د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د ملي کمپاین بلنه
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پنځم تعلیمي کال د پیل په مناسبت
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پنځم تعلیمي کال په رارسېدو سره، زموږ د ټولنې پر ګډ وجدان یو زوړ او ژور ټپ بیا تازه کېږي؛ هغه ټپ چې نوم یې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي دي. له بده مرغه په میلیونونو افغان نجونې لا هم له خپل مشروع، انساني او اسلامي حق څخه بېبرخې دي. دا محرومیت نه یوازې د نجونو راتلونکی تیارو ته سپاري، بلکې د هېواد ملي ګټې، ټولنیز ثبات، نړیوال حیثیت او سیاسي راتلونکی له جدي خطر سره مخامخوي.
بې کفايتي او پلمې لټول—د حاکمیت د بحران نښې
هغه پلمې چې طالبان یې د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره کوي—له «مناسب چاپېریال» نه تر «تعلیمي طرحو» پورې—نه له منطق سره سمون لري، نه له دین، نه له ټولنیزو واقعیتونو او نه هم د معاصر ژوند له اړتیاوو سره. څلور نیم کاله تېر شول، خو هېڅ عملي ګام وانخیستل شو؛ چې دا خپله د طالبانو وړتيا، کفايت او صداقت له جدي پوښتنو او شکونو سره مخامخ کوي.
د نجونو پر تعلیم بندیز د بشري حقونو، ټولنیز عدالت او د اسلام د روښانه احکامو ښکاره سرغړونه ده. هېڅ دلیل نه شي کولای چې دا ظلم مشروع وښيي. د دې سیاست دوام به د ولس او د اوسني حاکمیت لپاره ډېر درانه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او حتی امنیتي زیانونه ولري.
په دې حساسو تاریخي شېبو کې، زموږ په باور چوپ پاتې کېدل هېڅ جواز نه لري او دا د هر افغان ملي او اسلامي وجيبه ده، چې په کلک عزم سره ودرېږي او د نجونو د زده کړو لپاره خپل غږ پورته کړي .
د یوه ملي، سراسري او همغږي کمپاین بلنه
نن، د پنځم تعلیمي کال په درشل کې، موږ د افغانستان له ټولو خلکو—که له هر قوم، ژبې، سیمې يا ټولنیزې پرګنې څخه وي—غوښتنه کوو چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره له یوه ستر، ملي، سراسري او همغږي کمپاین سره یوځای شي.
دا کمپاین باید په یوه پراخ ولسي حرکت بدل شي؛ داسې حرکت چې:
– د ملت واحد غږ تر طالبانو او نړۍ ورسوي،
– د نجونو او ښځو له مشروع حقونو دفاع وکړي،
– او دا وښيي چې د افغانستان خلک روښانه، عادلانه او انساني راتلونکی غواړي.
د کمپاين د لا ښه انسجام او اغېز لپاره د همغږۍ یوه کمیسیون ته اړتيا ده؛ داسې کمیسیون چې ټولې هڅې، پیغامونه، فعالیتونه او د عدالتغوښتنې مبارزې سره منظمې کړي او دا ملي داعيه په یوه پیاوړي او اغېزمن ځواک بدل کړي.
افغان ولس ته زموږ بلنه!
موږ د افغانستان له باعزت او حقپال ولس څخه غواړو، چې:
– دې ملي کمپاین ته راګډ شي،
– خپل غږ اوچت کړي،
– او د نجونو د تعلیم له حقه په زړورتیا او یووالي دفاع وکړي.
هر کس، هره کورنۍ، هر مدني بنسټ، هر ټولنیز فعال او هره ولسي ډله کولای شي د دې حرکت برخه شي.
دا کمپاین زموږ د ټولو ګډ کمپاین دی.
له نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو زموږ غوښتنه
موږ له نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او اسلامي سازمانونو غواړو، چې:
– د افغان نجونو له حقونو څخه د سیستماتیکې سرغړونې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي،
– له تشو غندنو ورپورته خپل اخلاقي، انساني او حقوقي مسؤولیت ادا کړي،
– او د افغانستان خلک له خپل رښتيني او عملي ملاتړ څخه ناامیده نه کړي.
افغانستان باید په تیارو کې یوازې پرېنښودل شي.
وروستۍ خبرې
د پنځم تعلیمي کال پیل د پرېکړې یوه مهمه شیبه ده:
یا به افغانستان په تیارو کې ډوبېږي،
یا به د خلکو په همت د رڼا دروازې بېرته پرانیستل کېږي.
موږ د رڼا لاره غوره کړې ده.
موږ د افغانستان د لوڼو ترڅنګ ولاړ یو.
او له ټولو خلکو غواړو چې له دې ملي کمپاین سره یوځای شي او تر هغو چې د نجونو ښوونځي نه وي پرانیستل شوي، له چوپتيا ډډه وکړي.
چوپتیا خیانت دی؛ نن د پاڅېدو ورځ ده!
فراخوان کمپاين ملی برای گشایش مکاتب دختران
به مناسبت آغاز پنجمین سال تعلیمی تحت حاکمیت طالبان
با فرارسیدن پنجمین سال تعلیمی تحت حاکميت طالبان، بار دیگر زخمی کهنه بر وجدان جمعی ما تازه میشود؛ زخمی که نامش بستن دروازههای مکاتب دختران است. میلیونها دختر افغان همچنان از حق مشروع، انسانی و اسلامی خود محروماند. این محرومیت نهتنها آیندهٔ دختران ما را تاریک ساخته، بلکه منافع ملی، ثبات اجتماعی، حیثیت بینالمللی و آیندهٔ سیاسی افغانستان را نیز با خطر جدی روبهرو کرده است.
ناتوانی، بیبرنامگی و بهانهجویی—نشانهٔ بحران حاکمیت
بهانههایی که طالبان برای بسته نگهداشتن مکاتب دختران مطرح میکنند—از نبود «محیط مناسب» تا «کار روی طرحهای آموزشی»—هیچ پیوندی با منطق، دین، واقعیتهای جامعه و نیازهای زندگی معاصر ندارد. گذشت چهار و نیم سال بدون هیچ اقدام عملی، خود گواه آشکار ناتوانی، بیکفایتی و نبود صداقت در این ادعاهاست.
محدودیت بر تعلیم دختران نقض صریح حقوق بشر، عدالت اجتماعی و احکام روشن اسلامی است. هیچ توجیهی نمیتواند این ظلم را مشروع جلوه دهد. ادامهٔ این سیاست، پیامدهای بسیار سنگین سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و حتی امنیتی برای مردم و حاکمیت کنونی خواهد داشت.
در چنین لحظات حساس تاریخی، ما باور داریم که خاموشی به هیچ صورت جایز نیست و زمان آن فرا رسیده که همهء مردم افغانستان با صدای واحد و ارادهٔ مشترک برای بازگشایی مکاتب دختران برخیزند.
فراخوان به یک کمپاین ملی، سراسری و هماهنگ
ما امروز، در آستانهٔ آغاز پنجمین سال تعلیمی، از تمام مردم افغانستان—از هر قوم، زبان، ولایت و طبقه—دعوت میکنیم که به یک کمپاین بزرگ، سراسری، ملی و هماهنگ برای گشایش مکاتب دختران بپیوندند.
این کمپاین باید به یک حرکت فراگیر مردمی تبدیل شود؛ حرکتی که:
– صدای واحد ملت را به گوش طالبان و جهان برساند،
– از حقوق مشروع دختران و زنان دفاع کند،
– و نشان دهد که مردم افغانستان آیندهٔ روشن، عادلانه و انسانی میخواهند.
برای انسجام و اثرگذاری بیشتر، ایجاد یک کمیسیون هماهنگی کمپاین ضروری است؛ کمیسیونی که تمامی تلاشها، پیامها، فعالیتها و برنامههای مردمی و عدالت خواهی را منظم ساخته و این خواست ملی را به یک نیروی قدرتمند و تأثیرگذار تبدیل کند.
فراخوان به مردم افغانستان
از مردم باعزت و عدالتخواه افغانستان میخواهیم که:
– به این کمپاین ملی بپیوندند،
– صدای خود را بلند کنند،
– و با شهامت و همبستگی از حق تعلیم دختران دفاع نمایند.
هر فرد، هر خانواده، هر نهاد مدنی، هر فعال اجتماعی و هر گروه مردمی میتواند بخشی از این حرکت باشد.
این کمپاین، کمپاین همهٔ ماست.
فراخوان به جامعهٔ جهانی و کشورهای اسلامی
از جامعهٔ جهانی، کشورهای اسلامی و سازمانهای اسلامی میخواهیم که:
– در برابر نقض سیستماتیک حقوق دختران افغان سکوت نکنند،
– فراتر از محکوميتهای نمايشی؛ مسئولیت اخلاقی، انسانی و حقوقی خود را ادا کنند،
– و مردم افغانستان را از حمایت واقعی و عملی خود ناامید نسازند.
افغانستان نباید در تاریکی رها شود.
سخن پایانی
آغاز پنجمین سال تعلیمی، یک لحظهٔ مهم تصمیم است:
یا افغانستان در تاریکی فرو میرود،
یا با ارادهٔ مردم، دروازههای روشنایی دوباره گشوده میشود.
ما راه روشنایی را انتخاب کردهایم.
ما در کنار دختران افغانستان ایستادهایم.
و از همهٔ مردم میخواهیم که به این کمپاین ملی بپیوندند و تا بازگشایی مکاتب دختران، صدای خود را خاموش نکنند.
خاموشی خیانت است؛ امروز وقت برخاستن است!
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.