پښتون تر اوسه پورې یو قوم نه دی، بلکې یو ولس دی

ډاکټر انور داوړ

53

په عامو خبرو او ویناوو کې مونږ ډېر وخت د پښتون نوم د یو بشپړ او منظم قام په توګه اخلو او واورو، ياني چې پښتون يو منظم قوم دی، خو که دا موضوع له ژور فکري، تاریخي او ټولنیز له نظره وڅيړو، نو دلته یوه بنیادي پوښتنه راولاړېږي چې ایا پښتانه په رښتیا هم د عصري مانې له مخې یو متحد او بشپړ قام دی، که لا هم پښتانه د قام د جوړېدو په اوږده، پېچلي او دردناک بهیر کې روان دي؟ دا پوښتنه یوازې نظري نه ده، بلکې دا د پښتنو د راتلونکي، بقا، هويت او د عزت سره مستقیم تړاو لري.

ځکه چې قام یوازې هغه خلکو ته نه ویل کېږي چې یوه ژبه وایي او یا په یوه جغرافیه کې ژوند کوي. بلکې قام یو ژور ټولنیز جوړښت دی چې ګډ شعور او فکر، ګډ ملي وحدت، ګډ ارزښتونه، ګډ سیاسي لید، ګډ اقتصادي تصور او د راتلونکي لپاره یوه ګډه ملي موخه لري. که دا عناصر سره یو ځای نه شي، نو ولس که هر څومره لوی وي، بیا هم د بشپړ قام بڼه نه شي اخیستلای. ځکه چې دا عناصر او ګډ ټولنیز جوړښت نه لري. پښتانه بېشکه یوه لرغونې ژبه لري، اوږد تاریخي تسلسل لري او غني کلتوري میراث لري، خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا دوی یو ګډ ملي شعور او یو واحد سیاسي هدف لري که نه؟

که د تاریخ په اوږدو کې وکتل شي نو مالومه به شي چې د پښتنو ټولنه په تاریخي ډول اکثر پر قبایلي جوړښت ولاړه پاتې شوې ده. ځکه چې دا پښتنو، قبیله، ټبر، خېل او کورنۍ د پېژندنې او وفادارۍ تر ټولو قوي مرکزونه وو او دي. ځکه چې دا نظام د سختو زمانو په ترڅ کې د بقا لپاره ګټور ثابت شوی، خو بل خوا همدغه جوړښت د عصري قام د جوړېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ هم ګرځېدلی دی. ځکه کله چې د انسان لومړنی وفاداري له قام سره نه، بلکې له قبیلې سره وي، نو ملي وحدت کمزوری پاتې کېږي. له همدې امله پښتانه تر ډېره د بېلابېلو کوچنیو ټولنیزو واحدونو مجموعه دي، نه د یو منظم او متحد ملي وجود.

دا قام د جوړېدو لپاره سیاسي شعور اساسي شرط دی. خو پښتانه د تاریخ په اوږدو کې ډېر وخت د نورو د سیاسي موخو لپاره قرباني او استعمال شوي دي. کله د سلطنتونو د پوځ برخه ګرځېدلي، کله د امپراتوریو د پراختیا وسیله شوي او کله د نړیوالو شخړو او طاقتونو د لوبو میدان پاتې شوي دي، ځکه چې دا پښتنو په دې ټولو پړاوونو کې یو خپلواک سياسي شعور او فکر کمزورې پاتې شوی دی. کله چې یو ولس د خپلو پرېکړو واک په خپل لاس کې ونه لري، نو د قام په توګه یې هویت هم نیمګړی پاتې کېږي. نه قام متحد شي او نه يې هويت بشپړ شي.

بل اساسي شرط ژبه دې، ځکه چې ژبه د هر قوم د جوړېدو بنياد او بنسټ دی، خو یوازې ژبه لرل بسنه نه کوي. ژبه هغه وخت د قام جوړوونکې وسیله ګرځي چې د علم، څېړنې، سیاست، اقتصاد، نصاب، بازار، ټېکنالوجۍ او ادارې ژبه شي. پښتو تر اوسه پورې تر ډېره د احساساتو، شاعرۍ، ولسي کیسو او فولکلور ژبه پاتې شوې ده. دا هم خپله یوه ستره شتمني ده، خو ستونزه دا ده چې پښتو لا د عصري علومو، ټکنالوجۍ او سټراټيجۍ پیاوړې ژبه نه ده ګرځېدلې. همدا تشه د فکري وحدت مخه نیسي او د قام د جوړېدو بهیر ورو کوي.

بل خوا لویه المیه او ستونزه دا ده، چې پښتانه په څو هېوادونو کې وېشل شوي دي او دا وېش یوازې د نقشې پر مخ نه دی، بلکې د ذهنونو تر منځ هم دی. هره برخه د خپل ریاست له نصاب، رسنیو او سیاسي روایاتو څخه اغېز اخلي او اغېزمن شوي دي، په یو ځای کې پښتون ته یو ډول کیسه ویل کېږي او په بل ځای کې بل ډول کيسه. له همدې امله د یوه ګډ ملي داستان پر ځای څو بېلابېل داستانونه شتون لري. دا حالت دا دې سبب ګرځي چې پښتانه د یوې ګډې موخې پر ځای په بېلابېلو لارو روان شي او یوه ګډه ملي موخه خپله او رامنځته نه کړي.

بل دا دې ترڅنګ د بهرنیو ستونزو، لاسوهنو، داخلي تضادونو، اختلاف او وېش هم د پښتنو د وروسته پاتې کېدو لوی سببونه دي. بل خوا د مشرتابه پر سر شخړې، شخصي سیالۍ، لنډ مهاله ګټې او یو بل ته د زغم نشتوالی هغه زخمونه دي چې د قام د بدن له دننه څخه له وینې ترې بهېږي. تر هغو چې پښتانه خپل داخلي اختلافات د خبرو، زغم او شعور له لارې حل نه کړي، تر هغه وخته پورې به د یو منظم قوم د جوړېدو خوب نیمګړی پاتې وي.

خو بلخوا د خوښۍ خبره هم دغه ده چې سره له دې ټولو ستونزو، نن سبا په پښتون ولس کې د هیلو څرکونه مونږ په سوشل مېډیا، په ولسي، سیاسي جرګو او غونډو کې وینو، واورو او ښکاري. چې د ځوان نسل په منځ او فکر کې یوه ګډه ملي موخه او د خپل هويت پوښتنه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي. خلک دا پوښتنه کوي چې مونږ څوک یو، ولې اتفاق نه راځي، ولې د تقسيم ښکار یو، ولې د تباهۍ په لور روان یو، ولې د جنګونو ښکار یو، ولې په فکري، سياسي او شعوري توګه تقسيم او وروسته پاتې یو او زمونږ راتلونکی څه ډول کېدای شي. زمونږ هويت او ګډه ملي موخه څه ده. د حقونو غوښتنې غږونه زيات شوي دي او د تاریخ د بیا لوستلو هڅې روانې دي. دا ټولې نښې ښيي چې پښتانه ورو ورو د قام د جوړېدو په عمل کې داخل شوي دي، که څه هم دا بهیر لا ډېر اوږد او ستونزمن هم دی. خو یوه ورځ به پښتانه هم دې هدف ته ورسېږي.

او بله د قام لویه بدبختي دا ده چې قام یوازې په شعارونو په لنډ مهاله او په جذباتي سياست، احساساتي غبرګونونو او نارو باندې نه جوړېږي، بلکې په دوامداره فکري، شعوري سیاست، تعلیمي او تنظيمي کار باندې جوړېږي. تعلیم باید د ټولنې تر ټولو لوی لومړیتوب شي. ژبه باید د علم، فکر، تحقيق، نصاب، بازار، اقتصاد، سوداګرۍ او ټکنالوجۍ ژبه شي. سیاسي غورځنګونه او ګوندونه باید د اشخاصو پر ځای پر اصولو، پر جمهوریت او پر ايين ولاړ وي او تر ټولو مهمه دا ده چې هر پښتون باید ځان لومړی د یو قام غړی وبولي، بیا د سیمې، ډلې، ګوند او تحريک برخه ځان وګڼي.

دا دې ټولو خبرو مقصد هم دغه دی چې پښتون نن یو بشپړ قام نه دی، بلکې یو ولس دی چې د قام د جوړېدو په سخت او اوږده سفر کې روان دی. دا سفر قربانۍ غواړي، پوهه غواړي، صبر غواړي او لوړ فکري شعور غواړي او مخلصانه مشرتابه غواړي، ځکه که پښتانه وتوانېږي چې له قبایلي فکر څخه ملي فکر ته واوړي، نو پکار ده چې پښتانه له احساساتي، جذباتي غبرګون څخه شعوري دریځ او فکر خپل کړي او له شخصي ګټو څخه ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، نو هغه ورځ لرې نه ده چې پښتون به د تاریخ پر پاڼو او په نړۍ کې د یو بشپړ، منظم او عزت مند قوم په توګه یاد او وځلېږي‌.

بګرام هوايي ډګر ولې امریکا ته مهم وه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.