پښتانه، افراطيت، ترهګري، بهرني او داخلي لاسونه

ډاکټر انور داوړ

3

پښتون قام د تاريخ په اوږدو کې د مېړانې، مېلمه پالنې، ازادۍ غوښتنې او انساني عزت يو ژوندی مثال پاتې شوی دی. د پښتونولۍ ارزښتونه، چې پر عزت، وفادارۍ، انصاف او په جرئت ولاړ دي، هېڅکله هم د افراطيت، انتها پسندۍ، سخت دريځۍ او ترهګرۍ له فلسفې سره همغږي نه وو. خو نن ورځ، کله چې د نړۍ په ډېرو رسنيو کې پښتانه د تشدد، جګړې او ترهګرۍ له انځور سره تړل کېږي، نو دا يو ډېر ژور، دردناک او فکري سوال راپورته کېږي، دا بدلون څنګه راغی؟ پښتانه څنګه او د چا په لاس دې تاريکې او بدنامې لارې ته بوتلل شول؟

حقيقت دا دی چې افراطيت، انتها پسندي، سخت دريځي او ترهګري په پښتني ټولنه کې يو طبیعي او قدرتي ارتقا او عمل نه وه، بلکې دا يو تحمیل او تپل شوی، پلان شوی او د اوږدو سياسي، Strategics او نړيوالو لوبو محصول او نتیجه دی. دا بهير ناڅاپي نه و، بلکې د څو لسيزو په اوږدو کې يې ورو ورو وده وکړه، ذهنونه يې بدل کړل، ارزښتونه يې تحريف کړل او بيا يې خپلې ريښې ژورې کړې. داسې ژورې چې وباسل يې ډېر ګران دي.

د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کې، کله چې سړه جګړه Cold War د امريکا او شوروي ترمنځ خپل اوج Altitude ته ورسېده، افغانستان د دې نړيوالې سيالۍ په ميدان بدل شو. د شوروي پوځونو له داخلېدو سره، د جهاد تر نوم لاندې يوه ستره وسله واله Proxy پروژه پيل شوه. چې پاکستان د دې جګړې د اصلي مرکزي رول، حیثیت، مقام او پاليسي خپله کړه. ميليونونه افغان کډوال پاکستان ته راغلل او زياتره په پښتني سيمو کې میشته شول. له دې کډوالۍ سره يوازې انسانان نه راغلل، بلکې د نړيوالو قوتونو Proxy جهادي ادبيات او ناوړه مذهبي تبليغات هم راغلل. د Proxy جهاد ورو ورو له يو دفاعي تصور څخه په يو تنظيم شوي صنعتي، تجارتي بهير بدل شو، چې له مخکې څخه هم نړيوالو قوتونو موخه همدا تجارت وه، چې په کې جنګيالي روزل کېدل، شبکې جوړېدې، تنظیمونه جوړېدل او يو ځانګړی ذهنيت توليدېده. داسې ذهنيت چې په انتها پسندۍ، افراطيت، سخت دريځۍ او په ترهګرۍ باندې سمبال وو.

په همدې پړاو کې د پاکستان استخباراتي ادارو د مجاهدينو د تنظيم، روزنې او Funding اصلي واګې په لاس کې واخيستې. کوم تنظيمونه چې د رياست له Strategics اهدافو سره برابر وو، هغوی ته پراخ ملاتړ ورکول کېده. دا پاليسي ورو ورو پر يو Constant اصل او عمل باندې بدله شوه. وسله والې مذهبي ډلې د بهرنۍ پاليسۍ د وسيلې په توګه استعمالول شروع شول. افغانستان کې د نفوذ لپاره طالبان، په کشمير کې جهادي تنظيمونه او د سيمه‌ييز فشار او کنټرول لپاره نورې وسله والې ډلې وروزل شوې. دا هر څه د اسلام، جهاد او ورورولۍ تر شعار لاندې ترسره کېدل، خو په اصل کې سیاسي، اقتصادي او Strategics موخې تعقيبېدې او حاصلېدې.

خو تر ټولو خطرناک اړخ يې دا و چې وسله وال افراطيت ته قانوني، اسلامي، اخلاقي او سياسي جواز ورکړل شو. کله چې يو رياست خپله وسله واله تګلاره مقدسه معرفي کړي، نو دا مفکوره د ټولنې په ذهن کې د حق او باطل تر پولې اخوا ځي او د دين جامه اغوندي. له همدې ځايه افراطيت، سخت دريځي، انتها پسندي او ترهګري د يو سياسي انتخاب پر ځای د يو مقدس مکلفیت او Task بڼه خپله کړه.

په دې بهير کې مذهبي سياسي ګوندونو هم بنسټيز رول ولوباوه. جميعت علماء اسلام د مدرسه‌ييز نظام ددې بهير تر ټولو لوی سياسي استازی و. د دې ګوند تر نفوذ او اثر لاندې زرګونه مدرسې فعالې شوې، چې ډېری مدرسې يې د جهادي فکر د خپرولو مرکزونه وګرځېدل. په دې مدرسو کې داسې نصاب خپرېده او تدریس کېده، چې زيات تمرکز يې پر فقهي سخت دريځۍ، تکفير او جهادي ادب و، نه پر عصري علومو، فلسفې، تاريخ او انساني ارزښتونو باندې، یوازې يې جهادي ټراننګونه او فکر خورولو.

او ور سره جميعت اسلامي بيا د نظرياتي اسلاميزم سياسي بڼه وړاندې کوله. د دې ګوند فکري مکتب يو داسې نسل وروزاوه چې سياست يې د دين له سخت تفسير سره وتاړه. دا دوی لخوا د اسلامي نظام د قيام تصور وړاندې کېده، خو دا تصور زياتره د جبر، زور او مخالفت د ځپلو پر مانا وړاندې کېده. دواړو ګوندونو د جهاد په دوره کې پراخ تبليغات کول، جلسې يې کولې، فتوی يې صادر کولې، رضاکاران يې جذب کول او افراطي، ترهګري، سخت دريځي او انتها پسندۍ فکر ته يې ټولنيز مشروعيت Legality ورکولو.

مدرسې چې يو وخت د دين، اخلاقو او روحانيت مرکزونه وو، خو ورو ورو د افراطيت ذهنيت جوړولو په فابریکې او په کارخانې واوښتې. زرګونه ماشومان په داسې نصاب وروزل شول چې نړۍ يې په ساده ډول د دوست او دښمن تر منځ تقسيم کړه. دغې روزل شویو کسانو ته غيرمسلمان، فرقوي مخالفين او حتا مختلف فکري مسلمانان د شک او نفرت په سترګه ورته ښودل کېدل. په ډېرو مدرسو کې نه ساينس و، نه فلسفه، نه تنقيدي فکر او نه د عصري نړۍ پوهه او نه تعلیم. يوازې تکراري حفظ، اطاعت، ړوند تقليد او Proxy جهاد‌ تدریس کېده.

ددې له مخې په پښتني سيمو کې، له دې فضا سره يو ځای د وسلې کلتور هم پياوړی شو. وسله د ځواک، طاقت، عزت او واک نښه وګرځېده. ځايي کمانډرانو، زورواکو او با نفوذه کسانو د جهاد له فضا څخه په استفادې کولو سره خپل نفوذ او اثر پراخ کړو. دوی ځوانان د غيرت، بدل او د دين تر شعارونو لاندې ترې وسله وال جوړول، خو په حقيقت کې يې د خپلو شخصي سياسي، اقتصادي، نړيوالو لوبو او د خپلو امپراتوريو د جوړولو لپاره کارول.

دا دې ترڅنګ اقتصادي محروميت دا ټول بهير نور هم خطرناک کړو. چې غربت، بېکاري، کمزوری تعليمي نظام او دوامدارې جګړې پښتانه ځوانان له راتلونکي څخه نا اميده کړل. کله چې يو ځوان ته کتاب نه وي او ټوپک په لاس کې ورکړل شي، کله چې ښوونځی بند وي خو د جګړې مرکز خلاص او ګرم وي، نو نتيجه به يې هماغه وي چې نن يې وينو.

سره له دې ټولو حقيقتونو، يو مهم ټکی بايد روښانه شي. چې پښتانه د دې پروسو جوړونکي او معماران نه وو. پښتانه د دې لوبو قربانيان وو. دوی د جګړو او نړیوالو قوتونو موخو لپاره استعمال شول، دوی قرباني شول، دوی بدنام شول، مړه شول او حساب هم ترې واخيستل شو.

نن تر ټولو ستره پوښتنه د پښتنو لپاره دا ده چې دا دې حالاتو څخه د وتلو لاره کومه او څنګه ده؟ خو دلته پښتانه اکثر د خبره نه راخلي بلکې د زور او د ټوپک له لارې بدلون غواړي ځکه چې ذهن يې د افراطيت له لارې جوړ شوی دی. خو دا لاره په ټوپک کې نه ده، بلکې په قلم کې ده. دا لاره په تعليم کې ده. دا لاره په فکري ازادۍ کې ده. دا لاره په سياسي شعور، اقتصادي خودمختارۍ او د مدرسه‌ييز نصاب په ژور اصلاح کې ده. تر څو چې مذهبي سياست له وسله وال فکر څخه پاک نه شي، تر څو چې پښتون ټولنه خپل فکري خودمختاري بېرته ترلاسه نه کړي او تر څو چې ځوانانو ته د باعزته ژوند لارې برابرې نه شي، ددې حالاتو څخه خلاصون ګران دی.

افراطيت د پښتنو هويت نه دی. ترهګري د پښتنو کلتور نه دی. پښتون د شعر سړی دی، د مينې سړی دی، د غرور سړی دی، د انسانيت سړی دی. که پښتانه خپل ريښتونی ځان وپېژني، نو دا تورې شپې دوره به هم پای ته ورسېږي او دا قام به يو ځل بيا د سولې، عزت او د فکر د سمبول په توګه نړۍ ته ودرېږي.

پښتانه به څنګه د قبیلوي ذهنیت څخه راووزي او یو متحد قام به جوړ شي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.