یو بحث او څو پوښتني:
نن مي د هیواد د لسیزو لسیزو د شاعر، څېړونکي، لیکوال، مورخ او ادیب سره د پغمان په ښکلې او طبیعي هوا کي د مجلس کولو ویاړ درلود. استاد رفیع د علامه حبیبي، مرحوم بېنوا، علامه رشاد او پوهاند رښتین د نسله را پاته هغه هستي ده چي د ژبي، فرهنګ او ادبیاتو په غني کولو کي لوی لاس لري او د هیواد د تېرو څو لسیزو د آنارشۍ د میدان یو له مهمو لیدونکو او لوبېدونکو لوبغاړو څخه هم دی. د پښتو ادب د معاصري دورې د مهمو شخصیتونو څخه زما په ګومان عبدالباري جهاني، حبیب الله رفیع او استاد زلمی هیوادمل را پاته دي او زه ځان بختور احساسوم چي د درو سره فرهنګي او اکاډمیکو شخصیتونو سره د مجلس او پوښتنو کولو ویاړ لرم، پالم او ساتم یې.
د استاد رفیع څخه نن درې پوښتني:
۱ – پوښتنه: د پښتو راتلونکی څنګه ارزوئ؟ د علامه حبیبي، رشاد الفت او رښتین په څېر شخصیتونو د پښتو د لرغوني ژبي د بډایه کولو ډېري هڅي وکاندلي، ځانونه یې زهیر کړو او ډېر څه یې پرېښودو. اوسنی او ستاسي څخه وروسته نسل به دا ژبه د Al د بې ساري څرخون، انقلاب او ټیکنالوژیکي راتګ سره څنګه پالي او سیالوي؟
جواب: د پښتو په بڼ کې ډېر ګلان پر غوړېدو دي. پښتو اوس نړیواله شوې، دا ګلان د پښتو راتلونکی جوړوي. د پښتو د بډایه کېدني انګېزه د پاللو پر خوا ښکاري او زه ورته امید وار یم.
۲ – پوښتنه: آیا تاسي پر خپلو تېرو لیکنو، شعرونو او آثارو کله هم پښېماني څرګنده کړې؟ داسي ادعا کېږي چي تاسي د ۱۹۸۰ مو کلونو په خاص ډول بیا پر افغانستان د سرو لښکرو د را بهېدني وروسته و ځینو رژیمونو او واکمنانو ته په مستعمار او غیري مستعمار نومونو توند او د ځینو ثبوتونو د ادعا له مخي پېغور آمېز او ښکنځل آمېزه لیکل کړي، ستاسي تېر سیاسي فعالیت مو پر اوسني شته فرهنګي شخصیت کوم نوعه آغېز نلري؟ یا هم د پښېمانۍ احساس درته نه کېږي؟
جواب: نه، نه قطعاً نه. ما چې څه لیکلي او یا ویلي پخپل شعور مې لیکلي او ویلي. زه د قلم سړی یم. نه چا مجبوره کړی، او نه مې د چا په خوښه کړي. هرڅه چې مې لیکلي او ویلي د دې هېواد د خیر او ښیګڼې لپاره مې کړي، پردي مې رټلي، خپل مې ستایلي او د دې هېواد د خپلواکۍ او ښېرازۍ لپاره مې کړي. نور چې هر څوک ادعاوي او قضاوتونه کوي خپل کار یې دی.
۳ – پوښتنه: څه فکر کوئ؟ څو لسیزي وروسته به مو پښتانه نوم د شونډو سرته راوړي، یا به مو د سټیج پر سر یادوي او یا به مو په کتابونو او لیکنو کي ستایي؟
جواب:
د خوشحال قدر که اوس په دنیا نشته
پس له مـــــرګه به یې یاد کا ډېر عالم
استاد ته اوږد عمر، روغ صحت او خوشحاله ژوند.
یادونه: خپل انځور مي کټ کړی او د استاد دا مي بشپړ راوستلی. په منني.
۲۰۲۶/۶/۱۸ – کابل، دارالامان
https://af.dawatmedia24.com/?p=186684
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.