د ډاکټر حکیمي کلیزه‎

ذبیح الله شفق

29

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې

‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه

په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په یوه درنه کورنۍ کي وزېږید. د خپل علم سفر یې د یوې وروسته پاته او نسبتاً لوېدلې سیمي څخه را پیل کړ. پر تانده ځواني یې قلات کي انګلیسي تدریس کړه. ۲۰۰۵ کي کابل ته ولاړی. په رسنیو کي یې کار شروع کړ، لا ډېر زلمی وو چي په راډیویي رسنیو کي یې د لنډیو پر ماهیت، تولید او جوړښت راډیویي خپروني وړاندي کړې او نور آدبي موضوعات یې هم را وسپړل او وړاندي کړل. افغان آدبي بهیر کي یې د شپون، کاروان، منلي او نورو فرهنګي او اکاډمیکو اشخاصو مخته پر کم سن، خپل لوړ شعرونه ولوستل. حکیمي داسي شعر لیکی چي د نورو په آند یې دا پوښتني را ولاړولې چي آیا دا شعر دي په رښتیا هم خپل دی؟ حکیمي موده وروسته د افغان آدبي بهیر ویاند سو. شاعرۍ یې وکړه، آدبیات یې وپالل مشاعرو کي ظاهر سو او د اکاډمیکو او فرهنګي اشخاصو سره یې روابط جوړه کړه او بلاخره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند او وتلی ځوان شاعر پسي ونومول سو.

ډاکټر حکیمي لکه د توپانونو سره چي د مقابلې لپاره راوتلی او پیدا سوی وي. د زمانې نادریو، نادودو او سختیو دی ونه دراوی. هرڅه چي کېدو خو حکیمي روان وو. داسي ښکاري چي د زمانې پېغورو او دردو ته یې تسلېمدل اصلاً په فکر نه وو. دی د زمانې د توپانو او سختیو په باب خپله مبارزه اظهاروي او وایي:

ژوند سفر لکه د بحر
‏‎ توپانونه به پېښېږي
‏‎که هر څو مو څپې یوسي
‏‎مینه لا توپاني کېږي

د زمانې د توپانو د پېښیدونکي اټکلونکي ځوان حکیمي د علم سفر ته ملا وتړله. هندوستان ته ماسټري پسي ولاړ. ستړیاوي، خوارۍ، در په درۍ، سرګردانۍ، محصلۍ او بې کسۍ دونه وځپی چي خپله پر وجود د زخمو شمېر ځیني ورک سو او د زمانې تودو او سرو سکروټو ایره نه کړ. دی په ډېر ګېلمن آنداز وایي:

زمانې نوري سکــــــــــــــــــــروټي هم ساتلي
له ما ورک پر خپل وجود د زخمو شمېر دی

حکیمي د تحصلي سفرونو او ستړیاوو وروسته ډیپلوماټ سو. اوس نو دی هغه حکیمي نه وو چي سپوږمۍ راډیو کي به یې د سلېمان لایق سره په ډېر فصیح او ښکلي آندازه آدبي یا سیاسي بحث کوی، یا به یې د شعر شاپېرۍ پخلا کوله. یا به یې نور آدبي پروګرامونه وړاندي کول. دی د اطلاعاتو او فرهنګ ویاند هم نه وو چي د خپل وزارت کلني راپورونه او وروستي جزیات به یې د رسنیو سره په ډېري ښکلي او خوږي لهجې شریکول. دی په امریکا کي د افغانستان په حاضرو او خاصو ډیپلوماټانو کي راتلی. پر یوه داسي موقف چي هر څوک نسي پر راتلای یا ور سېدای. هارون یو ځل بیا زده کړو ته مخه کړه. بیا یې محصلي او پردېسي وزغمله. هڅي یې وکړې او له نوې پوهي سره بیا هیواد ته راستون سو. دا ځل یې مهم موقف غوره کړ. داسي یو موقف چي دی اصلاٍ له لویه سره ورته جوړ وو. اطلاعات او فرهنګ کي که یو وخت دی ویاند وو، خو اوس پکښي د هنر او فرهنګ معین سو. حکیمي په ډېر لږ وخت کي د خپل دغه فرهنګي ماموریت په ترڅ کي د بېوزلو او حافظو څخه لوېدلو هنرمندانو پوښتنه وکړه. ولایتي سفرونو ته یې په سختو امنیتي شرایطو او حالاتو کي مخه کړه. د هیواد د تاریخ زړې ودانۍ او آثار یې تر سترګو تېر کړل. د هیواد د فرهنګ، تاریخ او هنر په برخه کي د نویو هڅو، پلانونو او کوښښونو په تلاښ کي سو. خو داسي ښکاري چي زمانې د حکیمي سره څه خاصه دښمني درلوده. زمانې دا سړی ډېر یوازي کړی وو، پردیسۍ او مسافرۍ یې باندي ګاللې وې. خو دا ځل یې هم د رحم وزرونه پر ونه غوړول او بیا یې جلاوطنۍ، پردېسۍ او تهمتۍ ته اړ کړ.

چي یې د زاغ په حواله سي د خوبونو وطن
له وزرماتـــــــــــــو بلبلانو به هم باغ پاته وي

هارون بیا جلاوطنه سو. خو کرار کښېننستی. دوکتورا ته یې مخه کړه. خو یو ناڅاپه د یوې سختي او پلان سوې دسیسې ښکار سو. خو حکیمي تسلیم نه سو. د ډېرو پېغورونو، خبرو او تهمتونو سره سره له دې تهمت څخه پخیر خلاص سو.

د زولنو د تهـــــــــــــــــــمتو په شرنګاه درغلمه
ته خو پوهېږي چي دا پښې د دې کړیو نه دي

حیکمي بلاخره دوکتور سو. ده د یو عالم فشار، ذهني شکنجو او تهمتو سره سره په داسي حال کي چي شاعرانه فطرت یې ډېر نرم وو دا هرڅه وزغمل او خپل تحصلي یون یې ونه دراوی. ده په ملت جوړونه کي د طبیعي سرچینو پر ونډه د لویدیځي نړۍ په یو ډېر معتبر، اکاډمیک او علمي مرکز کي دوکتورا واخیسته. دی اوس په واشنګټن کي د یوه پوهنتون استاد دی. لا هم روان دی.

د ډاکټر هارون حکیمي دا سفر د ده پخپله وینا د یوې داسي سیمي څخه شروع کېږي چي ټولګۍ یې ودانۍ نلري. هارون حکیمي د زابل د یوې لیري پرتي سیمي څخه د بلا زیاتو، زحمتونو، فشارونو، ستونزو، ربړونو، خطرونو او دردونو د ګاللو سره سره تر معتبر ژورنالیست، شاعر، آدیب، ډیپلوماټ، معین او دوکتور پوري ورسېد. حکیمي صاحب ډېر د یو هر اړخیز شخصیت خاوند دی. ښایي زما په ژوند کي یو له لومړنیو اغېز لرونکو اشخاصو څخه وي چي شخصیت مي یې خوښېږي، ځیني متاثره یم او احترام ورته لرم. دی ښه شاعر دی. ژورنالیست دی. ډیپلوماټ دی، تکړه مدیر دی او بلاخره دوکتور دی. د وطن د حالاتو ښه درک، د افغانانو د ښه ژوند د ارمان، د هیواد د فرهنګ مطالعه، ژور سیاسی لید او د ښه ویناوال څخه بیا تر تکړه شاعر او ډیپلوماټ پوري ټولي هغه ښیګڼي دي چي دی ځیني برخمن دی.

د هارون حکیمي شاعرانه احساس، وطني مینه، کاري تجربه او په ټوله کي د ده د ژوند د دې ستړي مزل او هڅو څخه موږ د وطن ځوانان ډېر څه زده کولای او اخیستلای سو. د وطن داسي اکاډمیک او فرهنګي اشخاص ښایي موږ ډېر لږ یا د ګوتو په شمار ولرو. په ژوندوني د خپلو ځوانو هستیو او کدرونو قدر داني او پېژندنه موږ ته ضرور او باید خپل مکلفیت یې وبولو.

په دې اکاډمیک او فرهنګي شخصیت پوري دي د زوکړې ورځ بختوره او نېکمرغه سي. پر ژوند، هڅو او لاسته راوړنو یې بې شمېره برکتونه او فیضونه، هڅي یې تودې او آرادې یې مضبوطي اوسه.

د چاودلو شونډو خوږ خواږه لګېږي
ټول دردونه یې جار کړي تر موسکا دي
له پردېسو خیالو ستا پر لور وطنه
ذهن کـــــــــــــــړي وزرونه د هوا دي
ه، ح

ذبیح الله شفق

۲۰۲۶/۲/۲ – دوه شنبه، زابل، شاه جوی سورغر راډیو.

د شاه محمود هوتک پر سر د تاج ايښووني مراسم

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.