ګرانو دوستانو! د انسان د بدن له جوړښت څخه خبر شئ، چې دا ټول د پاک څښتن تعالی له قدرتونو څخه دي او انسان باید تل د الله ج د قدر څخه اداینه وکړي، نو دا لاندې په زړه پورې معلومات هم ولولي.
د انسان له جوړښت څخه یو څو مثالونه
ـــ د انسان په هډوکو کې ۲۲ فیصده اوبه شتون لري.
ـــ انسان د خولو په وسیله ۸۵ فیصده تودوخه بهر کوي.
ـــ یو پنځه کلن ماشوم ۲۰ دانې غاښونه لري.
ـــ د انسان په دماغو کې یو میلیارد او شل لکه عصبي حجرې شتون لري.
ـــ انساني خوله د بدن یو فیصد مالګه بهر کوي.
ـــ د انسان د بډوډي (پښتورګي) وزن ۱۲۸ ګرامه دی.
ـــ د وینې سره کرویات ۱۲۰ ورځې عمر لري.
ـــ حجره (Cell) د ژوندیو موجوداتو ساختماني، وظیفوي، تکثري، تکاملي او ارثي واحد دی.
ـــ حجرات یوه اونۍ عمر لري.
ـــ وینه د بدن د تودوخې درجه برقراره ساتي.
ـــ وینه ټول بدن ته اکسیجن رسوي.
ـــ وینه ټول بدن ته انرژي انتقالوي.
ـــ د عمر په تېرېدو د دماغو فعالیت کمېږي.
ـــ د نورو غړو په پرتله، زړه لس چنده ډېره انرژي مصرفوي.
ـــ د انسان د زړه شکل د پان پاڼې په شان دی.
ـــ د ۴۵ کلونو په موده کې زړه د ۳ لکه ټنه په شاوخوا کې وینه پمپ کوي.
ـــ د یوه عادي انسان د سر او بدن د وېښتانو شمېر اته لکو ته رسېږي.
ـــ که چېرې د انسان له بدن څخه ۵۰ سلنه وینه بهر شي، نو انسان له مرګ سره مخامخ کېږي.
ـــ د ګاهن په نامه یوه ساینسپوه ویلي، چې د انسان د هډوکو ډېره برخه له فاسفورس څخه جوړه شوې ده.
ـــ په وینه کې دوه ډوله انتي جن پیدا شوي دي، چې یو یې A او بل یې B دی.
ـــ په ۱۸۷۰ زېږدیز کال کې د انسان او حیوان د وینې ترمنځ توپیر معلوم شو.
ـــ په ویټامینونو کې تر ټولو لومړی سي (C) ویټامین وموندل شو.
ـــ ویټامین اې (A) په سبزیجاتو کې لکه: رومي بادنجان، ګازرې او په حیواني محصولاتو کې لکه د چرګې په هګۍ او شیدو کې ډېر پیدا کېږي.
ـــ د لمر په رڼا کې د انسان پوستکی د ډي (D) ویټامین جوړوي.
ـــ د هډوکو په غښتلتیا او کلکوالي کې د ډي ویټامین ډېر اړین رول لري.
ـــ د (B1) ویټامین د کمښت له امله د بیري بیري په نامه ناروغي رامنځته کېږي.
ـــ ویټامین (B) په اوبو کې او ویټامین (A) په غوړو کې حل کېږي.
ـــ په سړو هېوادونو کې خلک د ویټامین (D) له کمښت سره مخامخ دي.
ـــ ویټامینونه په خوړو کې نه شمېرل کېږي.
ـــ یو انسان د خپل فعالیت لپاره ۳۴۰۰ کالوري ته اړتیا لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320