په هلمند کې د پنبې د پروسس په فابریکه کې اورلګېدنه

48

د هلمند ولایت د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د بولان په سیمه کې د پنبې د پروسس په یوې فابریکې کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند، نصیر احمد مهاجر، د دوشنبې په ورځ د غبرګولي ۱۸مه تایید کړه چې د اور وژنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د هغه په وینا، د اور د مهارولو او د لا پراخېدو د مخنیوي هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې د اورلګېدنې د علت او د اوښتو زیانونو د کچې په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.
عیني شاهدان وایي چې دې اورلګېدنې میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی، خو تر دې دمه د پېښې د څرنګوالي او احتمالي ځاني تلفاتو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او فقر لا هم د خلکو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.