جګړه یوازې د ټوپک او د وسلو نوم نه دی. بلکې د جګړې تر شا د نظرونو، منصوبو، مفاداتو او د ګټو جګړه هم روانه وي. تاریخ ښيي چې د جګړو نومونه، دليلونه او شعارونه بدلېږي، خو نتیجه یې ډېری وخت هماغه یوه وي. ځینې ملتونه داسې دي چې تل د ورانو ځایونو او جګړو په منځ کې ژوند کوي. که د خپلې سیمې تېرو لسیزو ته وګورو، نو یو تکراري انځور وینو. جنګ، جګړه. ددې جنګ جګړو نومونه بدل شوي دي، خو نتیجه یې نه د بدله شوې. کورونه وران شوي دي، خلک کډوال شوي دي، ښوونځي او پوهنتونونه له منځه تللي دي او د خلکو وینې تویې شوې دي. له کليو، کورونو او ښارونو د بارودو لوګي پورته شوي دي او هدیرې ډکې شوې دي. جګړې نوې شوې دي او بڼه یې بدله شوې ده، خو قربانیان یې بیا هماغه پښتانه پاتې شوي دي.
د شلمې پېړۍ له وروستیو څخه تر ننه پورې پښتني سیمه د لویو هېوادونو، قوتونو د سیالیو ډګر پاتې شوې ده. دلته جګړه کله د عقیدې او مذهب په نوم شوې ده، کله د امنیت او ثبات په نوم شوې ده، کله د Strategics برخه بلل شوې ده او کله د ترهګرۍ پر ضد اقدام ګڼل شوی ده. خو هر ځل چې پرېکړې په لویو ښارونو او مرکزونو کې شوې دي، دا اغېز ښکار يې پښتني سیمې ګرځېدلې دي. نقشې او منصوبې هلته جوړې شوې، خو عملي شوې بڼه يې زمونږ په کلیو، بازارونو او پر کورونو Apply شوې ده.
که دلته د جغرافیې خبره کېږي. خو جغرافیه په خپله بې طرفه وي، خو سیاست هغه وخت جغرافیه په تقدیر بدلوي چې سیاست په کې داخل شي او د قوتونو د سیالۍ مرکز شي. پښتانه په داسې ځای کې ژوند کوي چې د اسیا مهمې څلورلارې بلل کېږي. دا باید د تجارت او د کاروبار ځای وای، خو نه، دا ځای ډېر وخت په امتحان او په جنګ بدل شوی دی. لوی هېوادونه، قوتونه راغلي دي، خپلې موخې یې تعقیب کړې دي، خپل ملګري یې پیدا کړي دي او بیا تللي دي. خو شاته څه پاتې شوي دي؟ ورانه خاوره، بې کوره خلک، وران بازارونه او کمزورې شوې اقتصاد. اصلي درد همدا دی. چې پرېکړې هلته کېږي، خو قرباني دلته ورکول کېږي.
د نومونو بدلېدل د حقیقت بدلېدل نه وي. هغه ځوان چې پرون د یو شعار لپاره سنګر ته تللی و، نن د بل شعار له مخې شکمن بلل کېږي. هغه سیمه چې پرون د Strategics لپاره يې اهمیت لرلو نن د خطر ځای په توګه یادېږي. تاریخ دا ډول بدلونونه ډېر لیدلي دي، خو د مور اوښکې، د ماشوم یتیمي او د کور ورانېدل نه دي بدل شوي هماغسې پاتې دي. د جګړې خبرې او اصطلاحات بدل شوي دي، خو د خلکو ژوند لا هم د ناامنۍ، بې باورۍ او اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې تېرېږي.
دلته یوه بنیادي او مهمه پوښتنه راپورته کېږي. چې ایا پښتانه یوازې قرباني شول، که د نورو د سیاستونو د پلي کېدو وسیله هم وګرځېدل؟ قرباني هغه وخت مانا لري چې یو ملت په خپله خوښه او د شعوري انتخاب له مخې د یو ارزښت لپاره ځان وقف کړي. خو کله چې یو ملت د پالیسۍ جوړونکو په پرېکړو کې برخه ونه لري او یوازې د هغو پرېکړو او پاليسۍ د پلي کېدو میدان وي، نو دا حالت یوازې قرباني نه بلکې د استعمال بڼه خپلوي. د سیمې په تاریخ کې ډېر داسې وختونه راغلي دي. چې پرېکړه کوونکي او زیانمن شویو اړخونه جدا جدا وو.
خو دلته یوازې بهرني قوتونه د کیسې ټول اړخ نه شي تشریح کولای. هر هغه ملت چې منظم فکري چوکاټ، ګډ ملي هدف او اوږدمهاله Strategics لید ونه لري، ډېر زر د نورو د لوبو میدان ګرځي. پښتني ټولنه د اوږدې مودې لپاره په قبایلي جوړښتونو، سیمه ییزو وفاداریو او په شخصي نفوذونو ولاړه پاتې شوې ده. قومي شعور ډېر ځله جذباتي بڼه لرلې ده، قومي احساس ډېر ځله موجود و خو منظم سیاسي او فکري بنیاد یې کمزوری پاتې شوی دی. کله چې جذبات د تحلیل او عقل ځای ونیسي، نو پرېکړې هم د لنډمهاله جذبې پر بنسټ کېږي، نه د اوږدمهاله ګټې پر بنیاد کېږي.
جګړه یوازې د انسانانو ژوند نه اخلي، بلکې ټولنیز جوړښتونه هم کمزوري کوي. د دوامدارې ناامنۍ له امله پانګونه کمېږي، صنعت وده نه کوي، تعلیم زیان ویني او ځوان نسل له فرصتونو بې برخې پاتې کېږي. کله چې څو لسیزې یو نسل د ټوپک او چاودنې تر سیوري لاندې را لوی شي، نو هلته د عدم اعتماد، وېش او تاوتریخوالي کلتور ورو ورو عادي کېږي. دا هغه ژور تاوان دی چې د جسماني زیان تر څنګ نفسیاتي او کلتوري اغېزې هم پرېږدي.
د جګړې تر څنګ د کیسې او روایت جګړه هم روانه وي. پښتانه ډېر وخت د امنیت له نظره پېژندل شوي دي. په نړیوالو او سیمه ییزو خبرو کې د سیمې انځور اکثره د خطر او سخت دریځۍ سره تړل شوی ده. کله چې یو ملت تل په منفي ډول نړۍ ته وړاندې شي، نو د نړۍ ذهن هم هماغه انځور مني. دا فکري جګړه ده چې سیاسي او اقتصادي اغېزې لري. تر هغه چې یو ملت خپله کیسه پخپله ونه لیکي، نور به یې د خپلې اړتیا له مخې تعریفوي.
له دې تکراري دور او حالاتو څخه د وتلو لپاره بدلون باید له فکره پیل شي. هغه سیاست چې یوازې پر جذباتو او لنډمهاله شعارونو پر بنیاد ولاړ وي، نو زر د نورو د Strategics د لوبو ښکار کېږي.
اړینه دا ده چې سیاسي پوهاوی، ګډ ملي هدف، منظم تعلیمي او اقتصادي پروګرامونه جوړ شي. داسې یو ګډ ملي چوکاټ ته اړتیا ده چې له قبیلوي او ګوندي کرښو څخه پورته وي او د اوږدمهاله ثبات لپاره کار وکړي. تعلیم، اقتصادي خپلواکي او واضح فکر هغه لارې دي چې یو ملت د استعمال له حالت څخه د خپلې پرېکړې کولو پړاو او مرحلې ته رسوي.
ملتونه هغه وخت د تکراري کړاوونو له حالت څخه وځي چې خپل تاریخ یوازې د غم لپاره نه، بلکې د زده کړې او تحلیل لپاره ولولي. که تاریخ یوازې د درد یادونه وي، نو راتلونکی به هماغه ډول وي. خو که تاریخ د زده کړې لپاره وکارول شي، نو راتلونکی بدلیدای شي.
خو دا باید په یاد ولرو چې جنګونه او جګړې به په نړۍ کې ختمې نه شي، ځکه چې هېوادونه او قوتونه تل د سیالۍ پر بنیاد عمل کوي. خو هر ملت مجبور نه دی چې تل د جګړې په لومړۍ کرښه کې پاتې شي. تر هغه چې مونږ ګډ ملي فکر، د هېواد لپاره Strategics لید او سیاسي پوهه ونه لرو، تر هغه به دا لوبه روانه وي. د جګړې نومونه به بدلېږي، سبا به بیا نوی شعارونه او نوې نعرې او پالیسۍ وي، خو د ویر او ماتم حالت به هماغه وي او قرباني به بیا هماغه پښتانه وي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.