لغړه خپلواکي ده او د لوږې انقلاب دی
دا شونډې د قحطۍ په توپانونو کې چاودلي
د مخ د سیپارو نـه د الفت توري الوتي
زارې مو د یو بل نه نفرتونو کې چاودلي
(عبدالوهاب باور)
راپورونه داسې وايي چې پر افغانستان باندې د لوږې څونامي څپې بیا مرگونې شوې دي او د بېخوړو او وږو لښګر مخ په دېرېدو دی. د لوږې څونامي د دې توندو بادونو په لړ کې زموږ د خوارو او وږو خلکو حالت تر دې بریده خراب شوی دی چې افغانستان یو ځل بیا د منفي لستونو په کشکړپ کې د لسو وږو هېوادونو په لست کې درول شوی دی.
د راپور ورکونکې مؤسسې په رپوټ کې راغلي دي چې: له لوږې سره مخ خلکو لویه برخه «په افغانستان، سودان، جنوبي سودان او یمن کې اوسېـږي…»
د لوږې لاملونه په هرهېواد کې بېل دي، په افغانستان کې د اوږدو جگړو اثرات، د جگړو په ترڅ کې کور دننه د گڼو خلکو بېځایه کېدل، طبعي پېښې (وچکالي، زلزلې، سیلاونه، په ډلهایزه توگه د گڼشمیر هېوادوالو بېرته راستنېده او…) او بېکاري هغه لاملونه چې ډېره سلنه خلک د لوږيڅونامي سره لاسگرېوان دي.
همدا نن (۳۰/۰۴/۲۰۲۶) رسنیو د ملگرو ملتونو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په راوتلو سېلاونو کې په سلگونه افغانان وژل شوي دي او په لسگونه زره خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
زموږ په هېواد کې، د اوبو د نه مدیریت او د اوبو په ارزښت د نه پوهېدو په وجه، په باراني موسومونو کې افغانانو ته گڼې ستونزې پېښېـږي او ان د مرگ ترپولې پورې یې رسوي؛ خو اوبه مو پردیوهېوادونو ته بهیـږي او گټې یې هغو ته رسېـږي.
په ناڅاپي ډول له اېران او پاکستان نه د لږڅه کم درې میلیونه افغانانو جبرې راستول، په افغانستان کې د لوږې کړکیچ نور هم په داسې ستونزې بدل کړی دی چې اوس یې د حل لار له ټولو نه ورکه ده.
په میډیا کې راغلي دي چې «د خوړو د کړکېچونو نړیوال راپور» کې د افغانستان یادونه داسې شوې ده چې: «… افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د شدیدې لوږې له پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي، او په نړۍ کې د خوړو د بحرانځپلو هیوادونو په لېست کې پنځم ځای لري.
د راپور له مخې، شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان ــ چې د هېواد نژدې ۳۶ سلنه نفوس جوړوي ــ د خوړو له جدي کمښت سره مخامخ دي.»
د لوږېڅونامي دلایلو او ریښو پسې که لږ لټه وشي، لیدل کېـږي چې د جگړې د کلونو په ترڅ کې اداري فساد یو له هغو دلایلو له دلې نه دی چې د خلکو هرڅه لوټل شوي او مسؤلین هم مالوم نه دي، هرڅوک وايي چې ما نه دي کړي.
د «سیگار» په یو رپوټ کې ویل شوي چې: «امریکا په افغانستان کې پر جګړې او بیارغونه ۷۶۳ میلیارد ډالر لګولي.
دا مبلغ په نړیواله کچه داسې بېجوړې دی چې کېدای شوای افغانستان بېرته له بنسټه پرې نوی او مدرن شي، خو ټوپکي پتنگانو، ټولو د فساد او چورتالان په کوم پوهنتون کې د لوټ په درسونو کې په لوړهدرجه داسې کامیاب او باتجربه و چې دا مبلغ یې لکه د کلونو وږي داسې ترستونو تېر کړ چې اوس ټوله نړۍ ورته حیرانه ده، خواره خواري د افغانستان د خلکو ده چې پر وچډاگ باندې وږي، بېنوا او تشلاس پرېـښودل شول.
له لرې او نږدې هېوادوو نه په ناڅاپي ډول د گڼشمیر افغان مهاجرو بېـرته راستنول، که له یوې خوا د لوږې څونامې څپې لا مرگونې کوي، له بلې خوا د دومره شمېر بیکاره ځواناو ستنېدنه او تشلاس دا زمینه برابروي چې جنگیالۍ ډلې دا بېکاره ځوانان د خپلو جگړو د پرمخبېولو لهپاره استخدام کړي، چې دا خپله د یوې بلې غیزې یو وحشتناکه فصل دی.
اوږده موده جگړه، د طبیعت د جبر له مخې وچکالي ــ زلزلې، بېوزلي، لوږه، خوارځواکي او بیا د گور تیارو ته ورمیلمه کېدل؛ دې حالاتو پر افغانانو باندې داسې څه راوستل چې اوس یې پرته له ډزو ـ چاودنو داسې وژني چې څوک پرې خبرېـږي هم نه. «د لوږېڅونامي» په څو مقالو کې ما په ټینگار سره دا ویلي وو چې: د دې وژونکي څونامي لومړڼي قربانیان ماشومان او بارداره ښځې دي…
دا یې زورونکې بېلگه ده چې د یوې کورنۍ درې واړه ماشومان (یوکلن ـ اوهمیاشتنی ـ درېمیاشتنی) یې د گور تیارو ته یوړل:
یوه اولادمړې افغانه مور وایي:
«درې ماشومان مې له لوږې مړه شول، هیله مې دا ده، چې فرښتې به یې کور ته راوړي»
افغانان ډېرځلې د خیراتونو په تمه وي، په داسې کال کې چې خیرات د حل لاره نه، په خیرات به یوه ورځ، دوېورځې، یوهاونۍ او کېدای شي یوهمیاشت خیټه مړه شي، تر هغه وروسته به څه کېـږي؟
د لوږې څونامي د مخنیوي اصلي لار دا ده چې خلکو ته کار پیدا شي، ټولنه ټولیدي شي، استهلاکي ټولنې تل له همداسې ستونزو سره لاسگرېوان وي، لکه په اوسني حالت کې زموږ ټولنه.
د لوږې څونامي په سختو حالاتو کې زموږ پر خلکو داسې حالت هم غالب شوی چې د وچې ډوډۍ هوس هم کوي او د سړو له لاسه د دوزخ د تودوخې ارمان ورسره وي:
د دوزخ ارمان
په دنیا کې د سړې ډوډۍ خماره
په جنت کې د اویا حورو سرداره
خدایه څنګه به د سور دوزخ ارمان کړي!
لاس و پښې به یې یخ ویستي وي له کاره!
داسې ژوند چې حلق یې تریخ وي لکه زهر
هره ساه به یې بتره وي له داره
زړه یې تور وي لـه تمـامـه انسانیته
زاره ټکې وي له هـر یـوۀ سـرکـاره
ماتو زړونو د چا زړه مات کړ باوره؟!
د چا زړه و چاود د خوږ زړه له پرهاره؟!
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.