هڅه مو کول چي موضوع لویه نه کړو، خو د کرزي صیب خبره، ”دا زړه مو داسي ډک دی“ چي څه لیکو، اراده مو د لږو وي، خو ډک زړه او ذهن یې اوږده کړي. په هر صورت، دلته مي د پښتنو او بلوڅو د مشترکو ټکو او یووالي د امکاناتو سربېره، د هغوی د محکومیت او محرومیت اساسي لاملونه واضح کړي. دا چي ولي او څنګه د دوی سیمي د ”زرګري“ نا امنۍ ښکار سوي، ولي نړۍ پرې غلې ده او څنګه کولی سي چي له ننني فرصته په استفادې خپل ولسونه متحد او له دې اوږده ناورینه وباسي دا، او دا چي نور باید کومي غوښتني شاته او کومي رامخته کړو…؟
د پښتنو او بلوڅ یووالی په اوس وخت کي اړینه موضوع ده، پکار ده چي لر و بر لیکوالان پرې دوامداره څه ولیکي.
دوه محکومان؛
د پښتنو او بلوڅو ترمنځ ګډ ټکي او د یووالي فرصت!
د نړۍ کابو ټول محکوم ملتونه/ملیتونه یو د بل سره ګډ یا مشترک ټکي لري. خو د ډېرو دا ټکي یوازي تر محرومیتونو محدود وي. یعني دا وي چي دوی هر یو له خپلو انساني حقونو بې برخي او محروم ساتل سوي وي. خو دا چي چا محروم کړي او ولي؟ دا دوه ټکي که څه هم خورا مهم دي اما لږ داسي پېښیږي چي په دوو یا څو محکومو ملتونو کي دې مشترک او ګډ را ووځي. یا که په ساده توګه یې ووایو، د داسي حالت امکان ډېر لږ وي چي د دوو یا څو محکومو ملتونو مخالف یا دښمن دې یو یعني مشترک وي. دا چي دوی له خپلو حقونو محروم دي، دغه ټکی محرومیت بلل کیږي او د ټولو مشترک وي، خو دا چي چا محروم کړي یا په عامه اصطلاح څوک یې دښمن دی، دغه ټکی زیاتره وخت د هر چا بېل وي. همدا د دښمنانو یا ټکو بېلوالی شاید ددې سبب سوی وي چي په نړۍ کي محرومیت دوام وکړي او محکوم ملتونه په دومداره توګه د خپل وخت د جابرو قوتونو تر سینو لاندي او له خپلو حقونو بې برخي پاته وي. ځکه په دغسي حالت کي محکومان ددې باوجود چي کمزوري وي، هر یو خپل دښمن ته هم یوازي وي، او برعکس هغه څوک چي د دوی حقوق یې تلف کړي، متحد یا هر یو ځانته دومره قوي وي چي یوازي یو مظلوم یې د مقابلې توان نه لري. دا بحث که هر څومره اوږد سي، پایله یې بیا هم د وخت پر مظلومو او محکومو وګړو د یووالي او یو موټي کېدو غږ دی. دا سمه ده چي یوازي به (یو) مظلوم د ظالم د مقابلې توان ونه لري، خو که مظلومان حداقل دوه سي، بیا ناممکنه ده چي ظالم دي خپل ظلم ته دوام ورکړلی سي. ساده یې وایو، که دوه مظلومان سره یو ځای سي، د وخت تر ټولو لوی ظالم به خپل انجام ته ورسوي. دغه راز که دوه محکوم ملتونه لاسونه سره ورکړي، د وخت تر ټولو زورور او مستبد حاکم به هم خپلو پښو ته ټيټ کړي. خو که مظلومان یا محکوم ملتونه تیت و پرک، یو له بله بېل او یوازي وي، بیا سخته ده چي د یو ظالم او استعمارګر له منګولو دې ځانونه خلاص کړي.
لهاذا د نړۍ کمزورو او محکومو ملتونو ته په کار ده چي یو د بل سره د یووالي په پار مشترک ټکي پيدا او رامنځته کړي تر څو په ګډه خپل دښمن وټکوي او ځانونه د یوویشتمي ”صدۍ“ له نا اعلان سوي غلامۍ ازاد کړي.
په هر صورت، د افغانانو او په ځانګړې توګه د لر مېشتو پښتنو دپاره ښه خبر دا دی چي په اوس وخت کي د بلوڅ ”ملت“ سره د محرومیت او ګڼو نورو ټکو ور اخوا، دا دوه ټکي چي چا محروم کړي او ولي؟ هم مشترک لري. دا چي پښتانه او بلوڅ چا د لسیزو راهیسي له خپل ژونده ایستلي او چا له پرمختګ، هوسایني او خپلو حقونو محروم کړي، دا ”سړی“ هم مشترک دی، او ولي یا د کومو اهدافو لپاره یې پر دغو دوو ملیتونو د هغوی خپله خاوره سره تبۍ ګرځولې، دا وجه هم تر ډېره مشترکه ده. یعني ددې باوجود چي لر پښتانه او هلته مېشت بلوڅان د ملتونو په توګه د خپلو اساسي حقونو څخه په محرومیت کي ورته والی لري، دغه راز په دې کي هم یو بل ته نژدې او ورته دي چي دښمن یې (یو) او مشترک دی. دا ډېره مهمه ده او په عیني زمان کي د یوې ګډي موخي ترڅنګ د یووالي یو اهم او ستر فرصت رامنځته کوي. دلته شاید ددې سره سره د دغو دوو قومونو لمنځه د ځينو سره یې د یو شمېر خپلمنځيو مسایلو په اړه هم اندېښنې موجودي وي، خو دا باید په ډاګه سي چي هاغه مسلې یا ستونزي په بشپړه توګه د تفاهم او ډېالوګ وړ دي. یعني کله چي دا ولسونه لومړی د خپل مشترک دښمن پر وړاندي په ګډه د بریا توغ پورته کړي، بیا شونې او اسانه ده چي دوی خپلي ټولي داخلي ستونزي او مسلې په بشپړه دوستانه فضا کي حل او ”منطقي انجام“ ته ورسوي. خو که برعکس دوی د بېروني او ګډو موخو پر ځای فعلاً پر دورني او خپلمنځيو هغو تمرکز وکړي، نو نه یوازي دا چي د پاکستان د ظلم او بربریت د دوام سره به یې مرسته کړې وي، بلکي خپلمنځي ستونزي به یې هم د حل مقام ته نه وي رسولي. ځکه نو له هر څه وړاندي مهمه ده چي دغه قومونه لومړی پر هغو ټکو را ټول او لاس په کار سي چي دوی پرې یوه خوله دي او دواړه ترې ځوریږي. لکه څرنګه چي پاکستان د دوی پر وړاندي یوه واحده پاليسي رامنځته کړې، دغه ډول دوی ته هم پکار ده چي د پاکستان پر ضد یو موټی او واحد صف اختیار کړي.
پاکستان چي تر دې دمه کومه تاریخي – سیاسي دښمني د افغانانو او په تېره بیا په لر کي د مېشتو پښتنو سره کړې او پاللې، کټ مټ هماغه دښمني د بلوڅانو سره هم لري او پالي. دغه ”هیواد“ چي د خپل ځان د دفاع او خپلو سیاسي ګټو د ساتني په موخه کوم ظلمونه پر لر پښتنو کړي، او ددې لپاره یې په قصدي او شعوري توګه پښتانه له کومو حقونو محروم کړي، داغه ډول یې بلوڅان هم د انساني تاریخ په تر ټولو ظالمانه طریقو محکوم او محروم ساتلي. له مال، سر او عزت رانيولې بیا تر قومي او دیني ارزښتونو پوري، د پښتنو او بلوڅو هیڅ څه هم تر پاکستاني حاکمیت لاندي مصؤن او خوندي نه دي. د (Voice for baloch missing persons) سازمان د شمېرو لمخي تر ۲۰۲۲ کال پوري د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري تر ۵۰ زره زیات بلوڅ وګړي ورک کړل سوي دي. چي له دې جملې تر دې دمه د زرګونو کسانو خراب کړل سوي جسدونه موندل سوي. دا ارقام له هغو بېل دي چي په ښکاره توګه د پاکستان په بېلابیلو زندانونو کي پراته دي. په یادو پنځوسو زرو کسانو کي د بلوڅو له سیاسي مشرانو، مدني فعلانو، مخورو، ښځو او ځوانانو رانیولې بیا د کالج او پوهنتون تر زده کوونکو او محصلینو پوري ټول شامل دي. او د نیولو، لادرکه کولو، وژلو او بیا د خاصو موادو په وسیله د جسدونو د خرابولو او غورځولو دا تراژیکه لړۍ لا هم په بلوچستان او یو شمېر نورو ښارونو کي روانه ده. ددې بې وسه او محکوم قام وګړي د خپلي خاوري ور اخوا، د پاکستان په هيڅ یوه ښار کي هم خوندي او امن نه دي. په تيرو اوو لسیزو کي پاکستان په ځلونو د دوی د ټکولو او ځپلو په موخه د هغوی پر وړاندي نا اعلان سوي جګړې کړي. ددې سربېره د بلوڅو لسګونه هغه سیاسي مشران او فعلان چي د خپلو خلکو د حقونو او خپلواکۍ لپاره یې په پاکستان کي دننه سیاسي هلي ځلي کولې، تبعید او جلاوطنۍ ته اړ ویستل سوي.
همدا راز پاکستاني ریاست د بلوڅو ترڅنګ د پښتون قام پر هیڅ روڼ اندي او خاوري ته ژمن وګړي هم رحم نه دی کړی. د شاوخوا ۷۰ زره پښتنو مخورو، مشرانو، فعلانو او عامو وګړو سربېره چي د پاکستان له جوړېدو بیا تر نن تاریخه، د دغه ”هیواد“ د پوځ او استخباراتو په زرګري جګړو او دسیسو کي وژل سوي، څه کم ۳ زره پښتنې پيغلي او زرګونه پښتانه ځوانان هم غیب او ورک کړل سوي دي. لنډه دا چي د پښتنو پر کلیو او ښارونو په ځلونو د ښکاره اعلان کړیو یرغلونو(عملیاتونو) له ور وړلو رانيولې، چي تر ۸۰ زره پوري کورونه یې وران او تر څلور میلیونه زیات وګړي یې له خپلو سیمو جبري کډوالۍ ته اړ کړل، بیا تر هره ورځ ”ټارګیټ کيلینګ“ پېښو، نیونو او د کامرو له سترګو نېام د عزتونو تر لوټولو پوري، دا ثابتوي چي پاکستان په مطلق ډول د پښتنو سره د خپلو وګړو په توګه د چلند هیڅ اراده نه لري.
د وژلو، نیولو او ورک کولو سربېره د پښتنو او بلوڅو پر طبیعي او تر خاورو لاندي پرتو زېرمو باندي هم پاکستاني ریاست په خورا سپين سترګۍ خېټه اچولې او شپه و ورځ یې په ”لوټلو“ بوخت دي. د منځنۍ او خیبر پښتنوخوا پرته، د يوې سروې له مخي یوازي د بلوچستان تر خاورو لاندي د ۵۰ ټريليونو ډالرو په ارزښت د معدنياتو زېرمي پرتې دي. خو دا چي پاکستان دغه معدنیات یوازي د خپلو سیمو(پنجاب او سند) او خلکو د ابادۍ لپاره کاروي او په ښکاره یې بلوڅ او پښتانه ترې محروم کړي، ددې غني او مالداري خاوري اصِل بچیان د ژوند په تر ټولو ټيټه کچه کي اوسيږي. ډېری وګړي یې د فقر او غربت تر ناځوانه کرښي لاندي ژوند کوي او هیڅ نوعه اړینو اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري. که چیري په دې اړه یوه کره سروې ترسره سي نو د پاکستان(پنجاب او سند) او د پاکستان تر حاکمیت لاندي د پښتنو او بلوڅو سیمو د عوایدو او د ژوند د معیارونو ترمنځ به خورا ژور توپيرونه په ډاګه کړي. همدا اوس د یوه پنجابي وګړي منځنی عاید د یوه بلوڅ او پښتون وګړي تر منځني عاید څو برابره زیات دی. دا چي ولي پښتانه او بلوڅ د پنجاب او سند د وګړو په پرتله دومره بې وزله او وروسته پاته دي، دا شاید نور فرعي لاملونه هم ولري، خو اصلي لامل د دوی پر وسایلو او طبیعي زېرمو د پاکستان اوږده قبضه او پر خاوره د ”زرګري” نا امنیو دوام دی چي لامله یې د دوی سیمي د هر ډول کاروبار پر مخ نامساعدي سوي. همدا وجه ده چي لسګونه زره پښتانه او بلوڅ ځوانان په خورا لږ ګټه د خپلي غني خاوري دباندي په پاکستان او نوره نړۍ کي په بې پایه مزدوریو بوخت دي.
د پاکستان امنیتي ادارو د خپلو ستراتيژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په قصدي توګه د پښتنو او بلوڅو ډيری سیمي له اقتصادي او کاري فرصتونو سربېره، د هر ډول اړینو اسانتیاوو (تعلیم، روغتیا، بريښتا او نورو خدماتو) څخه لیري ساتلي. په دغو سیمو کي اکثریت ځوانان نالوستي او د زده کړو له نعمته بې برخي دي. که په دې اړه نور هم ژور لاړ سو، نو د زده کړو، کاري فرصتونو او نورو ټولنیزو خدماتو له نه شتون رانيولې، بیا تر امنیتي پېښو پوري، ټولي هغه ستونزي دي چي پاکستاني ریاست د یوه منظم خو پېچلي پلان لمخي پښتانه او بلوڅ ور سره مخ کړي. خو برعکس د خپلو اصلي سیمو (پنجاب او سند) وګړو ته یې د ژوند ټولي اړیني اسانتیاوي برابري کړي دي. هلته نه یوازي ځوانانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره ده، بلکي په عمومي سطحه یې اوسېدونکي د نړیوالو معیارونو سره برابر ژوند لري او د عصر له ټولو اسانتیاوو برخمن دي. تر ټولو مهمه دا چي پاکستان په دغو سیمو کي د پښتونخوا او بلوچستان په پرتله د امنیت د تامین په برخه کي خورا حساس دی، او په خپل ټول توان یې هڅه کړې چي وګړي یې په بشپړه امن او خوندي فضا کي ژوند وکړي.
خو ولي يوازي پنجاب او سند؟ د پاکستان د دعوې لمخي، ایا خیبر پښتونخوا، قبایل او بلوچستان د پاکستان برخي نه دي؟ که فرض کړو چي دا سیمي هم د پاکستان حصې دي، نو ولي یې د اوسېدونکو سره دومره ښکاره تبعیض او توپيریز چلند روان کړی، او ولي یې شپه و ورځ د غلو په څېر د معدنیاتو په لوټلو بوخت دي؟ ایا همدا د هغي دعوې لپاره د دلیل په توګه بسنه نه کوي چي ووایو پاکستان پردی دی او د پښتنو او بلوڅو خاوره یې په زور لاندي کړې؟ پاکستان باید نور څنګه رویه وکړي چي د ”پاک سر زمین شاد باد“ یو ترانه خوان پښتون یا بلوڅ ځوان پرې قانع سي چي دا د دوی ”ابا او اما“ وطن نه، بلکي دښمن دی.
لهذا دغو او ډېرو نورو نا ویل سویو حقایقو ته په پام ویلو سو چي لر پښتانه او بلوڅ د تیرو څو پېړیو په پرتله په تر ټولو محکومه او محرومه دوره کي ژوند کوي. او دا چي څنګه دا ملیتونه له دغه کرغېړن حالته وتلی سي، د دې پوښتني ځواب موږ بیرته د دریو نورو پوښتنو سره مخ کوي. لومړی – ولي پښتون او بلوڅ ميشتي سیمي د پاکستان په پرتله نا امنه او بې وزله دي؟ دوهم – هغه کوم عوامل دي چي د پښتنو او بلوڅو د هوسایني مخه یې نيولې؟ او دریم – ایا د دغو دوو قومونو اوسنی امنیتي او تر څنګ یې اقتصادي وضعیت د بدلېدو وړ دی، که هو؛ څنګه؟
له هر څه وړاندي باید ووایو چي ټولي هغه ستونزي او ناخوالي چي دا دوه ستر ملیتونه ورسره لاس و ګریوان دي، سیاسي ريښه لري او د دوی له محکومیت او محرومیت څخه سرچینه اخلي. په تأسف سره چي د پښتنو ځينو سیاسي او غیر سیاسي مشرانو په لا شعوري توګه دا روایت چي ګویا د پښتون قام د وروسته والي او بې وزلۍ اصلي لامل بې سیوادي ده، د عوامو ترمنځ پوخ او دود کړی، چي له بده مرغه دا ناسنجول سوی روایت اوس مهال په عمومي توګه د عامه ذهنیت برخه ګرځېدلی. په دې روایت کي په غیر شعوري یا شعوري توګه هڅه کیږي چي یوه لویه خبره ډېره وړه او عادي کړي او له اصلي ستونزي څخه د خلکو پام بیرته خپلو ځانونو ته ور واړوي. دا سمه ده چي د یوې ټولني د رفا او پرمختګ لپاره تعلیم اړین دی، اما که یو څوک تا له تعلیم را ګرځوي، دلته بیا اصلي ستونزه دا نه ده چي ته بې تعلیمه یې، بلکي دا ده چي ته له تعلیم را ګرځول سوی یې. ددې پر ځای چي موږ د خپلو وګړو پر بې تعلیمۍ یا هغوی ته د تعلیم پر ګټو بحث وکړو، پکار ده چي اصلي ستونزي ته ګوته ونیسو او دا واضح کړو چي ولي یوازي د پښتنو او بلوڅو پر خاوره تعلیمي ادارې خوندي نه دي؟ ولي لا هم په دې یویشتمه پېړۍ کي یوازي د دوی ماشومان د قلم او کتاب سره نا اشنا دي؟ دلته دا ادعا منطقي نه سو ګڼلی چي وایو بلوڅ او پښتون مېشتي سیمي ځکه د پاکستان(پنجاب او سند) پر پرتله شاته پاتې دي چي ګویا اکثریت وګړي یې بې تعلیمه دي. راځئ ددې سیمو د وروسته والي، بې وزلۍ او نورو ستونزو پر اصلي عواملو چي تر ډېره حده سیاسي دي، بحث وکړو، او ترڅنګ یې معقولي حل لاري وړاندي کړو. موږ باید دا هېر نه کړو چي پاکستان د نړیوالو مطرحو قوتونو سره د هغوی د ګټو په ”زرګري جګړو“ کي تل د یو مهم همکار رول لوبولی. د نړۍ په کابو ټولو جګړو کي پاکستان په مستقیم او غیر مشتقیم ډول دخیل پاته سوی. که څه هم دا هیواد له اقتصادي او نظامي پلوه هغومره قوي نه دی، خو دا چي بیا هم د نړیوالو سترو قوتونو د پام وړ دی، لامل یې استخباراتي اسلام دی چي په مټ یې د نړۍ د ګوټ ګوټ جګړو لپاره د هر نوعه ايډيالوژۍ د تعقیب او تطبیق لپاره جنګیالي روزي او تولیدوي. همدا د پاکستان د قوت هغه ټکی دی چي کابو ټوله نړۍ یې ځانته پرې محتاجه کړې.
پاکستان د نړۍ او سیمي په کچه د سترو پراکسیز(نیابتي) ډلو د جوړولو مسولیت پر غاړه لري. د همدې لپاره یې تر خپل واک لاندي د پښتنو او بلوڅو په سیمو کي په بېلابیلو طریقو د افراطیت او مذهبي توندلاریو تخم پاشلی. د منځنۍ او خیبر پښتونخوا ترڅنګ د بلوچستان په ډېرو برخو کي د مجهول هویته جنګیالیو د روزني ګڼ شمېر نظامي مراکز فعاله دي. پر دې سربېره هلته ۳۵ زره دیني مدرسې چي په میلیونونو کسان پکښي په زده کړو بوخت دي، د توندلارو او نیابتي ډلو د فکري تغذیې مرکزونه بلل کیږي. له همدې ځایه د ترهګرۍ شبکې هر کال په زرګونه ځوانان د نړۍ لر او بر ته تر مختلفو شعارونو او داعیو لاندي انتقالوي او هلته یې د سترو قوتونو د ګټو لپاره په بېلا بیلو نومونو جنګوي. په لنډ ډول ویلی سو چي له افغانستانه د بېلو کړل سويو دغو سیمو څخه چي فعلاً د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نومونو مشهوره دي، پاکستان د نړیوال مصنوعي تروریزم لپاره د جنګیالیو د یوې توليدونکي فابريکې کار اخلي. همدا علت دی چي پاکستان د پښتنو او بلوڅو خاوره د تعلیم ترڅنګ د یوویشتمي ”صدۍ“ له معیاري او هوسا ژونده ایستلې او د بې وزلۍ، نا امنۍ او بې علمۍ یوې ژورې کندې ته یې ور ټېل وهلې.
پر همدې اساس ویلی سو چي د پښتنو او بلوڅو د سیاسي حقونو او په ځانګړې توګه د ” خپلواکۍ “ نه شتوالی، د دوی د امنیتي، اقتصادي او نورو ټولو ستونزو اصلي لامل دی. دا اوس بیخي ثابته سوې چي بلوڅ او پښتانه له لسیزو راهیسي د یو ستر قومي او سیاسي تبعیض سره مخامخ دي. په ټوله کي زور زیاتی، بې درېغه وژني، د وګړو غیبول، د سیاسي ازادیو سلبېدل، د عامه خدمتونو او برابرو فرصتونو نشتوالی او په دوامداره توګه د دوی خاوره د زرګري او پلان شده جګړو لپاره استمعالول، هغه لاملونه دي چي پښتانه او بلوڅ یې نن د یوې ستري تاریخي پريکړې کولو ته اړ کړي. یو بل څه چي دلته یې یادونه اړینه ګڼم، دا دي چي هیڅوک باید نړۍ ته دا تمه ونه لري چي له اوسني وضعیته په وتلو یا خپلواکۍ ترلاسه کولو کي به یې مرسته کوي. په دې اړه پښتنو او بلوڅو ته پکار ده چي دا دوه ستر حقیقتونه ومني او ځانونه پرې پوه کړي. یو دا چي پاکستان یوازي نه دی او بل دا چي نړۍ او په ځانګړې توګه هیڅ جنګپال قوت لا هم د پښتنو او بلوڅو پر خاوره د امن او د هغوی د خپلواکۍ ترلاسه کولو په اړه چي د دوی د یو مهم همکار (پاکستان) یا حداقل د هغه د اوسني حاکمیت د لمنځه تللو سبب ګرځېدلی سي، موافق نه دی. ځکه په فعلي سیاسي زمان کي دا چاره د نړۍ د لویو او مطرحو قوتونو د ستراتيژیکو ګټو او اهدافو سره په ټکر کي واقع دی. یعني نړۍ او په ځانګړې توګه جنګپال هیوادونه هیڅکله دا نه غواړي چي د خپلو نیابتي ډلو د تولید فابریکه چي د پاکستان تر واک لاندي د پښتنو او بلوڅو سیمي دي، له لاسه ورکړي.
موږ که دا ومنو چي روان کابو ټول جنګونه نیابتي دي او تر شا یې د زبرځواکو قوتونو ګټي پرتې دي، نو دا هم منو چي ددې جنګونو لپاره د جنګیالیو د موندلو او روزلو دنده تر ډېره پاکستان مخته وړي. په همدې اساس دغه ګټپال، ځانپال او جنګپال قوتونه هیڅکله دا نه غواړي چي د دوی د جګړو دومره مهم همکار لمنځه لاړ سي او هغه سیمي چي اوس ترې د اړتیا وړ جنګیالي او وژونکي صادریږي، امن او خپلواکي سي. که څه هم د نړۍ د ځينو قوتونو او پاکستان ترمنځ دا ملګرتیا به د پښتنو او بلوڅو مبارزه څه ناڅه ستونزمنه کړي، خو هیڅکله به یې له بریا را ونه سي ګرځولی. دا په دې شرط که دغه ولسونه پخپل مینځ کي یو نه ماتېدونکی او ستر اتحاد رامنځته کړي. پر همدې اساس پښتنو او بلوڅو ته تر بل هر وخت د یووالي او ادرس (یو) کولو شدیده اړتیا ده. د دوی اتحاد به د انقلاب او خپلواکۍ مزلونه ډېر اسانه او را لنډ کړي. یو وار یې بیا وایو چي د دوو محکومو ملتونو یووالی د حاکم د زوال زیری دی. دوی باید پر خپلو مټو باور وکړي او په زړورتیا سره رامخته سي.
بلوڅ باید له نواب اکبر بکټي را نيولې بیا تر کریمه بلوچ پوري، د خپلو ټولو شهیدانو یاد تازه او د هر ډول ”خونبها“ او ”ډيل“ پرته د هغوی پر غچ اخیستنه سوچ وکړي. نه یوازي پښتانه، بلکي بلوڅ هم نه سي کولی چي په یوازي توګه په سیاسي یا حتا په وسله واله مبارزه هم ځانونه له ور پېښ ناروین او محکوم حالته وباسي. که همدا اوس د بلوڅو د رواني وسله والي مبارزې ماضي ته چي لسیزي وړاندي یې را پيل کړې؛ وکتل سي، نو هم یې په پرلپسې توګه د اوږد مهال لپاره دوام نه دی کړی، بلکي ”وخت پر وخت غوڅه سوې او بيا د يوې نوي پېښي وروسته بيرته پیل سوې.“ د دغي وقفه يي او پيکه مبارزې لوی علت دا ګڼل کیږي چي بلوڅان د خپلي وسلوالي مبارزي د دوام لپاره ”نه پوره امکانات لري او نه پوره جنګيالي.“ په همدې او څو نورو علتونو بلوڅان اړ دي چي عملاً د پښتنو سره د یووالي لپاره رامخته سي او په ګډه د مقابل طرف پر وړاندي یوه واحده جبهه رامنځته کړي.
د اتحاد جوړېدو دغه اوسنی فرصت چي څومره پښتنو ته مهم دی، په هغه او ان تر هغه هم په زیاته اندازه بلوڅو ته مهم او اړین دی. موږ چي د فرصت یادونه کوو، یوازي مو موخه له ګډو او مشترکو ټکو څخه نه ده، بلکي له دې هم ده چي ولسونه تر بل هر وخت اوس ويښ او چمتو سوي. فعلاً د پښتنو او بلوڅو روان احتیجاجونه او پاڅونونه دا ښيي چي خلک نور د حاکم وضعیت څخه ستړي سوي او د یو لوی بدلون راوستلو ته شیبې شماري.
آیا پيل یې نه کړو؟ ایا د یووالي او اتحاد رامنځته کولو لپاره به تر دې بل غوره فرصت وموندلی سو؟ دښمن یو دی، منزل یو، درد او غم یو دي، هدف یو؛ څومره چي یوې پښتنې مور ژړلي، بلوڅۍ مور هم تر هغې کمي اوښکي نه دې څڅولي. له کوم رنځه چي پښتانه کړيږي، لسیزي کیږي چي بلوڅ هم ترې خوږ او نارامه دي. نور د زغم او انتظار لپاره هیڅ منطقي دلیل نه پاته کیږي. څه پاتي دي او څه باید وسي؟ ایا د یو ځيږ پښتون ځوان د غیرت راپارېدلو لپاره همدا کافي نه ده چي د تورو دیوانو په څېر تور پنجابیان یې د سوات شاپيرۍ پيغلي تښتوي؟ ایا همدا کافي نه ده چي د ماشوم حیات مور د خپلو لوڼو عزت له پنجابي عسکرو په ژړا او زاریو ژغوري؟ دا کافي نه ده چي له تاریخي او دروند پښتون وطنه زرګونه پښتنې ښځي ورکي دي؟ بلوڅ د خپلي سرمچارۍ ننداره کله وړاندي کوي؟ کله د واقعي بدلون هڅه کوي؟ ایا د خپلو سرمچارو ناموسونه ژغوري که نه؟ هغه کلتورپالي او غنمرنګي پيغلي، هغه چي پر شین، آبي، ژېړ او سور رنګه جامو یې توري نرۍ نرۍ پټې پرتې دي، ایا همدا اوس زرګونه تني ورکي نه دي؟ چا ورکي کړي او دا څوک دی چي په سپينه ورځ د ځيږو پښتنو او سرمچارو بلوڅانو په عزتونو او سرونو لوبي کوي؟ ولي او تر کله؟ په دې باید نور پوه یو چي له تېرو اویاوو کلونو راهیسي په دوامداره توګه د پښتنو او ترڅنګ یې د بلوڅو سرونه او عزتونه یوازي په دې خاطر ټارګیټ سوي چي ولي د خپلو حقونو خبره کوي او ولي پر خپله خاوره د پاکستان د هغو ترهګریزو پلانونو پر وړاندي خنډ ګرځي چي پر اساس یې په سیمه او نړۍ کي د ”زرګري“ تروریزم لوبه ګرمه او روانه ده. دا هر څه بدلول غواړي.
د پایلي په توګه باید ووایو چي پښتنو او بلوڅو ته له یووالي پرته، سخته ده چي خپل برخلیک بدل کړلی سي. بلاخره نور هغه وخت را رسېدلی چي د ځان د ژغورني په پار نهایت قاطع پريکړي وکړي او زړور ګامونه واخلي. په فعلي وخت کي د پښتون قام لمنځه تر بل هر چا پر منظور پښتون د ولس باور او اعتماد زیات دی. نوموړی د خپلي پوهي، تجریبې او فوق العاده محبوبیت په وسیله کولی سي چي په کم وخت کي پښتانه راټول، منسجم او ددې ستر ګام اخیستلو ته چمتو کړي. دغه راز بلوڅ ولسونه په لومړي ځل د یوه بې ساري سیاسي مزاحمت په شکل د ماه رنګ بلوچ په رهبرۍ را وتلي دي. ماه رنګ د یوې زړوري او ژبوري بلوڅۍ په توګه د خپل قام د ژغورني توغ پورته کړی. نوموړې په اوس وخت کي د بلوڅو په یوې ستري ولسي رهبري بدله سوې او میلیونونو بلوڅانو ته یې د بدلون او هوسا ژوند هیلي ورکړي.
لنډه دا چي منظور او ماهرنګ د پښتون او بلوڅ قامونو د یووالي او اتحاد جوړېدو تر ټولو غوره سمبولونه ګڼل کېدای سي. دوی کولی سي چي خپل ستر قومونه ډېر ژر پر یوې واحدي او مشترکي اجنډا راټول او د مخته تګ لپاره چمتو کړي. د همدې لپاره ددې دوو ملتونو دغو سترو او منل سویو استازو ته پکار ده چي ژر تر ژره د خپلو وګړو د ژغورني په پار د یوه مضبوط او پیاوړي اتحاد اعلان وکړي او یو مشخص او منظم سیاسي ادرس رامنځته کړي. زه دلته د دغه ادرس د تګ او مبارزې د څرنګوالي په باب غواړم دا روښانه کړم چي موږ دا نه وایو چي دا دوه قومونه دي سمدستي له دغه ادرسه د تشدد او وسلوالي مبارزې پيل وکړي. خو بیا هم دا دوې خبري اړیني ګڼو چي یادونه یې وکړو. یوه دا چي د یووالي په لومړۍ ورځ باید د عدم تشدد او سیاسي پرامنه مزاحمت د پای نېټه روښانه سي. نېلسن منډېلا به ویل چي موږ عدم تشدد د یوه سپېڅلي ارزښت په توګه نه دی منلی، بلکي تر هغو پر دغه لار ځو، تر څو چي زموږ پر ګټه وي. دا بیخي معقوله خبره ده. عدم تشدد داسي یوه لاره نه ده چي ځانګړی تقدس دې ولري یا هر وخت دې ګټمنه وي. دا د مزاحمت او هدف ته د رسېدو له لارو یوه ده. خو دا یوازینۍ ګټوره لار نه ده. د یوه حقیقي مزاحمت پر مهال تګلاري د وخت او مکان پر اساس انتخابیږي او بدلیږي. کوم وخت او ځای چي تشدد ته اړتیا وي، او ته بیا هم د عدم تشدد پر لار روانېږې، نو دوې خبري دي؛ که سرلښکر وې، خاین یې او که لښکر وې، ناپوه یې. موږ که د تشدد یا عدم تشدد پر لار ځو، نو تګ مو باید عقلاني او د خپلو ګټو پر اساس وي. دوهمه خبره دا چي، دا هم باید نوره روښانه او په ډاګه سي چي که د سیاسي پرامنه مزاحمت له لاري هم مخته ځو، نو د کوم هدف لپاره؟ خپلواکي او که د پاکستان تر حاکمیت لاندي د هوسایني لټه؟ نور باید دا دوه رهبران خپل قومونه له اوږده کنفیوز حالته وباسي او دا ورته په ډاګه کړي چي په څه کي یې ګټه ده او څه باید ترلاسه کړي؟ د پاکستان او تر څنګ یې د نړیوالو قوتونو سیاسي ګټو او موخو ته پام، نور دا ډاډ نه سي وړاندي کېدلی چي د پاکستان تر حاکمیت لاندي دې پښتانه یا بلوڅ د هوسا او پرمختللي ژوند څښتنان سي. زما په اند نور هغه وخت پای ته رسېدلی چي پر اوږدمهاله غوښتنو تم سو. نور باید له پاکستانه د ورکو افرادو د موندلو، امن، فرصتونو یا نورو ټولنیزو خدماتو پر غوښتنو وخت ضایع نه کړو. موږ هر یو تن باید په دې پوه او خبر یو چي پاکستان که پښتانه او بلوڅ وګړي ورک کړي او که یې د دوی پر خاوره نا امني جوړه کړې او د تعلیم او کاروبار مخه یې نیولې، دا هیڅ چاره یې هم په غیر ارادي توګه او پرته له پلانه، نه ده ترسره کړې. پر دې سربېره بیا هم دا تمه لرل چي پاکستانی ریاست به تاته په احتیجاجونو او دوامداره جلسو د هوسا ژوند زمینه برابره کړي، پرته له ځان تېریستلو، بله هیڅ مانا نه لري. په کار ده چي نور باید د اوږد مهال غوښتني شاته، او پر ځای یې لنډمهاله غوښتني چي سیاسي بدلون او ازادي ده، رامخته او جدي تعقیب سي، تر څو د پاکستان د استعمار او استثمار پر ضد د مبارزې یو نوی باب پرانیستل سي.
پښتانه او بلوڅ فعلاً تر یوه داسي جابر، ظالم او بې انصافه حاکمیت لاندي ژوند کوي چي هیڅکله د خپلو ځانانو د هوسایني او پرمختګ لپاره ان له خپلو وړتیاوو، امکاناتو او پوهي هم ګټه نه سي پورته کولی. یو کارینده پښتون یا بلوڅ ځوان که د پنجاب او سند ایالتونو د پرمختګ وسیله ګرځي، نو ملاتړ به یې کیږي، خو که د خپلو خلکو د ښه ژوند او روڼ سباوون هڅه کوي، نو نه یوازي دا چي له ملاتړه به یې لاس اخیستل کیږي، بلکي په یو ډول به یې مخنیوی هم کیږي. ځکه نو اړینه ده چي دا محکوم او محروم قومونه د سیاسي پرامنه مزاحمت له لاري هم نور یوازي د ازادۍ ترلاسه کولو ته لستوڼي راپورته کړي. د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ هغه مفکوره چي د پاکستان له جوړېدو سره سمه رامنځته سوې، باید یوه نوي او منطقي پړاو ته داخله سي، او د یو متحد سیاسي تحریک په جوړولو سره د خپل مشترک هدف د ترلاسه کولو لپاره د خپل تاریخي دښمن پر وړاندي د وروستۍ پریکړي او عمل ډګر ته را وو ځي. دوی باید په دې لاره کي له ازادۍ پرته، نور د هر ډول جوړجاړي څخه ډډه وکړي او تر هغو چي د سیاسي پرامنه مزاحمت لاره ګټوره وي، باید تعقیب او خپل هدف ترلاسه کړل سي.
او؛
”ما باغی ما فراری ما سرمچار بلوچاں“
میرمن نغمې ته په دې دلیل پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.