نن د غبرګولي میاشتې ۲۴مه نېټه ده، چې په ټول افغانستان کې د مور د مقام د درناوي او د هغې د بېساري قربانیو د یادونې په موخه د “مور د ورځې” په نوم نمانځل کېږي.
د هېواد په کلتوري او ټولنیز تاریخ کې دا ورځ یو ځانګړی او د مېنې ډک ځای لري، چې پکې هېوادوال خپلو میندې ته د مېنې، درناوي او مننې مراتب وړاندې کوي.
د ټولنیزو فعالانو او د کورنیو چارو د کارپوهانو په وینا، د مور ورځ یواځې یو سمبولیک نوم نه دی، بلکې یو ښه چانس دی ترڅو د ټولنې د دغه بنسټیز او سپېڅلي رکن مادي او معنوي حقونو ته پاملرنه وشي.
میندې په افغاني ټولنه کې د نسلونو د سالمې روزنې، د کورني ثبات د ساتنې او د سولې او مېنې د کلتور په پیاوړتیا کې تر ټولو لومړی او اساسي رول لوبوي.
د دغې ورځې په مناسبت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کلتوري او ټولنیزې کورنۍ ناستې جوړېږي او د ځوان نسل لخوا په ټولنیزو رسنیو کې د میندو په لاسونو د ښکلولو، هغوی ته د ډالیو ورکولو او د مېنې د پیغامونو د شریکولو څپې خورا تندې وي.
ډېری هېوادوال په دې نظر دي چې په هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو او ننګونو تر ټولو ډېر بار د افغان میندو پر اوږو و، چې په پوره مېړانې او صبر یې د خپلو اولادونو پالنه وکړه.
د ارواپوهنې د متخصصینو په باور، د میندو د مېنې او زحمتونو قدرداني د کورنیو د رواني روغتیا او ثبات لپاره خورا مالومه او ګټوره اغېزه لري او پکار ده چې دا درناوی یواځې په یوه ځانګړې ورځ پورې محدود پاتې نه شي، بلکې په ورځني ژوند کې د هغوی د حقوقو او کرامت ساتنه د هر وګړي په لومړیتوبونو کې راشي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.