مرغۍ

فاروق فردا

27
/
لکه بې ځالې مرغۍ،
دپاڼو سېورو نه مې ځانته جوړه کړې ماڼۍ،
چې تش شمال ،
که چېرې والوزي د شنه ځنګله له تشې خندا هم را نړولای یې شي.
او یا هم لمر چې که کړي لاره چپه،
د پاڼو سېوری به له ستوني نیسي،
او تر هغه چې سایې،
د تن پر شنو لوګو الوتی نه وي، ژوي به یې .
د پاڼو سېوری ما نیولي د وزرو په غېږ کې،
او پر نوکانو،
د شمالونو پر مخونو لګووم شوکارې.
لمر مې ملګری دی ښه پېژني مې،
زما پر لیدو د پاڼو سا به پرېږدي،
اوس ټولوي به پاڼو،
دلمر خندا پر شنو لمنو کې او،
راخوروي به یې پر ولو زما..
او زه پر څانګي داسې کلک ولاړ یم،
چې شمال رخه وړي او ،…
لمر به له خپله خمه،
راباندې څښي د رڼا ګانو سپین تاوده غوړپونه
د ٢٠٢٦ کال د می ٩

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.