ویره او ډار Angst) and (Furcht
اکستریمیزم (افراطیت) د بنسټ پالني پرمختللي مرحله دي ، دې مرحله کي بنسټ پالان بشري ټولنو کي حتا هفو سیمو کي چي د دوي خپل پلویان هم پکي اوسیږي په ډار او ویره اچولو باندي لاس پوري کوي. ددي له پاره چي د افراطی ډلو د خوا د ویري او ډار اچوني په اړه پوه شو لازمه ده چي لمړي ویره او ډآر ته د مخلتفو علومو له مخي لنډه اشاره وکړو.
د عامو خلکو ترمنځ په ورزنیو مکالمو کي د ویري او ډار اصطلاحات د یو موخي دپاره کارول کیږي خو په علمي نړی کي د بیلا بیلو برخو د پوهانو له نظره دغو دواړه اصطلاحاتو ترمنځ ښکاره تفاوتونه لیدل کیږي. داکتر کبیر ستوري په خپل کتاب (ویره-1380) کي دغو ددو مصطلحاتو ترمنځ توپیرونوته اشاره کړي.
کیرکګارډ (Kierkegaard) د لومړی ځل لپاره د ویری (Angst) او ډار (Furcht) په منځ کې توپیر وکړ چې ویره نامالومه ده یانی سړی نه پوهیږی چې د چا نه یا څه شی نه ویریږی او ډار مالوم دی یانی سړی پوهیږي چې د چا نه او یا څه شي نه ویریږی. مګر ځیني داسي پوهان هم شته چي ددغو اصطلاحاتو ترمنځ توپیر ته قایل نه دي.
دا چې هر علم ویره د بل اړخ څخه څیړی نو لدی امله تعریفونه هم مختلف دی چې ډیر شمیر ئې په ټاکلو نظریو او ښودنو پوری تړلی دی. ځنی ئې د ویری د پخوانی لاتینی کلیمی « انګوستیا » څخه چې د تنګسی مانا لری اخستل شوی دی. د مثال په توګه هوف مایسټر (Hoffmeister) ویره «د تنګسی احساس » ګڼی.
نور څیړونکی لکه واټسن (Watson) د ویری لاندی « یو داسی بڼسټی احساس پوهیږی کوم چې د سړی د چاپیریال سره د تماس د پریښودلو او یا د تیری کوونکی عمل باعث ګرزی.
همدغه شان فرایډ (Freud) « د خطر د حالاتو انځور ويره بولی » داکتر کبیر ستوری -2001 . (65)
د انسان په بدن کي ویره ارثي وي که جوړیږي؟
دي پوښتني ته په ځواب کي داکتر کبیر ستوري په خپل اثر (ویره) کي د ځواب موندلو هڅه کړي نوموړي د مختلفو پوهانو نظریات يي راخیستي او لیکلی دي.
یو د هغه پوهانو څخه چې ویره د انسان د تنی میراثی خوی او خاصیت ګڼی واټسن Watson)) دی.
واټسن (Watson) د ویری د وراثت لپاره داسی دلیل راوړی ،کله چې د نوی ځیږیدلی ماشوم څخه چې خوبولی وی سړی ناڅاپه څادر لیری کړی نو ټوپ وهی ځکه چې ویریږی.
همدغسی د هل (Hall) په ازمایښتونو کې فرولښ (Frölich) د ویری د میراثیتوب د هل (Hall) ازمایښت پدی ګڼنه ولاړ دی چې د ویری له پلوه د یو تن او بل تن په منځ کې توپیرونه شته دی او دا توپیرونه میراثی دی.
لنډه دا چې موروثی ویره هم شته خو ویره زده کیدلی هم شی چې دا مونږ ته دا راپه ګوته کوی چې ویره انتقالی خوی م لری . لدی امله د ډاریدونکو او ډارونکو کسانو سره تماس سړی د ویری په رنځ اخته کولی شی.(ویره-2001)(65)
د پورته ذکر شوو پوهانو نظریاتو ته ځغلنده نظر سره په عمومیاتو کي وغږیږو ، ویره د بهرني خطر په وړاندي د انسان د بدن دفاعي میکانیزم فعالیدل دی، یا دا چي ویره د انسان یا بل هر ژوندي موجود طبعي، احساساتي او رواني غبرګون دی چې د بهرني ګواښ یا نامعلومو پېښو په وړاندې رامنځته کېږي ویره د انسان بدن د فشار او عصبي حالت سره مخ کوي. غیر واقعي ویره اکثراً د حقیقي خطر پر ځای د “فکر” یا د یو څه له لاسه ورکولو د احساس له امله وي، چې د بدن فزیکي غبرګون لکه د زړه ضربان یا خولې کېدو لامل کېږي.
غیر واقعي ویره دا معنا چي یو شخص د هغو شیانو څخه ویریږي چي راتلونکی يي نا معلوم وي لکه د ديني یا کلتوري ارزښتنو دلاسه ورکولو ویره، یا هم نورو له خوا خپلو دیني ارزښتونو ته سپکاوي چي اوریدو له امله يي انسان د ګناه احساس کوي چي دا بیا د اخروي عذاب او د دوزخ په اور کي د سوځیدو څخه ډار.
واقعي ویره داسي حالت وي چي د یو بهرني ګواښ بالفعل لیدلو باندي د انسان د بدن دفاعي میګانیزم فعالیږي لکه د یو وحشي داړونکي حیوان سره د انسان مخامخ کیدل چي له امله يي انسان په چټک ډول د ځآن ژغورني دپاره لاس په کار کیږي. اکستریمیستان هڅه کوي تر څو خپل پلویان په یو غیر واقعي یا احساسي او ذهني ویره کي وساتي او بیا په بله مرحله کي د خپل همدغه ویرول شوو پلویانو په واسطه د مخالفینو په منځ کي ډار رامنځته کوي.
ویره او ډار د انسان د وجود، پوهې او اخلاقو په اړه یو ژور فلسفي بحث هم دی. په فلسفي علومو کې ویره د مختلفو زاویو څخه څیړل کیږي. فلسفه کي ویره د انسان د وجودي محدویتونو، د بهرنیو خطرونو او د انسان د داخلي کشمکشونو اساسي برخه ده.د اخلاقي فلسفي له نظره ډار د انسان د کنترول وسیله ګڼل کیږي ویره یا ډار کولي شي انسان د ناوړه کارونو څخه منع کړي، اجتماعي تړون رامنځته او انسان اړ باسي چي تر یوه حاکمیت لاندي ژوند وکړي، خو په عین حال ویره کولي شي د انسان دفکر او آزادی مخه هم ونیسي.
د ټولنپوهني په علم کې “ویره یوه ټولنیزه، سیاسي او کلتوري پدیده ده چې د خلکو پر چلند، پریکړو او ټولنیز نظم ژور اغېز کوي. دي برخه کي ویره د هغي پروسي په توګه مطالعه کیږي چي څنګه یو رواني حالت په ټولنیز حقیقت بدلیږي. ویره کولي شي د ګډ ګواښ په وړاندي خلک یو موټي کړي یا یی وویشي، ویره اچونه د رواني جنګ (سړي جګړي) یو مهم ابزار په توګه هم کارول کیدي شي لکه د سیاسي قدرت د ساتلو یا د خلکو د عقایدو په جوړولو کي رول ولوبوي.
افراطیان او بنسټپالان د ویري د خپرولو روش دا ده چي دوي ارثي ویره بیا راپاروي و لو که دا ویره له حافظي وتلي واوسي او په یو روزل شوی او زدکړیز ویره يي بدلوي، په دي ډول دوي ویره او ډار د انسان د آزادیو د مخنیوي اوسلبولو دپاره د خپل سیاسي ځواک د ساتلو او د خلکو دعقایدو دجوړولو له لیاري د یوي وسیلي په توګه کاروي، د افراطي ډلو د مشران د ویري اچوني دا ډول روش بیا ټولنه کي د پراخوو بحرانونو، فقر ، بي عدالتي او د حقونو د نامناسب ویش لامل کیږي چي د خلکو په ژوند کي سختي ورځي رامنځته کیږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.