تاریخ چي د تېرو پېښو تحلیلي او واقعي بیان دی پخپل ځان کي ظاهر او باطن دواړه لري. د تاریخ ظاهر تر ډېره له افسانوي روایاتو، کیسو او داستاني کشمکشونو څخه خالي نه برېښي او ښایي مینوال یې هم په دغه برخه کي تر ډېره افغانان وي. بلي خواته د دې لوی علم باطني اړخ دی. د تاریخ باطن په اصل کي د ماضي د پېښو، حوادثو جریانونو او بشري کشمکشونو واقعي څېړنه او په تېر کي د تېرو سویو پېښو د علتونو مطالعه ده چي د تاریخ فلسفه دا اړخونه لا ښه روښانوي. تاریخ ښایي له فلسفې سره ډېره نژدې اړیکه ولري. ابن خلدون د تاریخ او فلسفې تر منځ دا اړیکه (د تاریخ فلسفه) نومولې او په دې توګه یې په تاریخ کي د پېښو د ژور څېړلو او د علتونو د معلومولو بنیاد هم یښی؛ او تاریخ یې د دربار د څراغ و تېلو ته له لیکلو را بهر کړی.
د تاریخ په اړه روایات او نظرونه مختلف دي. د نړۍ مشهور لیکوال او تاریخ وال دې علم ته له مختلفو زاویو ګوري. خو په دې ټول یوه خوله دي چي دا علم د بشر ماضي څېړي، مطالعه کوي یې او را سپړي یې. او د حال او راتلونکي د سمون لپاره وړاندویني هم له ځان سره لري.
۱ – ” څوک چي تاریخ هېروي، د هغه د بیا تکرار سزا ویني. “
جورج سانتایانا
د سانتاینا په وینا هغه ولسونه چي خپل تاریخ یې له حافظو لوېږي د هغو پېښو بیا ښکار به وي چي مخکي د دوی پر مېنه رامنځته سوي او نیکونو یې له کبله ښې پایلي نه دي درلودلې. دی په دې عقیده دی چي د خپل تاریخ څخه زده کړه د حال او راتلونکي د سمون په مانا، او نه زده کړه او هېرول یې بیا له هغو پېښو او ناسمو عواقبو سره مخ کېدل دي چي دوی مخکي تجربه کړي. جورج سانتاینا دا څرګندوي چي د خپلو نامیانو او غازیانو د بریاوو څخه انرژي او د ماتو څخه یې پند د خپل حال او راتلونکي د سمون لپاره ضروري ده. او تاریخ هېرول بیا پر هغو لارو تګ دی چي زموږ نیکونه پر تللي او زیان یې پر لیدلی دی. دی پر هغو لارو د زیان علتونه موږ ته مهم بولي او هېرول یې پر نور لارو بیا د هغو زیانونو پېژندل بولي.
۲ – ” تاریخ د انسانانو تر منځ طبقاتي مبارزه ده. “
کارل مارکس
مارکس په دې عقیده وو چي بشري تاریخ د شتمن او بېوزله تر منځ د جنجالونو او کشمکشونو یو لړلی داستان دی. دی چي د مارکسیزم، علمي سوسیالیزم او معاصر کمونیزم د نظریو بنسټګر هم وو د بشر پخواني تاریخ ته په کتو د بادار او غلام، او دغه راز په فیوډالیزم کي د خان او بزګر او په کپیټلیزم کي د پانګوال او کارګر تر منځ مبارزه تاریخ بولي او په دغه مبارزه کي یې تل د غلام، بزګر او کارګر پر خوا د ملاتړ ټتر ټکولی او ځان یې ثابت کړی دی.
۳ – ” کوم قوم چي د تاریخ سره دلچسپي نه لري، د هغوی حافظې کمزوري او رویې یې جذباتي وي. همدا علت دی چي دوی د مشر په ټاکلو کي غلطېږي. “
ارنیسټو چیګوارا
چیګوارا د تاریخ سره نه دلچسپي د ولسونو د ناسم برخلیک پایله بولي. دی د ماضي پر مطالعې ډېر ټینګاري دی او وایي چي د تاریخ سم لوستنه ملتونو ته سمه روحیه او توان ورکوي چي مناسب رهبر د خپل ځانو لپاره انتخاب کړي. ګوارا چي سرسخت انقلابي شخصیت او وتلی کمونیسټ وو د جذباتې رویو مخالف او د ملتونو د حافظو کمروزي د هغو ملتونو و تاریخ ته نه پام کول او نه لوستل بولي. تاریخ ته که له یوې خوا پام ملتونه د ناسم رهبر له ټاکلو ژغوري، خو له بلي خوا ښایي چي داستاني او خیالي تاریخ لوستنه تر ممکنه حده یو ملت په تشو ویاړونو او رومانیتونو مبتلا کړي.
۴ – ” تاریخ باید په موږ کي شور او شوق را وپاروي. “
ګویته
په ظاهره خو د جرمني متفکر ولفګنګ فن ګویته د وینا څخه د تاریخ لوستل د شور، شوق او مستۍ په مانا راځي. خو سړی اټکل کولای سي چي ګویته د تاریخ د لوستلو څخه خوښي، د پېښو د علتونو معلومول او د فکر کولو د روحیې قوي کول او د تېرو سویو پېښو څخه اټکل او معلومول اظهاروي او څرګندوي.
۵ – ” تاریخ د بشري روح د ځان پوهېدني او آزادۍ بشپړتیایي تګلوری دی. “
ویلهلم هیګل
هیګل تاریخ د بشر د دنني روح د پېژندني په توګه وړاندي کوي. دی د ځان پوهېدني او آزادۍ بشپړ تګلوری هم تاریخ بولي او وایي چي تاریخ یو بې هدفه جریان نه، بلکي هغه مسیر دی چي بشر په بشپړ ډول د آزادۍ میدان ته پکښي وتلای او په دغه میدان کي د آزادۍ لپاره جنګېدلای سي.
۶ – ” تاریخ په ظاهر کي یوازي د تېرو کیسو بیان دی، خو په باطن یا حقیقت کي د کایناتو د پېښو د رښتینو علتونو پلټنه او د هغو د څرنګوالي دقیق علم دی. “
ابن خلدون
عبدالرحمن ابن خلدون چي د تاریخ د فلسفې بنیادګر هم دی تاریخ له ظاهري پلوه د کیسو بیان بولي. دا چي ابن خلدون په لومړي ځل تاریخ چاڼ او له درباره را بهر کړ ځکه یې ښایي دغه علم د پېښو د علتونو او څرنګوالي یو دقیق او عمیق علم بللی وي. د عبدالرحمن ابن خلدون په آند تاریخ په ظاهر کي د تېرو جریانونو او بهیرونو بیان دی. خو په واقعیت کي دا علم د پېښو تر شاه علتونه څېړي. د بشر د بریا راز او د ماتي سبب را سپړي. او دا په اثبات رسوي چي انساني پېښي، تاوده جریانونه، د ملتونو عروج او زوال تر شاه څرګند سببونه او لاملونه لري چي له کبله یې د انسانانو تر منځ پېښي واقع کېږي او په کایناتي نړۍ او انساني ډګر کي هر راغلی تحول تر شاه ګڼي پوښتني، ګروږني او پلټني لري.
۷ – ” په پرون کي د مادي، شعوري، او سیلقوي تفاوتونو او اختلافاتو څخه د را پیدا سویو حوادثو علمي تحلیل او بیان ته تاریخ وایي. “
ابراهیم عطایي
مرحوم عطایي چي په افغان مُورخینو کي د دقیق او اکاډمیک لیکوال په توګه هم یادېږي تاریخ له کیسې، داستان او افسانوي روایاتو څخه بېخي جلا او د علتونو، پېښو، سببونو، واقعیتونو، بشري جریانونو او تودو بهیرونو علم یې وړاندي کوي. دی ښایي لومړی افغان مُورخ وي چي د تاریخ په باب یې خپل قوي لید لوری د رښتونو واقعیاتو سره د نه ټکر په صورت کي وړاندي کړی. عطایي چي پر افغان تاریخ یو ریالیسټیک او اکاډمیک اثر هم لري تاریخ په ماضي یا تېر زمان کي د مادي، شعوري او سیلقوي تفاوتونو او اختلافاتو و تحلیلي څېړلو او بیانولو ته وایي.
عطایي صاحب په دې نظر وو چي تاریخي پېښي داسي یو دم نه رامنځته کېږي بلکي تر شاه یې شته اقتصادي، ټولنیز، فکري او سیلقوي عوامل دي چي پېښي را زېږوي او تاریخي اتلان وړاندي کوي. اتل د تاریخ برخه ده. خو ټول تاریخ نه ده. تاریخي کرکټر او اتل هم داسي یو دم نه را برسېره کېږي بلکي د زمانې په اوږدو کي موجود شرایط دی و عمل او عکس العمل ته هڅوي چي د تاریخ یوه برخه و اوسي. د هوتکو پاڅون چي پر افغان خاوره لومړنی خوځښت بلل کېږي د شاعر او مُورخ عبدالباري جهاني د نوې څېړني پر اساس د عمل نه د عکس العمل شکل یې درلود. جهاني زیاتوي چي که د صفوي رژیم له حده وتلی استبداد، ظلم، درنې مالیې او د امپراطورۍ په دننه کي اختلافات او اخلاقي فساد نه وای، ښایي د هوتکو پاڅون او د میرویس کرکټر به کوم بل چېري را منځته سوی او یا به یې صورت نیولی وای. دا چي د کندهار پر جغرافیه د صفویانو استبداد له حده زیات سو ځکه یې په پایله کي د هوتکو پاڅون را منځته ته او د عکس العمل شکل یې اختیار کړ. د عطایي نظر د تاریخ په باب د همدغو او ورته نورو پېښو و علتونو ته اشاره ده. د مثال په توګه د کندهار پر ستراتیژیک موقعیت او جغرافیه د صفوي رژیم او د دې رژیم د حاکم د کلانتر ګرګین خان ګرجي بې حده ظلمونه ول چي پر وړاندي یې خلک را پورته او بیا نو په مسلسل ډول پېښي را منځته سوې. د هوتکو پاڅون، بیا خپلواک حکومت، پر کندهار د کیخسرو خان حملې، د شاه محمود له لوري د اصفهان فتحه او ورته نوري پېښي یې څرګند مثال دی. عطایي یوازي د پېښو پر ژور څېړلو، سپړلو او وړاندي کولو بسنه نه کوي. دی نظر لري چي یوه پېښه د بلي پېښي و واقعي کېدو ته زمېنه برابروي. یا په بله اصطلاح یوه پېښه بله زېږوي. دی د هوتکو د پاڅون او پر افغان خاوره د احمدشاه بابا له لوري د لومړني دولت جوړوني او بنسټ ایښودني، د میرویس نیکه د پاڅون، او پر افغان خاوره د آزادۍ لپاره د غلجیو د پرله پسي هڅو پایله ګڼي. دی هغه فضا چي نادر افشار په آسیا کي لښکر کښیو ته ملا تړلې وه او پر افغان خاوره د کوم حاکمیت څرک نه وو، څېړي. او بیا پر افغان خاوره لومړۍ دولت جوړونه د هوتکو د سیاسي پالیسۍ او حکومتدارۍ او واکمنۍ سره څېړي. او تر د دغو ټولو پېښو تر شاه شته علتونه را باسي او په سبب یې د پېښو پیش بیني او را منځته کېدنه وړاندي کوي.
۸ – ” تاریخ د تمدنونو د عروج او زوال کیسه ده، چي څنګه د محیط او شرایطو ننګونو ته جواب ووایي. “
ارنولډ ټاینبي
ارنولډ د شلمي میلادي پېړۍ د وتلو برتانوي تاریخپوهانو څخه وو. دی تاریخ د ښاري او انساني ژوند، نظم او حکومتي نظام د اوج ته رسېدو او بیرته لمنځه تلو کیسه بولي. په تمدن کي د را منځته سویو تحولاتو جګړو، فساد، زور زیاتي او نا آرامي پر وړاندي ارنولډ تمدن اړ بولي چي مثبت یې جواب کړي تر څو د ودي پر لور سوق سي. او د یوه مدنیت یا تمدن جواب که برعکس وي ښایي ژر یې زوال پیل، وده یې کمزورې او بلاخره یې لمنځه تله پسي شروع سي.
۹ – ” تاریخ باید د جنګونو او واکمنانو د تشریح پر ځای، د انسان د ذهن، دودونو، هنرونو او علومو د پرمختګ کیسه وي.”
والټیر
د روښانتیا د دورې دا مهم مفکر فلیسوف والټیر تاریخ له سیاست څخه را جلا او د هنر، فرهنګ او علومو د منځته راتګ، ودي او پرمختګ کیسه او جریان یې معرفي کوي. دی په ظاهره په تاریخ کي د سیاسي پېښو د رنګ او خوند مخالف ښکاري خو د تاریخ غوندي د یو ستر علم دنده یوازي د علومو، هنرونو او دودونو بیان نه بلکي د انساني ژوند د تېرو پېښو، پړاونو واقعیتونو او بدلونونو واقعي او تحلیلي بیان دی. البته سړی باید دا پر اضافه کړي چي هر شی تاریخ او مخینه لري او تاریخ بیا د هري برخي د څېړلو لکه هنر، موسیقۍ فرهنګ او نورو لپاره جلا جلا برخي او څانګي لري.
۱۰ – ” تاریخ د مورخ او د هغه د حقایقو ترمنځ یو نه ختمېدونکی تعامل دی. دا د اوسمهال او تېر مهال ترمنځ یوه نه ختمېدونکې مکالمه ده.”
اي اِچ کار
فروفیسور اي اِچ کار پخپل اثر ” تاریخ څه ته وایي؟ ” کي تاریخ د هغه د لیکوال (مُورخ) سره د حقیقتونو تر منځ یو ناتمام تعامل بولي، او په دې باور دی چي تاریخ لیکوونکی که هرڅونه د تاریخ لیکلو پر مهال ځان بې طرفه وښيي بیا هم د حال یا اوسنۍ زمانې تاثیرات، حالات او جریانات پر پرېوزي او تېرو حالاتو ته د اوسنیو حالاتو له عینکو ور ګوري. او یا د اوس وخت حالاتو ته په کتو او تاثیر ماضي را سپړي چي بیا پېښي هغسي نسي څېړلای یا وړاندي کولای څنګه چي رامنځته او واقعي سویدي.
د تاریخ په باب د یوه ستر علم په اړه لید لوري او نظرونه ښایي بېخي ډېر وي. دلته ما هڅه کړې چي له بېلا بېلو منابعو څخه د افغان لیکوال مرحوم عطایي په ګډون د ځینو پوهانو او لیکوالانو نظرونه را وړم او خپله تشریح پر اضافه کړم چي ښایي څه ناڅه به یې د را ژباړل سویو نظرونو په سم وړاندي کولو او تشریح کولو کي مرسته کړې وي.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۶/۱/۶ سه شنبه.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
Comments are closed.