فکري ازادي د پښتون قام بقا

ډاکټر انور داوړ

57

فکري ازادي يوازې يو فلسفي شعار نه دی، بلکې د هر ژوندي، باوقاره او خپلواک قوم د بقا تر ټولو قوي ستن ده. هغه قام چې ذهنونه يې تړلي وي، که هر څومره لوی نفوس او ابادي ولري، که هر څومره وسله او احساساتي ځواک او طاقت ولري، بيا هم د بل چا د لوبې مهره پاتې کېدلای شي. تاريخ مونږ ته بار بار دا سبق راکوي چې ملتونه هغه وخت لوړې څوکې ته رسېدلي دي چې د تړلي فکر زنځيرونه يې مات کړي دي او هغه وخت له منځه تللي دي چې د پوښتنې دروازې ورباندې بندې شوې دي.

فکري ازادي دا مانا نه لري چې انسان دی له دين، کلتور او روايت څخه لاس واخلي، بلکې دا مانا لري چې انسان دې د هر شي تر شا عقل استعمال کړي. دا فکري ازادي انسان ته دا حق ورکوي چې پوښتنه دې وشي، شک دې وشي، تحلیل دې وشي، تحقيق دې وشي او بيا د پرېکړه وشي. خو کله چې د فکري ازادي چا څخه واخستل شي نو هلته عقل کارول بند شي، جذبه واکمنه کېږي، او جذبه چې له عقل څخه بېله شي، نو هلته افراطيت، سخت دريځي، تعصب او ړوند تقليد زېږوي.

پښتون قامي مشرانو د خپل تاريخ په اوږدو کې د فکري جرأت ښه بېلګې وړاندې کړې دي. لکه خوشحال خان خټک يوازې جنګيالی نه و، بلکې مفکر و، شاعر و او د خپل وخت نقاد و. رحمان بابا د زور پر ځای د مينې فلسفه وړاندې کړه. باچا خان او صمد خان د ټوپک پر ځای د عدم تشدد لاره غوره کړه. دا ټول شخصيتونه د دې ثبوت دي چې پښتانه په اصل کې د فکر، سوال او شعور خلک دي، نه د ړوند اطاعت‌ او تقليد کونکي.

خو بلخوا ورو ورو د نړيوالو او کورنیو طاقتونو اوږدو جګړو، سياسي استحصال، مذهبي سختدريځۍ، مذهبي سخت نصاب، ترهګرۍ او اقتصادي محروميت پښتني ټولنه داسې حالت ته ورسوله چې فکر کول جرم وګرځېده. څوک چې پوښتنه کوي، ورباندې د کفر، بې دينۍ یا د غدارۍ ټاپه لګېږي. دا فضا تر ټولو خطرناکه ده، ځکه چې دا د انسان ذهن او فکر وژني او کله چې ذهن مړ شي، نو بدن ډېر زر د نورو د جګړو او موخو لپاره په اسانۍ استعمالېږي او د هر Tasks لپاره چمتو او حاضر وي.

فکري ازادي د يو قوم او انسان لپاره حياتي ارزښت او سخت ضرورت لري ځکه چې دا انسان ته دا توان او پوهه ورکوي چې هغه خپل دوست، دښمن، حق او باطل وپېژني او خپل قومي او شخصي مفاداتو تشخيص وکړي. خو ددې ترڅنګ بې فکري انسان د هر شعار، کس، تنظیم او ډلې تر شا Direct روانېږي، خو بافکره انسان لومړی پوښتنه او فکر کوي. چې دا شعار د چا په ګټه دی؟ دا جګړه د چا لپاره ده؟ دا قرباني څوک کوي او ګټه یې څوک اخلي؟

خو د خبره باید په یاد ولرو، چې پښتانه فکري ازادي په يوه شپه او ورځ کې نه شي ترلاسه کولی، ولې چې پر پښتنو له څو لسیزو د کار شوی دی، خو بیا هم دا يو اوږد او ممکن بهير دی. خو شرط دا دی چې پښتانه د یو څو ګامونه له زړه څخه واخلي، دا دې بهير لومړی او تر ټولو مهم ګام د نر او ښځې تعليم دی. داسې تعليم چې يوازې د نوکري لپاره نه وي، بلکې د ملي شعور د جوړولو لپاره وي. ښوونځی او پوهنتون بايد ماشوم، ښځه او ځوان ته دا جرأت ورکړي چې پوښتنه وکړي، بحث وکړي او فکر وکړي. نصاب کې بايد ساينس، تاريخ، فلسفه، ادب او تنقيدي فکر په کې شامل شي. مدرسې هم بايد له عصري علومو سره وتړل شي، تر څو طالب علم يوازې د فقهي متن حافظ نه وي، بلکې د زمانې له حالاتو خبر انسان هم وي.

دوهم ګام د مطالعې دود عامول دي. هغه قام چې کتاب نه لولي، تل به د بل چا کيسې اوري او مني به يې. تل به د خپل تاریخ، کلتور، مشرانو، جغرافیې او ستونزو څخه ناخبره وي. پښتانه ځوانان بايد کتاب له ملګري سره بدل کړي. بېلابېل نظرونه ولولي، مخالف فکر واوري او خپله نتيجه واخلي. همدا فکري بدلون او تنوع ذهن پياوړی او mature کوي.

دريم ګام د اظهار ازادي ده. سالمه او ويښه ټولنه هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک وکولای شي خپل فکر، نظر او نيوکه بې له وېرې او بنديزه بیان کړي. کله چې د نظر دروازې وتړل شي، نو په خلکو کې دننه نارضايتي او غوسه راټوکېږي. دا پټه غوسه که د خبرې، بحث او دليل له لارې د وتلو لاره و نه مومي، نو غوسه بیا ورو ورو د تشدد او نفرت بڼه اخلي. نو ځکه د اظهار ازادي يوازې يو حق نه دی، بلکې د ټولنيز امن او ثبات لپاره يو ضروري شرط دی.

څلورم ګام دا دی چې دين د زور، جبر او وېرې له وسيلې وباسو او بېرته يې د اخلاقو، رحمت، زغم او انسانيت اصلي مقام ته ورسوو. اسلام د تفکر، تدبر او پوښتنې دين دی، نه د ړوند تقليد. کله چې دين د پوښتنې او عقل کارولو څخه خلک وويروي، کله چې دين د زور په ژبه خبرې پيل کړي، نو هلته روح مري او يوازې بڼه پاتې شي. نو هغه دين نه پاتې کېږي، بلکې یوه ناوړه سياسي او ټولنیزه وسله ګرځي چې د واک او کنټرول لپاره استعمال کېږي. دين هغه وخت ژوندی او مانا لرونکی دی چې انسان ته شعور، انصاف، اخلاق او انساني کرامت وروښيي، نه دا چې د وېرې او جبر له لارې خلک تر خپل سيوري لاندې راولي.

په قرآن کې هم بار بار انسان ته د سوچ، عقل کارولو او حقيقت تلاش کولو بلنه ورکړل شوې ده. دا ښيي چې ايمان د پوښتنې په مقابل کې نه کمزورېږي، بلکې لا پياوړی کېږي. خو کله چې مذهبي خلک داسې فضا جوړه کړي چې پوښتنه په کې ګناه وبلل شي، نو هلته دين ورو ورو د ژوند له اخلاقو بېلېږي او د ناوړه سياست، واک او کنټرول وسيله ګرځي. چې د خلکو د احساساتو، جذباتو د را پارولو، وېشلو او تابع کولو لپاره کارېږي. په داسې حالت کې د دين نوم پاتې وي، خو روح يې د واکمنو او مفادپالو په لاس کې اسیر او بندي وي.

پنځم ګام قومي مکالمه ده. پښتانه بايد په خپل منځ کې پرله‌ پسې خبرې او جرګې وکړي. د ځوان او زاړه، د مکتب او مدرسې، د کلي او د ښار تر منځ. دغه مکالمې نه يوازې د نظرونو تبادله اسانه کوي، بلکې ورو ورو هغه اوږد مهاله او سخت ديوالونه هم ړنګوي چې د نفرت، تشدد، غوسې او دښمنۍ په نامه له اوږدې مودې راهیسې جوړ شوي دي. د دې له لارې، پښتانه کولای شي خپل ټولنیز تړون، پوهه او ګډ انساني ارزښتونه پیاوړي کړي او د يو بل د درک او احترام فضا رامنځته کړي.

فکري ازادي بې لارې تګ نه دی. فکري ازادي دا ده چې انسان خپل عقل د الله ورکړې امانت وبولي، په ايماندارۍ سره يې وکاروي، او د حق او انصاف لار خپله کړي. دا ازادي د بغاوت يا سرکشۍ نوم نه دی، بلکې د شعور نوم دی. فکر او عاقلانه انتخاب د قدر او مسئوليت نوم دی. په دې کې انسان د خپل ايمان، اخلاقو او پوهې په رڼا کې پرېکړې او فېصلې کوي او د ژوند هر اړخ ته د پوهې او شعور له لارې لارښوونه او رهنمايي کوي.

که چېرې پښتانه په ریښتیا فکري ازادي ترلاسه کړي، نو بیا به هېڅ خارجي یا داخلي قوت ونه شي کولی چې دوی د بل چا د جګړې او سیاسي موخو لپاره یوازې د سرتېرو په توګه استعمال کړي. بیا به هېڅ دروغژن شعار، جذباتي تبليغات يا Proxy زورونې به هېڅ پښتون په اسانۍ سره ونه غولوي، ځکه چې د شعور ستر ځواک به د هر ډول فریب پر وړاندې یو کلک Super وي. پښتون به خپله لاره پخپله خپله ټاکي، خپلې پرېکړې به د خپل عقل او فکر په رڼا کې کوي، او خپل راتلونکی به د بل چا د ارادې تابع نه وي. یوازې د یو قوم ازادي په داسې فکري ازادۍ کې دی چې قام خپل ریښتینی هویت، عزت او د ژوند اراده په بشپړه توګه بېرته ترلاسه کولی شي. همدا د یو قوم ریښتینی ازادي ده، چې نه یوازې په بهرنیو فشارونو مقاومت کوي، بلکې د خپل تاریخ، کلتور او ارزښتونو په بنیاد د راتلونکي جوړونکی هم وي.

پښتانه، افراطيت، ترهګري، بهرني او داخلي لاسونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.