د منځني ختیځ جګړه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) لپاره څه معنا لري؟
– روانه شخړه یوازې د نړۍ د انرژۍ پر عرضې اغېز نه لري، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی هم بدلولی شي.
– د مصنوعي ځيرکتيا د سیالۍ راتلونکی پړاو به یوازې د کوډ په وسیله ونه ګټل شي، بلکې هغه هېوادونه به بریالي وي چې وکولای شي برېښنا (الکترونونه)، مس او کیمیاوي مواد برابر کړي. حتی د جیوپولیتیک بدلونونو او تاوتریخوالي په منځ کې.
دا خبره Tony Pan کوي.
د دې په پام کې نیولو سره چې د نړۍ د سمندري نفتو شاوخوا یو پر څلورمه برخه له دې مخکې د هرمز له تنګي تېرېدله، د ایران جګړې ښکاره اقتصادي اغېزه د نفتو د بیو لوړوالی دی. خو له دې هاخوا، دا کړکېچ به د مصنوعي ځیرکتیا د فزیکي اقتصاد لپاره هم یو ازمایښتي فشار (stress test) وي.
اوسنۍ جګړه نه یوازې نفت، بلکې طبیعي ګاز، لېږد رالېږد، بیمه، صنعتي ګازونه او د ډیټا سنټرونو امنیت هم ګډوډوي. د AI راتلونکی به پر هغو هېوادونو پورې تړلی وي چې کولی شي د جیوپولیتیکي فشارونو په وخت کې هم باوري برېښنا، خام مواد او خوندي زیربناوې برابرې کړي.
حتی که اوسنی اوربند هم دوام وکړي د دې کړکېچ اغېزې به کلونه دوام وکړي، لکه د بیمې لوړې بیې، د موادو محدود بازارونه، او د جیوپولیتیکي خطرونو بیا ارزونه.
مصنوعي ځیرکتیا ښايي پر چيپونو وچلېږي، خو راتلونکی یې لا هم پر بېړیو، برېښنايي شبکو او کیمیاوي موادو پورې تړلی دی.
د برېښنا فشار پر AI
د دې شخړې لومړنی اغېز پر AI د برېښنا له اړخه دی. اوس برېښنا د AI د پراختیا تر ټولو لوی محدودیت ګرځېدلې ده، تر دې حده چې د ډیټا سنټر ظرفیت د ګیګاواټ په واحدونو کې اندازه کېږي.
په دې معنا چې د ایران کړکېچ نه یوازې د برېښنا بیې لوړوي بلکې دا هم ټاکي چې AI به په کومو سیمو کې وده وکړي او تمویل شي.
په دې برخه کې طبیعي ګاز د نفتو په پرتله ډېر مهم دی، ځکه چې د نړۍ ډېره برېښنا له همدې څخه تولیدېږي. د نړیوالې انرژۍ ادارې د راپور له مخې د کړکېچ تر مخه د نړۍ شاوخوا ۲۰٪ طبیعي ګاز د هرمز له تنګي د مایع ګاز (LNG) په بڼه تېرېده.
د امریکا متحده ایالات یو څه برلاسی لري ځکه چې کورني ګاز او نورې سرچینې یې ډېرې دي. که څه هم د امریکا LNG صادرات د قطر تشې ډکوي، خو د نړیوالې عرضې د کمښت له امله به د امریکا کورنی بازار هم تر فشار لاندې راشي او د برېښنا او AI لګښتونه به لوړ شي.
چین ښايي لا هم قوي موقعیت ولري. په تېرو لسو کلونو کې چین د امریکا په پرتله څو چنده زیات لمریزه، بادي او اټومي انرژي او د برېښنا لېږد شبکې جوړې کړې دي.
برعکس هغه هېوادونه چې د انرژۍ او محاسبې ترمنځ تړاو لري ډېر زیانمن دي، په ځانګړي ډول د ختیځې اسیا نیمههادي (semiconductor) تولیدي مرکزونه لکه جنوبي کوریا او تایوان.
څلوېښت کاله وړاندې د تایوان ډېره برېښنا له اټومي انرژۍ ترلاسه کېده. خو په ۲۰۲۵ کې د وروستي ریاکټر له بندېدو وروسته دا سیمه اوس نږدې له اټومي انرژۍ پاکه ده. اوس مهال شاوخوا ۵۰٪ برېښنا یې له LNG ګاز څخه ترلاسه کېږي، او یوازې د دوو اونیو ستراتیژیکه ذخیره لري.
د AI تقاضا په زیاتېدو سره، Taiwan Semiconductor Manufacturing Company (TSMC) چې د نړۍ تر ټولو مهم چیپ جوړونکی دی، یوازې شاوخوا ۱۰٪ برېښنا مصرفوي. د ایران جګړې له امله د LNG ګاز ټکان به د هر پرمختللي AI چيپ بیه لوړه کړي.
که تایوان د محاسبې محدودیت وي، نو جنوبي کوریا د حافظې محدودیت دی. د دې هېواد Samsung Electronics او SK Hynix په ګډه د نړۍ د لوړ ظرفیت حافظې شاوخوا ۸۰٪ کنټرولوي.
جنوبي کوریا په ۲۰۲۵ کې شاوخوا ۲۰٪ LNG ګاز او ۷۰٪ نفت له منځني ختیځ څخه وارد کړي. کله چې د ایران جګړه پیل شوه، د دې هېواد د سټاک شاخص (KOSPI) نږدې ۲۰٪ راولوېده چې د نړۍ د پام وړ اهمیت او د انرژۍ پر وارداتو یې تکیه ښيي.
– له الکترونونو تر مالیکولونو
له انرژۍ وروسته بله مهمه برخه کیمیاوي مواد دي. چې درې بېلګې یې هیلیم، برومین او سلفر دي.
قطر د نړۍ شاوخوا درېیمه برخه هیلیم تولیدوي. دا ګاز د چیپونو په تولید کې د یخولو لپاره حیاتي ده. د ایران د بریدونو وروسته د هیلیم بیې لوړې شوې دي.
برومین هم د چيپ تولید لپاره مهم دی او جنوبي کوریا تر ۹۰٪ زیات له اسراییلو څخه ترلاسه کوي، چې اوسنی کړکېچ یې له خطر سره مخ کړی.
سلفر که څه هم نادر نه دی خو د مسو تولید لپاره ډېر اړین دی. د هرمز تنګی د نړۍ د سلفر شاوخوا ۵۰٪ سمندري سوداګرۍ لېږدوي. مس د برېښنا بنسټ دی او د AI د پراختیا لپاره خورا مهم دی.
– د AI زیربنا امنیت
تر ټولو خطرناک بدلون د امنیت اړخ دی. د ۲۰۲۶ په مارچ کې راپورونه خپاره شول چې د بېپیلوټه الوتکو بریدونو د امازون ډیټا سنټرونه زیانمن کړل. دا د تاریخ لومړی ځل و چې ډیټا سنټرونه په جګړه کې هدف ګرځېږي.
وروسته، د ایران د انقلابي ګارډ ادعا وکړه چې په دوبۍ کې یې د Oracle ډیټا سنټر یې هم ویشتلي دي.
دا حالت حکومتونه دې ته اړ باسي چې خپل معلومات او AI سیستمونه په کور دننه وساتي، خو په جګړه ځپلو سیمو کې دا کار خطرناک دی.
سره له دې چې جګړه ښايي ژر پای ته ورسېږي، خو پانګهوال به دا تجربه هیره نه کړي. له دې وروسته پانګهاچونه به هغو سیمو ته لاړه شي چې خوندي وي باثباته او د بیمې وړ وي.
-پایله
دا جګړه یوازې د انرژۍ بیې نه لوړوي بلکې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی هم بدلوي.
راتلونکی پړاو به یوازې د کوډ لیکلو پر بنسټ ونه ګټل شي بلکې هغه هېوادونه به بریالي وي چې وکولای شي برېښنا، مس او کیمیاوي مواد برابر کړي، حتی د نړیوالو سیاسي فشارونو په درشل کې.
ژباړه: صلاح الدين “حمید”
منبع: د اقتصاد نړیواله شورا
سوسیالیستي خوب تقریبا پای ته رسېدلی دی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.