ټیټ پوړی مامور/ شپږمه برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

56

……په تیر پسي

جهادي تنظیمي  وسله والو اورپکو په لاس  کابل ارزان قیمت کي زمونږه د کور تعمیر هم تخریب شوی وو، مونږ په داسي اطاقونو کي واړوله چي یواځي دوه اطاقونو چت درلوده او لوڅ شوي نه وو که څه هم کلکین او دروازيی نه درلودي، خو تر یو یا دوه اونیو څه ناڅه ناستي ته مو برابره کړه او یو څه کار مو پکي وکړ.کاکا ماته یو څه رهنمايي د کور د ترمیم اړوند وکړه او خپله بیرته ننګرهار ته د تګ پلان جوړ کړ، دا چي کاکا دواخانه کي کار کوه او دواګانو کار وبار کي تجربه لرله نو تصمیم يي ونیو چي کابل نه یو مقدار دوا ځآن سره جلال آباد ته انتقال کړي، تر څو یو اندازه مصارف له دي لاري پوره کړي، همدی خاطره دکابل د کارته پروان نه يي یو څه دوا خریداري کړه او د انتقال دپاره يي ځان سره راواخیسته خو بد چانسي دي کي وو چي د کابل سروبي سیمه کي د زرداد د پاټک مجاهدینو د کاکا نه یو مقدار دوا په دي نامه چي دوا انتقال بند ده او دوا ته ډير ضرورت مجاهدین لري  ضبط او راګرځولي وه او ډیره کمه اندازي ته د انتقال اجازه ورکړي وو په دي ترتیب کاکا د ګټي په ځاي تاوان وکړ. مګر د کاکا چانس دي کي وو چي د پوستي کسانو دوا نه پیزندله او له کاکا نه يي د دوایانو هغه کارتن يي ضبط او  راګرځولي وه چي حجم يي زیات خو نرخ کي نسبتا ارزان بیه وو، قیمتي او ګران بیه دوا کاکا سره پآتي وه.

کله چي د اوړي رخصتي مو سپري کړه او د کابل نه بیرته ننګرهار ته د تګ پلان مو جوړ کړ، دا هغه وخت وو چي د څرخی پله او تنګي غارو سیمه کي د حزب اسلامي او جمیعت اسلامي د ډلو ترمنځ نښتي رواني وي په دي اساس دا ورځي همدي سیمه کي د مسافرینو په مخ د کابل ننګرهار لاره تړلي وه، مسافر مجبوره وو چي د پروان کاپیسا د تګاب د لاري جلال آباد ته سفر وکړي، د سورلیو کوم میني بس موتر کي چي مونږ سفر کوو په همدي لاره يي حرکت وکړ، کله چي شمالي ډنډ سیمي ته ورسیدو، یوه ډلګي وسله وال غله موټر ته وختل او د موتر د سورلی نقدي پیسي يي تري په زوره د ټوپک د شپیلي په تهدید واخیستلي، خوشبختانه چي مونږ د موتر په اخري سیت کي ناست وو او د وسله وال غله  د وخت د کموالي په وجه زمونږ تر سیته راو نرسیدل، خو کله چي نږدي امنیتي پوستي ته سورلی شکایت وکړو، د پوستي سرګروپ خلکو ته وویلي چي د امکاناتو د نشتون له وجي نشي کولي غله تعقیب کړي،  سورلي نه یی وغوښته چي که ددوي په سفارش او غوښتنه ډریور خپل موټر دوي ته واک کي ورکړي دوي به غله تعقیب او پیدا کړي، خو ډریور حاضر نشو ویلي زما موتر ورک کیږي دا خطر زه نشم اخیستلي، د پوستي د کسانو نه یو تن وویل خالي دومره ووایاست چي ټولي یعني مجموع کي څو روپي درنه غله واخستلي، متضرره شوي کسان د ښیرا او کنځآو په کولو د پوستي نه هم نا امیده راوګرځيدل.

جلال آباد په نیت د کډی د بارولو نه یوه ورځ مخکي ارزان قیمت کي ګاونډی ته مو کور ته د پآم وویلي یعني زمونږ د نشتون په صورت کي که کورته پآم وکړي تر څو څوک يی تخریب یا غضب نکړي، خو هغه هم راته وویل چي یواځي د بام واوره درته توږلی شم هغه هم د پيسو په بدل کي چي کاکا هم ورسره ومنله او یو مقدار پیسي ورته ورکړي.

 جلال آباد ته تر راتګه پس نور د مجبور آباد کور ته ستانه نشولو بلکه کاکا مو د جلال آباد ښار قصبه کي نسبتا ښه کور په کرایه کړ چي نسبت مخکني ځای ته یو څه شرایط يي ښه وو، همدي وخت کي کاکا ته مي وویلي:

 یو مناسب ځآي کي په کار مي بوخت کړه.

 کاکا  د درملو یو عمده پلورنځي سره معرفي کړم، دا درملتون د جلال آباد ښآر د اهل هنود هیواداولو مربوط وو، دوي ماته وویل چي مونږ به دوا په عمده نرخ کي هم تر نور بازار تاته ارزانه حسابوو ته يي په پرچون شکل زمونږ د نرخ مطابق يی خرڅوه، هم به دي مونږ ته مارکیتینګ کړی وي او هم به تاته پکي ګټه پاتي شي یعني دوي ټوله کي ماته د سیل مین یا فروشنده دنده راکړي وه، په دي ترتیب نور ما کولي شو چي خپل جیب خرڅ او یو اندازه مصارف خپله تامین کړم او د هر ډول کوچني مصرف دپاره کاکا ته مراجعه ونکړم، ددي کار بل ښه والي دا شو چي زه بازار کي بلد شولم او د ازاد بازار کار و باریانو سره مي اشنايي پیدا شوه، وروسته تر دي عمده پلورنځي هاخوا نورو درملتونو سره هم زما پیژندګلوي وشوه، په ښآر کي د تګ راتګ سره نوي څهري مي وپیژندلي، د هیواد د سیاسي، امنیتی او ټولینز حالاتو نه څه نا څّه خبریدم، د مختلفو کسانو تحلیلونه مي اوریدل چي دا هر څه زما ژوند کي د مثبت زده کړي دپاره ښي وي.

زما د کوچنیتوب نه د ټولنیز، سیاسي او فلسفي علومو د مطالعي او لیکوالو سره شوق او علاقه وه خو د وطن حالات داسي وو چي نه د مطالعي پوره زمینه مساعده وه او نه دلیکلوالو په هکله د معلوماتو حاصلولو دپاره امکانات مو په اختیار کي درلوده، دي وخت کي جلال آباد ښآر کي د ننګرهار ورځپاڼي او د شهادت اونیز اخبار چي د حزب اسلامي نشراتي ارګان د خوا خپریده نه علاوه، د وحدت په نامه یو ورځپاڼه وه چی د پیښور نه په پښتو ژبه خپریده. زمونږه ښار د جلال آباد تالاشئ  چوک کی ددغه ورځپاڼي نماینده ګي وه زه به چی کله تالاشئ چوک خواته تلم که مي دوا خرڅه کړي وه او پیسي مي درلودي اخبار مي اخیسته خو که جبب به مي تش وو بیا د غرفي شا نه چي یو شیشه يي ویترین غوندي وو یواځي د اخبار سر خط مي لوسته اخبار خرڅونکي چي ما سره بلد شوی وو کله به يي اخبار راکوه چي همدلته يي ولوله بیرته کیږده، د وحدت اخبار په منځ پاڼه کي به ما د نور البشر نوید کالمونه ( ماته غوږ شه) تر نظر تیراوه او لوسته، د ورځپاڼي همدا برخه زما د خوښي برخه وه. یوه ورځ چي کاکا اخبار زما لاس کي ولیده، ویلي له کومه دي کړه، ورته مي وویل: نمایندګي غرفي نه مي واخیسته، راته يي وویل په دغه نور پیسي مه ورکوه راځه زما د کار ځآی (درملتون) نه يي اخله، د کاکا مشوره دا وه چي دي کي ځان مه بوخت کوه او ډیر يي مه لوله، له دي نه د مکتب درسونو ته توجه وکړه. ما د ښه په ویلو خبره بله خوا کړه،  مګر کاکا بیا کله نا کله  به  درملتون کي موجود چي د تاریخ نه يی څو ورځي تیري وي د وحدت اخبار يي ماته خپله کورته راوړه.

د طالبانو د تحریک (چي فکري خط کي ددیوبندی مدرسي لارویان دي) د ظهور او ددوي پرمختګونو او د تنظیمی اخواني (مکتبي اسلام پالو) ډلو په ضد د دوي د جګړو اړوند زیادتره معلومات ما له همدي ورځپاڼی ترلاسه کوه، که څه هم وروسته په تدریج پوه شوم چي د طالبانو اړوند ددوي اکثر معلومات او لیکني جانبدارانه او هغه وخت د طالبانو په پلوي خپریدل مګر هغه وخت کي ما دپاره د تفصیلي معلوماتو ښه سرچینه همدا وه.

د شهادت ورځپاڼه بیا چي د ګلبدالدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي نشراتي اخبار وو د خپل حزب اړوند مطالب يي خپراوه چي اکثر مونږه په دي نه خوښوله چي دوي ته یواځي خپل هر غلط عمل سم ښکاریده او د نورو هر سم نظر درواغ او د اسلام ضد، ما تر ډیره وخته د کرزي تر دویمي دوري پوري د شهادت ورځپاڼي دوه هغه ګڼي ساتلي وي، چي حزب متضاد موقفونه يي توجیه کول،(د حامد کرزي په دویمه دوره کي چي مونږ د کور پخواني آبادی ونړوله او  کور مو بیا ځلي جوړ کړ دي وخت کي د کور د وسایطو بي ځایه کیدو په وجه د ورځپاڼي دواړه ګڼي ضایع شوي) د مجددي د واکمني څه لږ وروسته د رباني د واک لمړیو کلنو کي د شهادت ورځپاڼه مسلسل د دوستم د جنبش ملي اسلامي د ډلي خلاف تبلیغات کوه، خو تر دي دوه کاله وروسته همدا اخبار د دوستم سره د ګډ ایتلاف او د همغږي شورا د ایجاد خبر خپور کړی وو.

1374-1375 کلونه چي زه د ښوونځي په یوولسم ټولګي کي وم د ټول افغانستان بیا د خاص د ننګرهار امنیتي او سیاسي اوضاع ډير خراب وو، د ملي عامه شتمنیو تر لوټ تالا وروسته چي اکثره منابع نور ختم شوي وي، د مجاهدینو لمړي درجه مشران ټول به جرمي اقتصاد (د مخدره توکو، وسلو، انسان، قیمتي ډبرو په  قاچاق) پایئدیل او د بهرنۍ استخباراتي تورو پیسو نه اخوا همدا جرمي اقتصاد ددوي د عوایدو غټي سرچیني وي، خو د منځني پوړ کشران مجاهدین غلا، لوټ او د عامو خلکو څخه باجګیریو ته مخه کړي وه، ځکه دوي ته نور د ګټي وټي کومه سرچینه نه وه معلومه، دي وخت کي د نا مسوله وسله والو ګروپونو د خوا دخلکو کورونو ته اوښتل، د نسبي شتمنو خلکو د کورني د غړو اخططاف کول، په هره ناحقه او وړه خبره دخلکو جرمانه کول یوه عمومي خبره ګرځیدلي وه، په یاد مي دي چي محله کي د هر کوڅي میشت خلک د غلا د ویري د شپی له خوا په نوبتي شکل د ټولي کوڅي پیره کوله، ځیني کورني بیا د کوڅي د نوبت نه علاوه هره شپه خپل د کور د بام په سر په ویښه تیروله، دې حالت د رباني د اسلامي دولت نه د خلکو کرکه زیاته کړي وه او خلک د یو بدلون په تمه لحظي شمیرلي، د طالبانو تحریک  د پرمختګونو په رابطه خبري هم ډیر اوریدل کیدي، د هغه وخت رسنیو د طالبانو په ګټه پراخ تبلیغات کول، د غرب (بي بي سي، امریکا غږ) تبلیغاتي منابع هم د طالبانو اړوند زیادتر مثبت، خو کم منفي نشرات کول. ټوله کي داخلي عام ذهنیت او بهرنی ټول عوامل د طالبانو د بریا او د کابل د نیولو دپآره شرایط اماده کړي وو.

کال 1996 وو د ډیسمبر میاشت اولي شپي وي د طالبانو د نظامي پرمختګونو اړوند ګنګوسي ډیري اوریدل کیدي، یوه شپه چی کاکا بی بي سي راډیو ته غوږ وو د لوګر په ازره او د ننګرهار په حصارک غلځايي ولسوالیو د طالبانو د  مشرقي شورا د قمندانانو ترمنځ د نښتو خبر خپور شو، د مشرقي شورا په استازیتوب  حاجي قدیر غږیده چي د طالبانو د په شا تمبولو يي وویلي.

په سباني ورځ زه د جلال آباد مخابراتو چوک کي د کاکا کار ځآي محمد رحیم درملتون ته ولاړم او یو ساعته پوري هملته وم د ښآر وضیعت ښه نه وو، خلکو کي تشویش موجود وو، کله داسي صحنه هم کیدله چي غږ به شو هله راغلل، دي غږ سره به  د ښآر دکانداران په یو وخت او وارخطا ډول ټول دکانونه بند کړل وروسته به هیڅ هم نه وو، کله چي غرمه نږدي شوو ماته کاکا وویلي:

 لاړ شه کورته درسره سودا هم ویسه او تر یوه وخته له کوره مه وځه!

 زما چي د سودا خلته لاس کي وو تالاشئ چوک کي د وحدت ورځپاڼی نماینده غرفي ته مي سر وښکاره کړ، نوي اخبار نه وو رارسیدلی، همدي سرک کي پیاده د کور په طرف روان شوم ننګرهار لیسي ته نا رسیده چي د ډزو غږونه او ښآر کي پراګندګي تر سترګو شو، ما یو څه قدمونه چابوک کړ خو پآم می شو چي خلک اکثر ښآر خواته منډه کوي یو هلکي ماته وویل هاخوا مه ځه چي طالبان راغلل ښآر خواته شه چي ژوبلیږي، ما هم پرته له فکره بیرته شاته منډه واخیستله، د صرافي مارکیت مخه کي ودریدم یو څو دقیقي لا تیري نه وي ، چي دوه یا دري ډاټسن موتري چي سپین بیرغونه پري رپیدل په ډير تیزي سره تالاشی چوک کي ودریدل، څو نفره پګړي والا کسان چي ټوپکونه يي لاس کي وو تري پیاده شول، صرافان او دکانداران د سرک دواړو غاړو کي لین جوړ کړ چا د تکییر په ویلو او چا لاس په پړکولو ځینو صرافانو د پیسو په شیندلو ددی کسانو هرکلی وکړ، زه وروسته پوه شوم چي هماغه سړی چي تر ټولو مخکی روان وو ملابور جان اخند وو، دي حالت نه لږه شیبه وروسته زه بیا په همدي سرک روان شولم، خو توپیر دا وو چي د جلال آباد په دي ګڼه ګوڼی نه ډک سرک کي نور ترافیکي اذدهام نه وو او سرک خالي وو، سري میاشتي دفتر  ته نږدي هلته یو ځاي کي چي هغه وخت طورخم هډه وه بیا وروسته  جمهوریت کي عیدګاه جومات پکي جوړ شو څو کسه چي غالبا دري کسان وو باندی څآدرونه غوړیدلي وو او خلک  له لري ددغو څادرو ننداره کوله، ما چي پوښتنه وکړه ویل يی څادر لاندي د حضرت علي پوري اړوند کسان دي چي طلبانو سره په مخامخ جګړه کي وژل شوي، فکر کوم څو شیبي مخکني ډزي هم همدوی سره تبادله شوي وي، جلال آباد کي تر دوه یا دري دغسي کوچینو پیښو څخه علاوه کومه غټه پیښه ونشوه طالبان وتوانیدل چي ټول ښآر پرته له جنګه ونیسي او د مشرقي شورا قمندانان تورخم طرف ته وځغلوي، یو شمیر قمندانان په شمول د حاجي حضرت علي چي جمهوریت دور پارلمان کي د ننګرهار د خلکو استازی شو، د بهسودو د پل نه واوښتل او دره نور درې ته ننوتل، هلته په ځان پسي يي سرک بند کړ، په دي ترتیب د طالبانو د تعقیب نه بچ شول.

ما په منډه منډه ځان کور (قصبي کلي ) ته چي ننګرهار قول اردو سره نږدي موقیعت درلوده ورسوه، مور مي زما په لیدو خوشحاله شوه او زما د پلار پوښتنه يي وکړه چي ولي رانغئ ما مور ته اطمینان ورکړ او ومي ویلي:

 ښار کي وضیعت نارمل وو تشویش مه کوه کاکا به ماښآم راشي.

کور کي زما لا څو دقیقي نه وي تیري چي کوڅه کي د کلاشینکوف څو ډزي او ورپسي شور جوړ شوو، زه ووتلم چي ګورم ګاونډیان اکثر راوتلی وو، پاټک سالاران مخکي او طالب وسله وال ورپسی وو او هوايي ډزي کولی ګویا چي طالبان د دوي د نښه ګرځولو هدف نه درلود، یواځي غوښتل چي ژوندي ونیسي یا تري وتښتي چي دوي تري خلاص شي، خلکو ددي صحني ننداره کوله تر دي چی زمونږ له سترګو پناه شول ویل کیدل چي دا د قول اردو اړوند کسان وول چي اوس وتښتیدل نور تر سباني ورځي زه له کوره ونه وتلم د شپي بي بی سي له رادیو نه د جلال آباد تورخم په لاره د یو شمیر تنظیمي قمندانانو د وژل کیدلو خبر واوریده چی د کوچیانو د قوم مشر حاجي منجی د خپل ورور حاجی شمالی په انتقام او غچ کي وژلي وو…..

نوربیا

ټیټ پوړي مامور/ پنځمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.