د فارس د غلام بچه، یعنی احمد آریا،
ډیزلی انجن په ډر ډر شروع وکړه
مرحوم استاد نوری، د آریانا افغانستان ویب سایت د یوه ملی پیوستون، ملی تفاهم، ملی ګټو ته پام لرنه او د ملی ثقافت، ملی او وطنی اصطلاحاتو، کلتور او فرهنګ د ژغورنی دپاره پرانست.
استاد نوری سره وطنپالو ملی مبارز شخصیتونو لکه مشر ښاغلی مایار صاحب، ښاغلی استاد خلیل معروفی، پیاوړی او پتمنی خور بی بی ملالۍ نظام، ښاغلی انوری، ښاغلی عباسی، ښاغلی انجنیر فهیم، مرحوم محمد داؤد موسی، ښاغلی بارز، حقوقی مشاور ښاغلی داکتر زمین، ښاغلی سیدال هومان، ښاغلی محمد ولی آریا (اصیل آریا) او نورو پیاوړو ذواتو اوږه ورکړه او دا ویب سایت په پوره متانت پرمختګ وکړ.
د استاد نوری یوه ځانګړی منحصر پالیسی هم دا وه چی هغه د ایرانی اصطلاحاتو لکه دانشګاه، دانشکده، باد بزن، موشک، دلار، فن آوری، پهپاد، چالش، ویژه، واژه، کنش، واکنش، ویراستار، پیراستار، نخست وزیر، نشست، ګفتګو (په ایرانی مفهوم) دبیر، سر دبیر، او داسی بیګانه او د ملی فرهنګ ضد کلماتو او ترکیباتو ته د نشر اجازه نه ورکوله او هغه به یی د یوه ملی او وطنی تفکر په رڼا کی مفغن کولی.
د استاد نوری د وفات نه وروسته هم د ویب سایت موجوده پیاوړو مجریانو په پوره ایماندارۍ او امانت دارۍ، ویب سایت د نړیدو او ړنګیدو څخه وږغوره او د لیکوالو په مینځ کی د وفاق روحیه تداوم پیدا کړ، خو متأسفانه د ایرانی اصطلاحاتو د نجاست د پاکولو پالسی تعقیب نشوه.
له بده مرغه، اګاهو دری کاله دمخه، دآریانا افغانستان ویب سایت کی یو ستمی فارسیست شعله جاویدی مشربه، د احمد آریا په نوم چی د نجیم آریا، د شهید میوندوال د مترقی دیمکرات د ګوند غړی و، زوی، لکه :(سمارق زهراندود کنار خندق)، را زرغون شو او هغه د وفاق روحیه او تفاهم او متقابل احترام روحیه، کلکه صدمه ولیده.
سؤال دلته دی چی دا ستمی فارسیست او شعله جاویدی مشربه، او د ایران ګوډاګی دا ۴۵ کاله چیری منزوی او ولی د (کرم پیله) غوندی د خلکو د سترګو نه متواری و؟
دده سیاسی کړنی او لیکنی څه وی او چیرته خپریدی؟
دده مطبوعاتی سابقه څه وه، دده سیاسی څرګنده موقف څه و؟
دده مشرورور، ښاغلی محترم محمد ولی آریا (اصیل آریا) خو د شهید ملت او ملی مفکر (متفکر) یعنی د ځانګړی تفکر او خلاق فکر خاوند، میوندوال د مترقی دیمکراسۍ پنځه ګونو اصولو ته متعهد او مؤتمن شخصیت پاتی شوی و او دی.
د مترقی دیمکرات ملی، اسلامی بنیادی او بنسټیز اصول په لاندی ډول و:
ملیت (ملی ګرایی)
دیانت (اسلام)
دیمکراسی
اجتماعی عدالت
مشروطه واکمنی
او (اصیل آریا- محمد ولی آریا) همدی ټولو ملت جوړونکی اصولو ته د زهد او تقوی په رڼا کی د یوه متعهد مسلمان او ملیت پالونکی شخصیت په توګه پاتی شوی دی.
د میوندوال مترقی دیمکراسی، نه د دین سره تضاد لری او نه د ملیت خواهۍ سره.
ولی د فارس غلام بچه یعنی کم اصل احمد آریا، احتمالا د ماویستی منحطو افکارو او د طاهر بدخشی د ستمی تلقیاتو د انګیزو د اغیزو لاندی، د خپل کارملی به جان او روان برابر تواریش ملګری داکتر اکبر یوسفی په څیر، نه په خدای او اسلام اعتقاد لری او نه په افغانی نیشنلیزم.
داسی بریښی چی دا کم اصل آریا اسلام ته هم د پښتونولۍ په څیر د منحطی ایدیالوژی په سترګه ګوری (الغیب و عندالله)
کارملی تواریش یعنی فراهی اکبر یوسفی د خپل سیاسی او ایدیولوژیک پیغمیر (لینن) په وینا چی دین د انسان ذهنیت ته د اپیمو حیثیت لری، په موازاتو کی معتقد دی چی دین او دیمکراسی یو د بل سره بنیادی تضاد لری، په داسی حال کی چی د میوندوال د مترقی دیموکراسی اصولو او سیاسی دکترین او تفکر پر بنسټ، دا اصول زموږ د ټولنی د ذهنی او عینی شرایطو او ظرفیتونو په رڼا کی لاینفک او متجانس اجزاء دی.
ولی ستمی فارسیست یعنی کم اصل آریا، د یوه ایرانی ګوداګی په توګه، نه ځانله چی د لوی متفکر میوندوال په ملت جوړونکو پرنسیپونو اعتقاد نلری بلکه د نظار شوری او ستمی جمعیت په پښتنی ضد پالیسیو او تبلیغاتو معتقد او لار روی په توګه په خپلو لمړنۍ زهرجنو لیکونو کی یی پښتونولی د( یوی منحطی ایدیالوژی) په څیر معرفی کړه.
لمړی – دی ستمی فارسیست چی تل د خود خواهۍ، جاه طلبۍ او فرعونیت په څلور بول سپوردی، او همیشه د علم او فضل دعوی کوی، د یوه انپړ وګړی په توګه، پښتونولی یوه (منحطه ایدیالوږی) وګڼله!!!!!
زهی بد سګالی او کژ اندیشی
دوهم – دا چی په دی توګه یی د ۷۰ ملیونو پښتنو فرهنګ او د ولسی ژوند کود او معتقداتو ته په سپکه وکتل.
د یوی ټولنی یا ولس مذهبی، دینی، قومی، ثقافتی، کلتوری او فرهنګی معتقداتو او دود او دستور سپکاوی د ټیټ ذهنیت، بی معرفته، بی فرهنګه، جاهلو او لمسول شویو اجیرو وګړو او شاطرانو کار دی.
هیڅ نجیب او با شرفه او د متعالی تربیی او فرهنګ او د علم او معرفت خاوند به حاضر نشی چی د خپل ملت یوه درانه، تاریخ سازه قوم، معنوی ارزښتونو ته په سپکه وګوری.
پښتانه، پښتو ژبه او پښتونولی، نه بیلیدونکی مفاهیم او ددی ولس د ملی موجودیت مظاهردی.
هغه منحرف وګړی چی پښتونولی ته په سپکه ګوری هغه د پښتنی ټولنی لوی میرڅمن او معاند او د نجیب بارور په څیر د فارس ګوداګی دی.
ما ولیکل چی پښتون یو تاریخ سازه ولس دی، زما دی خبری نجیب بارور ثانی یعنی کم اصل احمد آریا، د اسهالی حالت سره مخامخ کړ او پرمایی د نژاد پرستی تور ولګاوه، هغه زموږ د ملتی ژبی کره وینا ده چی «غلبیل کوزی ته وویل چی په تا کی دوه سوری دی»
زموږ د ټولنی ۵۰۰ کلن تاریخ دا څرګندوی چی روښانی نهضت او د خوشحال بابا او ایمل خان مومند او دریا خان اپریدی، د مغلی استعمار پر ضد ملی قهرمانانه مبارزه، د پښتنو او د پښتنو د زعیمانو او مشرانو لخوا پرمخ ویوړل شوه، په دی تاریخ جوړونکی مبارزو کی د نجیب بارور ثانی د نژاد او قوم یوه وګړی هم شتون ندرلود.
په همدی توګه د میرویس نیکه او د هغه د اتلی کورنۍ غړو لکه لوی محمود او شاه اشره هوتک، مبارزو د ایران د صفوی جنایتکار دولت پرعلیه د هیواد د خپلواکی داعیی ته عملی جامه واغوسته چی وروسته لوی او ستر امپراتور احمد شاه بابا د افغانستان سیاسی حدود د طبیعی حدودو سره منطبق کړل.
په هیواد کی د انګریز د دری ګونو جګړو په نتیجه کی پښتنو د هیواد خپله خپلواکی وژغورله او همدا راز پښتنو د غازی محمد نادرخان په مشرۍ د بچه سقو د سرطانی حکمرانۍ کمبله ټوله کړه، په دی ټولو ملی جګړو او مبارزو کی د نجیب باورثانی د آریایی تخیلی نژاد څخه یوه وګړی هم برخه ندرلوه.
او په آخر کی هم دا، ببر سری پای لوچ طالبان و چی جهادی خناذیرو او اجیرانو د وحشت او دهشت جنایت کمبله یی ټوله کړه او د دوهم ځل دپاره بیا هم همدا ببر سری پای لوچ طالبان و چی د متحده ایالاتو او ناتو جهنمی اشغال او د جورج بش د بن نامشروع کنفرانس مولود حکومتونو او د نظار شوری او د ستمی جمعیت او هغو کثیفو او ملی ضد ډلو ته چی غاپی:«ما افغان نیستیم، ما تاجیک هستیم و وطن ما خراسان است» او د افغانستان نه یی پنجشیرستان جوړ کړی و، سرطانی حکومت او قدرت ته د پایان ټکی کښیښود.
نو ځکه زه وایم:
طالبانو سپی بهتر له ستمی دی
که هزار واره طالب بد تر سپی دی
د بد ترین طالب سپی پر مسعود پنجشیری، بی ناموسه دوستم، ستمی ربانی، ملعون سیاف ، نجیب بارور او کم اصل سید، سید مخدوم رهین، روان فرهادی او د فارس متعصب نژاد پرسته او د ایران د فرهنګ پلویانو او اصطلاحاتو ترویج کوونکو باندی شرف لری.
زما مبارزه له هماغی ورځی نه ددی کم اصل ستمی فارسیست او توظیف شوی وګړی سره پیل شوه، کوم چی ځان ۱۷۰۰ کاله دمخه له میلاده په ایران کی د هغه قوم پوری منسوبوی چی ګویا د آریایی د متعالی فرهنګ پوری یی تعلق درلود.
زموږ وګړی یوه کره وینا لری چی :«مچ په پچه کښیناست، کشمیر یی ولید.»
د ایران غلام بچه احمد آریا هم د خپل نژادی اصالت په توهم کی، ځان د دری زره کاله دمخه په هغه ټولنه او دوره کی وینی چی نړی یی د جاهلیت دوره بولی، خو سره لدی هم، مچ د څلوبول په سوټه کښینی، او – کشمیر وینی.
خو زه به هر رنګه شخصی تعرض وزغمم ولی د خپل تاریخ سازه، افغانستان جوړونکی ستر پښتون قوم او ددی قوم مشرانو ته په سپکه سترګه کتل، به ونه زغمم.
د اجمل خټک وینا ده:
چی زما د کورازغی ته کاږه ګوری
ویمه اور شوی د هغه په ګلستان
دوهم مطلب هم د دانشګاه او پوهنتون په اړه ده، په دی تفصیل:
کم اصل ستمی فارسیست احمد آریا، د لمړی ځل دپاره په دی ویب سایت کی د ایرانی اصطلاحاتو په استعمال، تکثیر، او ترویج او د ملی او وطنی اصطلاحاتو په تعویض پیل وکړ.
دا هغه ثقافتی او کلتوری ملی ضد، بدعت و، چی د نظار او جمعیت ستمی او ملی ضد ډلو د قدرت د غصبولو د دوری پوری، د افغانستان په تاریخ کی یی سابقه نه درلوده، او دا کرغیړن او د ملی فرهنګ ضد اصطلاحات چا په هیواد کی نه پیژندل.
ما د هاغه وخت د پوهانو لکه استاد سلجوقی، استاد ابراهیم صفا، میوندوال، استاد پژواک، محمد موسی شفیق، استاد خلیلی، استاد بیتاب، علامه حبیبی، علامه رشاد، استاد بینوا، غلام محمد غبار، عثمان صدقی، سهیل، محی الدین انیس، استاد پوپلزی، داکتر جاوید او داسی نورو ادیبانو، او د فلسفی افکارو خاوندانو، محققینو او مورخینو په کتابونو او آثارو او مضامینو کی، او همدا راز د دیمکراسی د دوری آزادو اخبارونو او جرایدو کی، د دانشګاه او چالش او واکنش او واژه او ویژه او موشک او دلار او باد بزن او په سلګونو نور ایرانی یا د فارس اصطلاحات ندی لوستی او نه دی لیدلی.
سؤال دلته دی چی دغه د علم او فضیلت خاوندان، د ټول علمی او ادبی تبحر سره ولی دا ایرانی اصطلاحات نه استعمالول؟
خبره روښانه ده، دا ټول پورتنی ذوات د ملی شعور او ملی تفکر او ملی فرهنګ خاوندان ول، دوی د ایران په تاریخی، سیاسی، مذهبی او فرهنګی توسعه غوښتونکو پالیسیو باندی پوره با خبره، مطلع او مستشعر و.
دوی پوهیدل چی ایران د افغانستان ټول ادبی او علمی او تاریخی مفاخر او حتی خاوره د ځان پوری تړی، مګر ایرانیان او د ایران مورخین او پوهان، افغانستان د ایران شرقی برخه او د افغانستان تاریخ، د ایران د تاریخ جزء نه بولی؟
مګر ایرانیان علامه افغان سید جمال الدین، ایرانی نه بولی؟
مګر رضا شاه ځانته شاهنشاه نه وایه او د شاهنشاهیت یو ستر مجلس یی په ایران تجلیل نکړ؟
په همدی ارتباط علامه حبیبی د مساوات په درانه جریده کی د «تاراج تاریخ» ترعنوان لاندی یوه داسی تحقیقی او تاریخی افتخار آفرینه، لیکنه وکړه چی غبار او فرهنګ یی په لیاره هم نه و تللی.
آیا د ایران د غلام بچه په نظر، د علامه حبیبی دا تاریخی او تحقیقی او علمی لیکنه د ایران د پاچا د دوه نیم زره کلن شاهنشاهیت د تجلیل په ارتباط ، د تاریخی تاراج په بڼه معرفی کول، پر یو مسلم واقعیت بنسټ ندرلود؟
که علامه حبیبی او د مترقی دیمکرات ګوند د ایران د تاریخی تاراج په اړه، برحقه و، نو نن ورځ ته څنګه د ایران د یوه ګوډاګی او د ایرانی اصطلاحاتو د مبلغ او ترویج کونکی په توګه د ملی فرهنګ سره د خیانت او بیګانه پرستۍ په مشرب روان یی؟
ستا او د نجیبب بارور چی خپله خاوره د ایران جزء بولی څه فرق دی؟
ته ایرانی اصطلاحاتو ته په ملی او وطنی اصطلاحاتو ترجیح ورکوی!!!!
آیا کیدای شی چی د ایران تاریخی تاراج پالیسی د یوه تاریخی واقعیت په توګه ومنو او د ایران د فرهنګی تاراج نه انکار وکړو؟
ځانله احمق وګړی به د منطقی په تاریخ کی د ایران د ژبنی، شیعی مذهبی او سیاسی نفوذ د پالیسی د غزولو او په ملیاردونو دالرو د مصارفو نه په همدی منظور، انکار وکړی.
د ایران دا پالیسی د صفویانو د دوری نه شروع کیږی، څرګند مثال یی هم زموږ په ټولنه کی د هزاره وطنوالو د بومی ژبی او مذهب، په جبر او اکراه تعویض کول و.
د افغانستان علمی او سیاسی لویو علمی او سیاسی شخصیتونو لکه محمد موسی شفیق، داکتر حامد، سید شمس الدین مجروح، داکترمیرنجم الدین انصاری، عبدالحکیم ضیایی، عبدالرحیم ضیایی، صدیق فرهنګ او داسی نورو، د ۱۹۶۴ بنسټیز قانون په تسوید کی د فارسی ژبی اصطلاح په دری واړوله، چی ځینی ایران پرستان ددی تشخص او تمایز سره حساسیت څرګندوی، او په احمقانه توګه دی کار ته د خیانت په سترګه ګوری.
ددی ملی او علمی شخصیتونو دا کار د یوه ملی تفکر په رڼا کی صورت و موند، ځکه فارسی یعنی د فارس ژبه، او فارس د ایران تاریخی نوم دی.
دا تشخص او تمایز، نه ځانله د دری او فارسی ژبو په نومونو کی بلکه د دری ژبی په لهجه او مخصوصا په سلګونو متمایزو اصطلاحاتو کی هم نغښتی دی.
یوه ورځ یوه ایرانی ماته وویل: چی ته ولی ما سره د انګریزی ژبی پرځای په فارسی ژبه خبری نه کوی؟
ما ورته طرفت العین د دری او فارسی ژبی تقریبا شل متمایز اصطلاحات وروشمیرل او ایرانی زما په داسی استدلال قانع شو او ویویل زه په داسی تفاوتونو نه پوهیدم.
اوس خو بدبختانه هرڅه ګډوله شوی دی، نجیب بارور، پنجشیر د ایران یوه برخه بولی، د نظار شوری او ربانی او جمعیت او ستمی ذوات په څرګنده وایی چی:«ما افغان نیستیم، ما تاجیک هستیم، وطن ما تاجکستان بزرګ و خراسان است» او سید مخدوم رهین (لعین) په ایرانی لهجه او ایرانی اصطلاحاتو په ترویج او استعمال افتخار کوی !!!!!
زه داسی ایران پرسته وګړو ته د داکټر اقبال دا کره وینا په کاروم چی فرمایی:
سرین را هم به چوبش ده که آخر
حقی دارد به خر پالانګر او
موږ د افغانستان په ملتی پښتو او درباری دری ژبو کی ځینی انګریزی، ترکی، اردو او روسی اصطلاحات لرو چی د محترم استاد خلیل معروفی په وینا د (ملی ترمینالوژی) په نامه یادیږی او محسوبیږی.
د علامه حبیبی په څیر چی د ایران د تاریخی تاراج په اړه یی افتخار آفرینه، علمی، تحقیقی او تاریخی لیکنه وکړه، افتخار په استاد خلیل معروفی باندی هم چی د ملی تفکر او علمی ادبی تبحر په رڼا کی دا څلویشت کاله کیږی چی د ایران د فرهنګی تاراج په اړه د ملی فرهنګی مبارزی په ډګر کی ولاړ دی او مقالی او رسالی لیکی.
زموږ په ټولنه کی، په افغانستان شموله سطحه، د مثال په توګه د بایسکل، ګیلاس، موټر، ډالر، ډاکټر، کمپوډر، مکروب، راډیو او داسی نورو فرنګی اصطلاحات، او اردو ، ترکی، روسی اصطلاحات او همدا راز په سلګونوعربی اصطلاحات، کلمات او لغات چی زموږ د وطنی ژبو جزء بلل کیږی د عام ولس د ژبی په توګه منل شوی او استعمالیږی.
که زموږ عام خلک حتی په دی نپوهیږی چی مثلا د بایسکل او د ګیلاس اصطلاحات، اصلا انګریزی دی، نو مجبوریت څه دی چی بایسکل ته په ایرانی اصطلاح دو چرخه او ګیلاس ته لیوان ووایو؟
په همدی موازاتو کی ولی پوهنتون ته چی افغانستان شموله او د بایسکل او ګیلاس غوندی د ملی ترمینالوژی جزء بلل کیږی په ایرانی دانشګاه اصطلاح، تعویض کاندو؟
دا په واقعیت امرکی صرف او صرف یو دلیل لری او هغه دا چی دا اصطلاح د پښتو ژبی ریشه لری او دا ټول حساسیت د افغانی ملتی پښتو ژبی سره دی او بس.
دا کارغیر د بی فرهنګی او د ایرانی فرهنګ د تاراج سره د هم ږغی نه بل مفهوم او معنی نلری.
د غازی شاه محمود خان په دوره کی د کابل پوهنتون تیږه د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه لخوا کښیښول شوه، او د هیواد پوهانو ورته د پوهنتون ښکلی نوم غوره کړ.
د پوهنتون ترکیبی نوم په ټول هیواد کی لکه د بایسکل، راډیو او داسی نورو اصطلاحاتو په څیر شهرت او معروفیت وموند او د استاد خلیل معروفی په وینا د (ملی ترمینالوژی) جزء وګرزید.
د پوهنتون نوم د غازی شاه محمود خان د دوری نه د دوهمی سقوی دوری یعنی د نظار شوری او بدخشی ستمی ربانی د دوری پوری خپل شهرت او وجاهت او مقبولیت وساته او هیڅکله د غیر پښتون اقوام، د روڼ فکرانو لخوا که هزاره و که ازبک، که ترکمن و که تاجک، که د ولسی جرګه یا مشرانو جرګه غړی و او یا د آزادو نشراتو او اخبارونو خاوندان، د اعتراض او حساسیت موجب ونګرزید.او د هیڅ چا سره دا سؤال پیدا نشو چی ګوندی د پوهنتون نوم اصلا د پښتو ژبی پوری تعلق لری او موږ باید په دری او ازبکی/ ترکمنی ژبو کی ورته معادل نوم وټاکو.
د پوهنتون اصطلاح په واقعیت امر لکه د بایسکل نوم د افغانستان د اقوامو د ټولو ژبو لکه دری، ازبیکی، ترکمنی، بلوچی پوری اړه لری او د همدی واقعیت په نظر کی نیولو سره د پوهنتون د کلمی دپاره د هیواد په نورو ژبو کی د معادلی اصطلاح د تخلیق هڅه، به غیرد نظار شوری او ربانی د جمعیت ستمی فاشیستی حلقو، د مریض ستمی او پښتو ژبی ته د نفرت سره کتل بله معنی نلری.
ما دوه کاله دمخه ولیکل چی د پوهنتون د جوړښت او نوم تیږه، د ایران دمخه، لمړی په افغانستان کی کښیښول شوه، او زما د استناد منبع د معروف ژورنالست شاغلی جلیل غنی چی ۲۶ کاله یی د امریکا د دری ژبی ږغ، څانګه کی یی د برودکاستر، مبصر، نطاق او د نشراتو د مدیر په توګه وظیفه اجراء کړیده، هغه لیکنه وه چی د افغان جرمن په ویب سایت خپره شوی وه، څرنګه چی شاغلی جلیل غنی لیکی:«….. در آن زمان حتی ایران دانشګاه نداشت و همین سعید نفیسی یکی از نخبګان زبان و ادب فارسی در همین پوهنتون کابل تحصیلات خود را تا سطح لیسانس به پایان رسانید.»
زما دا خبره لکه تندر د ایران د غلام بچه او شاطر یعنی احمد آریا په سر ولګیده او (نوشادربه دامن) شو، یا په بل عبارت ورږه (ورګه) دده په پرتوګ کی ورننوته او د ایران ګوډاګی او شاطر په ټوپونو او خیزونو شروع وکړه چی ګوندی زمکه او آسمان یو تربله په نړیدو پیل وکړ او قیامت کبری او د محشر موعوده ورځ راغله، ددی ایرانی غلام بچه چغی او سوری،غوغا،او انګولا د افغان جرمن او آریانا په ویب سایتونو کی ترملکوت او عرش معلا ورسیدی، چی څنګه ممکنه ده چی خوارکی افغانستان د ایران د دانشګاه څخه دمخه د پوهنتون خاوند شوی وی؟
که دا د فارس غلام بچګی نده نو څه دی؟
د فارس غلام بچګی لکۍ لری که ښکر؟
زه د اویا کالو را په دی خوا، خورا ترخه خاطرات لرم چی د کابل په اصطلاح فرهنګی محیط کی به د فارس د غلام بچه، هم مسلکانو او هم مشربانو او منحطو نژادی حلقو به، پښتنو ته (افغان غول) او (افغان خر) وایه او غپل به یی چی «افغانی زبان دوزخ است»
فارسی شیر و شکر است
افغانی ګوز خر است
علامه محمود طرزی د سلو کلونو دمخه په سراج الاخبار کی وکښل چی :«زموږ په مکتبونو کی باید مهمترینه زده کړه، د افغانی (پښتو) زده کړه وی، د معارف د عالی انجمن یواځنۍ وظیفه باید د افغانی و طنی ملتی ژبی اصلاح، ترقی او تعمیم وی.»
کوم مهال چی زه په خپلو لیکونوکی د ملتی یا جنتی ژبی اصطلاحات وکاروم د افغانی پښتو ژبی او پښتونولۍ په مور زاده ، بی فرهنګه لوی معاند، او تخیلی نژاد پرسته چی ۱۷۰۰ کاله د میلاد نه دمخه د کوم ایرانی قوم جړلی آریایی بولی او د ژبی او متعالی فرهنګ دعوی داران و، په اوتو بوتو او سوټو په خوراک ځان پړسوی، په ذهنی اسهالاتو مبتلا، او په هذیان ویلو پیل کوی چی دا دده فطری، جبلی خصیصه او د ایرانی نژادی تومنی محصول شمیرل کیږی.
دا چی د افغان – پښتون او پښتونولۍ سترلارشود او غمخور، محمد ګل بابا، د پښتنو بی وزلی کورنی د هیواد شمالی برخو ته د علامه رشاد صاحب په وینا په عذر او زاری منتقل او هلته شاړی دولتی زمکی او ځنګلونه یی پری زرغون کړل، کوم چی خوکان په کی ګرزیدل، د نظار شوری او د جمعیت او د بدخشی طاهر د ستمی او تجزیه غوښتونکو کولابی تاجیکی ډلو په موازاتو کی د فارس غلام بچه هم په دی ارتباط خپل نفرت څرګندوی چی ګوندی د هیواد شمالی برخی ۱۷۰۰کاله له میلاده دمخه، ځانله دده نژادی میښت قوم، په نامه قباله شوی وی.
وروستی مطلب د تهدید، اوتخویف اوډارولو تکتیک په ارتباط دی چی په انګریزی کی ورته (بلک میل) وایی.
په مطبوعاتی ساحه کی د تهدید او تخویف تکتیک، د حکومت او دولت په سویه د فاشیستی او کمونستی نظامونو کاردی.
ښه مثال یی نن ورځ، ځانله هغه نظامونه ندی چی په دیموکراسی اصلا اعتقاد نلری، بلکه د متحده ایالاتو هغه ټولنه ده چی د ۲۳۸ کلن بنسټیز لیبرال قانون لری.
د متحده ایالاتو لیبراله دیموکراسی د ټولی نړۍ د دیموکراتیکو هیوادونو او جوامعو دپاره، د یوه مدل یا مادل بڼه او حیثیت لری، خو دا یو نیم کال کیږی چی د متحده ایالاتو شیخ غضب الله د بنسټیزقانون د لمړی (امند منت) یعنی د اساسی قانون هغه متمم، ضمیمه او اصلاح، چی د مطبوعاتوآزادی تضمینوی او حکومت ته اجازه نه ورکوی چی د مطبوعاتو آزادی د محدودیت سره مخامخ کړی، کلا د پښو لاندی کړی ده، او ټول مطبوعاتی مراکز د حکومت د شدید تهدید او تخویف لاندی دی چی دا وضع د متحده ایالاتو په تاریخ کی سابقه نلری، تردی حده چی په متحده ایالاتو کی زموږ میشته منورین او د قلم خاوندان وطنوال له بیری او ډاره دا جرئت نلری چی په دی مورد کی یوه مقاله هم ولیکی.
په هیواد کی هم د دیمکراسی په لسیزه کی هم، دا رنګه مثالونه د تذکر وړبولم.
لمړی مثال هم د شهید میوندوال د حکومت د دوری پوری اړه نیسی، کوم مهال چی په متحده ایالاتو کی د رامپارتس یوه محلی چپګرا نشریی په کلیفورنیا کی میښت یوه افغان عبدالطیف هوتکی له خولی ولیکل چی د میوندوال په حکومت کی د سی – آی – ای غړی ګډون لری چی دا کاملا د شهید میوندوال د حکومت پرعلیه یوه دسیسه وه، خو ددی جعلی خبر، خپریدل د افغانستان په ټولنه او مطبوعاتو کی د کلک انعکاس موجب وګرزید.
یوه ورځ زه د افغان ملت په دفتر کی ناست وم چی مرحوم میوندوال صدراعظم، د افغان ملت د جریدی مدیر استاد قدرت الله حداد ته تیلفون وکړ او قدرت الله حداد ته یی کلک اخطار په دی عبارت چی«ماغزه به دی دروشیندم» ورکړ، چی دا کارد میوندوال غوندی د یوه لوی سیاسی او مطبوعاتی شخصیت سره چی د مقر، یوغریب ملا زاده و، مناسب کارنه و.
همدا راز مرحوم میوندوال، د حقوق د پوهنځی رئیس داکتر حیدر خان ته چی د مترقی دیمکرات د حزب غړی و، ویلی و چی داؤد مومند د پوهنتون نه اخراج کړه، البته ددی علت دا و چی ما د افغان ملت په اخبار د میوندوال پرحکومت ډیری کلکی نیوکی کړی وی.
داکټر حیدرخان چی لا تراوسه ژوندی او په لاس انجلس کی اوسیږی، دا خبره ماته هغه د خپل ریاست پوهنتون یعنی د سردارصاحب د کودتایی رژیم په دوره کی وکړه.
متأسفانه داکتر حیدرخان د دوهمی سقاوی یعنی د نظار شوری او د ستمی جمعیت په دوره کی۱۸۰ درجی، د ماهیت او شخصیت تغییر وموند، لمړی د مسعود شخصی مشاور او بیا وروسته سفیر شو.
دده پلار حکیم خان لویناب هم، د بچه سقو ملګری شو.
دلته ددی خبر تذکر ضروری بولم چی ما هیڅکله نه ځانله د میوندوال په نسبت کینه په زړه کی ندی ساتلی، بلکه د افغان جرمن په ویب سایت کی می په میړانه او مکرره توګه د میوندوال د شخصیت او مظلومیت دفاع کړی ده تر دی حده چی زه په مساواتی توب متهم شوم، چی زما دپاره افتخار و.
همدا راز د سردار نوراحمد اعتمادی دا غیر قانونی حرکت، چی په پارلمانی انتخاباتوکی یی د میوندوال مخه ونیوه، د مساوات اخبار یی سانسور کړ او حتی غوښتل یی چی میوندوال محبوس کړی، چی د خلد آشیان، اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ویتو سره مخامخ شو، هغه مثال دی چی بعضا داسی حکومتونه د قانون څخه سرغړونه کوی.
دلته د یادونی وړده، چی د اعلیحضرت له خوانه د نوراحمد اعتمادی انتخاب د صدارت د مقام دپاره، صرف یوه انګیزه درلوده او هغه داچی پادشاه وغوښتل چی د اعتمادی په انتخاب سره خپل آغه لاله یعنی سردار صاحب محمد داؤد خان راضی وساتی.
خلص کلام نتیجه دا چی تهدید او تخویف مخصوصا د مطبوعاتو په برخه کی، که د حکومت په سویه وی که د یوه اوباش اولندغر وګړی په سویه، بی شرافتی ده، رذالت دی، دنائت دی، سفاهت دی، جهالت دی، بی ایمانی ده، جبن دی، نامردی ده، خود خواهی ده، خود پرستی ده، بی وجدانی ده او بی فرهنګی ده.
دوه کاله دمخه یوه اوباش او لندغر یعنی احمد آریا چی په متحده ایالاتوکی اوسږی، زما پر ضد د یوه همداسی او کړغیړن تکتیک او تهدید نه کار واخست چی ګوندی ما به د متحده ایالاتو فدرال پولیسو او یا د (آیس) دولتی ملیشی ته معرفی کړی.
داسی بریښی چی احمد آریا اوس د متحده ایالاتو د شیخ غضب الله د دولتی (آیس) سری غړیتوب لری.
نو زه ټول وطنوال خبرول غواړم که چیری ماته په متحده ایالاتو کی د دولتی ملیشی یعنی (آیس) لخوا کوم مشکل را پیښ سو، نو د هغی مسئول او مسبب به همدا د فارس د غلام بچه یعنی احمد آریا شیطانت او رذالت وی.
او زه د حقوق لوی استاد او ملی مبارز تره کی صاحب نه هیله کوم چی په داسی حالت کی، زما د دفاع دپاره ځان چمتو وساتی.
ددی مقال په وروستۍ برخه کی په همدی ارتباط وایم:
اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.