په ننګرهار کې د طب پوهنځي یو محصل ځان وژنه کړې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي یوه محصل، فضلعظیم نومېده، چې د جلالآباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «انګورباغ» سیمه کې یې د ټوپکچې په وسیله خپل ژوند پای ته رسولی دی.
سرچینو د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۸مه، رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې ده. د هغوی په وینا، نوموړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
تر اوسه په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې بلل کېږي. رواني ستونزې، د درملنې او مشورې خدمتونو ته نه لاسرسی، د فقر او بېکارۍ له امله روحي فشارونه، اقتصادي مشکلات او کورنی تاوتریخوالی د ځان وژنې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.