نصرت چې ښار ته روانېده، د هغه سره کمیس ټولې نښې مې ورته وویلې. ویل یې که کمیس ګران وي، پيسې ورسره کمې دي. ما تیارې د خپلې مخ دیدنۍ پیسې، چې له واده راهیسې مې ساتلې وې، ورته را واخیستې ، لږ نورې مې هم همدې کمیس ته ټولې کړې وې، هغه مې هم ورسره کړې. چې له دروازې واته بیا مې هم وریاد کړ، ما ویل سرګردانه به وي، هسې نه زما کمیس ترې هېر شي. نن مې خپل کمیس تر سترګو سترګو کېده. ځان سره مې جوړوله وارنوله:
– په اختر کې به یې واغوندم، د ابا دوی کره چې تلم هم اغوندم یې.
په اختر کې به یې واغوندم یا که یې د شمس الله په واده کې یې چې واغوندم، د شمسۍ د ګروپ رڼا ته به یې سپین غمي داسې برېښي لکه ستوري.
د حاجي کاکا د زوی په واده کې د هغې کابلۍ ښځې له کمیس څخه سترګې نه اوښتې، تنها ما نه ورته کتل، د ټولو نجونو سترګې پکې پاتې وې. چې اتڼ یې کاوه، په څرخکه کې به یې لمنه ورټوله شوه، بېرته به لویه شوه، لکه د ګل غونچه چې خلاصه شي.
نن مې چې ډوډۍ پخوله د کمیس چورتونو د تناره تاو راڅخه هېر کړی و. زه نو څه خبره وم چې له کمیس نه به سم پسات(فساد) راته جوړېږي. ریحانې ډوډۍ په رپیده راته سموله. کمیس مې یاد کړ، ما ویل:
– پوهېږې هغه کمیس چې هغې کابلۍ ښځې د حاجي کاکا د زوی په واده کې اغوستی و، هغه مې ستا له لالا راغوښتی.
ریحانې بله ټکله جوړوله، برګ یې راته وکتل، خوله یې بوڅه کړه. غلې شوه، بیا یې وویل:
– لالا سره به پیسې کله وي، چې تاته دومره قیمتي کمیس واخلي.
ریحانه پاڅېده، تر شا یې راوکتل:
– زه ستړې شوم، دا یو څو نورې خپله جوړې کړه.
ادې ته یې د کمیس خبره کړې وه. هغه غوسه وه، ویل یې:
– یو خو به ستا پرمایشتونه( فرمایشونه) پوره نهشي! د واده دې نیم کال لا نه کېږي، کم کالي خو دې نه وو کړي، همغه به دې اختر کې اغوستي وو کنه.
زما زوی به ګور و ګدا کړې!
ما وویل:
– ادې هغه روپۍ مې خپلې وې.
راته ویې کتل، تندی یې تریو شو:
– تا له کومه کړې.؟
– هغه د مخ دیدنۍ پیسې مې ورکړې،
– ما خو نه ویل چې داسې په بلا و بترو یې ورکړه.بیا چې کالي دې کول، رخت مخت به دې اخیستی و، ګنډلی به دې و. د ریحانې اغا خو به اخر خبرېږي، سم نکل به ترې جوړ شي.
خبرې یې لا نه وې خلاصې چې نصرت د کلا له دروازې راننوت. پاڅېدم، په لاسو اوړو ته مې ورپام شو، بېرته کېناستم. ریحانه او ادې ورغلې. ما ژر ژر ډوډۍ خلاصه کړه، چای مې ورپسې وروړ. تور بکس یې تر څنګ اېښی و. د کابل او د اختر د بازار د ګنې ګوڼې کیسې یې کولې. بکس یې ورواخیست. هر څه یې چې ترې رایستل، ما ویل همدا به زما سور کمیس وي. له بکس نه یې یو تور ټیکری راواخیست، راته ویې نیوه:
– دا ستا دی.
ما ورته کتل. ده له بکسه نور شیان راخیستل. بیا یې راته وکتل:
– هغه ستا پيسې رانه د اختر په میوه لاړې، چې راسره پيدا شوې، بېرته یې درکوم.
مخ مې تود شو، داسې وینه ورته راغله، لکه د سره کمیس لمن چې مې پرې ویړه کړې وي. خو موسکۍ شوم چې د چا راپام نه شي. ریحانې مېوې ته لاس وراوږد کړ، ادې یې لاس پورې واهه:
– مېلمانه به څه خاورې خوري!
نصرت ورته وخندل.
پلرګنۍ رایاده شوه، اغا به چې له ښاره راغی، زموږ کالي او نکریزې به یې حتمي راوړلې. چې سږ کال به یې محبوبې دوی ته کوم رنګ کالي کړي وي؟
هغه شپه مې تور ټیکری په سر کړ، نصرت ارام ویده و، د تروږمۍ شپه وه، هېڅ رنګ او رڼا نه راښکارېده.
پای
کابل
۲۰۲۶ د مارچ۲۴
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.