په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حل لارې يې

لیکنه : ډاکټر ش میره کی

28

دا واضح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلېږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغییر کوي.

د شکرې ناروغان د روژې او هایپوګلیسیمیا (د وینې ټیټ شکر) ترمنځ د اړیکو له امله، د شکر ناروغۍ خلک د ډیروزیان منونکو ډلو څخه دي. په هرصورت، څیړنې ښودلې چې د شکر ناروغۍ ناروغان کولی شي د لومړني تغذیې او دډاکټرانو سپارښتنو سره روژه ونیسي او د دوی په ناروغۍ مثبت اغیزه ولري. مګر د شکرې ځینې ناروغان انسولین تهاړتیا لري او د ډاکټر له اجازې پرته روژه نشي نیولی. ډاکټر تاسو سره مرسته کوي پرته له کومې ستونزې روژه ونیسئد کارول شوي درملو دوز تنظیمولو او د خواړو ټاکلو سره.

سر دردي، د معدې مشکلات , بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژه‌نیونکي ورسره د روژېپه میاشت کې مخ کېږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حللارې ورته وګورو.

د روژې سر  دردي 

د روژې په میاشت کې ډېری اشخاص د سردردي او یا هم میګرین باندې اخته کېږي.�دا کېدای شي بېلابېل عواملولري، لکه ولږه، بې خوبي، د وینې لوړ فشار، سګریت څکول، د قهوې زیات څښل او په بدن کې د معایاتو کمښت.

په روژه کې د سردردۍ د مخنیوي لپاره ښه ده د تورو چایو پرځای شین چای ډېر وڅښئ او هڅه وکړئ د ماښامه ترپیشلمي څو ګیلاسه وڅښئ.

همدارنګه د لمر له وړانګو څخه ځان وساتئ، هغوی چې سګریت څکوي، نو دا يې د پرېښودلو ښه میاشت ده، بایدپرېږدي.

له مایعاتو ډېره استفاده وکړئ او ترڅنګ يې هغه غذايي مواد وخورئ چې، کاربوهایدریت ولري څو بدن مو انرژيولري او له دې سره، سره هڅه وکړئ چې، په پېشلمې کې له ۳۰ تر ۵۰ ګرامو غوښه هم وخورئ، نو له سر دردۍ بهژغورل شوي یاست.

په روژه کې خوب

په روژه کې د نورو مواردو سربېره د خوب مهالوېش هم تغییر کوي.�خوب که نامنظم شي او بې خوبې رامنځتهشي، لږ خوب د بې حالۍ او خستګۍ سبب ګرځي او دا چاره مو د سردردي لامل هم کېږي.

د دې ښه حل لاره همدا ده چې د شپې لخوا وختي ویده شئ، څو پیشلمي ته وخته راپاڅېږئ، همدارنګه له پېشلميڅخه وروسته ژر مه ویده کېږئ دا چاره مو د بدهضمۍ سبب ګرځي او دا مو د خوب کیفیت خرابوي.

د پیشلمي وروسته هڅه وکړئ خپل کارونه او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړئ او په ارامه فکر مو خوب ځایته ورشئ.

روژه او ورزش 

ډېري په دې عقیده دي چې د روژې په میاشت کې باید سپورټ ونشي، ځکه دا حالت د ولږې او تندې سبب ګرځي،خو که په روژه کې سپورټ ونشي دا د چاغوالي او نورو ستونزو سبب ګرځي.

هڅه وکړئ لکه د نورو ورځو په شان په روژه کې سخت تمرینات مه ترسره کوئ خو کولای شئ ډېر په دقت منظمورزش وکړئ.

ارامه منډه، پیاده مزل او د بدن ټولو غړو ته مناسب حرکات ورکول د روژي د میاشتې ښه تمرینات دي.

هغوی چې د روژۍ په میاشت کې سپورت کوي ښه ده چې، ډیر مایعات ، مېوه او سبزیجات وخوري.

په روژه  کې د معدې او پښتورګو درد

د معدې درد او د پښتورګو ناروغي یوه بله مسئله ده چې د روژې په میاشت کې ورسره روژه داران مخامخ کېږي.

نامنظم خوراک او له خوراک څخه وروسته دستې خوب کول د معدې د درد باعث ګرځي او همدارنګه په بدن کې دمایعاتو کمښت د پښتورګو د درد لامل ګرځي.

د معدې د درد د مخنیوي لپاره ښه ده څه په پیشلمي کې مخکې له ډوډۍ خوړلو یوه قاشوغه شات وخورئ اوترڅنګ يې د خامو سبزیجاتو پرځای پاخه  وخورئ ترڅو د معدې له درده خلاص اوسئ.

د پښتورګو د ستونزو د مخنیوي لپاره ښه دی چې له ماښامه تر پیشلمي د مایعاتو، سبزیجاتو او میوو څخه استفادهوکړئ.

په روژه کې ګټور او مضر خواړه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.