ازاديLibertà

عبدالعزیز نایبي

25

– ازاديLibertà

«لېبریتا» یا «ازادي» یو مشهور ایتالیوي سرود دی چې په ۱۹۸۷م کال کې، خوږغږې هنري جوړې «البانو» او «رومینا پاور» ویلی دی. دا سرود داسې مهال خپور شو، چې په ختیځه اروپا کې د کمونیزم پر وړاندې ولسي اعتراضونه او د ازادۍ غوښتنې خوځښتونه، زیات شوي وو.

په ۱۹۸۹م کال کې رومانیا د «نیکولای چائوشسکو» تر ټولو سخت او استبدادي رژیم لاندې و؛ خلک له ډیر ظلم او سانسور سره مخ وو. د «لېبریتا» سرود د دیکتاتورۍ تر چتر لاندې د رومانیا د خلکو د ناهیلۍ او غوسې تمثیل کاوه. له هغه ځایه چې سیمه ایزې رسنۍ بندې وې، یاد سرود د اروپایي رادیوگانو لکه د «ازادې اروپا رادیو» له لارې د رومانیا د خلکو غوږونو ته رسېده. کله چې په «تیمیشوارا» او پلازمینه «بخارست» کې د دسمبر انقلاب پېل شو، پر سړکونو باندې لاریون کونکو دا ترانه، د یو مورال بښونکي سرود په توگه زمزمه کاوه.

په ۱۹۸۹م کال کې د برلین دېوال هم ړنگ شو، د المان او اروپا رادیوگانو او تلویزیونونو دا سرود د ژوندیو خبري پوښښونو په بگروند کې خپراوه، چې په تدریجي ډول د دې تاریخي شیبې سمبول وگرځېد.

«لېبریتا» چې د سړې جگړې په وروستیو کلونو کې خپور شو د ازادۍ غوښتنې د پیاوړي پیغام د لرلو او له ظلم سره د مبارزې په دلیل، د رومانیا د پاڅون حماسي سرود او د برلین دېوال د ړنگېدو سمبول گڼل کېـږي. دا سرود د ټولنې د کمزورو او بېوزلو خلکو په وړاندې د ځواکمنو سیستمونو بې پروايي او قساوت ښيي. د سندرې شعر لاندې کسانو په گډه لیکلی دی:

Romina Power

Vito Pallavicini

Willy Molco

دا شعر د نړۍ ځینو نورو ژبو ته هم ژباړل شوی دی؛ ما له انگریزي ژبې څخه، پښتو ته د ژباړې هڅه کړې؛ د دې حماسي سرود دواړه انگریزي او پښتو شوې ژباړې دا دي:

Freedom

 

The evening falls
on the shoulders of a man
who is leaving.

Beyond the night
in his heart
a secret he will carry.

Among houses and churches
a woman is searching
for someone who is no longer there.

And in your name
how many people
will not return.

Freedom,
how many you have made cry
Without you, how much loneliness!

Until
it makes sense to live
I will live to have you.

Freedom,
when a choir will rise
it will sing to have you.

There is a blank page
on the pain, on the skin
of men.

Every day
cynicism grows towards
men.

But a sun is born
in the night,
in the hearts of the weak.

And from the silence
a love will be reborn.
Seeking you!

Freedom,
how many you have made cry
Without you, how much loneliness!

Until

it makes sense to live
I will live to have you.

To have you!

Freedom,
without ever crying again.
Without you, how much loneliness!

Until
it makes sense to live
I will live to have you.

To have you…..

ازادي!

ماښام کوز شو پر اوږو د یو سړي

پټ په زړه کې، یو راز ځانه سره وړي

له تورتمه، د رڼا په لوري ځي

یوه ښځه،

په کورونو، په نمنځخونو

کې د هغه چا په لټه

چې نور نشته

او

ستا په نوم به څومره خلک

بېرته بیا راستانه نشي

ازادي!

څومره خلک تا ژړولي

بې له تا نه،

څومره لوی یواځېتوب دی

تر هغو چې ژوند کولو کې مانا وي

ستا لرلو ته به یې کړمه!

ازادي!

چې په گډه غږ اوچت کړي یوه ډله

خپلولو ته دې وبولي سندره

هر سړی پر خپل پوستکي او دردونو

سپین کاغذ لري د ډیرو ناوېلو

ورځ تر بلې بېرحمي ډیره پر غلو

خو،

لمر راخېژي په تیارو کې

د کمزورو په زړگو کې

له چوپتیا ډکو شېبو کې

به یو غږ،

بیا راژوندی شي

ستا په لټه کې مینه

ازادي، ازادي!

بیا دې کله ژړا نه وي!

بې له تا نه،

څومره لوی یواځېتوب دی

تر هغو چې ژوند کولو کې مانا وي

ستا لرلو ته به یې کړمه!

دا حماسي سرود د دې لېنک په کېکاږولو، اوریدلی شی:

https://youtu.be/ojTrHaOoa10?list=RDojTrHaOoa10

عبدالعزیز نایبي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320