د نړيوال نظم بدلون د هژمونۍ زوال او د يوې ګډوډې نوې دورې زېږون

ن . جلیل زاد

62
د نړيوال نظم بدلون
د هژمونۍ زوال او د يوې ګډوډې نوې دورې زېږون
معاصر نړۍ نن په داسې يو تاريخي پړاو کې ولاړه ده چې تاريخپوهان او د نړيوالو اړيکو نظريه‌پوهان يې د «قدرت د لېږد پړاو» بولي٫ هغه حساسه شيبه چې د زړې نړۍ د نظم ستنې پکې درزېدلې دي، خو د نوي نظم ودانۍ لا تر اوسه په ټينګه نه ده درېدلې.
دا ډول تاريخي شيبې په بشري تاريخ کې ډېرې کمې دي، خو اغېز يې ژور او سرنوشت ټاکونکی وي.
دا هغه پړاوونه دي چې پکې نه زاړه قواعد نور د نړۍ د اداره کولو توان لري او نه هم نوي قواعد تر اوسه دومره مشروعيت او ځواک موندلی چې عملي بڼه خپله کړي.
په همدې تشه کې نړيواله سياست د يوې سختې، بې‌رحمې او کله ناکله بې‌پروا سيالۍ په ډګر بدلېږي٫ داسې ډګر چې پکې ځواکونه خپل نقابونه غورځوي او د اخلاقي شعارونو پر ځای د قدرت لوڅ منطق واکمنېږي.
هغه نړيوال نظم چې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د لوېديځ د هژمونۍ تر سيوري لاندې جوړ شوی و، نن له يوې ژورې او بنسټيزې کړکېچ سره مخ دی.
دا بحران يوازې اقتصادي نه دی، يوازې پوځي نه دی، او نه هم يوازې سياسي٫ بلکې د مشروعيت، کارايۍ او قدرت يو ګډ او پېچلی بحران دی.
د دې ستر بدلون د درک لپاره اړينه ده چې د نړيوال نظام تاريخي حافظې ته وګرځو.
د سترو قدرتونو تاريخ د عروج او زوال له دورو ډک دی٫ له اروپايي سمندري امپراتوريو څخه نيولې د نولسمې پېړۍ صنعتي قدرتونو پورې، او بيا د شلمې پېړۍ امريکايي هژمونۍ ته رسېږي. هر ځل چې يو قدرت د ځواک څوکې ته رسېدلی، داسې يې انګېرلې چې جوړ کړی نظم به يې تلپاتې وي٫ خو تاريخ په بې‌ رحمۍ سره ښودلې چې هېڅ هژموني ابدي نه ده.
قدرتونه ستړې کېږي، اقتصادي جوړښتونه بدلېږي، ټکنالوژۍ د لوبې قواعد بدلوي، او په پای کې نوي لوبغاړي د تاريخ ډګر ته راځي.
هغه څه چې نن موږ وينو کومه ناڅاپي پېښه نه ده، بلکې د همدې تاريخي منطق دوام دی٫ د يوه مسلط نظم ورو ورو زوال او د هغو نويو لوبغاړو راڅرګندېدل چې نور نه غواړي د تاريخ په څنډه کې پاتې شي.
هغه لوېديځ‌محوره نظم چې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته جوړ شو، څو لسيزې پر درې بنسټيزو ستنو ولاړ و٫ اقتصادي برتري، پوځي برتري او ايډيولوژيک مشروعيت.
خو نن دا درې واړه ستنې له درزونو ډکې شوې دي.
نړيوال اقتصاد نور د څو لوېديځو صنعتي قدرتونو انحصار نه دی.
د توليد، پانګې او ټکنالوژۍ مرکزونه د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې خپرېږي.
په پوځي ډګر کې د سخت ځواک انحصار مات شوی او نوې ټکنالوژۍ د قواوو دوديز توازن ننګوي.
حتی د ايډيولوژۍ په ډګر کې هم د «ليبرال نظم» هغه روايت چې يو وخت غالب و، له ژورو شکونو سره مخ شوی دی.
مالي بحرانونه، ټولنيزې درزې، سياسي پوپوليزم او د ګڼو نړيوالو ستونزو په حل کې پاتې راتلل، هغه تصوير چې يو وخت د ثابت هژمونۍ په توګه وړاندې کېده، نن يو نازک او متزلزل تصوير ګرځولی دی.
په همدې حال کې هغه ځواکونه چې څو لسيزې وړاندې د نړيوال نظام په حاشيه کې ګڼل کېدل، اوس په حيرانوونکې چټکۍ سره د ځواک پر لور پورته کېږي.
دا عروج يوازې د ناخالص کورني توليد د زياتوالي يا د پوځي وړتيا د پراختيا مانا نه لري، بلکې د نړۍ په کچه د قدرت د واقعي وېش بدلون څرګندوي.
راټوکېدونکي اقتصادونه، نوې ټکنالوژيکې شبکې، سيمه‌ييز اتحادونه او نوې بنسټيزې نوښتونه ټول دا ښيي چې د نړيوال قدرت ثقل ورو ورو بدلېږي.
دا نوي ځواکونه نه يوازې د زيات سهم غوښتنه کوي، بلکې د هغو قواعدو مشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راولي چې د دوی له ګډون پرته جوړ شوي وو.
له همدې امله نړۍ د لوبې د قواعدو د بيا ليکلو د يو پراخ بهير شاهد ده.
دا هڅې له نويو اقتصادي بنسټونو څخه نيولې د ټکنالوژۍ او امنيتي همکاريو تر نويو شبکو پورې غځېدلې دي.
دا بدلونونه نړۍ ورو ورو د يو څو قطبي نظم پر لور بيايي٫داسې نظم چې پکې قدرت د څو اصلي مرکزونو تر منځ وېشل کېږي او هېڅ يو ځواک نه شي کولای يوازې د خپل ارادې پر بنسټ ټول نړيوال نظام اداره کړي.
په لومړي نظر دا ډول نظم ښايي د توازن او تنوع زېرى ورکړي.
د قدرت د انحصار ماتېدل د منځنيو او کوچنيو هېوادونو لپاره د عمل پراخ ميدان برابروي او د ديپلوماټيکو مانورو امکانات زياتوي.
خو دا هيله‌من تصوير د واقعيت يوازې يوه برخه ده.
څو قطبي نړۍ لکه څنګه چې فرصتونه رامنځته کوي، هماغسې خطرونه هم زېږوي.
کله چې قدرت د څو قطبونو تر منځ وېشل کېږي، سيالۍ سختېږي، اتحادونه نازک کېږي او د ستراتيژيکو غلط فهميو احتمال زياتېږي.
تاريخ ښودلې چې ډېری سترې جګړې د هژمونۍ د ثبات په دورو کې نه، بلکې د همدې انتقال په پړاوونو کې رامنځته شوې دي.
په داسې فضا کې د قدرتونو سيالي نور يوازې په دوديزو پوځي ډګرونو کې نه محدودېږي.
که پخوا جګړې د توپ او ټانک په وسيله ټاکل کېدې، نن د سيالۍ ميدانونه ډېر پېچلي او څو پوړيز شوي دي.
پرمختللې ټکنالوژۍ، ډيجيټلي اقتصاد، د اکمالاتي ځنځيرونو کنټرول، د انرژۍ سرچينو ته لاسرسی او حتی د رسنيزو روايتونو تسلط، ټول د قدرت تعيينوونکي وسايل ګرځېدلي دي.
هغه هېواد چې په دې برخو کې برلاسی شي، نه يوازې شتمني بلکې سياسي او امنيتي نفوذ هم ترلاسه کوي.
له همدې امله د مصنوعي ځيرکتيا، نيمه‌رسانا ټکنالوژۍ او مخابراتي شبکو پر سر سيالي د نړيوال سياست له مهمو محورونو څخه ګرځېدلې ده.
دا سيالي په حقيقت کې د يو نوي سړې جګړې بڼه غوره کړې ده٫ داسې جګړه چې ډګر يې ډېری وختونه نه ليدل کېږي، خو پايلې يې ژورې او ټاکونکې وي.
خو تر دې ټکنالوژيکې سيالۍ تر شا يو بل لا مهم اړخ هم پروت دی٫ د راتلونکي د روايت کنټرول. ستر قدرتونه يوازې د بازارونو او سرچينو لپاره نه سيالي کوي، بلکې د دې لپاره هم جګړه کوي چې د راتلونکي نړۍ تعريف کړي.
هر ځواک هڅه کوي خپل روايت د نړيوال نظم د غالب روايت په توګه ټينګ کړي، داسې روايت چې پکې د هغه ارزښتونه، قواعد او ګټې د نړيوال معيار په توګه ومنل شي.
له همدې امله د رسنيو، معلوماتي شبکو او د پوهې د توليد پر سر سيالي هم د ژئوپوليټيکي مبارزې برخه ګرځېدلې ده.
په داسې نړۍ کې حقيقت ډېر ځله د قدرتونو د سيالۍ قرباني کېږي او عامه افکار د روايتونو د جګړې په ډګر بدلېږي.
خو ښايي د دې دورې تر ټولو خطرناک ځانګړتيا هماغه قدرتي تشه وي چې د زړې نظم د زوال او د نوي نظم د زېږېدو تر منځ رامنځته کېږي.
په داسې تشه کې واضح قواعد نه وي، اعتماد کمېږي او هر لوبغاړی د خپل سيال په اړه تر ټولو بد سناريو اټکلوي.
د دې حالت پايله د بې‌باورۍ زياتوالی، د وسلو سيالي او د سيمه‌ييزو بحرانونو پراخېدل دي.
په داسې شرايطو کې حتی يوه کوچنۍ محاسباتي تېروتنه هم کولای شي د پېښو داسې لړۍ پيل کړي چې مهار يې د هېچا له وسه ووځي.
له سياسي ټولنپوهنې څخه که ورته وکتل شي، دا بدلونونه يوازې د دولتونو تر کچې محدود نه دي.
د نړيوال نظم بدلون د ټولنيزو، اقتصادي او کلتوري جوړښتونو له ژورو بدلونونو سره تړلی دی.
نړيوال کېدل، ډيجيټلي انقلاب او د پوهې او توليد د مرکزونو بدلون د ټولنيز قدرت نوې بڼه رامنځته کړې ده.
فراملي شبکې، ټکنالوژيکي شرکتونه او غيردولتي لوبغاړي اوس داسې رول لوبوي چې يو وخت يوازې د دولتونو په واک کې و.
له همدې امله نړيواله سياست تر هر وخت زيات پېچلی او څو پوړيز شوی دی.
په داسې نړۍ کې هغه هېوادونه چې غواړي بقا ومومي، اړ دي چې هوښيارې او انعطاف منونکې ستراتيژۍ غوره کړي.
يوازې پر يوه لوی قدرت يا يوه سياسي بلاک تکيه کول په داسې بدلېدونکې نړۍ کې خطرناک دام ګرځېدلی شي.
څو اړخيزه بهرنۍ تګلاره، پياوړی اقتصاد او په علم او ټکنالوژۍ کې پراخه پانګونه د ملي قدرت بنسټيز شرطونه ګرځېدلي دي.
سره له دې ټولو، يو بنسټيزه پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده٫ ايا دا تاريخي بدلون به نړۍ يو متوازن نظم ته ورسوي، که به انسانيت د بحرانونو او شخړو يوې نوې دورې ته ورننوځي؟ د دې پوښتنې ځواب تر ډېره د سترو قدرتونو په چلند پورې تړلی دی.
که د هغوی سيالي له کنټروله ووځي، نړۍ ښايي د اوږدې بې‌ثباتۍ دورې ته ننوځي.
خو که دا سيالي د ستراتيژيک عقلانيت او همکارۍ له لارې مهار شي، ښايي د يو نوي او متوازن نظم د زېږېدو امکان رامنځته شي.
هغه څه چې يقيني دي دا دي چې نړۍ د خپل تاريخ يو نوي فصل ته داخله شوې ده٫فصلي ته چې پکې د تلپاتې ثبات افسانه ماته شوې او د نړيوال سياست بې‌ پرده حقيقت يو ځل بيا راڅرګند شوی دی.
په دې نوي فصل کې قدرتونه نه يوازې د اوسني وخت د تسلط لپاره، بلکې د راتلونکې نړۍ د شکل ورکولو لپاره سيالي کوي.
د دې سترې مبارزې پايله لا نه ده ليکل شوې، خو يو حقيقت روښانه دی٫ د ثابت نظم پخوانی عصر پای ته رسېدلی او نړۍ اوس د داسې توپان په منځ کې ولاړه ده چې پايله به يې د يوويشتمې پېړۍ سرنوشت ټاکي.

دگرگونی نظم جهانی – افول هژمونی و تولد نظمی پرآشوب

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.