فرانسه غیرقانوني افغان کډوال باسي

35

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ایستلو په موخه «تخنیکي خبرې» پیل کړې دي چې په فرانسه کې په غیرقانوني ډول اوسېږي او د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.

د دغه وزارت ویاند، پاسکال کنفاورو، دا موضوع پرون، د تلې ۱۶مه، په یوه خبري غونډه کې مطرح کړې او ویلي یې دي: «دا اقدام تر هر څه وړاندې د فرانسوي وګړو د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره کېږي.»

هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره دغه خبرې، لکه د نورو اروپايي هېوادونو خبرې، یوازې تخنیکي بڼه لري.

دغه فرانسوي چارواکي د هغو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي چې د بېرته ایستلو پرېکړه به یې وشي، او په دې اړه یې پوښتنې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ته راجع کړې دي.

کنفاورو ټینګار کړی چې د دې اقدام موخه د پناه غوښتونکو او ښځو بېرته ستنول نه دي، بلکې هغه کسان به وایستل شي چې «زموږ په خاوره کې خطرناک ګڼل کېږي».

نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا فرانسه به هم د جرمني په څېر د افغان کډوالو د بېرته ایستلو بهیر د اسانتیا لپاره د طالبانو استازي ومني، ویلي دي: «اوس مهال دا موضوع مطرح نه ده.»

د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۰ غړو هېوادونو اعلان کړی چې غیرقانوني کډوال باید افغانستان ته بېرته واستول شي. جرمني په دې برخه کې لومړی ګام اخیستی او د هغو افغان کډوالو د بېرته ایستلو بهیر یې پیل کړی چې په دغه هېواد کې په غیرقانوني ډول اوسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320