ایران به ژر طالبانی امارت په رسمیت وپیژنی

محمد داؤد مومند

53

د صهیونیزم اوعیسویت د سترتیژیک اتحاد پربنسټ، د متحده ایالاتو او اسرائیلو جهنمی تجاوز پرایران باندی، د طالبانو امارت دی ته وهڅاوه چی د اسلامی اخوت (اناالمؤمنون اخوة) د ارشاد په رڼا، او د اقتدار د استقرار او تداوم، د حمایت په طمع، د ایران د اسلامی جمهوریت د موقف په تأید کی ودریږی، چی د نن ورځی د منطقی د واقعیتونو په رڼا کی، سیاسی هښیاری بلل کیږی.

که څه هم ایران د پیړیو را هیسی په تاریخی مراحلو، مخصوصا د صفویانو د دوری نه د ستمی بحران الدین ربانی مزدور حکومته پوری، د افغانستان په اړه د هیڅ رنګه منافقت او دشمنۍ څخه سرندی غړولی یعنی ایران هم د پنجاب په څیر زموږ د هیواد د یوه عنعنوی دشمن په توګه پاتی شوی دی، چی په تاریخی لحاظ ښه مثال یی د سترملی زعیم اعلیحضرت شاه زمان د زعامت پرعلیه د ایران د قاجاری دولت په ۱۸۰۰ کال د انګریزانو سره هغه تړون دی، په دی عبارت: که چیری اعلیحضرت شاه زمان د هند د فتحی دپاره حرکت وړکړی، نوایران به پرلویدیزو ولایتونو برید وکړی.

موږ ته زموږ ملی تاریخ وایی چی وروسته د نوی افغانستان بنسټ ایښودونکی او سیاسی پیغمبر، احمد شاه بابا علیه السلام چی احمقان او تاجیکی فارسیستان یی د احمد شاه درانی په نامه یادوی، اعلیحضرت شاه زمان هغه یواځنی ستردرشل دی چی د احمد شاه بابا د امپراتورۍ د احیاء دپاره یی خپل ټول ژوند وقف کړ، دا د اعلیحضرت شاه زمان وروستۍ وینا ده چی :«پادشاهی بی له توری او توره بی له هدفه نه وی»

خو څومره د تأسف وړ خبره ده چی د اعلیحضرت شاه زمان ورور او همدا رنګه وزیر فتح خان، د فتح علی شاه قاجار دربار ته ځی، د خراسان ولایت هغه ته سپاری او د اعلیحضرت شاه زمان سره د جګړی دپاره د هغه نه مرسته اخلی.

شاه محمود د ایران او د بارکزو او الکوزو د مشرانو د خیانت په مرسته څو ځلی د اعلیحضرت شاه زمان د واکمنۍ پرعلیه بغاوت وکړ، که د شاه محمود خیانت او غداری او د ایران حمایت ورسره نه وای، اعلیحضرت شاه زمان به د ستر احمد شاه بابا، امپراتوری بیرته ژوندۍ کړای وای.

دا تاریخی جریان قاضی عطاءالله خان د (پښتنو تاریخ) په کتاب کی کښلی چی غبار، رشتیا، فرهنګ او نورو لیکوالانو د هغی نه ګټه پورته کړی ده.

زما توصیه تکړه نثار شاعر،(جلیل زاد) روکی ته دا ده چی د هیواد په تاریخ کی د اعلیحضرت شاه زمان او همدارنګه د تجدد پلار او طراح امیر شیرعلی خان د تجدد کارنامی ولولی، او ځانله د غازی امان الله په احساساتی کارنامو او بی وقته تجدد په قصیده سرایی اکتفاء ونکړی، او نه د مورخ سیستانی د شاګرد په توګه د غازی نادرخان چی د انګریزانو سره د جنوبی د محاذاتو عمومی قومندان او د ملت اوهیواد د بچه سقو د جهنمی وحشت او د هشت د بغاوت د سلطی نه منجی (نجات ګټونکی) ملی اتل بلل کیږی، په سپکاوۍ خوله پرانیزی.

د ایران رضا شاهی دولت هم چی په ظاهره سکیولر یو دولت و، خو هیڅکله یی زموږ په هیواد کی د شیعی مذهب او فارسی ژبی د توسعی او حمایت نه لاس ندی اخستی.

په تاریخی لحاظ په منطقه کی د فارسی ژبی او شیعی مذهب مسلط کول، دا د فارس د دولت بنیادی تاریخی پالیسی پاتی شوی ده او دا کومه نوی خبره نده.

په جهادی دوره کی د ایران دا دشمنی حد اعلی ته ورسیده، د اته جنایتکارو جهادی حزبونو تخلیق او همدا راز د ربانی ضد پښتنی حکومت نه حمایت او د ژبنی تفرقی اچول او د ایرانی اصطلاحاتو ترویج مخصوصا د (دانشګاه) د نوم او اصطلاح ترویجول او په همدی دوره کی د ایرانی جواسیسو د دیپلوماتانو په جامه کی سری فعالیتونه، په هیواد کی د دشوروی اتباعو او د کی – جی – بی هغه مخبرانو ته ورته و، چی د دیپلوماتانو، انجنیرانو، استادانو او فرهنګی ټولنی د ماموریتونو په جامه کی یی فعالیت کاوه، د طالبانو اسلامی امارت په لمړۍ دوره کی دغه ایرانی مخبر دیپلوماتان په مزارکی مردارکړل او د ایران سپاه پاسداران د ایران د مذهبی مشرتابه نه اجازه وغوښته چی پر افغانستان نظامی تجاوز وکړی، خو دا کارد سیاسی مصلحت نه نظره د ایران مذهبی زعامت عملی ونه ګاڼه.

دلته د تذکر وړ خبره ده چی د هیواد متفکر صدراعظم محمد موسی شفیق غوښتل چی په کابل کی د شوروی د فرهنګی مرکز دروازی ور وتړی، او په همدی منظور یی لمړی په دریمه کارته کی د عیسویانو کلیسا ړنګه کړه، خو ملیون افسوس چی د کودتاګانو کړۍ، هیواد د تباهۍ ګړنګ ته وغوزاوه او د شوروی او بیا ورسته د متحده ایالاتو لاس پوڅی حکومتونو او اشغال ته زمینه برابره شوه.

خو هغه د چرچل معروفه خبره ده چی : په سیاست کی نه دایمی دوست شته او نه دایمی دشمن.

د مثال په توګه نن ورځ وینو چی پوتین هماغه پخوانی دشمن په سیاسی دوست بدلیږی او د طالبانو امارت په رسمیت پیژنی او پاکستان ته د هغوی د تحریکاتو په اړه د اخطار تر څنګ د څه نظامی دفاعی اسلحی د مرستو تړون هم امضاء کوی.

ایران هم نن ورځ د طالبانو د اسلامی امارت سره د خپلو منطقوی منافعو په نظر کی نیولو سره، خورا ټینګ اقتصادی او سیاسی روابط لری.

آیا دا د تعجب ځای ندی چی د ایران سفیرد ایران د مذهبی او ژبنی فاشیستی نظام د نماینده په توګه، زموږ د ملتی او جنتی افغانی پښتو ژبه باندی څو کلمی له خولی راوباسی؟

په داسی حال چی د فارس دولت هماغه د صفوی دوری نه را په دی خوا، په افغانستان کی پښتو ژبه د ایران د فرهنګی او ژبنی تاراج ته، د لوی خنډ په سترګه ګوری، او په همدی لحاظ د سید مخدوم لعین غوندی ګوډاګیان یی وګمارل چی د سردار صاحب په بنسټیز قانون کی، د پښتو ملی ژبی په اړه ۵۳ ماده حذف کړی چی د ۱۹۶۴ په بنسټیز قانون کی خوندی شوی وه.

هغه ماده داسی ده:

«دولت مؤظف است پروګرام مؤثری برای انکشاف و تقویه زبان ملی پښتو وضع و تطبیق کند.»

د طالبی امارت د ایران سره د داسی نژدی هر اړخیز مناسباتو په نظرکی نیولو سره اټکل کیږی چی ایران به د روسیی نه وروسته دوهم هیواد وی چی د طالبانو امارت په رسمیت وپیژنی، په همدی ارتباط د ایران حکومت د نظارشوری او ستمی جمعیت او د کرزی او ع او غ مافیایی مزدور حکومت په ایران کی میښت نظامی غړو ته اخطار ورکړی دی، چی د طالبانو د امارت پر ضد هرنوع تخریبی عمل به په واقعیت کی د تهران د زعامت پرمخ تخریبی عمل تلقی شی.

د ایران د رسمیت پیژندنی په نتیجه کی ډیر احتمال موجود چی د هندوستان حکومت به هم د طالبانو امارت په رسمیت وپیژنی.

د شیخ غضب الله احکام د نجونو د تعلیم او تحصیل او د میرمنو د کار په برخه کی جاهلانه او ملی ضد عمل تلقی کیږی، همدا راز د ملی بیرغ، ملی اتڼ، لویی جرګی نه منل د پښتونوالی د اصولو نه سرغړونه ده.

د غنی خان بابا د فلسفی تفکراتو د شعری مجموعی د (پنجری چغار) د کتاب سانسورول او د ایرانی حافظ د اشعارو کتاب د تکثیر اجازه، د پښتو ژبی او پښتونوالی سره دشمنی ده.

ولی طالبی امارت په دی بریالی شو چی د ناتو جهنمی اشغال ته خاتمه ورکړی.

طالبی امارت بریالی شو چی په افغانستان کی لاس پوڅی، غلام او د شراو فساد صادراتی او فرمایشی په اصطلاح جمهوری حکومتونه د سقوط کندی ته ور وغورزوی.

طالبی امارت بریالی شو چی د جهادی فاسدو او بی ناموسه  مشرانو او قوماندانانو چی د ملت او مملکت په سرنوشت حاکم و، فدرالی نظام ته خاتمه ورکړی.

طالبی نظام بریالی شو چی د سردار داؤد خان اقتصادی او عمرانی پروژو ته عملی جامه واغوندی، د قوش تیبی کانال یی ژوندی مثال دی.

طالبی نظام بریالی شو چی په هیواد کی نسبی امنیت ټینګ کړی او د همدی امنیت له برکته د ازبکستان د ګاز د پایب لاین د غزولو عملی اقدامات تر سره کړی.

د جمهوری شراو فساد حکومت سره د ناتو قواو د موجودیت با وجود او د دری لکه تجهیز شوی اردو او د ۸۰ ملیاردو ثقیله وسلی درلودلو سره، بریالی نشو چی د پنجاب د جهنمی نظامی تجاوزونو په مقابل کی یو ډزهم پر پاکستان وکړی، تردی لویه دیوسی په چیری وی چی پنجابی حکومت ته یی د دیورند د کرښی نه دی خواته د اغزن لین او د دوه پښتنی قبایلی سیمو د جلا کولو اجازه ورکړه؟

خو همدی خوارکی، پای لوچ طالبی حکومت، دوه ورځی دمخه په بلوچستان کی په دوه مختلفو مناطقو کی د (درون چی ایران پرستان یی موشک بولی) د وسلی په وسیله د داعش خراسان په مراکزو بریالی حمله تر سره کړه.

هغه بریالۍ حمله چی اوس هغه د تاجیکی خبیثه دائری غړی لکه د نظار شوری، ستمی جمعیت، د جمهوری شراو فساد نظام ځینی بقایا د طالبانی  امارت دا جهادی حملی غندلی او په میدیا کی لیکی چی (پاکستان زنده باد او د طالبی نظام د سقوط دپاره باید د اټومی وسلی نه کار واخستل شی)

که دا ومنو چی د طالبی امارت په نظام کی ۲۵ فیصده د پنجاب ایجنټان وجود لری، دا هم په زغرده ویلای شو چی د شر او فساد جمهوری حکومتونو کی ۹۵ د  بهرنی هیوادونو د استخباراتو ایجنټان وجود درلود. (محترم جهانی صاحب د هماغه پنځه فیصده پاکو وزیرانو په ډله کی شمیرل کیږی)

احمد جانک چی د ۱۷۰۰ د میلاد ترمخه په نژادی اسطورو په تخیلاتو فخر فروشی کوی، په داسی حال کی چی د خپل ټرنیکه شجری نه بی خبره دی او د یوه ستمی فارسیست ایرانیست عنصر په توګه د پښتنی اصطلاحاتو لکه (پوهنتون) او (پوهنځی) د استعمال نه عار او نفرت لری او د ایرانی فرهنګ د ترویج او تعمیم د ایجنت په توګه ایرانی ضد ملی اصطلاحاتو لکه دانشګاه، موشک، باد بزن، دو چرخه، دولار، نشست، ګفتګو او په سلګونو نورو کنجاړه باندی شخوند وهی او د همدی ملی ضد اصطلاحاتو د تبلیغ او ترویج په ملازمت کی قرار لری، مطلقا لکه د نظار شوری او جمعیتی ستمی ډلو به موازاتو د ژبنی او نژادی نفرت او تعصب له مخی د طالبی نظام سره هغه رنګه حساسیت څرګندوی چی د نظار شوری او د جمعیت ستمی ډلی یی د نژادی او ژبنی تعصب له مخی طالبی نظام سره لری او یا هم لکه هغه صیهیونستی ګروپونه یی چی د اسلام او مسلمانانو پرعلیه څرګندوی.

زه ملا نه یم، طالبی نظام د پښتونوالی، ملیت، او زموږ د ټولنی ملی عنعناتو او ثقافت او کلتور سره حساسیت لری، د دوی په مذهبی عقیده:

قلب ما از هند و روم و شام نیست

مرز و بوم ما به جز اسلام نیست

خو اصلی خبره دا ده چی د سردار صاحب د کودتایی رژیم په ګدوڼ، البته د شخص سردار صاحب په استثناء چی د لوی فردی او ملی غرور خاوند و، (حسن چپ، نعمت الله پژواک، محمد خان جلالر، فیض محمد، پاچا ګل وفادار، محمد رفیع، جیلانی باختری، لوی ستمی حمید محتاط ) او داسی نور ټول جواسیس، ملی غداران او رفقاء خائن او ضعیف النفس و، په نسبی توګه د طالبی با ناموسه نظام په ټولو هغه نظامونو شرف لری چی د افغان مظلوم او محکوم ملت په مقدراتو یی په دی نیمه پیړۍ کی لوبی کړی دی.

که نورتول هغه تیر نظامونه د افغان ملت دپاره د دوزخ او اسفل السافلین سره مقایسه کړو، نو طالبی نظام هم جنت ندی او زموږ دوزخی ټولنی دپاره د اعراف حیثیت لری، ګویا د ډاکټر اقبال په وینا:

از دوزخیان پرس که اعراف بهشت است

طالبی نظام بهتر تر ستمی دی

که هزار واره طالب بد تر، تر سپی دی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.