د طالبانو ډلې ویلي چې پرون ۹۷۸ کډوالې کورنۍ، چې ټولټال پنځه زره او ۴۶ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، د دوشنبې په ورځ د غویي/ثور ۲۱مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې د تورخم له لارې ۷۵۱ کورنۍ، چې درې زره او ۹۱۳ کسان پکې شامل دي، هېواد ته داخل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د سپینبولدک له لارې ۱۳۹ کورنۍ، د نیمروز له لارې ۶۱ کورنۍ او د هرات د اسلامقلعې له لارې ۲۷ کورنۍ افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي.
له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان څخه، د افغان کډوالو ایستل لا هم دوام لري، چې له امله یې د افغانستان بشري وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی.
ایستل شوي کډوال په ډېرو ولایتونو کې د استوګنې، روغتیا، زدهکړو او ټولنیز ملاتړ له اسانتیاوو بېبرخې دي.
راپورونه همداراز ښيي چې طالبانو یوازې د شمېرو په خپرولو بسنه کړې او د دغو راستنېدلو کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.