د آیتونو تر سیوري لاندې دیپلوماسي….!
د ایران د لارښود علي خامنهيي د جنازې مراسم یوازې د ماتم او دیني درناوي مراسم نه وو؛ بلکې د ایران لپاره د سیاسي پیغام رسونې یو مهم ډګر هم و. په دغو مراسمو کې د قرآن عظیمالشان د آیتونو تلاوت د بېلابېلو هېوادونو د پلاوو د حضور له شېبو سره تړل شوی و، او دا کار د ایران د دیني ـ سیاسي ژبې ژور انعکاس ګڼل کېدای شي.
ایران هڅه وکړه چې د قرآن د کلام له لارې خپل دوستان، سیالان او مخالفان مخاطب کړي.
د سعودي عربستان د پلاوي پر وړاندې د دوو ډلو د مخامخ کېدو آیت تلاوت، د ځواک، مقابلې او تاریخي ازمېښت پیغام درلود.
د افغانستان د پلاوي لپاره د «فتحاً مبیناً» آیت د بریا، ثبات او د راتلونکي د هیلو پیغام و.
د حماس پلاوي ته د لږ شمېر مؤمنانو د ډېر شمېر پر وړاندې د بریا آیت، د مقاومت، صبر او ایمان د ځواک څرګندونه وه.
د ترکیې پلاوي ته د مجاهدینو د فضیلت آیت، د قربانۍ، مبارزې او اسلامي مسؤلیت یادونه کوله.
د قطر پلاوي ته د مغفرت او الهي رحمت آیت، د نرمو اړیکو او د دیني ورورولۍ رنګ درلود.
د پاکستان د پلاوي لپاره د صبر، مقاومت او رابطې آیت د ګډې پولې، سیمهییزو فشارونو او اسلامي یووالي له مفکورې سره تړلی پیغام ګڼل کېدای شي. همدارنګه
د یمن حکومت او عمان پلاوي ته د «محمد رسول الله والذین معه…» آیت د مسلمانانو د یووالي، د دښمن پر وړاندې د ټینګښت او د خپلمنځي رحمت بلنه وه.
دا ډول تلاوتونه ښيي چې ایران قرآن یوازې د عبادت په چوکاټ کې نه، بلکې د خپل سیاسي بیان، سیمهییزې اړیکې او نړیوال پیغام رسونې د ژبې په توګه هم کاروي. په دې مراسمو کې دین، سیاست او دیپلوماسي سره یو ځای شوي وو؛ داسې دیپلوماسي چې د رسمي ویناوو پر ځای یې د قرآن له آیتونو خپل دریځ بیان کړ.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.