میرګي څرنګه ناروغي ده ؟

لیکنه : ډاکټر ش میره کی

33

ګرانو دوستانو ! نن مه دې میرګي ناروغۍ په هکله یو څه معلومات درته  برابر کړي ، او له هغو دوستانو څخه دا هیله کوم څه هغه دوستان یې څه  په دې ناروغۍ اخته دي هيڅکله ریشخند او ملنډې ورباندې ونه وهي او تل په صفت دې یو انسان ورسره سلوک وکړي  ، او په څنګ کې خواخوږي  ورسره وکړي ، ځکه هر انسان په هر ډول ناروغي  اخته کیږي ، او په دې توګه هر ناروغ انسانئ مرستې ته اړتیا لري نو باید مونږ خپله مرسته ورڅخه ونه سپموو ، نو دا ستاسو او دا لیکنه .

 د ميرگي ناروغي يا  Epilepsy او د ژغورني لارې او چارې:

د ميرګي ناروغي چه د خلګو په منځ کي د پيريانو په نامه سره هم ډير مشهوره ده او وايي څه ناروغ ته پيريان راځي همدارنگه ناروغ کله زيارتو ته بيايي کله يې تعويض ګرته بيایي او کله کله بیا په زيارتو کې حيوانات هم پر حلالوي تر څو پېريان  ځينې ولاړ شي خو اصلي خبره داسې نده لکه عام خلګ چه فکر کوي د ميرګي ناروغي د پيريانو سره هيڅ ارتباط نلري دا يوه عصبي ناروغۍ ده چه یوازې د اعصابو سره اړیکي لري او د ميرګي ناروغۍ ټول ستونزې د اعصابو څخه سرچپنه اخلي .

زموږ بدن ټوله د يو مرکزي سيستم په واسطه اداره او کنټروليږي چه هغه مرکزي سيستم اعصاب دي چه زموږ ټول فعاليتونه او حرکتونه د اعصابو تر کنټرول لاندي اجراکيږي .

زموږ  اعصاب د بې شماره او د ميلياردونو حجرو څخه جوړ شوي او ددې حجرو ترمنځ الکترونيکي یعنې بریښنایي  رابطې شتون لري او په يو منظم سيستم کې سره کار کوي کله چه په يو سبب ددغو حجرو تر منځ الکترونيکي شبکه په ناڅاپي ډول تاواني شي او غير منظمه الکترونيکي تخليه صورت ونيسي  اعصاب غير نارمل تحريک شي نو د ميرګي ناروغي منځته راځي چه  په لاتين کې ورته اپيلپسي وايي .دميرګي ناروغي د حملې په شکل پر انسان راځي .

په نړۍ کې د ميرگي په ناروغۍ اخته کسانو شيمره تقريبآ 40 ميليونه اټکل شوه ده .په ټولنه کې خلګ د ميرګي ناروغ ته په ښه سترګه نه ګوري خو داسې هم نه ده لکه دوي چه فکر کوي د ميرګي ناروغۍ یوازې د اعصابو ستونزه  ده نو  پدې ناروغۍ اخته کسان ليوني ندي په فکر او شعور کې يې کومه نيم ګړتيا نشته خپل ټولنیز  کارونه په ښه ډول پرمخ بيايي فقط ستونزه دا ده چه ناروغۍ يې کله کله ځوروي او د حملې په شکل باندې تکراريږي .

دميرگي د ناروغۍ سببونه دقيق معلوم ندي خو ځينې سببونه یې چه څيړل شوي دي لکه  د زيږيدو پر وخت د ماشوم اعصاب بې اکسجنه پاته کيدل يا اعصابو ته لږ اکسجن رسيدل ، د زیږيدو پر وخت اعصابو ته  تاوان رسيدل ، کروموزومي ناروغي ، په اعصابو کي التهاب پيداکيدل په اعصابو کې ، ميکروب پيداکيدل ، په اعصابو کې د دانې شتون ، پر اعصابو ضربه وارد کيدل ، په ماشومانو کې لوړه تبه ، د میندوارې  پر وخت د مور له خوا د سګريټو څکول دا ټول هغه شيان دي چه د ميرګي د ناروغۍ سبب ګرځي .

ځينې نورعاملونه هم شتون لري څه  د ميرګي ناروغۍ په بيا تکرار کې اړین رول لري لکه لږ خوب ، بي نظمه خوب ، په زيات مقدار الکول څښل ، اندیښنه ، ناڅاپه په اور سوځيدل ، د ازموینې اندیښنه , په ښځو کې  مياشتنې د حيض مرحله ، نشه يي درمل  استعمالول ، قهوه څښل دا ټول هغه شيان دي چه د ميرګي ناروغۍ په تکرار کيدو کې رول لري هغه شخص چه د ميرگي ناروغۍ ولري د ذکر شوو شيانو سره بايد احتياط وشي .

 

د ميرگي ناروغۍ پر انسان باندې د حملې په ډول په مختلفو شکلو راځي مثلا ځينې ناروغان په ځان هيڅ خبر نه وي حمله پر راځي ځينې بيا تر حملې مخکې ځينې نښې نښانې ورکوي لکه د خولې بې نظمه حرکت يا د سترګو چابک حرکتونه او داسې نور.

د ميرگي د ناروغۍ ځينې نښې نښانې لکه د لاسو ، پښو او بدن بې ارادې کيدل ,د لاسو او پښو په غير ارادي ډول ښی  او کین خوا ته وهل ، د خولې څخه ځګونه راوتل, د سترګو کږيدل ، بې هوښه کيدل ، د ژبې چيچل اوداسې نورې نښې .

پورته ذکرشوي نښې نښانې د اعصابو په مربوطه برخي پوري اړه لري .د اعصابو هره يوه برخه د بدن يوه خاصه برخه کنټرولوي او ځانګړې عمل اجرا کوي نو د اعصابو کومه برخه چه زياته متاثيره کړي د هغې برخې نښې نښانې زیاتی ورکوي .

د ميرگي د ناروغۍ د حملې وخت  ناروغ تر ناروغه  توپیر لري په ځينو کې څو ثانيې په ځينو کې څو دقيقې وي او په ځينو کې بيا زيات وخت ونيسي .

د میرگي د حملې پر وخت د ژغورنې لارې چارې

۱ـــ ارام اوسي وارخطايي مه کوي ناروغ تر يو څو دقيقو ورسته نارمل حالت ته راګرځي .

۲ـــ کوښښ وکړي ناروغ ځانته تاوان درڅخه ونه رسوي  د لويدو او د شيانو سره د ټکريدو مخه يې ونيسي.

۳ـــ د ناروغ د شاوخوا څخه ټول ضرري شيان ليرې کړي چه ځانته ضرر په ونه رسوي لکه چاقو ، چاړه ، اوسپنه، جوش اوبه ، بخاري او بریښنائي شيان.

۴ـــ ناروغ پر یو خوا څملاستي او پرې باسي تر سر يې نرم بالښت لاندې کړي.

۵ـــ کوښښ وکړي چه ناروغ ژبه درڅخه ونه چيچي خوله يې د امکان  تر حده خلاصه  ونيسي کوښښ وکړي خولې یې  او ذنه یې په نرم شي سره ونيسي.

۶ـــ په خوله کې يې هيڅ ډول د خوارک او د څښاک شي مه ورکوي درمل د خولې د لاری مه ورکوي .

۷ـــ په خوله کې يې چه کوم خوراکي شيان يا مواد  او يا کوم بل شي وي هغه ځنې راوباسي چه دیننې خواته يې ولاړ نشي .

۸ـــ که يې کلکې او سختې جامۍ یې  په تن  کې وي پر سستې يې کړي لکه د نيکټايي خلاصيدل د پتلون خلاصيدل تر څو په راحت شکل تنفس واخلي .

۹ـــ ناروغ د حرکتو مخنيوي مه کوي فقط تعقيب يې کړي چه ځان درڅخه زوبل نکړي .

۱۰ـــ کوښښ وکړي چه د خولې لاړۍ او ځکونه يې په سالم شکل ځينې پاک کړي .

۱۱ـــ په خولې کې يې هيڅ کلک شي مه ورکوي کيداشي خوله پر را قلف کړي او غاښونه پري مات کړي او يا داخل خواته يې کش کړي .

۱۲ـــ ناروغ ته د خولې د خلاصيدو په مقصد ذنې ته یې زيات زور مه ورکوي .

په ماشومانو کې چه کله حمله ډير وخت ونيسي نو د مقعد د خوا څخه درمل ورکول کيږي چه د درملو په ورکولو سره نارمل حالت ته راګرځي خو درمل بايد د ډاکټر د هدايت سره مطابق استعمال کړي .

د ميرګي د ناروغۍ درملنه :

د ميرګي ناروغۍ ځينې وختونه د انسان د ژوند تر ډيرو کلو ورسره ملګرتيا لري خو په ځينو انسانانو کې بيا تر معلوم سن او کال وروسته تقريبا ورک  شي .

د ميرګي د ناروغۍ لپاره درمل  شته د درملو دنده داده چه اعصاب د زيات تحريک څخه ساتي او تر ډير حده د عصبي سيستم په الکترونيکي سيستم کې د چارچو توازن نارمل ساتي .

د درملو په استعمال سره ناروغي په مکمل ډول د منځه نه ځي ، د درملو استعمال تر ډيره حده د ميرگي د حملو مخه نيسي درمل په منظم ډول او په منظم مقدار باندې استعمالول شرط ده که چيرې درمل پريږدي او تر ډيره وخته حمله ونه ويني دا په دې معني نده چه ناروغي  یې له منځه  لاړه ، د درمل په پريښودلو سره د تکرار حملې احتمال ډير لوړ وي خو په ځينو انسانانوکې د درمل پر استعمال سر بيره کله کله حملې هم پر تکررايږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.