نه يوازې د حيرانۍ، بلکې د اندېښنې وړ ده، نړۍ چې نن په کومه سردګردانۍ کې ډوبه ده، د بې باورۍ تورې لړې پورته دي د ډاډ، خونديتوب روحيه چې څومره کمزورې او پيکه شوې ده، تاثيرات يې ګورو، دلته اوس جدي پوښتنه دا ده څنګه، ولې د څه لپاره داسې کيږي او روان دي!!
چوپتيا او سکوت د هغو د تبر ګوزارونه لا پسې تېز کړي دي، کرار پاتې کېدل تسلط غوښتونکو ته ميدان لا خالي کړی، هغه چې په هر څه کې يوازې خپله رايه او خوښه چلېدل غواړي، نړيواله سوله يې له ګواښ سره مخ کړې ده.
نړۍ له دې امله نهايت په ازيت کې ده، ارزښتونه ټيټ او مسخره شوي دي، د زور ازمايي مانورو ته د پلمو تراشل دي، د ځان غوښتنې غلبه ده رايه او خبره يې بايد هره مسئله کې او هر ځای کې لوړه او معتبره وي.
دا به مو ليدلي يا ورسره مخ شوي اوسئ مغرورتيا او جنون دوه ورته حالتونه دي په بله معنی د لېونتوب بله بڼه غرور دی، دا هېڅ دليل، قانون او اخلاق نه مني، خبره، کار يې په توندۍ وي د بل په حق او حريم نېغ ورتګ سره وي، مخالفان او سيالان څنډې ته وهي له صحنې يې باسي، په چاپو او زبردستۍ يې نيسي يا يې تر بمباريو او بمونو لاندې کوي.
د زورواکۍ او تسلط دا تر ټول بده بڼه ده، د هاليووډ فلمونو په صحنو او کيسو کې به تر اوسه لا نه وي، د نړۍ نظم نن سبا د زورواکۍ په داسې جال کې ايسار دی، قانون او اخلاق تر دې حده کمزوري او تر پښو لاندې شوي. د نظم په زور چلولو هڅو نتيجه همېشه داسې راوځي، هغه چې د اوږدو مودو مروج او منل شوي ارزښتونه په بډه وهل له منځه وړل کيږي، د زورواکو لاسونه ورځ تر بلې لا اوږديږي.
خبره اوږده نه شي، په افغانستان کې د چينايي اتباعو په وړاندې د شته امنيتي ننګونو په اړه ده، د افغانستان او چين اړيکې له نېکمرغه اوږده موده په ښه وضعيت کې پاتې او پالل شوې دي، دلته که د افغانستان له جنګ مخکې موده ده که وروسته ده، کله هم د افغانستان له مجبورۍ او سختې استفاده نه ده شوې، د دوه اړخيزو اړيکو او باور درنښت شوی، هغه چې په بحثونو او ويناوو کې فخر او مثال ياديږي، کمال دا شوی تر ډيره له سياسي موخو لېرې او پاکې ساتل شوې تمرکز په بشر دوستۍ او د متقابل احترام په انګيزه ولاړ دی.
په افغانستان کې چين ته د کار او پانګونو لپاره زمينه او فرصت همدغه دوستانه چاپېريال کې برابر و/دی، افغانستان چې نن تر بل هر وخت زيات د خپلو زېربناوو احيا ته اړتيا لري، چين نژدې ګاونډی او دوست دی د چين تجربې او همکارۍ تر نورو، تر بل هر يو اغېزمنې او هم ډيرې ګټورې دي، د چين په مرسته اسانه او ژر ځان رسولی شو، له نېکمرغه چين په دې برخه کې کافي اندازه د ښو تجربو او وړتياوو څښتن دی.
چين خپله هغه خبره او ژمنه دلته د اوږدې مودې راهيسې په عمل کې ښودلې ده يوازېنی هدف يې د افغانستان سوکالي او پرمختګ دی. کله چې نيت او پاليسي پاکه بې غرضه وي هلته مزل او منزل دواړه ارامه او اسانه وي دا په هر وخت او شرايطو کې ښه نوم او دوستان لري، همدا ده په افغانستان کې د چين پاليسې له باور او هرکلي سره مل وه/ده، که هر څو د دوښمن د دسيسو توپانونو تېزې بې رحمه څپې راغلې دي، يو په بل پسې بې کاره کړی شوې دي.
د کمربند او لارې نړيواله د ګډو ګټو پروژه مشهوره او ډيرو لپاره اشنا نوم دی، هغه چې په ۲۰۱۳ميلادي کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ اعلان سره رامنځته شوې ده په نړۍ کې يوه له نوښتګرو پروژو ده، هغه چې په کمه موده کې د نړيوال هرکلي په خپلولو توانېدلې نن سبا د هيوادونو د دوستانه راشه درشو همکاريو په ټينګښت کې يې ځای او ونډه د پام وړ ده، د دوستۍ لارې يې جوړې او رامنځته کړې دي، د ګډو ګټو، ابادۍ ځنځير يې غځولی دی.
د کمربند او لارې په چوکاټ کې د افغانستان او چين د دوديزې دوستۍ مزي لا ټينګ شوي، په کار ده دا لړۍ پسې لا پياوړې کړی شي. دا چې ځينو ته له زغم وتلې مسئله ګرځېدلې، اجازه ورنکړی شي چې د همکاريو او اړیکو فرصت د هغو مخربو دسيسو لومه کې ګير او ښکار شي.
تازه پېښه د کابل ښار شهرنو ګلانو کوڅه کې، چېرته چې چينايي رستورانټ په نښه شو، Chines Noodle Restaurant دا په کابل ښار کې د خوندورو چينايي خوراکونو مشهور ځای و، ايوب د رستورانټ اشپز، خپل کار او دندې له مخې مشتريانو ته د اخلاص خوندور دوديز چينايي خواړه پکې وړاندې کول، مشتري به چې کله د رستورانټ په دړه لاس کېښود، وار له مخه به د يوې خندانه څېرې هرکلي سره مخ و.
د ۱۴۰۴لمريز کال د مرغومي ۲۹مه، له غرمې وروسته دری بجې په دې ځای کې خونړۍ وې، يو بې رحمه بريدګر د ايوب رستورانټ ته په ننوتلو د سترګو په رپ کې هر څه بدل کړل، ايوب او اووه افغانان د باروتو اور خوراک وګرځېدل، ايوب د ختن عطرين له هغه خواږه وطنه قسمت د کابل ښار ګلانو خوشبويه کوڅې ته راوستی و.
د کابل ښار وزير اکبرخان جومات کې د ايوب جنازې کټ ته د کابل ګڼ شمېر ښاريان وروستي ليدو ته غمجن او خپه ولاړ وو.
د کابل ښار شهرنو ګلانو کوڅه مخکې به د ايوب لاس خوړو خوندور بوی پکې تر لېرې پورې لګېده، هغه رستورانټ چې د مشتريانو ګڼې ګوڼې له شوره به ډک و، تش او تياره دی، رڼا يې مړه، ښېښې يې ماتې په ځمکه تويې دي، ميزونه چوکۍ يې ګډ وډ دي د ګردونو تر سپېره څادر لاندې خاموشه او غلي دي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.