مرۍ ته د تیزاب راپورته کېدل یا GER :
ګرانو دوستانو ! نن هغو دوستانو ته څه د زړه جوشي په عارضه لاس او ګرېوان دي معلومات مه ورته برابر کړی ده هیله ده څه خوښ شي .
مرۍ ته د معدې تېزاب راپورته کېدل يا
Gastro-esophageal Reflux
مري له معدې څخه د یوه ور ( سفنګټر ) په وسیله جلا شوې ده. دغه ور له مرۍ څخه مواد پرېږدي چې معدې ته لاړ شي خو له معدې څخه یې بېرته نه راپرېږدي چې پورته لاړ شي. هر کله چې دغه ور سستېږي او پلې یې پوره نه سره ورځي، د معدې تېزاب مرۍ ته خېژي او هلته د سوي ( سوزش ) سبب کېږي. پخپله د معدې دېوالونه له دننه خوا داسې پوښ لري چې تېزاب ورباندې اثر نه شي کولای خو په مرۍ کې بیا دغه پوښ نشته، په همدې وجه سوی کوي.
دا ناروغي نسبتاً عامه او په افغانستان کې نسبتاً ډېره عامه ده او دلیلونه یې زموږ په دودونو، اقتصادي وضعیت، پر نس څملاستي , کلتور او عادتونو کې دي. د معدې د نورو ناروغیو په شان دا هم په روژه کې زور اخلي.
د ناروغۍ نښې نښانې:
په مرۍ کې د سوځېدو احساس، خولې ته د تروشو اوبو یا د خوړو بېرته راتلل، په ستوني کې د ډکوالي احساس، ځنډمنه ټوخلي. دا ناروغي د شدت په لحاظ په څو درجو وېشل کېږي. په کمه درجه کې یې دا نښې نښانې کله کله لیدل کېږي خو په شدیده درجه کې یې ډېر کله. نښې نښانې معمولاً هله لا سختېږي چې څوک تروه شیان (لیمو، نارنج، اچار، سرکه, مرچ)، ډېر غوړ، ډېر سري کړي شیان، او یا ډېره خواږه شیان وخوري.
د معدې او مرۍ تر منځ ور ولې سستېږي؟
که معده له حده زیاته ډکه شي، دېوالونه یې سره لرې کېږي او دغه ور هم د دېوالونو په پاسنۍ برخه کې لګېدلی دی، نو د وره پلې بهر خوا ته کش کېږي او د تړل کېدو په وخت کې پوره نه سره ورځي. له بلې خوا د معدې زیات ډکېدل، د معدې داخلي فشار زیاتوي. دغه فشار د وره پلې پورې وهي او چوله په کې پیدا کوي.
له خوړو وروسته سم لاسي څملاستل یې بله وجه ده. په ناست یا ولاړ حالت کې د ځمکې جاذبه د معدې محتویات کښته خوا ته راکشوي او پورتنۍ خوا یې له فشاره نسبتاً خلاصه وي. خو که څوک څملي د جاذبې قوه د معدې محتوي په افقي یا هواره کرښه کې برابروي نو بیا هم د معدې او مرۍ ترمنځ ور تر فشار لاندې راځي. بهتره ده چې تر ډوډۍ وروسته اقلاً یو ساعت له څملاستو ډډه وکړو.
زموږ اکثره خلک د کوټې پر غولي ډوډۍ ته پلترۍ (پلتۍ )وهي خو غربیان بیا مېزونو ته پر چوکیو کېني. زموږ د ډوډۍ خوړلو طریقه مناسبه په دې نه ده چې پر ځمکې د ناستې پر مهال پر نس باندې فشار زیاتېږي. په دې حالت کې ساه اخیستل هم سختېږي او معمولاً له ډوډۍ سره هوا هم معدې ته تېرېږي، همدا وجه ده چې زموږ خلک نسبتاً ډېر ټېغونه ( ارګمي) وهي.
د پرتوګاښ یا ملاوستني ټینګ تړل او د تنګو جامو اغوستل پر خېټې او معدې باندې اضافي فشار تحمیلوي. نو ښه به دا وي چې د خوراک په وخت کې نسبتاً ازاد کالي واغوندو.
غربیان د اصلي (درې وخته) خوړو تر منځ سپک شیان خوري (snack) نو د ډوډۍ په وخت کې بیا لوږې دومره نه وي ځپلي چې ډوډۍ په بېړه وخوري او معده تر خولې پورې ډکه کړي. خو زموږ خلک دا رواج نه لري. موږ ډوډۍ، سابه، مېوه، اوبه، تروې او هرڅه چې مو لاس ته راشي، په یوه وار پر دسترخوان ږدو او نسونه ډکوو. بهتره ده چې میوه او ترکاري د غرمې او ماښام تر ډوډۍ یو – دوه ساعته مخکې وخوړل شي. دې سره به یې جذب اسانه شي او د ګټورو موادو زیاته برخه به یې بدن ته ورجذبه شي او هم به لوږه ورسره کمه شي.
ولې دا ناروغي په روژه کې سختېږي؟
ځینې خلک ګومان کوي چې روژه معدې ته دمه ورکوي او د استراحت زمینه ورته برابروي خو زموږ عملي تجربه د دې خبرې اپوټه ده. لوږې تندې ځپلی بني ادم چې څنګه د اذان غږ اوري، اوبه، شربت، شړومبې، خرما، پېرکي … پر له پسې پر معدې حواله کوي او دومره یې پړسوي چې نور نو خاشه ځای په کې پاتې نه شي. البته د ډاکترانو توصیه خو دا ده چې داسې مه کوئ. روژه په کم شي ماته کړئ او بیا یو ساعت وروسته په کراره سمه ډوډۍ وخورئ خو په عمل کې به څو کسان دا کار وکړای شي؟ ایا د اوړي د دې ګرمۍ ساعتونه تنده تا پرېږدي چې په یو ګېلاس اوبو ګوزاره وکړې؟
په پېشلمي کې خلک مجبور دي ژر ژر ډوډۍ وخوري او د سهار تر لمانځه پورې بېرته څملي او خوب پوره کړي ځکه چې اکثره خلک ټوله ورځ کار او مزدوري کوي، د ورځې خوب ته وخت نه پیدا کوي. نو کله چې په ډکه معده څملي، د معدې او مرۍ ترمنځ پر وره باندې فشار راځي.
همدارنګه په روژه کې انسان تروشو شیانو ته ډېر هوسېږي، د لیمو شربت، اچار، مرچکی، تروې … دا شیان ناروغي سختوي.
درملنه:
لومړی خو له هغو حالتونو ځان ساتل په کار دي چې پر معدې فشار زیاتوي. موږ باید خپلو دودونو او عادتونو ته بیاکتنه وکړو. که بیا هم څوک دا ناروغي لري، باید د معدې متخصص ډاکتر ته ورشي. درملنه ۴-۶ اوونیو وخت نیسي.
که ناروغي پر وخت درملنه نه شي، کېدای شي په مرۍ کې زخمونه پیدا شي. د زخمونو بیا بیا رامنځته کېدل کله کله د سرطان سبب کېږي.
يادونه : په خوړو کې مو افراط مه کوي او هغه عادتونه څه مه پورته یاد کړل او کې تاسو یې لرئ اصلاح یې کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.