!!!!کـــــابــــل

لیکنه :- نیک محمد نیکمل

53

کابل د جغرافیې له اړخه یوازې د افغانستان پلازمېنه نه ده؛ بلکې د اسیا د سیاست یوه حساسې څلورلارې ده. هر هغه ځواک چې د سیمې د مهار خوب یې لیدلی، لومړی یې د کابل دروازه ټکولې ده.

انګرېز دلته راغلل، خو د کابل یخو غرونو یې غرور مات کړ. شوروي اتحاد دلته خپل سرې بیرغونه ورپول، خو د همدې ښار له زخمي کوڅو یې د زوال تابوت پورته شو. امریکا هم د “نړیوال نظم” په نوم کابل ته ننوتله، خو شل کاله وروسته یې د همدې ښار له هوایي ډګره د وتلو ترخې صحنې نړۍ ته وښودې.
ستړی ښار؛ ستړي خلکد کابل تر ټولو لوی درد د دې ښار ودانۍ نه دي؛ د دې ښار ستړي انسانان دي.

هغه مور چې د جګړو په کلونو کې یې زامن له لاسه ورکړل؛
هغه ماشوم چې د انفجار له غږ سره لوی شو؛
هغه ځوان چې د مهاجرت او بې‌کارۍ ترمنځ سرګردانه پاتې شو؛
او هغه سپین‌ږیری چې هر نظام ته یې د “وروستي حل” په سترګه وکتل، خو هر ځل یې نوی بحران ولید.
کابل د جګړو له دوړو زیات د سیاست له دوکې ستړی شوی دی.

دلته واکمن بدل شوي، بیرغونه بدل شوي، شعارونه بدل شوي؛ خو د ولس دردونه ډېر کم بدل شوي دي.
خو بیا هم کابل عجیبه حوصله لري.
له دومره دردونو وروسته لا هم د اذان غږ پکې اوچتېږي، د کتاب مینه وال پکې ګرځي، او د امید څراغونه پکې نه مري.

کابل زخمي دی، خو وقار یې لا ژوندی دی؛
ځکه دا ښار یوازې د تیږو مجموعه نه ده، بلکې د یوه ملت د تاریخ، غرور او بقا نوم دی.
درنښت…. یارب 🤲🏻

تعلیم؛ د ملت د بقا تر ټولو قوي وسله

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.