سره له دې چې د نړئ ټولې ژبې یو له بل څخه جوړې شوي او نن د نړئ په ګوټ، ګوټ کې خلک پرې غږېږي او خپلې چارې پرې مخ ته وړي. په نړئ کې له بېلابېلو غږونو څخه جوړې شوې ژبې لیدل کېږي چې خلک پرې خپل ورځنې چارې مخ ته وړي. که چېرته د ژبو جوړښت ته وکتل شي نو تاسو به حتمآ پکې یو شان ته لغاتونه ووینې، چې ډېری وخت یې مانا هم سره یو شان ته وي. خو ځینې وخت بیا له لږ توپیر سره ځینې لغاتونه سره ورته والی لري. تاسو پوهېږې چې هره ژبه له غږونو څخه جوړه او پېژند د بېلابېلو غږونو یوه ژبه خپلو ویونکو ته ورځنی مارکېټ جوړوي. کله چې ژبه نه وي نو انسانان نشي کولی خپل ورځني کارونه مخ ته یوسي. همدا ژبه ده چې انسان توانېدلی د وخت په تېرېدو سره تر تکنالوژې ورسېږي.
پورته ټکو ته چې اشارئ سره غواړم څو ټکو ته مو پام راوګرزوم.
تاسو پوهېږې چې د انسان له پیداېښت څخه تر ننه په کراتو، کراتو هر چا سره چې زور وو نو پر یوه تن، ډله، کلي، سیمه او یا هم هېواد باندې یې یرغل کړی او پکې د خلکو وژل، بې کوره کېدل، کډه کېدل او ورته ناخوالو سره پر سیمو حاکم شوي دي،
د نړئ هرې جګړئ او تېریو ته که پام وکړو بېلابېل څیزونه پکې پیدا کولی شو.
اسکندر مقدوني، چنګیزخان، هتلر، د بریتانیایانو امپراتوري، د عثمانیانو او نورو ټولو چې په انساني تاریخ کې یې یو پر بل یرغلونه کړي یو د بل سیمې یې لاندې کړي ، وژنې او د دین د منلو لو یا هم د نه منلو د یوه دین پر وړاندې جګړې شوي او خلکو خپل مقاومت ښودلي دی دا ټول هغه څه دي چې د وخت او اخلاقي غوښتنو سره یې سمون خوړ او نن یې چې اوسنی نسل لولي او یا یې په اړه اوري نو په اړه یې قانغ کېږي چې ورته کړنې د انسانانو د تاریخ برخه کېدلی شي. خو یو څیز چې انسانان یې نشي منلی هغه د یوه هېواد،خلکو او یا یوه ملت ژبه ده چې د له منځه وړلو لپاره یې د حاکمې ډلې او یا هم د یوه سازمان شوي حرکت له لارې یې هڅه کېږي.پرته له عربانو نورې هېڅ داسې امپراتوئ او یا هم زورور د وخت دا کوښښ او هڅه نه دی کړئ چې د خلکو ژبه او دود ورته له منځه یوسي.انګرېزانو نږدې دوه پېړې په هندوانو حاکم ول خو هېڅکله یې د هغوی دین،ژبئ او دود ته سپکاوی ونکړ.نن هندیان خبله ژبه او دین لري.د عثماني خلافت شپږ پېړې وغځېد خو هېځکه یې د یوئ ژبې او دود له منځه وړلو هڅه ونکړه.
د هغه وخت او هغو پېړیو بریدونه د دین خپرول د تبلیغ او زور له لارو وو.
د اسلام له پیداېښت سره سم ډیري هېوادونو ته اسلام وغځېد او ورځ تر بلئ یې سیمې پراخېدلې . د پام وړ خبره دا وه چې کله عربانو وغوښتل د اسلام په نوم د دین خپرول لاپسې ډیر شي او ځینو هېوادونو ته یې د زور او یا هم دعوت له لارو حرکتونه پیل کړل.او د عربانو چې کله د اسلام د دین د خپرولو په نوم سیمې لاندې کولې نو تر ټولو دمخه یې کوښښ دا وو چې د سیمو خلک د دوی ژبه او رواجونه هم ومني او خپل دود او ژبئ سره نور د پای ټکی کېږدي.عربان وتوانېدل چې د عراق، شام، مصر او ورته نورو افریقایي هېوادونو د خلکو ژبه له ورکې سره مخ کړي او پرځای یې عربي ژبه او دود رواج کړي.عربانو د یادو هېوادونو خلک نه پرېښودل چې پرته له عربي نومونو بل نوم خلک پر خپلو ماشومانو کېږدي او دا کار یې د ثواب په نوم تبلیغ کړ.
(هېره د نه وي چې نه په آیت او نه هم په حدیث شریف کې داسې څه شته چې د عربي نوم کېښودل بر ماشوم د ثواب دلالت وکړي.)
عربانو دا کوښښ خپل په اسیایي نورو هېوادونو لکه اوسنی ایران، افغانسان، ازبکیستان، تاجیکستان، ترکمنستان، بنګلادیش، اذربایجان او نورو شرقي هېوادنو باندې هم وکړ خو پکې پاتې راغلل او و نه توانېدل چې د دوی غلط انځور په یادو سیمو کې خپور شي. په یادو سیمو کې یې ځکه مخه ډب شوه او ونه توانېدل چې د دوی ژبه او دود حاکم شي لامل یې د خلکو مینه له خپل دود، رواج او ژبې سره وو. په یادو سیمو کې سره له دې چې د خلکو ژبې بېلې وې خو رواجونه یې سره ډېر نږدې ول. په یادو سیمو کې د نقلونو،شعرونو،کیسو،د ژمي پیتاوی او ورته رواجونه لامل د دې ګرځېدلی وو چې د هرې سیمې ژبه او دود سینه په سینه نورو نسلونو ته نقل شي.
د مصر، عراق، شام، بحرین، سودان او نورو هغو هېوادونو چې عربان وتوانېدل د دوی ژبه او فرهنګ عربي کړي یو لامل یې کتابت، لیک او لوست راځئ. لیک او لوست یواځې د ارګ په ماڼیو کې دننه وو او خپل خلک یې له هر ډول پرمختګ او د نړئ له پېژندنې څخه شاته او تیاره ساتلي ول چې عربان په ډېره اسانه او ټیټه بیه وتوانېدل خپل دود او رواجونه پر دوی ومني..
(د یادولو وړ ده چې همدغو ټکو ته په کتو سره انګرېزانو او په ټوله کې مسیجیانو په سیستماتیک او ډېر مهارت سره وتوانېدل د نړئ واک تر خپل کنترول لاندې راولي.انګرېزان وتوانېدل تر څو د عربو او عثمانیانو له تشو څخه چې د دوی د ناکامئ او ماتئ لامل ګرځي کار واخیست او د دوی اعتبار یې ډېر ښکته او کمرنګه کړ.)
دا چې مسیحیانو ته ارامي ژبئ ځانګړی ځای درلود عربانو له ورکې سره مخ کړله هغه ځکه چې عیسی (ع) په یاده ژبه غږېده او خپل دین یې په یاده ژبه خلکو ته رسولی وو خو عربانو د زور او جبر له لارې د یادې ژبئ ویونکي منعه کول او د عربي ژبه یې دودوله.دا او ورته کړنې لامل د دې وګرځېدلې چې د مسلمانانو نوم او دین په نړېواله کچه کمرنګه کړي.مسیحیانو د مسلمانانو د مخ نیوي لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار واخیست تر څو وتوانېدل او پر مسلمانانو باندې برلاسي شول.
د پام وړ!
تاسو بوهېږې چې نن سبا مسلمانان په بېلابېلو نومونو، مذاهېبو او ډلو سره وېشل شوي دي او هره ډله کوښښ د دې کوي تر څو له هرې لارې چې وي خپله جغرافیه اوخلک یې وژغوري. نن عربانو دا منلې چې د انګرېزي ژبئ زده کړه د پرمختګ په مانا ده. نن عربانو منلې چې که اوسني مارکېټ کې چې سرلاري یې ېهودان او انګرېزان دي ،ځان ته پکې ځای پیدا نکړي نو د ایرانیانو یوه مړئ به شي.نن عربان پر دی پوه شوي که چېرته د هغو هېوادونو لاس ورورسي چې دوی یې تمدن ورته له منځه وړي نو له ورکې سره به یې مخ کړي ، خو دوی یې په یوه ډول همدا اوس غرامت ته غاړه ایښئ ده.
نن د پښتنون ټبر پر وړاندې څو حرکتونه پیل شوي او که چېرته د یادو حرکتونو مخه ډب نشي نو پښتون به د سیالانو له کاروان څخه نور هم شاته پاتئ وي.نن د عربانو د تېر تاریخ بېلګه پر پښتون عملي کېږي.نن د پښتون ژبه او قوم ته د سپکو سپورو په وېلو سره دا کوښښ کېږي چې له پښتانه څخه باج ترلاسه شي. نن که چېرته پښتون په افغانستان کې شتون ونلري نو د ازبېکو، هزاره وو، ترکمنو، پشه یانو، نوریستانیانو، هندوانو، سیکانو، عربو، سني او جعفریانو ټغر ورټولوي. د یادو قومومونو ټغر پښتون خپور ساتلی.
پښتون اړ دی تر څو وخت سره ځان په لوبه کې وویني.
۱-د سینمایي صنعت اجازه او وده
۲-تیاتر
۳-د وخت سره د زده کړو او ښوونیز نصاب
۴-د نر او ښځئ اجباري زده کړه او چاپېریال برابرول
۵-د غوره کتابونو ژباړل پښتو ته
۶-د وخت سره موسیقي
۷-تر ټولو اړینه خبره دا چې د کمونست،کافر،خلقي،پرچمي،اشرار،شراوفساد،تروریست او اشغال ګر په نوم زېږول شوئ کرکو ته د پای ټکی کېښودل .
یاددښت: دا لیکنه خیال او افسانه نه ده.مونږ هم انسانان یو که هر یو د کرکو پرځای د جوړونې په تکل کې شو کولی شو له ځان څخه یې پیل کړو. هر یو که چېرته ښه خبره،لیکنه،شعر او بحث کولی شو نو اړ یو تر څو ګام اوچت کړو.
دا چې کرکه ، پیغور، پروپاګند، ځان ښودنه او دروغ وېلی شو نو برعکس د دغو ښه هم کولی شو.
۴/!سیاست و ملامت ناکام
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.