په کابل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د نوم‌لیکنې بهیر درول شوی

36

په کابل کې په شپږو ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د نوم‌لیکنې هغه بهیر، چې د یونیسف په همکارۍ پیل شوی و، د پوهنې وزارت او استخباراتو ریاست له مداخلې وروسته درول شوی دی.

سرچینې، چې په دې پروګرام کې د شاملو ښوونځیو مدیران او ښوونکي هم پکې شامل دي، رسنیو ته ویلي چې په شپږو ښوونځیو کې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو د نجونو د نوم‌لیکنې بهیر درول شوی دی.

په دې پروګرام کې د ام‌البنین، نسوان ایمني، سیدالشهدا، عالي محراب‌الدین، سردار کابلي او آصف مایل لېسې شاملې وې.

د دغه پروګرام له مخې، ټاکل شوې وه چې نجونې له نوم‌لیکنې او ازموینې وروسته شپږ میاشتنی ښوونیز کورس بشپړ کړي او په پای کې ورته د زده‌کړو اسناد ورکړل شي.

خو د سرچینو په وینا، د پوهنې وزارت او استخباراتو یوه پلاوي دغو ښوونځیو ته مراجعه کړې او مسوولانو ته یې لارښوونه کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو له نوم‌لیکنې ډډه وکړي.

سرچینې وايي، له دې لارښوونې وروسته د نوم‌لیکنې بهیر په بشپړ ډول درول شوی دی.

د سرچینو په خبره، د پروګرام د درولو پر مهال یو شمېر نجونو په دې طرحه کې د زده‌کړو د دوام لپاره نوم‌لیکنه کړې وه او یا یې د نوم‌لیکنې لپاره چمتووالی نیولی و.

تر اوسه د پوهنې وزارت د دغه پروګرام د درولو او د دې لارښوونې د علت په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو رسمي زده‌کړې ودرول شوې. دغه محدودیت لا هم دوام لري او افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد بلل کېږي چې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز پکې لګېدلی دی.

ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو په وار وار له افغان چارواکو غوښتي چې پر نجونو د زده‌کړو محدودیتونه لغوه کړي.

یونیسف هم په وروستیو کلونو کې د هغو ماشومانو لپاره، چې رسمي زده‌کړو ته لاسرسی نه لري، د بدیلو ښوونیزو پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320