د سون توکو د بیو لوړوالي په امریکا کې یوه هوايي شرکت وتاړه

35

د سون توکو د بیو لوړوالي په امریکا کې یوه هوايي شرکت وتاړه.

د امریکا هوايي شرکت Spirit Airlines اعلان وکړ چې د ۳۴ کلونو فعالیت وروسته، د افلاس له امله له کاروباره وځي او سمدستي خپلې چارې دروي.
دې شرکت د شنبې په ورځ (د مې ۲مه) وویل چې د ایران جګړې له امله د جټ سون توکو د بیو چټک لوړوالی د دې لامل شوی چې فعالیتونه یې ودرېږي.
د نړیوالې رسنۍ Al Jazeera د راپور له مخې، دغه شرکت په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د افلاس اعلان کړی و.
د راپور له مخې، د حکومت څخه د مالي مرستې ترلاسه کولو هڅې هم بې پایلې پاتې شوې، چې له امله یې شاوخوا ۱۷ زره کسان خپلې دندې له لاسه ورکوي.
د هوايي چلند د تحلیلي شرکت Cirium د راپور پر بنسټ، سپیریت د مې له ۲مې نېټې څخه تر میاشتې پای پورې شاوخوا ۹ زره الوتنې پلان کړې وې. دا الوتنې به په مجموع کې نږدې ۱.۸ میلیونه مسافر لېږدولي وای، چې په اوسط ډول هره ورځ ۳۰۰ الوتنې او ۶۰ زره مسافر اغېزمن کېږي.
د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران بریدونو د نفتو بیې تر ۱۰۰ ډالرو په هر بېرل لوړې کړې دي، چې د نړیوالې انرژۍ عرضه یې ګډه وډه کړې او اقتصادي ګډوډي یې زیاته کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.