…. په تیر پسي
هغه وخت یعني کال 1377-1382 کي د کابل پولي تخنیک پوهنتون درسي سیستم کي یوه برتري او مثبت ټکي دا وو چي دمحصل دپاره صنفي پروژو تعداد زیاد وو، هر مسلکي مضمون به خپل مربوطه محصلنیو باندي یوه صنفي پروژه حتما کار کوله، په ډي ډول به د درس په جریان کي د محصل رول او سهم زیاد او د استاد سره نږدي برابر وو، دویم ښه والي دا وو چي درسونه تخصصی وو محصل ته به يی په یو خاصه رشته کي مسلکي شکل روزنه ورکوله.
د پولي تخنیک مسلکي برخي استادان اکثره بهرنیو هیوادونو معتبرو پوهنتونو کي تر دوکتوار کچي پوري زدکړي کړي وي، پوه او رسیدلي خلک وو. مګر د صنف محصلینو کي ډیر کم شمیر یعني څلویښت نفري ګروپ کي دوه دري کسان داسي وو چي د خپل نسبي طبعي او فطري استعداد په اساس د استادانو په خبرو او درس پوهیدل، نور اکثریت داسي کسان وو چي مکتب دوره کي ښه روزل شوي نه وو، نصاب پري بشپړ تطبیق شوي نه وو یا دا چي خپله نصاب نیمګړي وو، په مکتبونو کي د مضامینو د شمیر تعدد او بیا خاص دیني او اجتماعي ساعتونو زیاتوالي د انجنیري او ساینسي برخي محصلینو ته چي د مکتب نه وروسته په اړونده پوهنځي کي زیادتر د ریاضي، او ساینسي مضامینو سره مخ وي یوه غټه سرخوږي جوړوي، یا هم دهغه وخت د هر یوه کورنۍ کي شته فقر او غربت په وجه عمومي معلوماتو برخه کي محصلین کمزوري وول.
د اولي لیلي په 25 اطاق کي د لږ وخت تیریدو نه پس ما خپل اطاق بدل کړ او یو شمیر هغه محصلینو سره مي ګډ اطاق ونیو چي اکثره د افغانستان د مشرقي سیمي اوسیدونکي وو، دا مي په دي خاطر وکړ چي هغه وخت کي همدا یو رایج عمل وو چي د لیلي اکثره اطاقونو کي به د یو ولایت یا حتا د یوي ولسوالۍ خلک سره یو ځای کیدل.ځکه نو ما هم په عامه اصطلاح خپلو وطندارانو سره اطاق ونیو.
د پوهنتون په لمړی سمستر کي د ساینس او ریاضیاتو برخه کي د عمومي مضامینو څخه علاوه تاریخ او د اسلامي ثقافت، دوه مضمونه یو په نامه د جهان بیني اسلامی او بل په نامه د استعمار فکري مضامین هم شامل وو،د لمړی سمستر امتحانونه مو سپري کړه په ټوله کي د محصلینو نتایج ډیر ښه نه وو، ساختماني پوهنځی اکثریت محصلین یوشمیر مضامینو کي چانس خوړلي وو، یو شمیر کسان چي ټولو مضامینو کي بریالي وو د نمرو فیصدي يي ډیره ټیټه وه که داسي ووایم چي زمونږ ساختماني پوهنځي همصنفیانو کي داسي څهره نه وه چي لا اقل کدري نمرات واخلي نو سم به مي ویلي وي او په واقیعت به غږیدلی یم.
زما د اطاق او ګروپ یو ملګري وو فیروز نومیده، ساجد تخلص يي کوه کیمیا مضمون کي چانس شوي وو، نوموړي ننګرهار سرخرود کي کور ته تللی وو او همدا وخت وو چي د دویم چانس ازمویني اخستل کیدي، د وخت د کمبود او هغه وخت سریع ارتباطي وسایلو د نشتون په وجه ما ونشو کولي چي خپل ملګري ته خبر واستوم چي ازمویني ته راشي یا تري پوښتنه وکړم چي دویم چانس امتحانو په باره څه تصمیم لري، بنا پریکړه مي وکړه چي د هغه په ځاي به خپله امتحان ورکړم، د امتحان په ورځ زما جعل افشا شوه، دي وخت کي زه پوه شوم چي زه یواځي نه وم چي د بل کس په عوض ازموینه ورکوم ټول ټال 15 کسه نور هم داسي وو چي عوضي امتحان يي ورکوه، مونږ ټول افشا و ګیر شولو، بنا د پولي تخنیک عمومي مقام ته يي وپیژندلو، مګر انورالحق مجاهد د پولي تخنیک عمومي ریئس تر یو شفاهي ژمني اخیستني وروسته مونږ وبښلو او راته يي وویل دا عمل به نه تکراروئ، وروسته زما دا هڅه بیځآیه ځکه ثابته شوه چي فیروز ساجد مونږ سره خپل تصمیم نه وه شریکه کړي چي پوهنتون پریږدي ځکه خو بیرته درسونو دوام ورکولو ته راستون نشو. او هغه راتلونکي کال کانکور کي بیا ګډون سره ننګرهار پیداګوژي ( تعلیم و تربیی) پوهنځي ته لیاره پیدا کړه. زما ددي عمل دپاره ځینو خلکو ماته د متخلف وویلي چي تا تخلف کړی خو نږدي همصنفیان او ملګري زما ستاینه کوله او ماته يي ویلي ته په ملګرتیا ولاړ شخص يي، مشکل وخت کي ملګري یواځي نه پریږدي او د ملګرو د خاطره هر ډول خطر په ځان منی.
د کابل پولی تخنیک پوهنتون کي له مونږ نه پورته یعني د 1377 کال نه مخکي دوري محصلینو باندي د ماستري برنامه تطبیق شوي وه خو دا لمړی دوره وه چي پولیتخنیک پوهنتون د ماستري برنامي نه بیرته لیسانس ته يی نزول کړی وو، یعني له هري خوا لوړي زده کړي مخ ښکته روان وو نه ارتقا طرف ته.
د لمړي سمستر ازموینو نه وروسته یو شمیر محصلین زده کړي پریښودي، دې کي ځینی داسي کسان وو چي د پوهنتون د اداري له خوا ډراپ شوي، ځیني داسي هم وو چي بهر ته ولاړل او مهاجرت ته يي مخه کړي وه، یو شمیر محصلین بیا د اقتصادي ستونځو له امله درس ته نشول حاضر.
د پولي تخنیک لیله شپږ بلاکه لري، هر بلاک یو لوي څلور پوړیزه وداني ده، 1377 کال کي یواځي د لمړي بلاک دري پوړه د محصلینو دپاره ځانګړی شوی وو، لمړي منزل کي د محصلینو ترڅنګ یو شمیر نظامي وسله وال کسان اوسیده، د نورو محصلینو نه مي اوریده چي ویل يي: لمړي منزل د ملا برادر اخند اړوند نظامي کسانو میشت ځای دی، خو د اوړي په موسم کي د لیلي پاتي پنځه بلاکه به د هغو طالب او ددوي د نورو نړیوالو جهادي همفکره جنګیالیو موقت تم ځآي وو چي د افغانستان شمال کي د برهان الدین رباني د تنظیم خلاف او د طالبانو د امارت په پلوي جنګیدل، سره له دې چي دا ځآی یوه اکادمیکه ساحه وه او بل دغو بلاکونو کي هیڅ ډول د اوسیدو شرایط نه وو برابر او بشپړه کنډوالي ته ورته ځاي وو خو بیا هم ډير شمیر طالب جنګیالي همدلته میشت کیدل او شمالي ډنډ جګړي ته له همدي ځایه استخدامیدل. که څه هم محصلینو ته ویل شوي وو چي باید هلته د میشت نظامیانو ساحي ته نږدي نشي، د ضرورت په وخت کي محصلین باید د لیلي د اداري له طریقه مشکل حل کړي، اما بیا هم جومات کي د لمانځه یا د مازدیګر ټایم د لوبو میدان کي د طالبانو او لیلي محصلینو ترمنځ لیدني کتني کیدلي، یوه ورځ مازدیګر لمانځه نه بعد کله چي د جماعت نه راووتلم، لیاره کي د څو طالب نظامیانو سره اشنا شوم چي د ننګرهار ولایت اصلي اوسیدونکي وو هغه زما جامي او لباس ته په کتو چي ما به اکثر وخت سپینه خولی په سر کوله، تور واسکت مي اغوسته، او د ژبي د لهجي نه چي ما یو بل ملګري انجنیر محمد نعیم مومند سره خبري کولي سلام نه بعد طالب راته وویل فکر کوم د مشرقي د سیمي څخه یاست، مونږ د هوو په ویلو سره سلام کلام وکړ او تر یو څو دومداره دقیقو پوري مجلس مو سره وکړ، طالب خپل ځان او خپل نور آنډیوالان معرفي کړ د هر یو نوم او تخلص واخیسته د هغه خپل تخلص چي زما په ذهن کي پاتي دی حماد وو، دا چي طالب وسله وال اکثره مستعار دوه دري نومونه لری ځکه ددوي په خبرو زما باور رانغئ چي دا به يی اصلي نومونه وي په همدي خاطر ما د دوي نومونه حافظی ته ونه سپآره، که کله مخ کیدلو هم ما ورته د ملا صیب په نامه غږ کوه، د مجلس په جریان کي طالب وسله وال زما ددي پوښتني په ځواب کي چي اوس هم خوګیاڼو کي اوسیږي ویل يي نه اوس پیښورکي میشت یو، في الحال جهاد ډګر ته ځو او باید شر و فساد سره مبارزه وکړو تر څو اسلامي نظام قایم او امنیت ټینګ شي، د لیلیی شاوخوا صحن کي هم دغه نظامی کسان مسلح نه ګرځیدل او دلته هم ورسره هیڅ ډول وسله نه وه او دا خلک د څهرو نه نظامي کسان یا روزل شوي جنګیالي نه معلومیدل، ماته یو فکر پیدا شو چي دا خلک څنګه جګړي ته ځي، پدي اساس ما تري پوښتنه وکړه چي نظامي زده کړي مو کړي او کله مخکي هم جنګ ته تللي ياست؟ یو تن طالب په تنده لهجه ځواب راکړ جهاد دپآره تر وسایل او تجهیزاتو انګیزه او عقیده قوي وسله ده او مجاهد د ایمان په زور جګړه کوي، مونږ د جهاد په انګیزه روزل شوي یو د کمونستانو غوندي جست و خیز او ټوپونه نه کوو، دي وخت کي قاری حماد مداخله وکړمخاطب يي کړم چي نه انډیواله مونږ مستقیما د مدرسي نه راغلي یو چی پیښور کي موقیعت لری او ویل يی مونږ ته ویل شوي چی تاسي به د جګړي د کرښي تر شا په حمایوي برخه کي یاستي ، وسله وال طالبان به تاسي نه مخکي وي.
ددي له پاره چي د ددوي د مزاج خلاف کومه بله خبره مي تر خولي ونه ووځي ما خبره بل طرف ته کړه او ورته مي وویلي زه اول بلاک دویم منزل کي یم که څه شي ته مو اړتیا وه ماته ووایاست که وسه مي وه درسره همکاري کوم. دوي له ما مننه وکړه او د خپل کوټي ادرس يي ماته راکړ، هغوي څو ورځي نور همدلته وو د تصادف په بڼه کله د لمانځه وخت کي یا د لیلي صحن کي به مو لنډ سلام کلام او د یو بل د احوال پوښتنه وکړه، مګر یو څو ورځي پر له پسي، سره لیدنه مو ونشوه ما فکر وکړ چي تللي به يی خو یوه ورځ چي ګورم ملا حماد چي ځآن يي د ننګرهار ولایت د خوګیاڼي دولسوالۍ راپیژندلي وو، زما اطاق ته راغئ او راته يي وویلي چي کوم خالي چپرکټ که لرئ، زما انډيوال ورته اړتیا لري، زه ورسره د دریم لیليي بلاک ته ولاړم چي ګورم ددوي یو ملګري سخت ټپي دی او د ځمکي په مخ په یوه دوشکه څملاستلي او لاس کي د سیروم خلطه تیر دی، ما ددي پوښتني په ځواب کي چي یو دولتي روغتون کي باید بستري شي، طالب راته وویل څلورسوه بستریز روغتون کي څو ورځي بستر وو خو هلته د ټپیانو د تعدد او دده د صحت د نسبي بهبود په وجه د روغتون ډاکترانو خارج کړ، ددي صحني په لیدو ما ورته خپل چپرکت او یوه بالښته ورکړه، تر دي وروسته دوه یا دري ځلي لنډه شیبي دپاره زه ددي ټپی پوښتني ته ورغلم، د لیدو په جریان کي بیا دوي ماته کیسه وکړه چي یو پیک آپ ډاټسن کي اته نفره طالبان سپآره وو او د شمالي ډنډ سیمي ته د جنګ ډګر ته روان وو چي د دښمن په کمین برابر شوي، د طالب د خولي وینا وه چي ویل يي دوي یعني زمونږ اړوند مسولین مونږ ته یواځي یو میل کلاشینکوف راکړ چي یواځي یو شاجور مرمۍ پکي وي د کمین په وخت کي ملګري تش لاس پاتي شول او کلاشنیکوف هم ډلګي مشر (حماد) لاسته ورغلی وو ځکه همدا یو کس ژوندي پاتي وو،ډریور يي سخت ټپی نور شپږ واړه وژل شوي وو. هغه طالب چي تر وسلي او عسکري روزني عقیده ورته مهمه وه هغه هم وژل شوي وو، طالبانو لمړي درجه او د رهبری د سطحي مشران د خپلو جنګیالیو د تجهیز او تسلیح خیال نه ساته، دوي ته وفاداره جنګیالي اکثره د دیني مدرسو تنکي احساساتي زلمیان وو چي یواځي د جهاد انګیزه ورته پیچکاری شوي وه، نور عسکری نظام او د عملي جګړي په رابطه هیڅ ډول مسلکي روزنه نه ورکول کیده، طالبانو ډله کي ډیری داسي کسان هم وو چي د عادي خفیفه وسلو په استعمال هم نه پوهیدل ځکه خو د مخالفو وسله والو ډلو سره په جنګونو کي د طالبانو د سر زیان بیخي زیاد وو او هره جګړه کي د سر درانه زیان ورته رسیده. ددي حالاتو په لیدو ماته دا فکر لویده چي طالبانو د تحریک او یا امارت مشران او ددوي رهبرۍ شورا ته اصلا د ټيټي سطحي طالب جنګیالیو ژوند ارزښت نه لره او ددوي په مرګ د خفګان احساس يي نه کوله، ځکه که ددوي په مقابل کي دوي کوم احساس درلوده نو په جنګونو کي ددوي د تلفاتو د کمولو دپاره يي هم حتما تدابیر اتخاذ کوه.
پولي تخنیک پوهنتون او لیلیه کي د څو میاشتو تیرولو څخه وروسته هلته ما نوي ملګري پیدا کړ، ډیر نوي ځواني څهري او د افغانستان د مختلفو سیمو اوسیدونکي کسانو سره اشنا شوم، زما د اطاق او صنف ملګري (ټولګیوال) اکثر تکړه، با اخلاقه او نیک انسانان وو چي ځینو سره چي د حیات په قید کي دي تر دې یادښته هم دوامداره اړیکه کي یم، دا یوه طبعي خبره ده چي یوه ټولګي کي هم د طبعې هم فکره ملګرو ډلګي بیلي وي زما هم همداسي وو، د ساختماني پوهنځي څلورو ګروپونو نږدي 150 کسانو کي زما د راز و نیاز ملګري تر لس دولس تنو رسیده چي سره به مو دوامداره اړيکي پاللي، د یو بل ښه او بد خاطراتو کي شریک یوو، مرحوم انجنیر محمد نعیم مومند، انجنیر خوشحال شګیوال ، انجنیر شجاع انصاری، مرحوم انجنیر میرویس سنجر،انجینر امرالله ابراهیم خیل، انجنیر هری یما، انجنیر الیاس الیاسي، انجنیر بهرام ګلزاده، انجنیر عبدالجلیل احمدزی، چي ټول سره همزولي ملګري ووهغه وخت زما ښه دوستان د ښه او بدو خاطراتو شریکان وو.
که څه هم کابل ښآر ته زما تګ راتګ تر محصلي دوري نږدي یو کال مخکي پیل شوی وو خو دلته په دوامداره نه وم پاتي شوی ځکه نو کابل کي ډیر نه وم بلد، مګر د محصلي په دې یو کال کي ما د کابل د ښآر اکثریت ناحيی د نږدي نه ولیدلي د شهر نو او خیر خاني د سیمو نه غیر چي د کورنو ساختمانونه او عامه تاسیسات پکي نسبي روغ پاتي وو نور ټول کابل د جهادي تنظیمونو په خپل منځي اندوخړ کي په یوه کنډواله بدل شوی وو، د جنګ ناوړه اثرات د سر په سترګو قابل دید وو او د خلکو ترخه خاطرات به مو د کیسي په ډول یو بل نه اوریدلي، هره کابلی کورنۍ د جګړي څخه په یو نه یو ډول متاثره شوی وو او دغو جنګونو کي چي قومي بڼه ورکړل شوی وه اکثرو کابلیانو خپل د کورني ځیني غړي دلاسه ورکړی وو، کابل ښار جنګ ځپلي ناحيي چی د جنګونو شدت پکي ډیر تیر شوی وو لکه جاده میوند، کارته نو، چهلستون، خوشحال خان مینه، افشار، کوټه سنګي او لمړی مکروریان نواحيي په بشړه کنډواله تبدیل او ډیر وحشتناکه شوی وو، په لیدو به يي د انسان غوږونه زیږ کیدل، د طالبانو د امارت د خوا د ښار په زړه یعني سر زیرزمینی کي د انسانانو د بدن د اعضاوو نمایش ته ایښودل په دي وحشت کي نوره اضافه والي کوه، ځکه چي طالبان به جنايي مجرمینو ته علني سزاګاني ورکولي او بیا به د هغوي د بدن د پري شوي اعضاوي نمایش ته ایښودل کیدي، د کورنیو جنګونو څخه پاتي دغه وحشتونو اثرات د شیعه اوسني تر نامه او د پښتون او تاجک په نامه جنګونو کي قربانيان يي اکثره عام کابلیان وو ډیر تر سترګو کیده. ددي جنګونو اصلي ماهیت دا وو چي دا جنګونه د افغانستان د شریفو قومونو ترمنځ نه وو بلکه دا دیو شمیر راست ګرا (ښي اړخو) راډیکال او جهادي ډلو ترمنځ وو، خو دا چي دغه ډلي یواځي بهرني اجندا لرله او هره ډله د یو بهرنی هیواد ملاتړ د ځآن سره لرله ځکه نو دوي مجبوره وو چي د خپلو بادارانو د فرمایش په اساس د افغانستان د دولتي بنسټونو د نړولو دپاره یو بهانه او یا سوژه پیدا کړي په همدي دلیل دغي ډلي د قومیت، سمت او ژبي سوژي وکارولي او خپل منځ کي سره اړم شول، د برهان الدین رباني په مشرۍ جمیعت اسلامي چی هغه وخت د کابل حکومت يي لاس کي وو یا د ګلبدالدین حزب اسلامي چي د همدي حکومت صدراعظم ټاکل شوی وو دواړه ډلي ځانونه د واحد فکري خط لارویان یعني مسلمان، حنفي او د مکتبي سیاسي اسلام (قطبي ګري) د نظري پلویان ګڼل، بنا اصلا دوي ترمنخ د ایډیالوژیک اختلاف ګنجایش او سوژه نه پاتي کیده ځکه نو دوي د خپلو بهرنیو بادرانو په لمسون د قوم او ژبي شعار وکاروله او خپل منځي جنګونو کي د کابل ښار يي په یوه کنډواله او د افغانستان ملي نوامیس يي د پردیو پنجابي دښمنانو پښو ته وغورځول. -1377 1376 کال کي نور نو دغه ډلي د طالبانو په واسطه د کابل د شاوخوا نه شړل شوي وي او جنګ د کابل د نواحیو نه د پروان، پنچشیر او کابل ولایت شمالی ولسوالیو ته انتقال شوی وو، اوس نو اخواني یا مکتبي ډلي په تفاهم خو بیل او جلا صفونو کي د یوي بلي مذهبي فرقي چی فکری خط يي د هند د دیوبندی مدرسه کي ریښه لرله او د کابل حکومت يی لاس کي وو په وړاندي د خپلي بقا دپاره وسله واله جګړه کوله.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.