د شاه محمود هوتک پر سر د تاج ايښووني مراسم

ذبیح الله شفق

33

د شاه محمود هوتک پر سر د تاج ايښووني مراسم

ایران، فرخ آباد ۱۷۲۲م، د اکټوبر ۲۳ مه:

د ۱۷۲۲م په اکټوبر کي د اصفهان تر نهه میاشتنۍ سختي محاصرې وروسته د صفوي رژیم وروستي لټ، او کهاله پاچا صفوي شاه حسین بلاخره د افغانانو لخوا د کرمان، یزد او اصفهانک د ښارونو د نیولو وروسته د اصفهان د تسلیمولو پریکړه وکړه. صفوي امپراطوري چي په ۱۵۰۱م کي یې شاه اسماعیل صفوي د تبریز تر قتل عام او وحشت وروسته بنسټ یښی وو د دوې لسیزو کم دوه نیمي پېړۍ عمر تر دوام وروسته یې افغانانو ټغر ور ټول او د تل لپاره یې لمنځه پسي یوړه. د صفوي فاسد او دیکتاتور نظام زوال که د صفوي شاه سلیمان په وختو کي پیل سوی وو خو د صفوي شاه حسین په وخت کي یې بشپړ پای و مومی. کله چي د ګلناباد تر جنګ وروسته ایراني قواوو ماته وکړه او شاه محمود د اصفهان د محاصرې کړۍ نوره هم پسي ټینګه کړه د اصفهان دننه لوږه او قحطي خپل وروستي اوج ته ورسېده. سړی اټکل کولای سي چي د شاه حسین او شاه محمود تر منځ مزاکراتو چنداني صورت نه دی نیولی او ښایي د شاه حسین پر شاوخوا به غوړه مالو او خُرافاتي عالي رتبه مامورینو او مقاماتو شاه حسین ته د ښار د دفاع ډغري وهلي او دی به یې دفاع ته هڅوی. شاه حسین د اصفهان د اوږدې محاصرې وروسته چي ټول ژوند یې د ښځو په شهوت، خُرافاتو او شرابو کي تېر کړی وو بلاخره د ماتم او ژړا په حال کي ښار ته ووتی. د ښار اوضاع دونه د تاسف وړ وه چي خلکو د ډېري لوږي له کبله د خرو، سپیانو مرغانو او نورو حیوانانو غوښي لا خوړلي او په لوړ قیمت به خرڅېدلې.

کله چي شاه حسین د اصفهان کلي او کوڅو ته ووتی نو د ماتم جامې یې پر تن کړې په ژړا او ګیلو یې پیل وکړ او وویل: ” دغه ټول مصیبتونه او بلاګاني چي زما د حکومت په زمانه کي د خدای پر بنده ګانو او د فارس پر ښارونو او کلیو باندي نازل سوي دي د ناصحانو د خیانت او د مشاورینو د بې دینۍ له لاسه دي. ” [بېنوا، هوتکیان ۱۰۰ مخ.]
شاه حسین له دې وروسته شاه محمود هوتک ته پیغام ولېږی او د خپلي تسلیمۍ خبر یې ورکړ. او په دې ډول د ۱۷۲۲م د اکټوبر پر ۲۳مه شاه حسین (مرحوم فرهاد دا نېټه ۳۱مه د اکټوبر یادوي.) له خپل ګارډ او نورو مقاماتو سره چي بېنوا یې شمېر درې سوه تنه یادوي د اصفهان څخه دباندي فرخ آباد ته ورغی. کله چي د شاه محمود خېمي ته داخل سو شاه محمود بالښت ته څنګ وهلی وو نو یې شاه محمود ته وویل: ” زما زویه! د پاک خدای ج اراده نه ده چي تر دې زیات زه پاچا و اوسم. اوس هغه وخت را رسېدلی دی چي ته د ایران پر تخت باندي کښېني، ما خپل سلطنت تاسي ته در پرېښود. پاک خدای ج دي ستاسي مرستندوی وي. ” (بېنوا د ” هوتکیان ” په اثر کي دا قول د سرجان مالکم په حواله نقل کړی.) له دې وروسته یې د شاه محمود پر سر د پاچاهۍ تاج کښېښووی او د فارس د امپرطوري د خزانو کیلۍ یې هم ورکړې. او خپله لور یې هم شاه محمود ته په نکاح کړه. (فرهاد حداد د شاه حسین د لور او شاه محمود تر منځ نکاح ردوي او لیکي چي شاه محمود تر هغو پوري هیڅ یوې ښځي ته نه وکتل تر څو چي یې خپله مېرمن د کندهارڅخه راتله.) شاه محمد د شاه حسین د دې برخورد څخه وروسته چي تاج یې پر سر وو او رسماً د فارس پاچا وو و شاه حسین ته داسي مخاطب سو:

” د نړۍ شوکت، جاه او جلال، اقبال او بې ثباتي همدغسي دي.
د ملک مالک خدای تعالی جل جلاله دی، هر چاته یې چي وغواړي ورکوي یې او له هر چا نه یې چي وغواړي، نو له هغه څخه یې اخلي او بل ته یې ورکوي.
یعني له یوه څخه یې اخلي او بل ته یې ورکوي. خو زه تاسو ته ډاډ او وعده درکوم چي تاسو د خپل پلار په توګه ګڼم او په چارو او کارونو کي به له تاسو څخه مشوره او سلا غواړم. “

شاه محمود له دې مراسیمو وروسته له خپل پوځي ګارډ سره په ډېر شان او دبدبه د اصفهان ښار ته په داسي حال کي داخل سو چي دوه سوو پېغلو یې شمعو په لاس هرکلی کاوی. خو شاه محمود سترګي هم ور پورته نکړې او مخته تګ ته یې دوام ورکړ. په دې ډول یې په اصفهان کي پخپله نامه سکه پسي ووهله او پر فارس د صفوي امپراطورۍ له زوال وروسته د افغانانو واکمني پیل سوه.

د شاه محمود د سکې بیت:

سکه زد از مشرق ایران چو قرص آفتاب
شاه محــــمود جهانګیر سیادات انتساب

انځور: د شاه محمود هوتک پر سر د تاج ایښووني مراسم، ایران، فرخ آباد ۱۷۲۲م، اکټوبر.

د انځور سرچینه: د جان هان وي اثر.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.