په فراه کې د یوه ځوان ځړول شوی جسد موندل شوی

36

د فراه ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ځوان ځړول شوی جسد موندل شوی چې ویل کېږي متین نومېږي.

سرچینو د یکشنبې په ورځ، د وږي ۲۹مه، رسنیو ته تایید کړې چې جسد پرون موندل شوی، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ځوان څنګه په دار ځړول شوی دی.

د دغه ځوان د هویت، د پېښې د دقیق ځای او د مړینې د څرنګوالي په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي ترلاسه شوي. طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنایي پېښې، د وسله‌والو غلاوو، تښتونو، مرموزو او هدفي وژنو په ګډون، د پام وړ زیاتې شوې دي.

په وروستۍ ورته پېښه کې، څه موده وړاندې د کونړ ولایت په مرکز کې اووه ماشومان په ډله‌ییز ډول تښتول شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320