مصنوعي ځیرکتیا څه ده؟

عزت الله زهیر

40

مصنوعي ځیرکتیا یا Artificial Intelligence څه شی ده؟
مصنوعي ځیرکتیا چې ډیری خلک ورته ته په لنډ ډول AI وايي چې د A معنا Artificial او د I معنا Intelligence ده چې پوره معنا يې Artificial Intelligence یا مصنوعي ځیرکتیا ده. مصنوعي ځیرکتیا څخه هدف کمپیوټر یا ماشین ته لارښوونه کول دي چې دا کار داسې وکړه څنګه يې چې انسان کوي. یعنې د انسان خصوصیات انتقالول ماشین ته او ماشین دې ته اماده کول چې د انسان په څیر کارونه وکړي چې دې ته مصنوعي څیرکتیا وايي. یا کله چې په یو ماشین او یا سافټویر کې د یو کار لپاره داسې Programming Code وشي چې انسان ته ددې ضرورت پیدا نه شي چې هغه کار تر سره کړي بلکې ماشین یا سافټویر يې تر سره کړي.
اول ځل لپاره جان مک کارتي په ۱۹۵۰ میلادي کال کې د مصنوعي ذهانت اصطلاح ایجاد کړه
اوس راځو دواړه الفاظ باندې یو څه رڼا اچوو لومړی که چېرته راشو Intelligence یا ذهانت یا ځیرکتیا ته چې دا څه شی ده؟
ذهانت هغه څه دي چې په واسطه يې مونږ او تاسې یو څه زده کوو، د مثال په ډول باندې ته یو انسان يې تا کمپیوټر زده کړی ده، نو دغه کمپیوټر چې تا زده کړی ده دا تا learning یا زده کړه کړې چې د همدغې زده کړې په اساس سره تا کمپیوټر زده کړی ده، یعنې تا ته یو چا د کمپیوټر په باره کې زده کړه درکړې او زده کړی دې ده. همدارنګه تا یوه ژبه زده کړې لکه انګلیسي نو تا ددغې ژبې زده کړه کړې او وروسته دې زده کړې ده. یعنې کله چې ته یو څه زده کوې اول يې زده کړه یا Learning کوې وروسته يې زده کوې. یا که چېرته تاسې ته یو څوک ووايي چې اوبه راکړه نو ته ځې اوبه ورته راوړې او ورکوې يې ځکه چې ته پوهیږي چې دغه کس له ما څخه د اوبو غوښتنه وکړه ځکه چې دا د پښتو ژبې جمله ده او تا زده کړي او یا ددې په اړه ته پوه شوی يې. همدارنګه که چېرته یو څوک له تا څخه د کمپیوټر په اړه پوښتنه وکړي چې دا څه شی ده؟ نو ته په ځواب کې ورته وايي چې دا کمپیوټر ده ځکه چې ته په دې پوه شوی يې چې دا کمپیوټرده یعنې تا کمپیوټر پېژندلی ده، همدارنګه که چېرته تاسې کوم ځای ته په سفر ځی او د لمانځه وخت راشي نو تاسې ډریور ته وايی چې دلته ودرېږه لمونځ کوو نو هغه دریږي ځکه چې هغه پوهیږي چې خلکو د لمانځه په باره کې خبره وکړه نو هغه درته دریږي.
ځیرکتیا یا Intelligence په ډوه ډوله ده
اول. طبعي څیرکتیا یا Natural Intelligence
دوهم. مصنوعي یا Artificial Intelligence
لومړی Natural Intelligence : کوم ذهنیت چې الله پاک مونږ او تاسې یعنې انسانانو ته راکړی ده دې ته Natural Intelligence یعنې طبیعي ذهنیت وايي.

دوهم. Artificial Intelligence یا مصنوعي ځیرکتیا: کله چې انسان یو شی په خپل لاس سره جوړ کړي او هغه شي ته انسان په خپله ذهانت یا ذهنیت ور واچوي دې ذهانت ته مصنوعي ذهانت یا Artificial Intelligence وايي. لکه روباټ او یا ځینې سافټویرونه لکه Chat GPT, Google Assistance, chat bot, Open AI, aIXcoder او داسې نور.
اوس که چېرته په دې سافټویرونو کې Chat GPT ته ځیر شو په دې کې داسې ذهنیت اچول شوی چې دی به له تاسو سره په داسې ډول خبرې کوي لکه څنګه چې په خپل منځ کې د یو بل سره خبرې کوی. که چېرته تاسو د Chat GPT څخه د ریاضي یو سوال وکړی که څومره سخت هم وي نو تاسې ته يې ځواب په کم وخت کې درکوي ځکه چې دا ذهنیت Chat GPT ته مخکې نه ورکړل شوی ده هغه هم د انسان په واسطه. همدارنګه که چېرته تاسې ورڅخه د یوې ژبې د ګرامر په هکله پوښتنه وکړی نو تاسې ته فوري ځواب درکوي ځکه چې دا ذهنیت ده ته ورکړل شوی ده مخکې نه مخکې.
یعنې ټول هغه کارونه چې انسان يې تر سره کوي که هغه اسان کارونه دي او یا سخت کارونه دي مصنوعي ځیرکتیا دغه کارونه د انسان څخه په کم وخت او په ښه ډول تر سره کولای شي. چې تر 2030 پورې به AI د انسانانو په پرتله خورا پیاوړی وي چې زموږ نړۍ به بدله کړي. که څه هم دا یو راحت ده خو د راحت تر څنګ يې زیان هم شته ده هغه داسې چې که چېرته مصنوعي ځیرکتیا په نړۍ کې په مکمل ډول تطبیق شي نو په میلیونونو انسانان به خپلې دندې له لاسه ورکړي او بیکاره به شي. یعنې مطلب دا چې په میلیونونو انسانان به د خپل مسلک اړوند کارونه د مصنوعي ځیرکتیا سره اعیار کړي. چې دغه ټکنالوجي یوه خودکاره ټکنالوجي ده چې د انسانانو د ژوند اکثر برخو ته داخله شوې ده چې ډیر انساني کارونه همدغه ټکنالوجي ترسره کوي او تنظیموي يې. یعنې دې ټکنالوجۍ وکولای شول چې کمپیوټر او ماشینونه دې ته اماده کړي چې انساني رویه تقلید کړي او د انسان په څېر چارې مخته یوسي.
همدارنګه کوم کار چې ورته وسپارل شي نو تصمیم په خپله ورته نیسي او په کار کې دقت او تیزوالی يې له انسانانو تېز ده.
کله چې مصنوعي ځیرکتیا په مکمل ډول په نړۍ کې د تطبیق وړ وګرځي نو څه به پېښ شي؟
لومړی دا چې په میلیونونو انسانان به بې روزګاره یا بې وظیفې شي. خو هغه څوک به نه بې کاره کیږي چې څوک د نوې ټکنالوجۍ سره ځان Update ساتي. هغه داسې چې کومې دندې چې د مصنوعي ځیرکتیا سره له منځه ځي د همدغو وظیفو په عوض د مصنوعي ځیرکتیا په راتک سره نورې وظیفې منځته راځي نو دغه وظیفې به د هغه چا لپاره وي چې د نوې تکنالوجۍ سره خپل ځان Update ساتي او تاوان به د هغه چا لپاره وي چې د نوې ټکنالوجۍ سره ځان Update نه ساتي.
دوهم. په هسپتالونو کې به د ډاکټر پر ځای علاج د مصنوعي ځیرکتیا ماشینونه کوي.
دریم. موټر ته به د انسان ضرورت نه وي چې ويې چلوي بلکې موټر به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته داسې چلیږي لکه څنګه يې چې یو تکړه او با تجربه ډریور چلوي.
څلورم. طیارې به د انساني پیلوټانو پر ځای د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوجۍ پر مټ الوتل کوي د یو هیواد څخه به بل هیواد ته مسافر انتقال کوي.
پنځم. مصنوعي ځیرکتیا به وکولای شی چې غټ او واړه تجارتونه د انسان په نشتون کې تر سره کړي.
شپږم. تدریس کول به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په مکتبونو او پوهنتونونو کې ترسره کیږي.
اووم. د بزګرۍ کارونه به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته تر سره کیږي لکه د فصلونو کرل، فصلونو ته اوبه ورکول، فصلونه ریبل فصلونه دوا پاشي کول او داسې نور.

اتم. د ګارډانو او یا مخافیظینو کارونه به د مصنوعي ځیرکتیا د روباټونو په مرسته کیږي.
نهم. په هوټلونو او ریسټورانټونو کې به پخلی د مصنوعي ځیرکتیا د ماشینونو او یا روباټونو په مرسته کیږي.
لسم. د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته به انسان وکولای شي چې د سمندر د پاسه بیړۍ او د سمندر لاندې اوبتلونه کنټرول او وچلوي.
یولسم. د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته به د یو هیواد د هوايي حریم سېسټم کنټرول کیږي.
دولسم. که چېرته تاسې کوم هیواد ته په سفر ځی او د هغه هیواد ژبه مو نه وي زده نو هلته تاسو ته د ترجمان ضرورت نشته بلکې تاسې کولا شی چې د هغه هیواد د وګړو ژبه بغېر د ترجمان څخه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته خپلې ژبې ته او ستا ژبه د هغوی ژبې ته په دروست ډول وژباړی او پرې پوه شی، چې دغه برخه اوس د تطبیق شوی ده. او همدارنګه که ته په پښتو وینا وکړې او غواړې چې زما وینا دې په څو ژبو وژباړل شي نو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته کولای شو چې خپلې خبرې یا ویناوې څو ژبو ته واړوو او یو نقطه غلطي به هم نه کوي یعنې بلکل دقیقه ژباړه به کوي او ستاسو د وجود د حرکاتو مطابق ژباړه به کوي.
دیارلسم. د انتخاباتو سېسټم به ټول د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته تر سره کیږي درغلي به پکې نه کیږي او په سکنډونو کې به کامیاب او ناکام معلوموي.
څوارلسم. لوی او واړه نېټورکونه به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مدریت کیږي.
پنځلسم. سافټویرونه به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړیږي.
شپاړسم. د ګرافیک ډیزاین کارونه به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په لنډ وخت کې تر سره کیږي. چې دا برخه تر یوه حده تطبیق شوې ده
اولسم. هر قسمه ویډیوګانې به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په کم وخت کې Edit کیږي. دا برخه هم تر یوه حده پورې تطبیق شوې ده.
اتلسم. نظامي ځایونه به ټول د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته سمبالیږي.
نولسم. هر ډول کارخانې به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته چلیږي. او داسې نور

د مصنوعي ځیرکتیا ګټې:
د مصنوعي ځیرکتیا ګټې خورا لویې او ډېرې دي او کولی شي په هر مسلکي سکتور کې انقلاب راولي. راځئ چې ځینو باندې ځان پوه کړو.
اول ګټه يې د انسان تېروتنو کمول دي، د “انساني تېروتنې” کلمه ځکه پیدا شوې چې انسانان وخت په وخت تېروتنې کوي. په هرصورت، کمپیوټرونه دا غلطي نه کوي که چېرته په سمه توګه پروګرام شوي وي. د مصنوعي ځیرکتیا سره، پریکړې د مخکینیو راټول شویو معلوماتو څخه اخیستل کیږي چې د الګوریتم یو ځانګړي سیټ عملي کوي. نو په دې سره تېروتنې ختم کیږي.
د مثال په ډ‌ول د AI په کارولو سره د هوا وړاندوینې کې د هوا وړاندوینې ادارو د بشري تېروتنې لویه برخه کمه کړې.

دوهم ګټه يې دا ده چې د انسانانو پر ځای خطرونه مصنوعي ځیرکتیا اخلي چې ښه مثال يې ډرون طیاره ده چې پیلوټ ته ضرورت نه لري که چېرته نسکوره کړل شي نو انسان پکې نه وي او نه په نسکوره کیدلو سره انسان ته پکې کوم خطر رسیږي. اول همدارنګه د AI روباټونه په داسې شرایطو کې کارول کیدی شي چیرته چې کوم ځای ته داخل کیدل خطرناکه وي نو هغه ځای ته روباټ داخل کولای شو او د انسان پر ځای خطر پر ځان مني.
نورټ ډرون طیاره هم د مصنوعي ځیرکتیا یو مثال ده چې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوجي پکې استعمال شوی ده.

دریمه ګټه يې دا ده چې څلورویشت ساعته بدون د ستړیا کار کولای شي لکه د مثال په ډول یو اوسط انسان به په ورځ کې له وقفې پرته د 4-6 ساعتونو لپاره کار وکړي. انسانان په دې ډول جوړ شوي چې د خپل ځان د تازه کولو لپاره یو څه وخت ترلاسه کړي تر څو استراحت یا دمه وکړي او د کار نوي ورځې لپاره چمتو شي او حتی د خپل کاري ژوند او شخصي ژوند سره د پاتې کیدو لپاره حتی اونۍ رخصت وکړي. مګر د AI په کارولو سره موږ کولی شو یو کار د AI ماشینونه په واسطه بدون له ستړیا څخه تر سره کړو یعنې مقصد دا چې ماشین ستړی کیږي نه او هر وخت کار کولای شي.

څلورم د نورو ټیکنالوژیو تر څنګ د AI په کارولو سره موږ کولی شو ماشینونه د انسان په پرتله ګړندي پریکړې وکړي او کارونه ګړندي ترسره کړي. یعنې کوم کار چې انسان په ساعتونو کې کوي د AI په واسطه داسې کارونه په دقیقو کې ترسره کولای شو. او داسې نور.

اوس راځو د AI تاوانونو پېژنو لکه څرنګه چې AI ګټې لري نو دګټو تر څنګ يې تاوانونه هم شته چې یو څو به يې د مثال په ډول تشریح کړو.

اول تاوان يې دا ده چې د AI په تطبیق کولو سره به میلیونونه انسانان خپلې وظیفې او مصروفیات له لاسه ورکړي.
دوهم تاوان يې دا ده چې کله مونږ خپل کارونه د AI ټکنالوجۍ سره اعیاروو نو زیات مصرف ورباندې راځي.
دریم تاوان يې دا ده چې د AI سره انسانان سست کیږي یا تنبل اموخته کیږي چې د کار ډیری برخې يې د AI ماشینونه مخته وړي انسانان په دې اختراعاتو روږدي کیږي چې کولی شي راتلونکي نسلونو ته ستونزې رامینځته کړي.
څلورم تاوان يې دا ده چې د AI ماشین یا روباټ یوازې هغه کارونه تر سره کولای شي چې کوم کارونه ورته معرفي شوي وي یعنې د انسان په څېر په یو وخت کې څو کارونه نه شي کولای.

نوټ: دا چې مصنوعي ځیرکتیا هم ګټې لري او هم تاوانونه لري مګر موږ د انسانانو په توګه باید دې ته پاملرنه وکړو چې د AI مثبت اړخونه وکاروو ترڅو غوره نړۍ رامینځته کړو. مصنوعي ځیرکتیا د پام وړ احتمالي ګټې لري. ځینې خلک دا هم وايي چې مصنوعي هوښیارتیا کولی شي انساني تمدن له مینځه یوسي که چیرې دا غلط لاس ته لاړ شي. مګر بیا هم، د AI ټکنالوجي ددې هدف لپاره نه ده رامینځته شوي چې کولی شي انسانیت ویجاړ یا غلام کړي

نوټ. دنیا ډېره مخ په ترقۍ روانه ده باید چې د ټکنالوجۍ په برخه کې دلته زیات کار وشي که چېرته مونږ او تاسې ځان د نورو هیوادونو سره مقایسه کړو مو دومره شاته پاتې یو لکه یو کس چې تر دوکتورا رسیدلی وي او بل کس د مکتب په اول صنف کې وي، چې زمونږ او تاسې مثال د اول صنف د شاګرد په څېر ده او نورا دنیا په مثال د دکتورا ده، دلته د کمپيوټر ساینس په پوهنځي کې درته څلور کاله په چفټر تیر کړي هغه Copy Paste چفټر دوه ورقې درته فیشني استاد ګل وايي لس ورقې تا ته درکوي چې اطاق یا کور کې يې مطالعه کړه وغېره وغېره.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.