې ډېرې ګټې هم لري. بېلابېلې ژبې او مهارتونه ترې په ډېر لږ وخت او ساده ډول زده کولی شئ. هر څومره یې چې ډېر کاروئ، هومره به یې له موثریت او د استعمال له طریقې سره ډېر بلدېږئ.

پایله
په دې شپږو مخونو کې مو د برېښنايي مطالعې بېلابېل اړخونه وڅېړل. د دې څېړنو په نتیجه کې دې پایلې ته رسېږو چې برېښنايي مطالعه په مطلق ډول ردول او یا ورسره مخالفت کول معقوله لاره نه ده. ټکنالوژي په نړۍ کې ورځ تربلې چټک بدلون راولي او دا بدلونونه زموږ د ژوند په هره برخه کې اغېز لري، له مطالعې نه نیولې تر روزمره چارو پورې.

برېښنايي مطالعه د اوسني عصر یوه اړتیا ده. د دې لارې، د مطالعې بهیر نه یوازې اسانه او چټک کېږي، بلکې څو چنده یې تحلیل هم اسانېږي. د کتابونو برېښنايي بڼه، لیکچرونو انلاین ویډیوګانې او انټرنېټ کې موجود بېلابېلې سرچينې، موږ ته د مطالعې یو نوی ډګر پرانېزي چې بې شمېره اسانتیاوې او سرچینې پکې موندل کېږي.

تر ټولو غوره لاره دا ده چې د چاپي او برېښنايي مطالعې دواړو څخه کار واخلو. دې متوازنې لار سره به موږ ډېره ګټه وکړو. چاپي کتابونه لا هم خپل ارزښت لري، په ځانګړې توګه د ژورو مطالعو او تحقیق لپاره، خو برېښنايي مطالعه بیا هغه اسانتیاوې راکوي چې په عصري نړۍ کې زموږ اړتیاوې پوره کوي. په دې توګه؛ موږ کولی شو له ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې خپله علمي او مسلکي وده نوره هم چټکه او ګټوره کړو.
په دې برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ونډه هم ډېر مهمه ده. د مصنوعي ځیرکتیا سره، د برېښنايي مطالعې بدلون، اسانتیاوې او اغېز یو ځل تجربه کول حتمي دي. که دا مو تجربه کړ، نور به ترې بیا تل ګټه اخلئ او هغه کارونه چې پخوا به یې درڅخه ورځې ورځې وخت نیوه، اوس به یې به ساعتونو کې بشپړوې. د دې نوې ټکنالوژۍ په مرسته د مطالعې بهیر لا نور اسانه، ګړندی او اغېزناک شوی دی.

اخځلیکونه:

1. غضنفر، اسدالله. کلتور او ټولنه. کابل: مومند خپرندویې ټولنه، ۱۳۹۶.
2- Artificial Intelligence Definition. “What is Artificial Intelligence (AI)?” Accessed from [IBM’s AI page](https://www.ibm.com/cloud/learn/what-is-artificial-intelligence) on May 18, 2024.
3- Chatbot Definition. “What is a Chatbot?” Accessed from [IBM’s Chatbot page](https://www.ibm.com/cloud/learn/chatbot) on May 17, 2024.
4- Mangen, Anne, et al. “Reading Linear Texts on Paper Versus Computer Screen: Effects on Reading Comprehension.” International Journal of Educational Research, vol. 58, 2013, pp. 61-68. Accessed from [ScienceDirect](https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0883035512001127) on May 17, 2024

Waheedzaheer@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.