د طالبانو ځايي مسوولینو په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې اعلان کړی چې اووه کسان، چې پکې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي، د اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د جمعې په ورځ (۱۱ ثور) ویلي چې دوه کسان د مهمند درې ولسوالۍ کې د اوبو لوبو پر مهال ډوب شوي او مړه شوي دي.
همدارنګه، د طالبانو په وینا، یو ماشوم د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
په بلې پېښه کې، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان کړی چې څلور ښځې د هلمند سیند کې ډوبې شوې او مړې شوې دي.
د دې ادارې مرستیال، شیر محمد وحدت، ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (۱۱ ثور) د ناوې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل شوي چې دغه ښځې د خپلې کورنۍ له یوه نارینه سره یو ځای روانې وې او د هلمند سیند غاړې ته د لنډ استراحت لپاره تم شوې وې.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د اوبو جریان یوه زړې ښځه له ځان سره یوړه، او نورې ښځې چې د هغې د ژغورلو هڅه یې کوله، هم ډوبې شوې.
د دې ډول ډېرو پېښو اصلي لاملونه بېاحتیاطي او د سیندونو او بندونو ترڅنګ د ژغورنې د وسایلو نشتوالی بلل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.