سوسیالیستي خوب تقریبا پای ته رسېدلی دی

28
د دې پوښتنې پر ځای چې کله او څنګه پای ته ورسیده «هیله ده چې نورې وینې تویې نه شي» اوس دا مفکوره مطرح ده چې له دې وروسته څه باید راشي. یو ملت چې د سوسیالیسم له امله وروسته پاتې شوی څنګه بېرته رغېدلی شي؟
ځواب یې دا دی: آزادي!
د رغونې لپاره هر پلان باید د تېرو کلونو د درسونو له زده کړې سره پیل شي. دغه درسونه ډېر دي. دلته زه مهم ټکي یادوم:
سوسیالیزم هېڅکله د شتمنۍ د تولید نظریه نه لري. یوازې په مصرف تمرکز کوي. داسې انګېرل کېږي چې یو څوک، په کوم ځای کې، څه تولید کړي، تر څو توزیع پلوی یې واخلي او ووېشي. دا يوه معضله ده چې اوس میلیونونه سوسیالیزم ځپلي پرې پوهېږي.
سوسیالیزم واک د یوې وړې ډلې په لاس کې متمرکز کوي. دا هغه خلک چې په اسانۍ سره فاسد کېږي جذبوي او لا یې فاسدوي. د خلکو په سترګو کې تر ټولو شریره خویونه او شیان ښکلي انعکاسوي.
سوسیالیستان عوام‌فریب دي، دوی ټولنه په طبقو وېشي او ټول د یو بل پر وړاندې دروي، ځکه پوهېږي چې خپله (سوسیالیستان) د ټولنې د وګړو د بېوزلۍ پر مټ د قدرت، شتمنۍ او پام مرکز کې پاتې کیږي.
سوسیالیزم له معنوي او مادي اړخه یوه فاجعه ده، چې د تلپاتې غوسې او د قرباني جوړونې پر اساس پیاوړی کېږي. د فرد حیثیت، شأن او ځان‌باوري له منځه وړي. په ورته وخت کې په ځان ویاړي چې د یو شخص ژوند او اقتصاد د هغه لپاره جوړ کړي، خو په اصل کې بدبختي او کنډوالې ورته پرېږدي.
اوس د دې وخت دی چې وینزویلا دغه شیطاني ناکامي د تاریخ کثافاتو ته وغورځوي. وینزویلا کولای شي ډېر ښه مخ ته لاړ شي د دې پروسې په اوږدو کې کولای شي نړۍ ته ډېر درسونه ورکړي. د وینزویلا خلکو ډېر کړاوونه ګاللي دي او باید ډاډ ترلاسه کړي چې دغه کړاوونه بې‌ګټې نه شي.
د چاویز/مادورو د شل کلنې دردناکې دیکتاتورۍ تجربه د نوموتي اقتصادپوه «لودویګ فون میزس» د دې خبري حکمت څرګندوي:
هغه څوک چې د یوې ګیلاس شیدو او د یو ګیلاس پتاشيم سیانید «زهرجن مواد » ترمنځ انتخاب کوي په حقیقت کې د دوو مشروباتو ترمنځ نه بلکې د ژوند او مرګ ترمنځ انتخاب کوي. هغه ټولنه چې د پانګوالۍ او سوسیالیزم ترمنځ انتخاب کوي د دوو نظامونو ترمنځ نه بلکې د ټولنیز همکارۍ او د ټولنې د ړنګېدو ترمنځ انتخاب کوي.
بس دی نور سوسیالیزم بس دی.
زما ځواب هغو کسانو ته چې وایي د وینزویلا ویجاړی دومره ستر ده چې یوازې د اوږدمهالي او ورو رغونې تمه تري کېدای شي دا ده: بېهوده خبرې کوئ!
سمه تګلاره کولای شي هېواد په پښو ودروي او په لومړي کال کې ستر پرمختګ رامنځته کړي. هغه څه چې به په راتلونکې لسیزه کې د وینزویلا اقتصادي معجزې په نوم یادېږي همدا اوس پیل کېدای شي.
ـ د شلمې پېړۍ دوه بېلګې لاره راښایې آلمان او هانګ کانګ
آلمان د دویمې نړیوالې جګړې او د سوسیالیزم له تجربې وروسته په ۱۹۴۰ لسیزه کې په بشپړ توګه له منځه تللی، وران، استعمار شوی او بې روحیې وه.
خو په ۱۹۶۰ کې د اروپا اقتصادي مرکز شو. ولې؟ ځکه چې د لودویګ ارهارد د ازاد بازار سیاستونو د دې لپاره یو مناسبه چوکاټ برابر کړ.
سوسیالیزم له منځه لاړ خلک او بازارونه ازاد شول، ټیټ مالياتي نرخ، د قیمتونو د څارنې لغو کېدل، مناسبه پيسه او آزاده سوداګرۍ د انګېزو په چوکاټ کې د يوې تاریخی رغېدنې سبب شو چې تقريباً ټول یې حیران کړل.
په هماغه وخت کې د ځمکې په بله نيمايې وچه کې د ورته سیاستونو په پایله کې په هنګ کانګ کې د جان جیمز کاوپرتویټ هڅو معجزه رامنځته کړه.
کاوپرتویټ تعرفې لري کړي، د مالياتو نرخ یې راټیټ کړ د هانګ ګانګ دروازې یې د خصوصي شرکتونو په مخ خلاصي کړي او حیرانوونکې پایلې یې نړۍ ته وښودلي
دا مستعمره له یوه غریب‌او مردابه هیواد څخه د آسیا له شتمنو سیمو څخه وګڼل شو. دا کار آزادي وکړ د سوسیالیزم برعکس.
سوسیالیزم په خپل تور تاریخ کې هېڅکله داسې معجزه نه ده وړاندې کړي. حتی دې ورته بېلګې ته نږدې شوی هم نه دی، نوم یې‌ چې هرځه ږدی پانګوالي آزاده پانګوالي یا بل هرڅه چې تاسو يې غواړئ. ولی دا نظام کار ورکوي، پانګوالۍ واقعاً د پانګې اچونې، استخدام، اختراع او د توليد او سوداګري لپاره د اشخاصو د نوښتګري قويي له آزادولو پرته بل څه نه ده.
د سوسیالیزم له خرابیو څخه د راولاړیدو لارې چارې: 
۱- بااعتباره اسعار: د لوړ انفلاسیون د مخنیوي او د پانګې اچونې او سپما د لازم ډاډ راګرځولو لپاره د کاغذي پیسو چاپ بند کړئ. او د پيسو د تأمین کولو لپاره انتخاب او رقابت رامنځته کړئ ترڅو خلک آزاد اوسي، او خلکو ته اجازه ورکړئ چې له هر ډول اسعارو (خارجي یا ډيجیټل) کار واخلي. او د هغو په واسطه قرارداد وکړي.
حکومت باید نوي پيسي چې په واقعي ارزښت کې ريښه لري د کاغذي پيسو پر ځای بدلي کړي، د پيسو ثبات ته د رسیدو لپاره نوي پيسي د قیمتي فلزاتو لکه طلا یا سپینو زرو په ثابت وزن پوري وتړي.
۲- خصوصي‌سازي: وینزویلا ټولیزي ملی ځپنې ته اړتیا لري، دولت پوري اړوند صنایع او کاروبارونه فاسد او زیان اړوونکي او بې کفایته دي، هغوی په ورته مهال کې له خلکو څخه په سوء استفادې د هغوی پانګې او منابع له منځه وړي. د دې صنایعو خرڅول د خزانې لپاره نوي عاید منځه راوړي او شرکتونو ته نوی ژوند وربښي، هماغه ډول کار چې مارګريت تاچر په بریټانیا کې په بریالیتوب سره ترسره کړ.
مخکې له دې چې دولتي شرکتونه خصوصي سازی کړئ یا په سهامي شرکتونو یې بدل کړئ کارکوونکو ته یې د سهم د ترلاسه کولو فرصت ورکړئ.
د وینزویلا د نفتو له ملي شرکت څخه یې پیل کړئ، د دې ملي شرکت د سهمونو خرڅلاو د وینزوویلا د آزادي سوداګرۍ لپاره ځواکمن سیګنال ورکوي، دا امر د شرکت د فرسوده زيربناوو د ښه والي لپاره د زیاتې پانګونې اچونې لپاره زمینه برابروي.
د نړۍ په ډیری هیوادونه کې د نفتو تجارت د خصوصي سکټور تر مدیریت لاندې وي. او په هغو هېوادونو کې چې نفت د دولت په واک کې دي په دوامداره توګه د پخوانۍ تکنالوژي او د زیان او ضرر په دام کې نښتي دي.
له دې چې د نورو هیوادونو وګړي د هېواد د شرکتونو اسهام وپیري مه ډاریږئ، هغوی دا شرکتونه نه تړي او نه یې بیرته کورونه ته لیږي، هغوی د وینزوویلا هېواد د وګړو لپاره د کار عاید او د شرکتونو د ګټې اخیستنې لټه کې دي.
۳- د مالکیت حقوق: یو سالم او مخ پر ودي اقتصاد د مالکیت له حقونو پرته ناشوني ده. خلک که د جرم او جنایت یا د مصادرې د پېښېدو څخه په امان نه وي، ثروت به تولید نکړي. وینزویلا باید د فردي مالکیت د حقونو د تقويې لپاره اقدامات ترسره کړي.
د دولت توانایي د اموالو د مسبتدانه تصاحب لپاره باید رسماً لغوه شي، اوسیدونکي باید د حکومت د پرېکړو د چلنج کولو لپاره له قانوني وړتیا او توانایي څخه برخورداره وي. د شتمنيو ضبط او توقيف باید غیر قانوني شي.
۴- د زده‌کړې او روزنې اصلاح: د دولت انحصار په زده‌کړو باید پای ته ورسول شي. تر هغه وخته پورې چې دولت زدکړیز پروګرامونه یا د ښوونکو استخدام او دې‌ ته ورته نور څه کنټرولوي، ښوونځي هیڅکله د يوې ازادې ټولنې د روزنې لپاره حیاتي اصول لکه فردي شخصيت، کارآفرینی، د نورو شتمنيو او آزاده ارزښتونه ته درناوی نه تدريسوي.
د کثرت گرا، انتخاب‌محوره، متنوع او سیال تعلیمي نظام رامنځته کول آسانه کړئ. که زده‌کړې دولتي پاتې شي د هېواد تازه لاسته راغلي ازادي به له منځه لاړه شي.
که سوسیالسزم په نورو برخو کې له منځه لاړ شي خو په تعليم او روزنه باقي پاتي شي په اوږد مهال کې د هېواد تازه رامنځته شوې ازادۍ به کمزوري شي.
د وخت په تېرېدو سره هغه نظرونه او تیوریانې چې د تیرو لسیزو بدې واقعې یې منځه ته راوړي به بیاځلي ريښې وکړي. حکومتونه هیڅ ځای کې د نورو لپاره د ازادې زده کړه نه غواړي، زده کړي د یوه هیواد راتلونکې لپاره تر دې مهمې دي چې حکومت ته وسپارل شي، کورنی باید د خپلو اولادونو د زده کړې مسؤلیت واخلي.
۵- ازاده سوداګري: وینزویلا باید ځان د ازادې سوداګرۍ سیمه اعلان کړي، پرته له تعرفو او د سوادګرۍ پر وړاندې نور مصنوعي خنډونو. په دې ترتیب سره به دا هېواد د لاتیني امریکا په هانګ کانګ بدل شي. دا امر د تبادلې او صادراتو پر وړاندې د موانعو د لري کیدو او همدارنګه پر وراداتو د موانعو د له منځه وړلو لپاره الزامي ده. سوداګري د تولید په کچه مولده ده ځکه هر فرد چې په سوادګرۍ کې د ګډون لپاره آزاد وي دا کار به د خپلې هوساينې او رفاه د ښه والي په موخه ترسره کوي.
ولی سیاست مداران د دوی د لارې خنډ وي؟
د وینزویلا راتلونکي 
دا یوازې عمومي اصول دي نه بشپړ. خو د دغو پنځو اهدافو ترلاسه کول د دې ملت لپاره بدلون راوړونکي دي. زه دا د وینزویلا د ملګري په توګه وایم، څو د خپل هېواد په بیا جوړونه کې بریالي شي.
د افغان اقتصاد پوهانو د څیړنې او ژباړې مرکز

 

د کابل بانک سقوط: هغه کال چې د افغانستان پيسې وتښتول شوې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.